د قاری حبیب په نامه یو چا لیکنه کړې وه ( اسلام ضد لیکوالو ته سور څراغ)  زه یې دومره وارخطا کړم چې دا بیا کومه بلا ډله ده چې زموږ په مبین دین پسی یې را اخستې ده . او ددین په ضد مو لیکنی کوی .

کله چې لیکنی ته ورګډ شوم لومړی لفظ یې ( طالبان..... ) وو   سړه سا می وکښله او بې له دې چې لیکنه په بیړه ولولم په ارامه می ولوستله ، ځکه پوه شوی وم چې دا هغه لیکنی یادوی چې د طالبانو په ناروا کړنو او افغان ضد سیاست پسی با احساسه ځوانانو قلمونه راخستی . لیکنه می تر پایه ولوسته رښتیا هم  همدا لیکوالان او لیکنی یې یادی کړې وې . 

 خو حیران دې ته شوم چې  لیکوال د( اسلام ضد لیکوالو)  عنوان ولی غوره کړی وو ؟  ایا طالب ضد مفکوره ضرور د اسلام  او عقیدې  ضد یا ټکر مفکوره ده ؟   دا بلکل غلط تعبیر دی .  طالب ضد لیکوالان د ښه پوهی او پوره اسلامی عقیدې څښتنان دی او تل یې د اسلام په رڼا کې د هغوی ظلمونه او نارواوی  ذکر کړې  دا خپل فرض بولی  او بیا به یې هم لیکی . د طالب  او ISI   ضد لیکوالو په هکله ستاسو سپک قضاوت چې له امریکا څخه ډالر اخلی ځکه بې اساسه دی چې دا ټول لیکوالان که له یوه اړخه د پاکستانی طالب  ضد دی له بل لوری یې د امریکا او د هغوی په ظلمونو پسی هم لیکنی کړې دی . دې لیکوالانو ته د پنجاب ، ISI  ، او امریکا شومی موخی او سیاستونه یو ډول دی . جهاد ته یې جهاد ویلی او پښتون او افغان ضد جنګ  ته یې جهاد نه بلکې پښتون او افغان ضد توطیه  او تشدد ویلی . هره هغه کړنه  چې   ISI   یې  د طالب په جامه کې کوی او یا یې  امریکا د بشر دوستۍ په لباس کې ترسره کوی همدې لیکوالانو ته یو ډول دی او په خپل حریم ، دین ، اولس او خاوری یې تیری کڼی . 

په لیکنه کې له مفتی صاحب څخه پوښتنه شوې  چې که یو څوک  ددین علما خوار او سپک وګڼی او تل وایی چې دغه خلک په هیڅ نه پوهیږی آیا دغه کس ګنا کار دی کنه ؟

مفتی دوه فتواوی ورکوی :


لومړی فتوا : (که دغه تن دعلماؤ تحقیر اوسپکاوی دهغوئ دعلم له امله کوی ، دغه دینی علم یې خوارکسب ګڼی ،اوداطریقه یې خوښه نه ده ،نوبیا دغه تن له ایمان څخه خارج  اومرتدګڼل کیږی.)

موږ هیڅ دینی عالم نه دی تحقیر کړی ، بلکی د هغه توپکی ملا او طالب  په ضد مو  لیکنی کړې  چې تل د  کویټی او کچلاغ څخه د ISI   په لارښوونه  له یوه هونډا موټر سایکل ، دیرش زره کلدارو ، یوې مخابرې او اسلحې  سره د بادینی په لار د پاکستانی پولیسو په  بدرګه راځی یا په همدې سلسله له وزیرستانه،  او  بیا  په افغانی اسلامی ټولنه کې نه د مکتب له سوځولو مخ اړوی،نه د قران په سوځولو سرپه کوی  . همدا راز نه له   افغان وژنی لاس اخلی  اونه په افغانی  اوپښتنی ټولنه کې له هر راز ظلم  او بربیت څخه مخ اړولی .

طالب او ISI  ضد  لیکوالان دا خپل حق او وجیبه ګڼی   تر څو یې په نړیواله میډیا کې رسوا کړ ی  او د جهاد او دین نومونه ورڅخه لیری کړی .  (نور توضحات لاندی راځی ).

