لیکوال : ایمل پسرلى

کار مې وموند . په یوۀ دفتر کې د کمپیوټر پردې ته ناست وم . پرده په څلورو برخو وېشل شوې وه . څلور عکسونه و . هرې برخې د یوې کامرې تصویر ښکاراوۀ . کامرې د ودانۍ  څلورو کونجو کې نصب شوې وې . که به هر څوک تیریدۀ ماته په کمپیوټر کې ښکاریده چې څه کوی . ماته یې ویلی و چې ویې څارم . کار مې اسانه و . کرۍ ورځ به ناست وم .

په رخصتیو کې کلی ته ولاړم . په لاره کې یې ونیولم . یو تورمخى له تومانچې سره و . بل زلمکى و . له هغه سره چاړه وه . له گرېوانه یې نیولى وم . خبرې یې نه کولې . له سړکه یې چپ کړم . لاسونه یې تر شا راوتړل . د هدیرې له لارې یې د سیند غاړې ته بوتلم . ما چې به څه وویل زلمکی به وویل چوپ که . تورمخی به د تومانچې په لاستی د ولیو په منځ کې ووهلم .

ومې پوښتل : څه مې کوئ ؟

ځواب یې رانه کړ . رهی کړى یې وم . د سیند په غاړه یوې کندې ته ورته ځاى و . هلته یې کښته کړم . تور مخی برگ برگ راته کتل . زلمکی خبرې پیل کړې :

-        جاسوسه د چا جاسوسی دې کوله ؟

-        زه جاسوس نه یم .

-        چوپ که جاسوسه ، ولې په ښار کې  کار  کوې ؟

-        بل ځاى کار نه و ، دا شپږ میاشتې پسې گرځیدم .

-        څوک له لوږې مړۀ شوی چې ته سپى به مړ واى .؟

-        ماشومان مې وږی و ، پوروړى وم ، بله چاره نه وه .

-        دا نور مسلمانان څه کوی ؟

-        مجبور یم .

نورې خبرې یې ونه کړې . یوه شېبه دواړه سره غلی ول . تورمخی وویل :

-        لمونځ به قضا شی .

زلمکی وویل : سمه ده .

تورمخی په مځکه راپرځولم . زلمکی مې پر ستونی چاړه راکېښوده .

 

***

 همدوى څارم . تور مخى سړى او ورسره زلمکى گورم . هر لور ته پسې یم . یو ځاى گرځی . د سړک په غاړه د یوې ونې شاته ولاړ وی . د تور مخی اوږدې څڼې دی . غوړې کړې یې وی . سترگې یې په رنجو تورې وی . ببره ږیره لری . سپینه خولۍ یې پر سر وی . د زلمکی ږیره لا ډیره ببره نه ده . خو لکه چې کله یې نه ده خرییلې . د دۀ ویښته هم گڼ دی . ډیر یې گروی . تور کالی یې اغوستی وی .

 موټر یې ودراوۀ . سړى یې ترې راکښته کړ . تورمخی یې سر ته تومانچه نیولې وه . زلمکی تلاشی کړ . د سړی لکه زبون چې وهل شوى وی . څه یې نه ویل . زلمکی یې لاسونه وروتړل . موټړ یې ځاى پر ځاى پاتې شو . د هدیرې له لارې یې رهی کړ . سړی هیڅ نه ویل . لکه په تمه و چې له دوى به څه اوری . په هدیره کې یې سترگې هم وروتړلې . سړی ورو په ډاریدلی غږ وپوښتل :

-        وروڼو خیر خو دى ؟

تورمخی د تومانچې پر لاستی د ولیو په منځ کې وواهۀ . سړی جټکه وخوړه . اخ یې له خولې ووت . زلمکی ورته وویل :

-        چوپ که جاسوسه .

-        جاسوس نه یم ، والله که یم .

-        اوس به معلوم شې .

-        قسم خورم .

 

د ولیو په منځ کې یې بیا د تومانچې پر لاستی وواهۀ . سړى غلى شو . د سیند له غاړې کندې ته کوز شول . سړى په کښته کیدو کې ولوید . پر مځکه پرېووت . د بیرته راپورته کیدو هڅه یې وکړه . زلمکی پسې پورې واهۀ . په ملا یې کېښناست چې راپورته نه شی . تور مخی شاوخوا وکتل . د ښی لاس څلور گوتې یې داسې وښورولې لکه وایی چې ورځه پرې . زلمکی سړى په بل مخ راواړاوۀ . تورمخى یې په پښو کښېناست . زلمکی یې پر ستونی چاړه ورکېښوده . چاړه په وینو سره شوه .

 

دواړه ترې پورته شول . زلمکی د سیند په اوبو چاړه پرېووله . د سیند په اوبو کې سرې وینې ورکې شوې . دواړه د اوبو د بهیدو په لور وخوځیدل .  ماښام و . یو ځاى زلمکى  ودرید . د سیند په اوبو یې اودس تازه کړ.

کلی ته ولاړل . په یوۀ کور یې ډوډۍ وخوړه . زلمکی راډیو روښانه کړه . خبرونه یې ټول واوریدل . تورمخی ته یې وویل :

-        زموږ خبر یې خپور نه کړ .

تورمخی سر وښوراوۀ . هیڅ یې ونه ویل . زلمکى هم په چورت کې شو . تورمخی په ټیټ غږ وویل :

-        جاسوسان دی .

 

زلمکی ورته وکتل . په فکر کې شو . لکه له ځانه سره چې وایی ولې د دۀ نه و ورپام شوی . د تایید په دود یې سر وښوراوۀ . شونډه یې وچیچله . ویدۀ شول . د تورمخی خرا وه . زلمکى ارام و . 

 

د سهار جمع یې په جومات کې وکړه . د الوتکو غږ شو . خلکو سره منډې کړې . تورمخى او زلمکى له کلی ووتل .

 

ماسپښین زلمکی راډیو روښانه کړه . خبریال ویل په بمبارۍ کې کلیوال وژل شوی دی .  خبرونه یې تر پایه واوریدل . زلمکی وویل:

-        زموږ خبر یې بیا هم ورنه کړ .

-        جاسوسان دی .

***

موټر یې ودراوۀ . تورمخی تومانچه ورته ونیوله . زلمکی ورته وویل :

-        راکښته شه .

-        خبریال یم .

-        درته وایم راکښته شه .

-        څه خبره ده وروره زۀ خبریال یم .

-        د جاسوسانو پلار یې .

 

د هدیرې له لارې یې د سیند غاړې ته بووت . چاړه یې پر ستونی ورکېښوده . کار یې ونه کړ . تورمخی تومانچه پرې تشه کړه . زلمکی چاړه پر تیږی تیره کړه . له ځان سره یې وویل ، پڅه شوې ده .

د خپراوی نیټه یکشنبه 1390/03/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()