تبلیغات
د ژوند هیله

ته ښاسیته یی

عبدالباری جهانی
ته لكه ستورى د آسمان پر لمن

ته لكه سترګه د سبا ښایسته یې
په آسمانونو كی تنها ښایسته یې
ته له ازله له پخوا ښایسته یې
ته د مستۍ ته د خمار په شپه كی
لكه ساقی لكه مینا ښایسته یې
لكه پانوس لكه رڼا ښایسته یې
لكه جلوه لكه برېښنا ښایسته یې
لكه شبنم لكه ځلا ښایسته یې
لكه ګلاب لكه بورا ښایسته یې
لكه لاله په سره لمن كی د بېدیا ښایسته یې
لكه غزل ټوله ښكلا ټوله له رنګه ډكه
لكه خیالونه د شاعر د هری خوا ښایسته یې

د خپراوی نیټه یکشنبه 1390/03/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()

روح(لنډه کیسه)

لیکوال : ایمل پسرلى

کار مې وموند . په یوۀ دفتر کې د کمپیوټر پردې ته ناست وم . پرده په څلورو برخو وېشل شوې وه . څلور عکسونه و . هرې برخې د یوې کامرې تصویر ښکاراوۀ . کامرې د ودانۍ  څلورو کونجو کې نصب شوې وې . که به هر څوک تیریدۀ ماته په کمپیوټر کې ښکاریده چې څه کوی . ماته یې ویلی و چې ویې څارم . کار مې اسانه و . کرۍ ورځ به ناست وم .

په رخصتیو کې کلی ته ولاړم . په لاره کې یې ونیولم . یو تورمخى له تومانچې سره و . بل زلمکى و . له هغه سره چاړه وه . له گرېوانه یې نیولى وم . خبرې یې نه کولې . له سړکه یې چپ کړم . لاسونه یې تر شا راوتړل . د هدیرې له لارې یې د سیند غاړې ته بوتلم . ما چې به څه وویل زلمکی به وویل چوپ که . تورمخی به د تومانچې په لاستی د ولیو په منځ کې ووهلم .

ومې پوښتل : څه مې کوئ ؟

ځواب یې رانه کړ . رهی کړى یې وم . د سیند په غاړه یوې کندې ته ورته ځاى و . هلته یې کښته کړم . تور مخی برگ برگ راته کتل . زلمکی خبرې پیل کړې :

-        جاسوسه د چا جاسوسی دې کوله ؟

-        زه جاسوس نه یم .

-        چوپ که جاسوسه ، ولې په ښار کې  کار  کوې ؟

-        بل ځاى کار نه و ، دا شپږ میاشتې پسې گرځیدم .

-        څوک له لوږې مړۀ شوی چې ته سپى به مړ واى .؟

-        ماشومان مې وږی و ، پوروړى وم ، بله چاره نه وه .

-        دا نور مسلمانان څه کوی ؟

-        مجبور یم .

نورې خبرې یې ونه کړې . یوه شېبه دواړه سره غلی ول . تورمخی وویل :

-        لمونځ به قضا شی .

زلمکی وویل : سمه ده .

تورمخی په مځکه راپرځولم . زلمکی مې پر ستونی چاړه راکېښوده .

 

***

 همدوى څارم . تور مخى سړى او ورسره زلمکى گورم . هر لور ته پسې یم . یو ځاى گرځی . د سړک په غاړه د یوې ونې شاته ولاړ وی . د تور مخی اوږدې څڼې دی . غوړې کړې یې وی . سترگې یې په رنجو تورې وی . ببره ږیره لری . سپینه خولۍ یې پر سر وی . د زلمکی ږیره لا ډیره ببره نه ده . خو لکه چې کله یې نه ده خرییلې . د دۀ ویښته هم گڼ دی . ډیر یې گروی . تور کالی یې اغوستی وی .

 موټر یې ودراوۀ . سړى یې ترې راکښته کړ . تورمخی یې سر ته تومانچه نیولې وه . زلمکی تلاشی کړ . د سړی لکه زبون چې وهل شوى وی . څه یې نه ویل . زلمکی یې لاسونه وروتړل . موټړ یې ځاى پر ځاى پاتې شو . د هدیرې له لارې یې رهی کړ . سړی هیڅ نه ویل . لکه په تمه و چې له دوى به څه اوری . په هدیره کې یې سترگې هم وروتړلې . سړی ورو په ډاریدلی غږ وپوښتل :

-        وروڼو خیر خو دى ؟

تورمخی د تومانچې پر لاستی د ولیو په منځ کې وواهۀ . سړی جټکه وخوړه . اخ یې له خولې ووت . زلمکی ورته وویل :

-        چوپ که جاسوسه .

-        جاسوس نه یم ، والله که یم .

-        اوس به معلوم شې .

-        قسم خورم .

 

د ولیو په منځ کې یې بیا د تومانچې پر لاستی وواهۀ . سړى غلى شو . د سیند له غاړې کندې ته کوز شول . سړى په کښته کیدو کې ولوید . پر مځکه پرېووت . د بیرته راپورته کیدو هڅه یې وکړه . زلمکی پسې پورې واهۀ . په ملا یې کېښناست چې راپورته نه شی . تور مخی شاوخوا وکتل . د ښی لاس څلور گوتې یې داسې وښورولې لکه وایی چې ورځه پرې . زلمکی سړى په بل مخ راواړاوۀ . تورمخى یې په پښو کښېناست . زلمکی یې پر ستونی چاړه ورکېښوده . چاړه په وینو سره شوه .

 

دواړه ترې پورته شول . زلمکی د سیند په اوبو چاړه پرېووله . د سیند په اوبو کې سرې وینې ورکې شوې . دواړه د اوبو د بهیدو په لور وخوځیدل .  ماښام و . یو ځاى زلمکى  ودرید . د سیند په اوبو یې اودس تازه کړ.

