پټه خزانه د هوتکی پاچا علیحضرت شاه حسین هوتک د پېر نامتو لیکوال محمد هوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲ هجری ق.) کلونو کې لیکل شوې او د پنځوسو پښتنو شاعرانو او لیکوالو ژوند لیکونه یې د تاریخ د خاورو په زړه کې ساتلی دی . دغه اثر په کال ۱۳۲۲ لمریز کې لوی استاد علامه پوهاند عبدالحی حبیبی وموند او له پاړسی ژباړې سره یې خپور کړ . د ((پټه خزانه)) له برکته د پښتو ادبیاتو تاریخ ډیرې ورکې خو نامتو څیرې رابرسیره شوې او دا زبات شوه چې پښتو ژبه لرغونی ادبیات لری خو د وخت ناخوالو ، پېښو او جګړو ورڅخه ډیر څه خوړلی دی . که څه هم د پټې خزانې تر خپریدو کلونه وروسته یو شېیر پښتو دوښمنو او پردی پالو عناصرو پر دغه کتاب بې مانا او بې منطقه نیوکې هم وکړې او ځینو خو دا لا څرگنده كړه ، چې دغه کتاب گواكې ( جعلی ) دى .

علامه حبیبی د (پټه خزانه) پر رابرسېره کولو سره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یوې داسې څېرې په توگه وپیژندل شو ، چې د پښتو ژبې لرغونى تاریخ یې راژوندی کړ او ټولو پښتنو د لوى عبدالحى حبیبی دغه هڅه ډېره وستایله . د پټې خزانې تر خپرېدو پورې داسې ګومان کیده ، چې پښتو ادب له بایزید روښان ، خوشال بابا او رحمن بابا څخه راپیلیږی ، په داسې حال كې چې پټې خزانې ثابته کړه چې پښتو ادب ډېر پخوانی تاریخ لری . د شلمې پیړۍ له پیله چې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ لپاره یو ملی غورځنګ راپیل شو او یو شمېر فاضلو استادانو ددغې ژبې د ادب د تاریخ تیاره ګوټونه روڼول ، دې مسئلې د ګاونډیو فرهنګونو یو شمیر متعصبو کړیو ته خوند ورنه کړ ، د هغوی په نظر پښتو د غرو د خلکو یوه وحشی ژبه ده او که د فرهنګ نړیدلی څلى یې ودان شی ، نو پښتانه به مدنی ژوند ته متوجه شی او بالاخره به یې ملی شعور لوړ شی چې په پای کې به سیاسی واک هم په لاس کې ونیسی . ددې پروسې د مخنیوی لپاره ایرانیانو او پنجابیانو په یو شمیر دسیسو جوړولو پیل وکړ چې یوه یې هم د پټې خزانې د جعلی والی ډنډوره وه . له بده مرغه یو شمیر پښتانه لیکوال هم یا مخامخ یا په ناسیده ډول ددغو ډنډورو ښکار شول . خو له دې هر څه سره سره (( پټه خزانه)) د ځینو متعصبو او ناروغو كړیو ، كه بهرنۍ وی او كه كورنۍ ، په بابولالو نشی كېداى چې درغلۍ وبلل شی . دا هم اړینه ده وویل شی ، چې((پټه خزانه)) ، افغانستان ، پښتون قام ، پښتو ادب او كولتور به تلپاتې وی او هېڅوك یې د پرمختگ او ودې مخنیوى نشی كولاى .

د خپراوی نیټه سه شنبه 1389/01/3    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()