میرویس جلالزی ( کابل)

د کابل ژوبڼ ژوی چې د نړۍ په کچه د تر  ټولو د خوار ملک زندانیان دی په نس نه دی ماړه او ویره سته چې که یې حال دغسی دوام وکړ، ژوندی پاتې نه سی.

د طالبانود واکمنۍ له ړنګیدو وروسته د کابل ژوبڼ ته یو شمیر ژوی له بهر څخه راوړل سوی چې په تیرو څو کلونو کې یې د لسګونو زره مینه والو پاملرنه ځان ته اړولی ده.

دمګړۍ په دغه ژوبڼ کې د لې او غښتلی هلک په نامه دوه چینایې زمری، یوه جوړه ژیړ چینایې  یږان، طوطیان، غرڅی، اوږ مرغان، بیزوګانې او یو شمیر نور ژوی ساتل  کیږی.

خو هغه څه چې د ژوبڼ د ژویو د بقا په اړه مطرح دی، هغه  نن سبا د ژویو د ساتلو لپاره د لازمو تدابیرو نشتوالی دی.

اوس مهال چې په پلازمینه کابل کې د تودوخې کچه خپل لوړ حد یعنی د سانتی ګرید ۳۷ درجو ته رسیدلې د کابل ژوبڼ  د ژویو ژوند یې هم له سختوکړاونو سره مخ کړی دی.

د ژوبڼ یوه ساتونکې د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط موږ ته وویل چې د ژویو د نندارې له درکه تر لاسه کیدونکی عواید د پام وړ لوړ سوی خو د ژویو د ژوندانه په شرایطو کې نه یوازی دا چې مثبت بدلون ندی راغلی بلکې د هغوی ژوند د هر موسم، هر ریس او هرې ورځې په تیریدو له نویو کړاونو سره مخامخ کیږی.

د ژوبڼ دغه محافظ وویل چې داسی ورځې کیږی چې حتی غوښه خورونکو ژویو ته په ورځ کې یو ځل هم خوراکی توکی نه ورکول کیږی او په ساعتونو ساعتونو ورته د څښاک اوبه نه رسیږی.

نوموړی وویل له هغه شرکت سره چې دغو ژویو ته به یې غوښه راوړه حکومت قرارداد کړی خو دی کره شواهد لری چې دغه غوښه د ژوبڼ د ریس او مدیر له لوری حیف او میل  کیږی او خپلو کورونو ته وړل کیږی.

نوموړی وویل چې له ژویو سره له یوه سره جفا روانه ده او دوی ځکه د چارو واګې یې د سمو خلکو په لاس کې نه دی.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د کابل د ژوبڼ د مشر او یا لږ تر  لږه د کابل ښاروالۍ  د چارواکو نظر ولرو خو له مکررو تماسونو سره سره هغوی خپل ګرځنده  ټېلفونو ته ځواب ونه وایه.

د خپراوی نیټه جمعه 1390/05/14    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()