کلی ته ولاړل . په یوۀ کور یې ډوډۍ وخوړه . زلمکی راډیو روښانه کړه . خبرونه یې ټول واوریدل . تورمخی ته یې وویل :

-        زموږ خبر یې خپور نه کړ .

تورمخی سر وښوراوۀ . هیڅ یې ونه ویل . زلمکى هم په چورت کې شو . تورمخی په ټیټ غږ وویل :

-        جاسوسان دی .

 

زلمکی ورته وکتل . په فکر کې شو . لکه له ځانه سره چې وایی ولې د دۀ نه و ورپام شوی . د تایید په دود یې سر وښوراوۀ . شونډه یې وچیچله . ویدۀ شول . د تورمخی خرا وه . زلمکى ارام و . 

 

د سهار جمع یې په جومات کې وکړه . د الوتکو غږ شو . خلکو سره منډې کړې . تورمخى او زلمکى له کلی ووتل .

 

ماسپښین زلمکی راډیو روښانه کړه . خبریال ویل په بمبارۍ کې کلیوال وژل شوی دی .  خبرونه یې تر پایه واوریدل . زلمکی وویل:

-        زموږ خبر یې بیا هم ورنه کړ .

-        جاسوسان دی .

***

موټر یې ودراوۀ . تورمخی تومانچه ورته ونیوله . زلمکی ورته وویل :

-        راکښته شه .

-        خبریال یم .

-        درته وایم راکښته شه .

-        څه خبره ده وروره زۀ خبریال یم .

-        د جاسوسانو پلار یې .

 

د هدیرې له لارې یې د سیند غاړې ته بووت . چاړه یې پر ستونی ورکېښوده . کار یې ونه کړ . تورمخی تومانچه پرې تشه کړه . زلمکی چاړه پر تیږی تیره کړه . له ځان سره یې وویل ، پڅه شوې ده .

د خپراوی نیټه یکشنبه 1390/03/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()

مورنۍ ژبه(لنډه کیسه)

لیکوال: نصیراحمد احمدی

پلار په خواشینۍ وویل:

_تا هېڅ هم نه دی زده کړی!

د ماشوم سر وځړېد.

پلار وویل:

_څلور میاشتې یو عمر دی، خو ته لا په الفبا هم نه پوهېږې!

د جامو د ګنډلو د ماشین غږ ودرېد، ځوانه ښځه په خبرو کې ور ولوېده:

_سړیه! تر اوسه خو  لا په اول صنف کې دی، زده به یې کی.

د سړی تندی تریو شو،  لاسی بکس یې ور واخېست ، له کوره ووت او دفتر ته لاړ.

ښځې ماشوم ته وکتل، ورو یې وویل:

_ګوره زړګیه! ته باید خپل درسونه ووایی، د پلار خبره دې  درپه زړه  که، ویل یې چې که په سبقونو کې تکړه وې، نو یو ښکلی کوچنی  بایسکل درته اخلی.

ماشوم په حیرانۍ ورته کتل...

ښځې د ماشین لاستی تاو کړ، ورو یې وویل:

_هله ګرانه! د مکتب وخت دې دی !

هلک بکسې ته لاس ور وغځاوه، بوټونه یې په پښو کړل، د باندې ووت.

 هوا سړه وه، ماشوم د سړک پر غاړه ودرېد، موټر ګړندی روان ول، یو لاروی وردمخته شو، ماشوم یې تر لاس ونیو، د سړک تر بلې غاړې ورسره لاړ.

پاو وروسته ماشوم په ټولګی کې و، معلمې یې پر توره دړه د الفبا توری ولیکل، په لوړ غږ یې وویل:

_خوب قندولکا!  الفبا را سه سه بار در کتابچه هایتان بنویسید!

ماشوم په حیرانۍ سره خپلې کتابچې ته کتل...

شېبه وروسته معلمی وپوښتل:

_قندولک! تو چرا  نوشته نمیکنى؟

ماشوم  ورو وویل:

_څه ؟

د معلمې شونډې وخوځېدې::

_چه گفتی؟

هلک بیا خپله خبره تکرار کړه!

_څه وکم!

معلمې تندی تریو کړ!

_بچیم! مه پشتو ره نمیفامم ! تو چه میگى؟

ولاړه شوه ، د یوه بل ماشوم تر څنګ ودرېده، په خوشالۍ یې وویل:

_آفرین بچى لایق، چقه زود نوشته کدى!

د تختې پر سر  پر یوه لوی کاغذ لیکل شوی وو :

(( په مورنۍ ژبه زده کړه د هر چا حق دی. ))

د خپراوی نیټه یکشنبه 1390/03/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()

په لوګر ولایت کښی مشاعره

سرچینه:فیسبوک ویب پاڼه
نن شنبه چی د یو زرو دری سوه نهه اتیایم هجری لمریز کال د غویی له 31 نیټی سره سمون لری په لوگر ولایت کی د سنځل گل شپږمه دودیزه مشاعر جوړه شوه.
په دی مشاعره کی چی د لوگر ولایت د محمدآغی ولسوالی د ودانی ترځنگ د پاملرنی موسیی په انگړ کی جوړه شوی وه د لوگر ولایت والی ډگر جنرال عتیق الله لودین، د ولایتی شورای غړیو، ولسوالانو، امنیتی چارواکو، د لوگر ولایت او له نورو ولایتونو څخه راغلو شاعرانو، ادیبانو، فرهنگپالو، ژورنالستانو او د شعر مینه والو هم گډون درلود.

د مشاعری غونډه چی د سهار پرنهو بجو د قران مجید د مبارکو آیتونو په تلاوت او د ملی سرود په غږولو سره پیل شوه لومړی برخه یی د ولایت د مشرتابه، ولایتی شورا، د ژورنالستانو د ټولنی مشرتابه او د شاعرانو په اړه مقالو او ویناو ته ټاکل شوی وه.

