جسیم جمال
په اندړو کې د میړنی ولس په میړانه د وحشت د استازو په ضد یو ولسی پاڅون راټوکیدلی، ځوان پاڅون، مبتکر پاڅون، خدایی پاڅون او بالاخره ښه پاڅون. دا پاڅون د هغو غیرشرعی اختناقونو او برده ګیو محصول دی چې بالاخره یې دا ولس د مصر د ولسی انقلاب په شان د وخت د طاغوتی فرعون پر وړاندې بغاوت او سرښندنې ته اړ ایست. دلته بغاوت د ملایانو خبره په احسن معنی باندې دی، یعنې له دغه اختناق او برده ګۍ نه د خلاصون او نجات بغاوت، یو فرضی او واجبی بغاوت، یو شرعی بغاوت، یو سرشاره او مست، واقعی او الهی بغاوت. داسې نه چې دوی خدای نخواسته له کومو شرعی اصولو بغاوت وکړ، بلکې دوی د خپلو حقوقو د ګټلو لپاره له بې ننګۍ بغاوت وکړ او د میړانې کمربندونه یو څو بریتورو د یو څو تورو او بې ننګه پنجابی غلامانو پسې وتړل چې له سیمې یې وباسی او په... یې ډانګونه ورومنډی. ځکه دوی له کوتک او ټوپک پرته د بل څه ژبه نه پیژنی او نه ورباندې پوهیږی نو له هر چا سره به په خپله ژبه خبرې کوو. 
ټوله نړۍ خبره ده چې په دې لس کاله کې پښتنی ولس د یو څو مجهولو او خودفروخته ګانو له خوا یرغمل وو، خو نن د اندړو ولس دا ابتکار وکړ چې ددې غلامۍ د ځینځیر د ماتولو لپاره مټې راونغاړی، دښمن ته یې خپله میړانه په میدان ثابته کړه، او دښمن دومره پست دی چې هغه دی کورونو ته اور ورته کوی، د قران نسخې سوزی هغه هم عجبه منطق -هغه بله ورځ مې د یو طالب خواخوږی لیکنه لوسته چې دوی دا کار سیاستا کړی- زه نه پوهیږم چې ددوی برداشت د سیاستا څخه څه دی؟؟؟ ما خو والله که تر اوسه پورې د قران د سوزولو لپاره کومه توجیه موندلې وې، نو اوس دا پاڅون پراخول غواړی او دا پاڅون د مصر د باعظمته ولس په شان د فرعونیانو د طاغوتی لومو څخه خلاصیدل غواړی!! او بالاخره د مصر د معاصر فرعون په شان د طالب په نوم دا تور فرعون هم خپل مخ توریدل او ورڅخه ددې ولس ژرغول غواړی- زه مطمین یم چې دا به خپل انجام ته رسی او د اسارت شته حلقې به له دې ولسه ماتوو- خپلو باعظمته اهدافو ته به ځان رسوی- تاند کیږی- ځوان کیږی او خدای ورسره مل او زموږ دعا ده ورته چې الله ته یې مرسته وکړه او دومره مو مه ذلیله کوې چې پنجابیان مو د مرګ او ژوند فیصلې کوی او د هر څه حدود راته دوی ټاکی.
