نعیمه غنی

 میرمن کلتوری- ټولنیز بهیر د چنګاښ د میاشتې په ۱۷نیټه د ښوونې او روزنې د وزارت په کلوپ کې غونډه وکړه. غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه د پاکیزې آرزو په ویندویی پیل شوه د غونډې مشره میرمن ګلالۍ امرخیل وه همدارنګه د خوست ولایت د نسوان د عالی لیسې مدیره او په خوست ولایت کې د میرمن بهیر د څانګې مسؤوله میرمن حسینه( احمدزۍ) له جرمنی څخه د خپریدونکې رادیو( دویچه ویله) د پښتو څانګې مسوول ژورنالیست اولیکوال ښاغلی نجیب الله(زیارمل)او د هیواد وتلی انځور ګر او شاعر ښاغلی ومان نیازی د غونډې میلمانه و.

غونډه په دریو برخو ویشل شوې وه چې په سر کې یې د کاری مسایلو په لړ کې میرمن حسینه احمدزۍ   په خوست ولایت کې د میرمن بهیر په فعالیتونو رڼا واچوله، نوموړې په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د میرمن بهیر د خوست څانګه یوه فعاله څانګه ده چې هره اونۍ په مسلسله توګه غونډې لری او په لسګونو ادب پالونکې میرمنې په کې ګډون کوی چې د شعر او نثر په برخه کې ډیر نوی استعدادونه د غوړیدو په حال کې دی چې د خپل کلتور او ژبې لپاره د خدمت کلک هوډ لری، خو د دې استعدادونو د ودې لپاره د لارې هوارولو او همکارۍ ته اړتیا ده، چې تمه ده د میرمن بهیر مرکزی څانګه او نورې ادبی او کلتوری ټولنې دا مرسته ورسره وکړی. د میرمن احمدزۍ د ستونزو د اوریدلو وروسته د میرمن بهیر دارلانشأ له نوموړی بهیر او د بهیر له نورو څانګو او د ادب او کلتور په برخه کې له هرې فعالې میرمنې سره د هر راز مرستې او همکارۍ وعده وکړه همداراز ښاغلی نجیب الله زیارمل هم د نوموړی بهیر او د بهیر له مرکزی څانګې سره د یو لړ مرستو د ژمنې په لړ کې وویل : چې غواړی د میرمن بهیر فعالیتونه له نیژدې څخه د یوه ریپوټ په لړ کې تر پوښښ لاندې راولی تر څو د نوموړې رادیو او نورو اړوندو ټولنو پاملرنه دې بهیر ته ور واړوی.بله د بحث موضوع د هغه کتابونو د کره کتنې وه چې د میرمن بهیر له خوا چاپیږی تر څو هغه شته ستونزې چې په تیرو چاپ شو کتابونو کې موجودې وې له سره تکرار نه شی همداراز میرمن بهیر له خپل دایمی مرسته کوونکې کاروان مطبعې څخه هم مننه وکړه چې تل د کتابونو د متن په اصلاح کې له میرمن بهیر سره مرسته کوی.

د غونډې په دویمه برخه کې د میرمن مدهونا حیدری په شعر کره کتنه وشوه. د کره کتنې په لړ کې میرمن مدهونا ته د شعر په هکله د مطالعې سپارښتنه وشوه او هغې یې له دې کبله چې مورنۍ ژبه یې دری ده خو دا په پښتو ژبه شعر لیکی وستایله له کره کتنې وروسته د تل په څیر مشاعره وشوه چې په سرکې له وردګو ولایت څخه تکړه شاعرې موسکا(ساحل) خپل شعر د تلیفون په لیکه واورولو له هغې وروسته میرمنو هرې یوې فریده فقیری،مدهونا حیدری، ناهیده سحر، بلقیس محبوبی حقیق،ګلالۍ امرخیل،عادله حصین، سایره شریف،هیلۍ احدی،پاکیزه ارزو،حورې سپیڅلې،شکریه کمالزۍ، نظیفه نیازۍ، سیمین صدف،رخسار ساحلجو،او نعیمې خپل شعرونه ولوستل. غونډه د ورځې په څلورو بجو پای ته ورسیده. د یادولو وړ ده چې میرمن بهیرد افغان ادبی بهیر له ویبپاڼې، تاند ویبپاڼې، ټول افغان خبری ویب پاڼې، سمسور ویبپاڼې،شرنګ ویب پاڼې،اصلاح ورځپاڼې سنګر ویبپاڼې او د هیواد له ټولو هغو خبری رسنیو څخه چې د میرمن بهیر راپورونه او د غونډو حال خپروی ځانګړې مننه او قدر دانی کوی او د دوی د راتلونکو همکاریو هیله من دی.

د خپراوی نیټه سه شنبه 1391/04/20    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()