په کندز کې د پښتنو وضع له هغې ډیره خرابه ده چې تاسې یی په خبرونو کې اورۍ!
زموږ یو څوکیدار چې د کندز د دشت ارچی ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د زمکې د خرڅولو یا ګروولو لپاره کندز ته د یوې اوونۍ لپاره تللی وو، کله چې راغی، له یوې اوونۍ یی وخت ډیر اړولی وو، نو ما ترې د ډیر وخت او هغه هم بې له خبر ورکولو دلیل پوښتنه وکړه، ځکه چې زموږ د ادارې په اصولو کې له درې ورځو سر په سر غیرحاضری هغه هم له خبر ورکولو پرته، یو څوک له کار ګوښه کولای شی. هغه را ته په ماته غړۍ وویل، دوه ورځې او یوه شپه بندی ووم. ما ورته وویل په زمکه دې جنګ کړی وو، ویلی نه، اربکیانو بندی کړی ووم. ما ترې پوښتنه وکړه: دا اربکیان څوک دی؟
ویی ویل: د خدا قهر دی چې د کندز په پښتنو نازل شوی دی، ازبک او تاجک دی، چی د پښتنو د کلیو په لار کې یی پوستې جوړې کړی دی، او هر پښتون، زوړ وی که ځوان چې له پوستې یی تیریږی، وهی یی ټکوی یی، توهینوی یی، چې څه قیمتی څه ورسره وی ترې اخلی یی.
زه حیران پاتی شوم، نو ورته مې وویل چې پوره قصه را ته وکړه، ویی ویل:
د کلی نه د څه کار لپاره راووتلم، کله چې د اربکیو له پوستې تیریدم، نو ویی نیولم، او را ته یی وویل: چی له طالبانو سره لار لرې. ما ورته وویل، درې څلور ورځې کیږی له کابل نه راغلی یم، له طالبانو سره هیڅ څه نه لرم، په جیب کې مې ۱۵۰۰۰ افغانۍ او د مبایل سیټ وو، هغه یی راڅخه واخیستل، یوې کندې ته یی ورخطا کړم، او په سر یی ورله یو لرګی راکش کړ. دوه ورځې او یوه شپه هلته ووم، چی خپلوانو مې لټولی ووم او هلته یی پیدا کړم. اربکیانو ته یی وویل چی زموږ خپلوان دی، د همدې کلی دی له کابل څخه راغلی دی، نو خوشی یی کړم، ما ترې د پیسو او مبایل پوښتنه وکړه، ویی ویل له قوماندان صاحب سره به وی، هغه اوس نشته. سبا د پیسو او مبایل پسې بیا راغلو. مبایل او پنځه زره روپۍ یی راکړی او قوماندان یی وویل، هغه نورې مې چا ته ورکړی بیا به یی درکړم.
ټوله ولسوالی د مرګ په پنجو کې ښکیل ده، یوازې زاړه، ښځې او ماشومان پاتې دی، داسې کور به نه وی چې دوه درې مړی په کې نه وی شوی، د زخمیانو خو حساب نه دی معلوم، خلکو لکه د کابل د جنګونو د وخت په شان، په کور کې تکاویانې جوړې کړی دی، بس چې جګړه ونښلی ټول په تکاویو ورننوځی. ما ترې پوښتنه وکړه، نو خلک څه خوری، څه څښی؟ پیسې له کومه کوی؟
ویلې ځوانان ټول له کلی تښتیدلی دی. یا ایران یا پاکستان یا بل کوم ځای ته د مزدورۍ پسې تللی دی، له هغه ځایه څه پیسې کور ته رالیږی، هغه که طالبان خبر شی، چې د فلانی کره پیسې راغلی دی، بیا د هماغه په کور کې څو شپې او ورځې پراته وی، تر څو چی یی پیسې خلاصی شی. که اربکیان په خبر شی، نو هغوی یی ترې اخلی. ټول خلک یی لکه د مړو په شان، ساه ګانې په کې نشته، ډنګر ډنګر او ضعیفه دی، بس پټو ته ځی او راځی. که څه حاصل لاس ته راوړی له هغو څخه هم طالبان په زور یا رضا عشر اخلی، د طالبانو چی د هر چا په کور کې خوښه وه اړوی، یوه ورځ دوه ورځی، او د کور خاوند مجبور دی چې هغوی ته خوراک څښاک برابر کړی. خلک ټول په قرضونو کې ډوب دی، ژوند یی خورا تریخ دی.
ترې مې پوښتنه وکړه، نو خلک سودا له کومه ځایه اخلی؟ ویی ویل: د طالبانو د حاکمیت لاندې منطقه کې یو بازار دی، هلته د سودا پسې ځی. هلته بیا هر قسم طالبان شته، ازبک طالبان، تاجک طالبان، پاکستانی طالبان.
چې څرنګه مازیګر شی نو د طالبانو او اربکیانو سره جګړه پیل شی، اربکیان او دولت هم د ټوپکو میلونه د کلی په لور کړی، د هر چا کره چی مرمۍ ولګیده، او هر څوک چې په مرمۍ ولګیده، دولت او اربکیانو ته هر څوک ټارګیټ دی، مقصد چې مرمۍ هسې عبث نه شی او یو پښتون په ولګیږی!
ایا څوک شته چې د دغه بیچاره خلکو غم وخوری؟ څوک شته چې دغه پښتون وژنه بنده کړی؟ څوک شته چې د هغوی سره وژاړی؟
زما خو همدومره په وس کې وه، چی دا مې ولیکل، نور چې ستاسې څه له وسه کیږی، د پښتنو د تباهۍ مخنیوی وکړئ!

د خپراوی نیټه شنبه 1390/07/30    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()