د لوگر والی ډگر جنرال عتیق الله لودین غونډی ته په خپله وینا کی وویل چی دغه مشاعره له پنځو کلونو راهیسی هر کال جوړیږی.
عتیق الله لودین په خپلو ویناو کی له ولایتونو څخه راغلو میلمنو شاعرانو او ددغی میلی ټولو حاضرینو ته ښه راغلاست ووایه اوهمدارنگه یی له هغو کسانو څخه چی ددغی مشاعری په جوړولو کی مرسته کړی مننه وکړه.
نوموړی په خپله وینا کې شاعران او لیکوالان د ټولنې اصلی خدمتګاران وبلل او د هغوى ستاینه یې وکړه .
هغه د خپلو خبرو په ترڅ کی یو ځل بیا په ټولو لوگریانو باندی غږ وکړ ترڅو د خپل ولایت په بیارغاونه او نورو برخو کی رغنده ونډه واخلی.

والی ددغی مشاعری له جوړولو څخه خوښی څرگنده کړه او له ټولو لوگری ځوانانو څخه یی وغوښتل ترڅو هڅه وکړی چی تل په خپل ولایت کی دا ډول غونډی جوړی کړی او دغه میله یی د ملی یوالی یوسمبول په گوته کړ او همدارنگه یی په خپلو خبرو کی د لوگر د عینک د مسو د پروژی یادونه وکړه او دا پروژه یی د ټول لوگریانو لپاره ارزښتناکه وبلله.

یوبله ډیره مهمه خبره چی د ټولو میلمنو د خوښی وړ وگریځیده دا وه چی والی په راتلونکو اوونیو کی د څو ښوونځیو د رغاونی او همدارنگه د لوگر ولایت د پوهنتون د منظور کیدو خبر ورکړ چی د غونډی گډونوالو ددی خبر په اوریدو سره خپل لاسونه وپړکول او له هغه څخه یی مننه وکړه.

او خپلی خبری له امنیتی چارواکو سره د خلکو په مرستی کولو باندی پای ته ورسولی او له هغوی څخه یی وغوښتل ترڅو له امنیتی چارواکو سره له هر ډول مرستی کولو څخه دریغه ونه کړی.

ورپسی د لوگر ولایت د محمدآغی ولسوالی ولسوال ښاغلی الحاج عبدالحمید حامد ویناوی وکړی او د پروگرام راغلو میلمنو ته یی ښه راغلاست ووایه او د ټولو پر یوالی باندی یی ټینگار وکړ.

د محمد آغی له ولسوال څخه وروسته دلوگر ولایت د ځوانانو د ټولنی رئیس محمد نسیم شفق له ټولو ولایتی چارواکو او هغو کسانو څخه چی ددغی میلی په جوړولو کی یی ورسره له مالی او معنوی پلوه مرسته کړی مننه وکړه، او همدارنگه یی د لوگر ولایت له ټولو شتمنو او سوداگرو څخه وغوښتل ترڅو د دا ډول فرهنگی غونډو په جوړولو کی ورسره مرسته وکړی.

د شفق د ویناو په پای ته رسیدو سره د لوگر ولایت د ځوانانو عمومی رئیس شفیق پوپل هم د غونډی راغلو میلمنو، شاعرانو، لیکوالانو ، ادیبانو، او ژورنالستانو ته ښه راغلاست ووایه او ددغی مشاعری په جوړولو کی یی له ټولو ځوانانو او هغو کسانو څخه چی مالی مرسته یی ورسره کړی وه مننه وکړه.

په همدی ترتیب سره د میرویس کرنمل د اصلاح شویو تخمونو او میوه لرونکو نیالگیو د شرکت په استازیتوب چی ددغی مشاعری د جوړولو په موخه یی زیاته مالی مرسته کړی وه ښاغلی ډاکټر عبدالعظیم احمدزی ویناوی وکړی او ټولو میلمنو او شاعرانو ته یی ښه راغلاست ووایه او سوداگر یی ددی ته وهڅول ترڅو د دا ډول فرهنگی غونډو په جوړولو کی ونډه واخلی او له خپلو مرستو څخه یی برخمنی کړی.

له احمدزی څخه وروسته د لوگر ولایت د پوهنی ریاست په استازیتوب انجنیر بشیر احمد خپل چمتو کړی شعر د غوڼدی گډون کوونکو ته د ستړی مشی په توگه وړاندی کړ چی په همدغه شعر سره ازاده مشاعره پیل شوه او شاعرانو په خپل وار سره خپل شعرونه په کی ولوستل.

په دغه دودیزه مشاعره کی لاندینو شاعرانو خپل شعرونه وویل شفیع الله بابرزی، عبدالله صادق، نجیب الله شاکری، خوږمن ځاځی،مستری زلمی ستانکزی، له ننگرهار څخه راغلی میلمه شاعر نورعالم نورانی، مطیع الله صالح، قاری محمد یونس گړنگ، له پکتیا څخه راغلی شاعر ایمل خیمار،ښاغلی غالب،جمعه خان، قاضی حیات الله حیات، روح الله امین، محمد نسیم ستانکزی، لمر نیازی، احمد یار احمدزی، تکړه لیکوال او شاعر عبدالرحمن رهیل، عزیز احمد نوری، مسعود یار، له کابل څخه همایون هیواد، اسلام الدین خوبان ستانکزی، اسدالله لودین، وحیدالله ستانکزی ، بریال پوپل، کوچنی اوخوږ ژبی شاعر محمد نسیم او داسی نورو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.