دلته خبره واضح  ده  چې موږ  نه د کوم عالم په ضد را ولاړ شوی یو او نه یې د کوم علم په وړاندی .

دوهمه فتوا : ( که یې  دغه وړاندینی نظریات نه درلودو بلکه   څه مشخصو علماوته یې په اشاره  ویل چې دزمانی په عصری تعلیماتو نه پوهیږی ،یایې  دهغوئ  اخلاق مرادؤ، اونور ددینی علم له امله یې دتحقیر نیت نه ؤ نوبیاله ایمان څخه نه وزی)

په دې ډله کې طالب ضد لیکوالان بیا ځکه نه راځی چې هغوی علماوو ته نه بلکې  پاکستانی طالبانو ته بد رد ویلی ، او یا په بل عبارت . موږ هغه مشخصو او ناقص العلمه ملایانو او طالبانو ته  ګوته نیولې کومو چې د واقعی عالمانو او د دین د پوهانو نوم بد کړی ، او تل یې اسلام ته د ظلم ، بربیت ، تنګ نظری ، شخصیت فرستی ، کرکی او وینی بهولو دین ویلی .

له مفتی صاحب څخه دا پوښتنه ده چې ایا دپورته کړنو مرتکبین عالمان کیدی شی ؟  واضحه ده چې  په هیڅ صورت نه شی کیدی .

لیکوال صاحب لیکلی چې موږ ملایانو او طالبانو ته ددوی په اصطلاح د متعارف علم خاوندانو ته بد نسبتونه کړی . غواړم په ځواب کې زموږ د لیکوالانو د لیکنو یو څو بیلګی را واخلم چې هلته یې  د عالم او ملا تر منځ فرق بیان کړی، د طالب کړنی  او ظلمونه یې ذکر کړی ، طالب  او ملا یې  د پاکستان په ISI   پوری په دلایلو تړلی ثابت کړی. او داسی نور .

 په یوه لیکنه کې  د طالبیزم او ISI    ضد یو لیکوال د طالب او عالم فرق درته کوی  وا وایی :

(ملا او عالم فرق لری. ملاتوب حرفه ده، لکه جولاتوب، یا مستریتوب... خو په افغانستان کې د دغې حرفې مالکانو د خلکو د ارادې د حق د مالکیت دعوا کړې ده، او خلک خپلې بندګۍ ته رابولی. بندګی دا معنا چې حلالول او حرامول، چې په اصل کې د خدای پاک وظیفه ده، همدوی په غاړه اخیستې، د خدای کارونه کول خپله د خلکو د بنده کولو په معنا ده. او علم چې دی، دا بیا په حرفې پورې اړه نه لری، بلکې په خپل ذات کې مهم شی دی. که په کتاب کې وی، که د انسان په ککرۍ کې. د دې خبرې د وضاحت لپاره یو مثال: ډاکټر اشرف غنی عالم دی، ملا نه دی، ملا محمد عمر اخوند ملا دی، عالم نه دی، ملا راکټی ملا دی، عالم نه دی، حکمتیار عالم دی، ملا نه دی. ملاتوب یوه طبقاتی اصطلاح ده. خپل لباس، خپل مظهر، خپل د تعلیم طرز، خپل د کلام او خبرو طرز، او خپل د روزنې سیسټم لری. البته، په ملایانو کې عالمان شته، او په جاهلانو کې ملایان. هیله ده موضوع روښانه شوې وی. ) 

