لیکنه : سیدجیلانی جلان

ده پکتیا ولایت د ځاځی اریوب په سیمه کۍ د سپین غرډنډ، کوهی سفید حوض 
دغه ډنډ د آریوب په سیمه کې د سپین غر د لوړې څوکې (سیدکرم سر) 
څخه لویدیز خوا ته په درې کلومټرۍ کې د غره په سر شتون لری. د اوبو رنګ شین نیلی ورته دی. ددې ډنډ اوږدوالی تقریباَ ۲۰۰ متر ه او پرخوالی یې ۸۰ مترو ته رسیږی. د لرې څخه د ډنډ طبیی ډول د کب په څیر وی خو کله چې ورنږدې شی . نو د کوزې بڼه غوره کوی. له درو چینو یانې له درو خوا څخه ورته اوبه راځی. همدا اوبه کمه اندازه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ خوا ته په غرو کې پټې روانی وی او زیاتره اوبه یې د اریوب سیمې ته د چینو په بڼه راځی. 
ددې ډنډ ترڅنګ یو زیارت هم شته. او د ډنډ نه لږ څه پاسه د غره په یوې څوکه کې غټې غټې ډبرې چې د چوکیو بڼه لری . ایښودل شویدی. چې په غالب ګما ن اوس مهال به یې یوه ډبره په سلو کسانو هم په لټ وانه وړی.دغه ډنډ ته د اریوب د سیمی خلک د میلو او د ساعت تیرۍ لپاره ځی . او ښځینه طبقه د همدې ډڼد ترڅنګ زیارت ته ډیرې ورځی. بیل بیل نذرونه پکې نیسی . او د خپلو مرادونو ترلاسه کولو په خاطر او په ځانګړی ډول د اولاد د غوښتلو په خاطر په همدې زیارت کې خدای پاک ته سوالونه کوی. او د فلکلوریکو روایتو له مخې چې له دې ډنډ څخه د ټوپک ګولۍ نه پورې وزی. د اریوب د خلکو په وینا چې ددې ډنډ تر څنګ په پخوانیو زمانو کې د خدای ج نیکو کسانو ژوند کاوو. یو بله خبره هغه داچې د اریوب د زیاتره خلکو په وینا چې له یوه شپون څخه همدې ډنډ ته شپیلۍ لویدلې وه. او څو کاله وروسته همدا شپیلۍ د للې دار چې د اریوب یوه غرنۍ برخه ده. په یوې چینې کې راووته. د خلکو په وینا وایی چې یو کلیوال وګړی غره ته د لرګیو د راړلو لپاره ولاړو . کله چې دې سیمې ته راورسیدو نوډیر ستړی و . د لرګیو وزوکی یې کیښود . چې دمه جوړه کړی. او د اوبو د څښلو لپاره چینه ته ورغی
ګورې چې په چینه کې یوه شپیلۍ د اوبو په رګ کې د راوتلو په حال کې ده. وګړی شپیلۍ روایسته . او له ځان سره یې کلی ته راوړه. په کلی کې یې د شپیلې په اړه خلکو ته وویل . خلکو بیل بیل نظرونه ورکول . همدا خبره د اریوب ټولې سیمې ته وغزیده. د اریوب په هر برخه کې به پرې رنګا رنګ تبصرې روانې وی . چې په دې وخت کې هغه شپون خبر شو. نو کلی ته ورغی . او د شپیلۍ راوړنکی وګړی ته یې د شپیلۍ ټولې نښې نښانې ورکړې . وګړی چې شپیلۍ ته په ځیر وکتل 
نو د شپون ټولې خبرې رښتیا وې. نو د کلی خلکو له شپون نه پوښتنه وکړه . چې دا شپیلۍ له تا څخه په کوم ځای کې ورکه شوه وه. شپون ورته وویل دا شپیلۍ له ما په ځانګړی ډنډ ( حواض خاص ) کې دوه کاله وړاندې لویدلې وه . او دادې اوس د للې دار د غره په یو چینه کې راووته . خلک دې خبره ته حیران وو.
او د خلکو په وینا چې ددې ډنډ اوبه د څو ناروغیو لپاره شفا دی. که څوک په دې ډنډ کې ولامبی. نو د فیس ناروغی ، د مخ دانې د بدن د پوستکی ناروغۍ او همداسې نورې ډیرې ناروغۍ یې ورکیږی. اوکله چې په توده اوړه کې خلک دغه ډنډ ته په میله یا ښځینه طبقه زیارت ته ځی . نو مجبور دی چې هر کس له ځان سره یودانه پیاز واخلی. ځکه چې خلک وایی هلته د رنګا رنګ غرنیو ګلانو بوی سړی بې هوشه کوی. د ګلانو بوی به هم وی . خو په حقیقت کې هلته د اکسیجن کمی دی.

د خپراوی نیټه یکشنبه 1391/04/18    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()