د لوگر ولایت د ځوانانو د ټولنی رئیس ندا راډیو ته وویل چی ددی مشاعری په جوړیدو کی د میرویس کرنمل د اصلاح شویو تخمونو او میوه لرونکو نیالگیو شرکت هم ډیره زیاته مالی مرسته کړی وه.
نوموړی دغه راز وویل چی همدی شرکت د غونډی په یوشمیر گډونوالو ډالی هم وویشلی.
هیره دی نه وی چی میرویس کرنمل هم له ندا راډیو سره په مرکه کی په راتلونکی کی په لوگر ولایت کی د دا ډول غونډو په جوړولو کی د مرستی خبر ورکړ او وویل چی زه به تل هڅه وکړم ترڅو خپلو هیوادوالو بیا لوگریو ځوانانو ته تر دی هم لا ښه پروگرامونه جوړ کړم ترڅو چی زمونږ کړیدلی ولس نور د ژوند له تورو تیارو څخه د علم او هنر په لور گام پورته کړی.

د غویی په اتلسمه نیټه په کندهار ولایت کی هم د انارگل مشاعره جوړه شوی وه، چی د هیواد گڼ شمیر شاعرانو په کی گډون درلود.
دغه راز په ننګرهار کې د نارنج ګل، کندهار کې د انار ګل، پکتیا کی د نښتر ، میدان وردگ کی د مڼی گل، کندوز کې د ریدی ګل، مزار کې د ګل سرخ او زابل کې د بادام ګل په نوم کلنۍ مشاعرې جوړېږی .

د خپراوی نیټه یکشنبه 1390/03/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()

سېل (لنډه کیسه)

احسان الله آرینزی

لمر لا نه و پریوتى چې بیا هغه فكر ورپیدا شو. سترګې یې د مخامخ غره په لوړو او واورینو څوكو كې ټومبلى وې. د مازیګرنى لمر پریوتونكو وړانګو، د ځنګله ګڼو ونو ته د پسرلنیو ناوكیو ښكلا وركړې وه.

 

ټول ماسپښـین دې فكر ځورولى و. په ځان یې څو ځلې سړې اوبه توې كړې،پریوت، كیناست او پاڅید، زړه یې و چې ښه په خوند وژاړی، په كوكو او چیغو وژاړی، د هغې مور په څیر وژاړی چې ناڅاپه  د خپل تنكې زلمی زوى له مړې سره مخامخ شوې وې؛ خو لكه چې د دې كار له پاره یې هم وخت نه درلود، ټول په ویره كې ډوب شوی و، د زړه درزا یې پخپله ښه اورېده. ټولو وینو یې د ماغزو په لور منډه اخیستې وه،  بدن یې  په خولو خیشت شوى و، لاس او پښې یې د تبجن ناروغ په څیر په زغرده ریږدیدل. داسې ښكارېده چې ژر به یې د ټول بدن وینه ان تر وروستی څاڅكې پورې د ككرۍ په كوچنی كالبوت ننوزی او هغه به وشیندی:

په ذهن كې یې لویه غوغا پاڅېدلې وه او زړه یې و چې كومې وشلوی:

-  مرسته…!!

 

رنګ یې تك سپین اوښتى و او ساه یې د هغه ناروغ په څیر، چې د زړه له ناڅاپې حملې سره مخامخ شوى وی بنده- بنده كېده. بیا یې مخ ته څو لپې اوبه وشیندلې، سر یې د ونې له كلكې ډډې سره وواهه او د لیونو په شان یې لاسونه وخوځول:

- مرسته …!؟

 

د هغه بل دا سرې - سرې سترګې یې تر سترګو شوې. ټوله ناپایه فضا د غاښونو د چیچلو په زړه دردونكى اواز ډكه شوه او ټول مخامخ ځنګل چې نور یې نو د لمر له وروستنیو وړانګو سره مخه ښه كوله، سترګې- سترګې اوغږ- غږ شو او د هغه بل درندو كریږو یې په غوږونو كې انګازې جوړې كړې:

- هو… تا ته وایم او تا ته امر كوم چې ختم یې كړه!… تا ته وایم چې هغه دښمن دى… په دښمن رحم نه دى په كار… تا ته امر كوم چې په دې كار كې بېړه وكړه…

ده په خپلو ویښتانو منګولې ونښلولې، سترګې یې د وینو د جامونو شانتې سرې اوښتې وې او  دا نارې یې ډېرې اورېدې:

- ختم یې كړه… ختم یې كړه…

له دې نارو سره د ده چیغه هم یو ځاى شوه:

- مرسته !؟

زړه نازړه او په ډېرو ستونزو روان شو. د وروستنې لمر وړانګو یې سیورى څو ځلې اوږد كړى و. نور نو نه شواى تم كېدى. د شنه اسمان ځلا د وریځو له یرغل سره مخامخ وه او ورو- ورو وركېده. دا ځلا او دا وریځې ده ته زهرجنې ایسیدې. خولې یې څاڅكې- څاڅكې له وچولې څخه  بهیدې او په ګریوان یې توییدې.

 

د ورانو كلو د ویجاړو كروندو كږلیچنې لارې هېڅ نه تمامیدې، هلته د ژوند ساه د ختو په حال كې وه او د شپې كونګانو پر اباده وردانګلې وو.

 

او دى همغسې روان و. كړۍ - كړۍ لوګی یې له خولې ویستل. نور نو د اسمان شنه ځلا ده ته نه ښكارېده. هر څه په وریځ كې پټ شوی وو. د رڼا او تیارې په دې اخ او ډب كې ماښامنئ چوپه تیاره بریالۍ كېدونكې وه. ورو - ورو یې د نیشې ناروغه او ناپایه مستی په ذهن خوره او حواس یې په خواږه خوب ویده شول. یو كالبوت ځنې جوړ شو او  ګونګ سیورى یې د بې حاله سترګو په وړاندې وڅرخیدل.