له لیکنې مې اصل هدف د بادرکه پښتنو یوې دقیقې مسلې ته متوجه کول دی، دا څه موده کیږی چې هلته نور وحشتونه هم د ولس په وړاندې وشول، ماشومان، کونډې، ښځې او کورنۍ په شهادت ورسیدې، خو موضوع خاموشه ښکاری، پښتنو!!!ګورئ دا بې ننګه دښمن ټول وحشی زور همدغه مظلوم ولس ته متوجه کړی او ان د پاکستان له کوټې او اسلام اباد د ای ایس ای له مرکزی دفتره یې هر اړخیزه ملاتړ کیږی او په مقابل کې دا بریتور ځوانان خالی لاس دی، خو بیا یې هم سیمه د طالب له شتونه جاروب کړې، د تل لپاره د جاروب کیدو لپاره یې هر اړخیزه مرسته په کار ده، فرضی – وطنی- خدایی مسوولیت څه چې دا یو مقدس عبادت هم دی او هر افغان او با درده پښتون یې باید ملاتړ وکړی، ځکه ددغه شان پاڅونونو پیام او انګیزه د نورو ملتونو د ویښولو لپاره خورا مهمه او د دښمن لپاره خورا زړه بوږنوونکې، زړه ماتوونکې او خاطر پریشانوونکې ده. دوی هغه وحشی قومندانان رالیږی دې سیمې ته تر څو د اندړو میندې په ویر واړوی او ښه وحشتونه او جنایات وکړی او دا پاک او مقدس او مبتکر غږ خاموش او د خپل وحشت د دوام قباله او تضمین واخلی- خو خبر داری درکوم چې که مو پښتنو وروڼو ننګ ونه کړ او دا ځوانان درنه مرګی یووړل او د دښمن له خوا په ډیر ناځوانمردانه توګه په شهادت ورسیدل او دا معصوم غږ د وحشت په مټ خاموش شو- بیا مو ټول پښتون ولس د اسارت د تورو تمبو څټ او په پنجابی ځنځیرونو کې ایسار کړی وی چې ژغورل یې بیا نسلونه نسلونه قربانی غواړی او موکه باید له لاسه ورنکړو- د همدې پاڅون برکت وو چې دا کار د بادغیس میړنی ولس هم پیل کړ- هغه ولسونه چې مکاتب یې همدغه نامرده دښمن دا لس کاله تړلی- نسلونه او معصوم او اولادونه یې ورته د بې سوادۍ په تور او تریخ درد لړلی دی او لا هم دوام ورکوی- غږ کوم چې تر اندړو تاسو هم کم نه یاست- راپاڅی او خپل تیر تاریخی عظمت ثابت او د تاریخ په وړاندې ماهرانه مسوولیت ادا کړی او راتلونکو نسلونو، اولادونو او تاریخونو ته په خپله ټنډه د پیغور خال مه نصبوی.
له یو بلې مو خبروم: 
پښتنو او بریتورو پښتنو په پرانیستو غوږونو واورئ!!! یوه جالبه کیسه مې هغه ورځ واوریده، زه یو نرم طبیعته ملګری مولوی صاحب لرم، دی د کندهار ولایت اوسیدونکی دی- د همدغه نرمۍ له کبله د کویټې له منحوسې او د پښتنو د غلامولو لپاره د جوړې شوې جعلی شورا له تصامیمو خبریږی- هغه ورځ مې کور ته راغلی و او د مکاتبو په اړه مې ترې وپوښتل چې دا طالبان څه دریځ لری او دا مکاتب رښتیا دوی تړلی ځکه دوی خو په اعلامیو کې دا خبرې ردوی او نه یې منی حتی ګواښ هم کوی چې که دا خاینین په لاس ورشی د خپلو اعمالو په سزا به یې رسوی- نو اصل خبره څه ده؟؟؟ هغه راته وخندل ویل قاری ګله ډیر صاف زړه دې دی او په ظاهری خبرو تیر وزی - ده راته ویل: د طالبانو د کویټې شورا اساسی پریکړه داده چې باید مکاتب وتړل شی او دا د دولت د نفوذ مراکز او د دوی لپاره باالقوه سخت خطر دی، خو دوی له ډیر پامه او د خوف او رجا له سیاسته د معارف په وړاندې کار اخلی – هغه دا چې په ظاهره او په مطبوعاتو کې باید دا خبره ونه منو چې دا کار موږ کوو بل ځانونه باید د معارف دوستان وښیو( لکه چې همداسې هم ده ) خو مکاتب باید وتړل شی او که چیرته د ولس د پاڅون ویره وی هلته بیا کار ورباندې مه لری ځکه د دوی د بیخ ایستلو خطر ورسره مل دی لکه د اندړو غیرتی پاڅون یې ښه بیلګه ده- نو پښتنو په دې خبره نور مه تیروزی چې دوی ستاسو مکاتب نه تړی، نه یې ورانوی او معلم، شاګرد او مکتب مو په شهادت نه رسوی دا جانی او پنجابی ډله په قران او اسلام او تعلیم باور نه لری او نسل مو درختموی مخکې له مخکې خبر اوسی چې اوس دوی ( طالبانو) د معارف په وړاندې له سیاسته کار اخلی او په خوله دروغ وایی خو په عمل کې مو له معارف سره دښمنی کوی- د حل لاره یوازې د اندړو د باتورو ځوانانو په پله ګام ایښودل او ددې منحوسې او پلیتې ډلې ختمول دی- ما خپلې غاړې درباندې خلاصې او خپل ایمانی مسوولیت مې ادا کړ نو خوښه د پښتون ولس چې زما منی که د پنجابی؟؟؟

د خپراوی نیټه سه شنبه 1391/04/13    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()