واضحه خبره ده چې پورته د عالم صفت شوی ، خو د طالب او ملا ښه پیژندنه . 
یا په بل ځای کې یو ملګر ی  د قران په ایات خپل استدلال ذکر کړی او داسی لیکی 
(اساساً هم اخوند طبقه یو ناوړه بدعت دی. د نبی صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ملا نه و، او دین د ټولو و. داسې کومه طبقه نه وه چې د دین پر سر یې عشرونه ټولول، یا یې زکاتونه ټولول، یا یې د خلکو مالونه خوړل، یا یې پر خلکو کومه برتری درلوده. جنازه، نکاح تړل، لمونځ ورکول، او مهم مناسک د هر چا زده وو، او هیچا بل چا ته نشوای ویلای چې زما مخ ته ګوره، زما مخ ته کتل ثواب لری. یو څوک ښایی د ځینو فقهاوو صحابه وو مثال ورکړی چې موجود ول. هو، هغوی ملایان نه ول. زکاتونه او عشرونه یې نه ټولول، د خلکو مالونه یې نه خوړل، او دا پورته ذکر شوی حرفه یی کارونه یې نه ترسره کول. یوه ډله صحابه داسې ول چې په دین کې یې تفقهه کاوو. هغوی اخوندان نه ول، بلکې علماء ول. یعنې له علمی استدلال پرته یې نور کوم طبقاتی خاصیت نه درلود، نه یې له نورو مسلمانو ځانګړی لباس درلود، نه یې د خبرو طرز ځانګړی و، نه یې کورنۍ بیلې وې، چې اخوندزادګان بلل شوی وای، او نه پر شخصیت او نظریاتو اعتراض کفر او پر دین اعتراض ګڼل کېده
.

د ملایانو په وجود کې زموږ طبقاتی ټولنه د بنی اسرائیلو هغې ټولنې ته پاتې کېږی چې اخوندانو (احبارو او پیرانو) پکې خدایی کوله او قرآن کریم یې په اړه وایی: " اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ وَالْمَسِیحَ ابْنَ مَرْیَمَ وَمَا أُمِرُواْ إِلاَّ لِیَعْبُدُواْ إِلَـهًا وَاحِدًا لاَّ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا یُشْرِكُونَ."

دوی خپل علماء او پیران د خدای شریکان او خدای پاک ته په اربابۍ ور ګډ کړی ول، او مسیح د مریم زوی یې په خدایۍ نیولی و په داسې حال کې چې دوی یواځې د خدای پاک په بندګۍ مکلف ول چې له هغه پرته بل پرحق معبود نشته، هغه تر ټولو هغو سپېڅلی دی چې دوی یې ورسره شریک ګڼی.

د دې آیت تفسیر نبی صلی الله علیه وسلم عدی ابن حاتم ته داسې وکړ چې: د بنی اسرائیلو اخوندانو به خلکو ته حرام شی حلالول، او حلال به یې ورته حرامول. کټ مټ لکه همدا نن چې اخوندان فتوا او دین کاروی، او په خپل سر حلالول، او حرامول کوی.

نو څرنګه چې حلالول او حرامول د خدای پاک عمل دی، نو دوی په اصل کې خدایی اعلان کړې ده، او خلک یې خپل عبادت ته اړویستلی دی. نو په آیت کې د اخوندانو او پیرانو له عبادت څخه مقصد دغه شی دی، نه دا چې ګواکې خلکو به دوی ته سجده کوله.)

پورته دلایلو او قرانی ایاتونو ته په هیڅ صورت د اسلامی علم او علماوو ضد لیکنه نه شو ویلی .

یوه بل لیکوال ملګری په یوه لیکنه کې  د طالب  په  هکله داسی قضاوت کړی : 
( همدغو پردیو طالبانو 
 چې د خپل لنډ اوتنګ فکر په احاطه کې کومی دینی فورملې اچولې هغه یې تل په زوره او په خپل زړه د هری مسلې د حل لپاره کارولې.  نړیوال پراخ ژوند ته یې د کلی په سترګه کتلی او په همدغو فورمولونو یې ددین په نوم د هری غوټی د خلاصولو کوښښ کړی ، چې په نتیجه کې یې هم دین ته تاوان رسولی او هم یې د دین واقعی علماووته  بدنامی  )

دلته بیا د دین  د واقعی علماوو ستاینه شوې او د پردی طالب د بې علمی ثبوت ذکر شوی .

لاندی بیا د طالب کړنو او بد اعمالو ته اشاره شوې ، چې دا هرڅه نړیوالی میډیا یا رسنیو هم  د خلکو له خولې را اخستی دی : په یوه لیکنه کې  طالب اوISI   ضد   لیکوال خبری :


(د رسنیو د راپورونو له مخی په دغه پینځلس ورځو کښی طالبانو په غزنی کښی پینځلس سپین ږیری وژلی دی. او بیا یی جنازې ته هم څوک نه ور پرېږدی.