 

هوا سړه شوې وه، د طوفان څپې راپورته كېدې او د وریځو له لمنو څخه اوبه د بهیدو په حال كې وی. په ماښامنۍ رڼا كې شا اوخوا سیمې له خلكو او لارویانو نه تشې ښكارېدې او دې ورو- ورو( دښمن) ته نژدې كېده. (دښمن)  په رښتیا هم له مخامخ نه را روان و، نښې نښانې ټولې سمې وې، دا ده ته ( دښمن) معرفى شوى و. لكه چې دا یې ورور و؛ خو په تیاره كې یې د هغه څیره سمه نه پېژندله، ده د ډېر فكر وخت نه درلود. بس همدا چیغې وې چې د ده په غوږونو ننوتى :

- تا ته امر كوم چې ختم یې كړه... په دښمن رحم نه دى په كار.

 

درې څلور ډزې وشوې؛ خو لكه چې په دې ماښامنی تیاره، طوفان او ورښت كې چا وانه ورېدې، كراره - كراری وه، یو كابوس و، یوه عجیبه شیبه وه چې تېرېده، نو دى بیا د مړې سر ته ولاړ و. خولې پرې ماتې وې او سترګې یې پټې- پټې كېدې چې پورته یې وكتل تیارې ته یې پام  شو. اوس نو د ده دوهمه دنده پیل كېدونكى ده.

 

ده باید دا مړى په سیند كې راوتلى سیلاو ته سپارلى واى؛  خو مړى ډېر دروند و او په ده خولې لا همغسې را روانې وی. په ځان یې ډېر فشار راووړ، ځان یې د نارامه ماغزو د فرمان منلو ته اړ ولید. مړى یې لږ پورته كړ په ګونډو شو، اوږه یې وركړه او په ډېره سختی پاڅید. مړى یې ورسره پورته كړى و او ورو - ورو روان شو.

 

د مخامخ باد څپو د ده مخه بندوله. په ټول ژوند كې یې دومره دروند پیټى نه و پورته كړى. د مړى لاسونه ښكته ځوړند وو او د لویدلو ویره یې ډېره  وه، ده یو لاس د مړی تر شا تاو كړ او په بل لاس یې د مړى لاسونه تر خپل ستونې وڅرخول.

 

اوس نو مړى د غوښې د یوې بوجۍ په څېر ده ته ور په شا و او دې  تر دغه درانده بار لاندې ګړوپ او كوږ روان و.

ساه یې بنده- بنده كېده او خولې یې له باران سره یو ځاى په ګریوان سمې شوې وې. دا وخت هم  چیغې د ده په ستونې كې وچې ښكارېدی:

- مرسته ... ! مرسته ...

 

اوس نو دومره كړوپ روان و چې ورو- ورو یې د مړی پښې تر پښو تاوېدې. د سیند غږ لا تر اوسه هم نه اورېدل كېده، په خټینو كږلیچنو لارو كې تګ ډیرې ستونزې درلودې، پښې به یې په خټو ننوتې او بېرته راوتې.

***

طوفان درېدلى او باران په جړ ورېده . ده هم اوږده لار وهلې او دا دى ستړى ستومانه د سیل خړو اوبو ته نژدې شوى و. د سیند په شاوخوا  ځمكو باندې هم اوبه ختلې او د مړی د وینو بوى سپږمې تریوولې.

 

ده د دمې وخت نه درلود. ملا یې نوره هم د ځمكې په لور كږیده. مړى د غره په شان پرې بار و او دى یې د پړمخې لویدو له كلكې ویرې سره مخامخ كړى و!

لږ ځنډ وروسته د هسكو ټیټو ځمكو نه لږ ها خوا خړې اوبه ښكاره شوې. د اوبو د اوښتو غږ په زغرده اورېدل كېده. په توره شپه كې د درانده باران غږ ټوله فضا ډكه كړې وه .

 

كله چې په اوبو گډ شو، ویره یې لږ سپكه شوه. تر ډېر ځنډ وروسته یې د سیند غاړه میندلې وه. اوس یې نو ملا د مړې تر درانده پیټی لاندې د ماتیدو په حال كې وه. دوه- درې ګامه یې نور هم ځان د اوبو د مینځ خوا ته كش كړ. د سیل  بې خونده وږم د ده سپږمې ډكې كړې وې او یوې او بلې خوا ته یې نه شواى كتلاى.

د مړى لاس د ده ترستونی تاو شوى وو...

 

ځان یې یو لور ته كوږ كړ چې مړى وغورځوی؛ خو مړى و نه غورځید. ده په خپل لاس د مړی د لاسونو د بیرته كولو هڅه وكړه؛ خو دا لاسونه د  لرګی په څیر وچ شوى وو او ناڅاپه د ده له خولې دا چیغې ووتې:

- مرسته...! مرسته.... هه ...

دا چیغې بېرته غبرګې شوې :

- مرسته ...! مرسته ... هه ...

خو دى ونه پوهېده چې دا د ده د خپلو چیغو غبرګون و او كه نورو كسانو هم په سیند غاړه كې دا نارې اوچتې كړې وې؟

ده ځان په زوره وخوځاوه، اوبه یې تر ګونډو پورته شوې وې او دى  د میږی په پلو وړاندې روان و. د مړی د پښو د بېرته كولو هڅه یې وكړه؛ خو پښې هم د لاسو په څېر تړل شوې وې او نه بېرته كېدې! نور نو له ویرې، سړو، خولو او ستومانتیا نه د لیونتوب حد ته رسیدلى و او همدې چیغو یې غوږونه ډك كړی وو:

- مرسته !... مرسته ...

 

یوه پښه به یې د سیند د څنډو له خټو څخه راایسته او بله به یې ډوبیده.

 

كله چې بیا د طوفان څپې والوتې، د سیل اوبه یې د ده ترسینې پورې پورته كړې او د شپې د كونګانو درانده غږونه یې د ده په غوږونو  ننه ایستل. نور نو د مړی د غورځولو له پاره د ده ټولې هڅې شنډې شوې وې. ان دا چې غږ یې هم په ستونې كې چوپ شوى و!...

مړی دى په ژوند زندى كړى و !؟...

 

ده ته هم څه نه و پاتې، سترګې یې رډې- رډې وتلې وې، وې غوښتل چې بېرته ستون شی؛ خو د سیند خټو د ده پښې كلكې نیولې وی، مړى لا همغسې ور په شا و او دى یې پړمخې لویدو ته نژدې كاوه. لږ نور هم كړوپ شو او وچولى یې د سیل له اوبو سره ولګېد.

لږ ځنډ وروسته د طوفان له یوې زورورې نا ځایې څپې سره په یوه خوا كوږ او له مړی سره  یو ځاى په اوبو لاهو شو.

 پای

د خپراوی نیټه یکشنبه 1390/03/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()

پښتو متون سمـــېدل غواړی

استاد محمد معصوم هوتک

– د متن لیکونکی او برابروونکی د شخصی قضاوت ښکارسی:

          د خطی نسخو کاتبانو او د چاپی متن برابروونکو په متن کی په بې مسئولیتۍ سره لاس وهلی دئ. دوی په خپل رسالت او مسئولیت یا نه پوهېدل یا ئې لاسوهنه د دوی په نزد د اصلاح او سمون په نیت کوله. دوی فکر کاوه چی په دې لاسوهنو سره د منقول عنها نسخې د لیکوال غلطۍ او تېروتنی ورسموی خو خبر نه ول چی په دې کار سره ئې د متونو

 د تاراج او مسخه کولوعملیه تر سره کوله.

 

لاسوهنی که جمع بندی کړو، نتیجه به ئې داسی راووزی:

1.     کاتب د خپلی لهجې تر اغېزې لاندی راځی او د خپل تلفظ او وینګ ارجحیت ئې دې ته اړ باسی چی په متن کی د ده په نظر اصلاحات راولی. (نه) د (څخه) پر ځای راوړی او برعکس لا هم.

 

2.     له کاتب څخه د ناپوهۍ او غفلت له اسیته په متن کی بدلونونه راځی او کله کله خو د تلوار له خاطره هم د متن اصلی جوله الیشه کېږی.

3.     کاتبان د ژبی د سوچه کولو په ناروغی اخته وی. دوی غواړی له متونوڅخه د پردیو ژبو اغېزې پوجی کړی خو پام ئې نه وی چی په دې عمل سره د متن له خپل اصلی مخ څخه پزه هم ورپرې کوی. (وګ: دهمدې لیکنی د پښتو سوو لغتو برخه)

 

ج – د چاپی متونو برابروونکی هم د کاتبانو او ناسخانو په شان د متن په مسخه کولو کی شامل دی. پر دوی باندی هم پورتنی بیان سوی حالتونه تطبیق کېدلای سی او پر څنګ ئې نور مشکلات دا وی چی ښایی هغه نسخه یانسخې، چی دی چاپی متن ورڅخه برابروی، زړه وی، ورَسته وی، شوړېدلې یا اوبو وهلی وی، نیمګړې وی ... او نوری ټکی و ډبری پر رالوېدلی وی او له سم لوستلو ئې ایستلې وی. د متن ترتیبوونکی ئې د خپل عندی قضاوت تر اغېزې لاندی رانقلوی او خپروی ئې.

 

ښایی د چاپی متونو د تصحیح په کار کی غفلت سوی وی، لوستل ئې سخت وی، توری په مطبعه کی سم نه وی لګېدلی.

ښایی د لیکوال یا شاعر په خپل خط د لیکلو نسخو نه سته والی دی د چاپی متن د ناسم والی عامل گرځېدلی وی.

 

د – د مادی گټی په خاطر نسخې زړول، زړې ښوول، غلطی نېټې وراچول هم د لاسوهنو له پاره زمینه برابروی. زما په کتابتون کی د عبدالقادرخان خټک د یوسف و زلیخا یوه خطی نسخه سته چی د کتابت نېټه ئې ښوول سوې ده. خو نسخه له ورایه معلومېږی چی د ؟ په نامه یو چا له روس سره د جهاد په کلونو کی د بلوچستان د سورخاب په کمپ کی خطاطی کړې ده او د دغه تقلب هدف ئې د پیسو تر لاسه کول وو.

هـ - د کتابت او تالیف د نېټو سره گډول:

د متونو په برابرولو کی د ټولو متنپوهانو پر دا یوه خبره باندی اتفاق دئ چی د متن په تهیه کی باید هغه نسخه د اصل په توگه ونیول سی چی په زمانی لحاظ تر نورو زړه وی. هر څونه چی نسخه زموږ زمانې ته نزدې استنساخ سوې وی، هغونه ئې د تحریف، بدلون او لاسوهنی احتمال زیات وی. د نسخې د زړتابه په برخه کی بیا یوه ستونزه دا ده چی کاتبان پر نسخه باندی د کتابت نېټه لیکی او دا خبره نه لیکی چی منقول عنها نسخه، یعنی هغه نسخه چی ده دا خپله نسخه ځنی رانقل کړې ده، په کومه نېټه لیکل سوې وه.

 

د متن برابروونکی ته یوازی په پښتو پوهېدل کفایت نه کوی، عربی او فارسی هم ورته په کارده. د نسخو د کتابت تاریخ زیاتره په عربی وی. عربی حساب خو ئې باید هرومرو زده وی. کاتبان د نسخو په پای کی یو راز مکرر عبارتونه راوړی او اکثره په فارسی، عربی یا په دواړو ژبو گډوډ وی. تمت بالخیر ...