ازادۍ راډیو می اورېده ویل یی طالبان خلکو ته وایی چی سپین ږیری به په سمو قبرونو کښی هم نه ښخوئ او لکه د حیواناتو داسی به کنده ورته جوړوئ او پکښی پټوئ به یی.

زمونږ د وطن خلک به تر څه وخته پوری د ګاونډی پسونو ته څه نه وایی او تر څه وخته پوری به یی دغه تور پسونه شنه فصلونه خوری.) 

مفتی صاحب دی د طالب او ملا دا کړنی  ارزیابی کړی او بیا دی ووایی چې موږ په عالمانو او اسلامی اساساتو پسی بد رد وایو که په طالبانو او پاکستانی ظالمانو پسی ؟ ؟؟؟

دلته غواړم د یو بل لیکوال  د لیکنی یوه برخه را واخلم چې مفتی صاحب او لوستونکی لا ښه قضاوت وکړی چې ایا موږ دین او عالم ته بد وایو که همدې د خرافاتو څښتنانو ته :


د یوې لیکنی یوه برخه چې د طالبانو د خرافاتو تر عنوان لاندی یوه طالب او 
ISI   ضد  لیکوال لیکلې  : 
(په مجهوله او بې اساسه توګه د کوچنیو او اوسط طالبانو خپلو مشرانو ته د کراماتو ثبوت یو له هغو مهارتونو څخه دی، چې د نن عصر ملاتوب ته یې مسلکی اړخ ورکړی او خرافات یې شریعت نما کړی دی، دا چاره او وهمی ثبوت که تاسو د طالبانو خبرو ته غوږ شی، نو دوی یې ملاعمر ته هم منسوبوی، په افغانستان د امریکا له حملې وروسته د ده تری تم کیدل، وروسته د دوی په نظر دده خارق العاده!!! پیښې هغه څه دی چې نوموړی ته یې پرولایته شخصیت وربښلی دی. دوی حتی دده د امارت پر مهال دده نه راڅرګندیدل هم یو کرامت بولی!! مشکل په دې کې دی چې دوی د موضوع سیاسی اړخ بیخی منی نه چې په دا سیمه کې روانې سیاسی لوبې او د طالبانو ښکیلتیا او د پردیو لپاره ددوی عسکری خدمت هم دوی ولایتی او شریعتی بولی او بیخی په دې
 ISI او نورو حلقاتو باور نه لریسره له دې چې کیسه خو له سیاسی اړخه ګرمه ده او معاملې خو یې مشرانو کړې- دا نن چې کومه لوبه په پښتنی سیمو کې د دوی له لاسه ګرمه ده – تر ډیره یې علت هغه نامعقولیت دی چې د څو بې خردو له لاسه سیاست په کرامت تلل شوی او پکې وریت او پاخه پښتانه شول!!! او کله چې سیاست کوې او سیاسی شعور ختم او کرامتی خرافاتی شعور اوښتی وی، نو خود به داسې سترې سترې بیې پرې کوی لکه طالبان !)

هیله ده نور طالب ضد مفکورې ته اسلام ضد مفکوره ونه ویل شی ، او د ملا او عالم تر منځ  په توپیر ټول پوه شو .  

خپلو خوږو او په دین او وطن مینو طالب او ISI   ضد لیکوالاتو ته زیری ورکوم چې موږ تاسو د مفتی صاحب د فتوا په دایره کې نه راځو ،  په لوی زړه خپلی لیکنی  او څیړنی کوی ، تر څو خپل ملی او دینی مسولیت ادا کړی .

له پورته اسلامی نظرونو سره سره که بیا هم څوک  له دې خبرو سره اختلاف لری، همدا اوس دې پر ګوګل سرچ، د ارسطوقراطیت یا اریسټوکراسی لفظ وپلټی، او په اړه دې یې د معاصرو علماوو نظر وګوری، چې د ملاتوب یا دینی طبقې د حاکمیت په اړه د معاصرو علماوو نظر ورته ثابت شی، او دا به هم ورته ثابته شی چې لیکوال مرتد نه، بلکې د نړیوالو معاصرو دینی علماوو د یوه عام او غښتلی نظر تابع کس دی.

ومن الله توفیق

د خپراوی نیټه جمعه 1391/04/2    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()