 

کله کله د یوې خطی نسخې په پای کی کومه نېټه په نظم، په نثری عبارت یا په عدد لیکل سوې وی او مصحح فکر وکړی چی دا عدد د استنساخ نېټه ده، خو هغه د کتاب د لیکلو تاریخ وی. یا برعکس؟ د احمدشاه باباد دېوان د پای څلوریځه ئې مثال دئ.

 

و- نسخې ته اوبه رسېدل، اوبوزو وهل، په صحافت کی متن کنډو کول، د گنډلو پر وخت متن ضایع کول هم کله کله د لاسوهنی عامل کېدلای سی. مصحح چی له دغه راز ستونزو سره مخامخ سی د متن د بشپړولو له پاره باید له ځانه تصرف وکړی. د تصرف له پاره که پیاوړی او قوی او منطِقی قرینې موجودی نه وی، له ناوړی لاسوهنی سره به ئې هیڅ توپیرنه وی.

 

د متونو برابرول ځان ته اصول لری چی نه مراعاتول ئې د دغو تاریخی پاڼو د سوځولو حیثیت لری. د متونو په سمولو کی که د یوې کلمې یا یوې فقرې د لوستلو په برخه کی چا له حدس وګومان څخه کار واخیست، ګویا پر غلطه روان سوی دئ. د متن په تصحیح کی حدس هغه وخت مجاز دئ چی د احتمال له پاره ئې د نورو معتبرو نسخو ملاتړ موجود وی. هسی هوایی حدس وهل د متونو د برابرولو معتبر پوهان نه خوښوی او په کلکه ئې ردوی. هر چا که د هرې کلمې ثبت ته د شک په سترگه کتل، دغه شخص دقیق متن تهیه کولای سی.

ز – د خطی نسخو ناسمه لوستنه:

د خطی نسخې متن سم نه وی لوستل سوی . کله کله له کاتبانوڅخه زور - زېر پاته سوی وی. (شو)، (شوه) هم لوستل کېدلای سی او سوی هم دئ.

د عبدالقادر خان خټک په دېوان (۱۳۶۸ش چاپ) کی لولو:

حکومت ناستی په پل د جهنم دی

سهل کله د عالـــــــــم حکمرانی ده

(۴۳۹مخ)

ما ته د دغه بیت اول نیم بیتی داسی سم ایسی:

"حکومت ناستی پر پله د جهنم دی"

"پر" خو کاتب او مرتب له خپلی لهجې سره سم اړولی دئ او د دې راز اړونی مثالونه په کلاسیک ادب کی په پېخر دی. د "پل" پر لام باندی په غالب گومان سره زور(فتحه) یا له کاتبه پاته سوې ده او یا مرتب نه ده لیدلې. پر دغه بیت باندی به وروسته نور بیان هم ولولئ.

اشرف خان هجری وایی:

نه به وصل درانجــــــاوشی له هیره

نه به هیر دیدې روشنی په رانجا کا

( ۴مخ)

په متن کی "روشن" دئ چی د یوې هجا کمبود په شعر کی سکته راوړې ده. په اصل کی ښایی تر نون لاندی زېر یا له کاتبه پاته سوی وی، یا به د متن چاپوونکی دقت نه وی ورته کړی.

په خطی نسخو کی د اعراب له پاره مشترکه قاعده نسته هر لیکوال او خطاط ئې په خپل فکر او پوهه د تورو پر سر یا تر هغه لاندی ایږدی. لوستونکی زیاتره د دغو حرکاتو په لوستنه کی غلطی کوی. د عبدالقادرخان خټک د دېوان د۴۳۹ مخ بیت چی مخکی مو راووړ او تبصره مو پر وکړه، دلته بیا هم صدق کولای سی.

حکومت ناستی په پل د جهنم دی

سهل کله د عــــــــــالم حکمرانی ده

دلته وینو چی په بیت کی "په پل" ثبت سوی دئ چی سم شکل ئې "په پله" یا "پر پله" دئ. د لام زور (فتحې) ته پاملرنه نه ده سوې یا له کاتبه (زور) پاته سوی دئ او په دې ډول د متن "په پل" باندی ژبپوه د خپل ژبنی تحلیل تاداو ایږدی او موږ ئې فکر کولای سو چی د دې تحلیل تاداو به څونه لړزانده او غیرواقعی وی.

ح – زموږ زیاتره متون د سرکاری او رسمی پروژو په خاطر تهیه سوی وی او تر سر تیری سوی وی او د پروژې د بشپړولو له اسیته په متن کی راز راز لاسوهنو لارموندلې وی.

ط  - تعجیل:

          کله کله پر یوه متن باندی دوه تنه په عین وخت کی کار پیل کړی او هر یو بېړه کوی چی تر ها بل چا دمخه متن خپور او ویاړ ئې تر لاسه کړی.

د دغی بېړی او تلوار له خاطره هم په متن کی د لازم دقت اصول تر پښو لاندی کېږی او ناروا لاسوهنو ته زمینه برابرېږی .

ی  - او په پای کی باید ووایم چی د متن څېړنی لازمه پوهه نه لرل هم دناروا لاسوهنی عامل کېدلای سی.

د خپراوی نیټه یکشنبه 1390/03/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()

زما پرښته

ژ: مینه صابر_
یو ماشوم چی دزیږیدو لپاره چمتو وه خدای ته ورغی او له هغه څخه یی وپوښتل (داسی ویل کیږی چی سبا می تاسی مځکی ته لیږی ،خو زه به په دی واړه ځان او پرته له کومی مرستی

به څه ډول وشم کولی چی خپل ژوند ته دوام ورکړم؟

خدای پاک ځواب ور کړ:ما د خپلو پرښتګانو له مینځه یوه ستا لپاره ټاکلی . هغه به له تا نه ساتنه وکړی . خو ماشوم لا ډاده نه وه چی غواړی لاړشی او که نه او ویی ویل زه دلته په جنت کی پرته له خندیدواو سندرو ویلو څخه بل هیڅ کار نه لرم او دا زما د خوښیدو لپاره بسنه کوی.

خدای پاک موسکی شو: (ستا پرښته به تا ته هر وخت سندری وایی ،هره ورځ به ستا په لور خاندی .ته به ددی مینه احساس کوی او ښاد به وی.

ماشوم بیا وپوښتل :زه به څنګه پوه شم چی د ځمکی خلک څه وایی کله چی زه ددوی په ژبه نه پوهیزم؟

خدا پاک هغه ونازوه او ورته یی وویل(ستا پرښته به تا ته تر هر څه خوږی کلیمی په خپل خواږه آواز ستا په غوږ کی در واوروی او په ډیره ځیرکی او ریښتینولی به تاته وښیی چی څه ډول خبری وکړه. ما شوم په ډیر نارامه زړه وویل(کله چی غواړم له تاسی سره خبری وکړم څه باید وکړم؟)

خدای پاک د ماشوم ددغی پوښتنی لپاره هم ځواب در لود ماشوم ته یی وویل(ستا پرښته به ستا دواړه لاسونه پورته کړی او تا ته به دا وښیی چی څه ډول دعا وکړی)

ماشوم خپلی سترګی را واړولی او ویی پوښتل (اوریدلی می دی چی په ځمکه کی بد انسانان هم ژوند کویی څوک به له ما نه ساتنه وکړی ؟)

خدای پاک ورته وویل ( ستا پرښته به ستا څخه ساتنه وکړی که یی د ځان په بیه هم تمامه شی.)

ماشوم په خواشینه څیره وویل (خو زه به تل ددی په خاطر چی نور نه شم کولی تا ووینم خواشینی وم)

خدای پاک وخندل او ویی ویل (که څه هم زه به تل ستا سره وم خو ستا پرښته به تل زما په اړه ستا سره خبری کوی او تا ته به ما ته د بیرته ستنیدلو لاره وښیی )

په هغه وخت کی په جنت کی آرامه آرامی وه له ځمکی څخه هم کوم غږ نه تر غوږو کیدوږ ماشوم پوهیدو چی ژر تر ژره به خپل سفر پیل کړی هغی په آرامی سره یوه بله پوښتنه وکړه(خدایه پوهیزم چی زه باید ژر لاړ شم هیله کوم ما ته خو زما د پرښتی نوم ووایه؟)

خدا پاک هغه ونازوه او رو ته یی وویل ( ستا د پرښتی نوم دومره ارزښت نه لری خو ته کولی شی چی ور ته مور غږ وکړی

د خپراوی نیټه یکشنبه 1390/03/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()

د کمپیوتر ځینی مهم ترمینالوژی په پښتو کښی


Browser (
لټونګر)

Server (
پالنګر)

Administrator (
پازوال)

Manager (
سمبالګر)

Viewer (
لیدونکى)

Messenger (
استوژګر)

Installer (
لګونګر)

User (
کارن)

Editor (
سمونګر)

Author (
لیکوال)

Folder (
پوښى)

Pagebreaker

د خپراوی نیټه شنبه 1390/02/31    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()

پښتون یم د پښتو په لاره


پښتون یم د پښتــــو په لاره تــــل مـــــدام جنـــــگیږم
هیـــڅ نه یمه نیمـــگړى
چې هــرکلـــه مریـض شم په جنـــگونو کې رغیـــږم
تشخیص مې د ځان کړى

له موره چې پیــــدا شوم زما سر ته یې کیښـــوه توره
چې دا کار به کـــــوې ته
دا دا مـې راتــــه وویــــل زمـــا د ستــــرگـــــو توره
وطــــن به دې ســـاتی ته
چې بیـرته پــاتې نه شې پــه میــــدان کې له تــربوره
په مــخ کې به ورځې ته
ابۍ مې راتـــه وې پـــه بې ننـــگۍ دې خپـــه کیـــږم
ما ننـــگ تـــه یې راوړى

چې غږد ســربازۍ واورمه وینـه مې په جـــوش شی
پاڅـــم په خــــلاصه ټنـډه
چې شرنگ دتورې واورم هرسرود مې فراموش شی
ورځـــم په منـــډه منـــډه
دښمن چې راته وګــــوری دویرې نه بې هـــوش شی
بیــا ژاړی لکه کـــــونډه
که د یوقــــدرته غټ وی پاس په څټ یې ورسـورېږم
په یو گــــــوزارمې وړى

په دروغــــو لاپې نه کـــوم ښـــــکارم یم لکـــه لمـــر
دنیـــا کې لــور په لـــــور
دښمــــن بانـــدې چــې غــــږ کــــــړمـه د الله اکبـــــر
د ځـــــا نــه اخــــــلی اور
ولجــــو کې مې راوړى لـــــه غــلیمـــه ځنــــې ســـر
ښــــکاره دى زمـــــا زور
په منــــځ کې د ایشـــــیا د قهــــرمان په نــــوم یادېږم
هروخــت مې بــرى وړى

یو ځل چې قیــــامت تیــــرشی خلک پاڅی له قبـرونه
بیا یې څـوک نه شی وژلى
زه تیـــریمـــه د شـــلو قیـــامتــــونــو لـــه جنـــدرونه
لــــه قبـــره یــــــم وتــــلى
پوره حســـاب مې ورکـــړرابهــرشــوم له تیــــارونه
ما خپــــل اجل خــــوړلى
صادق پخپل اقرار زه «ملنــــــگ جان» صفا غږېږم
چـې وایی وری وگــــړى

د خپراوی نیټه شنبه 1390/02/31    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()