خبریال سیف الله مفتون
غزنی ښار (پژواک ۲۰ چنګاښ ۹۱): د غزنی د اندړو ولسوالۍ لومړنی پاڅون کوونکی وویل، چې تر هغه به خپلې مبارزې ادامه ورکړی،څو یې له وسلوالو طالبانو او د هغوى له بهرنیو ملګرو څخه پوره ازادی نه وی ترلاسه کړې.

د ولی محمد په نوم د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى او د ولسی پاڅون لومړنی مخکښ او قوماندان پژواک اژانس ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې ولسی پاڅون د دې ولسوالۍ د علماوو، قومی مشرانو په مشورو پیل شوى او دا پرېکړه یې کړې، چې نور به د طالبانو له ناوړه کړنو ځانونه ژغوری.

نوموړى، چې دا مهال په اندړو ولسوالۍ کې د ولسی پاڅون قوماندان هم دى وایی: ((لومړی کس زه وم، چې پاڅون مې پیل کړ او په دې کې راسره یو مې ورور، یو مې د اکا زوى او دوه کسان نورو راسره وو، چې ټول پنځه کسه وو.))

د هغه په وینا، په دې موده کې یې یو ورور او یو د تره زوى له لاسه ورکړی او وسلوالو طالبانو یې کور هم سوځولى دى.

د ولی محمد په خبره، تر هغه به خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکړی، تر څو یې له وسلوالو طالبانو او د هغوى له بهرنیو ملګرو خپله ازادی نه وی ترلاسه کړې.

نوموړی وویل، چې دوى دغه پاڅون یواځې د وسلوالو طالبانو د ظلمونو له لاسه پیل کړى او ولس نور د هغوى د ناوړو کړنو نور زغم نه درلود.

د هغه په وینا، په دې لار کې یې د سیمې خلکو پوره ملاتړ وکړ، چې اوس مهال د ولسی پاڅون وسلوال ملګری شاوخوا څلور سوو ته رسېدلی او دا شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دى.

قوماندان ولی محمد وویل: ((په اندړو کې نږدې پنځوس سیمې زموږ تر ولکې لاندې دی او په دې سیمو کې پوره امنیت دى، هېڅ کومه ستونزه نشته.))

نوموړی زیاته کړه، دوى غواړی، چې په اندړو کې نور، ښوونځی او روغتیایی مرکزونه پرانیستل شی او په سیمه کې د بیارغونې کارونه پیل شی، څو د سیمې خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړی او د کار زمینه ورته برابره شی.

د ده په خبره، هېڅکله دې څوک دا فکر نه کوی، چې ګواکې دوى د واک د ترلاسه کولو لپاره دا کار کوی او یا په همدې موخه راپورته شوی دی.

یاد قوماندان د پژواک د یوې پوښتنی په ځواب کې، چې که وسلوال طالبان وغواړی، چې له دوى سره د سولې خبرو ته کېنی، ایا دوى به ورسره کېنی؟ وویل، چې د یو شمېر شرطونو له مخې به ورسره خبرې وکړی.

نوموړی د خپلو شرطونو په اړه وویل: ((زموږ شرطونه دا دی، چې ښوونځی به نه بندوی، حتى د نجونو ښوونځیو باندې به هم کار نه لری، د تل لپاره به زموږ په سیمه کې جنګ نه کوی، بهرنی وسلوال به سیمې ته نه راولی، د بیارغونې په برخه کې به د دولت مخه نه نیسی او په تېرو لسو کلونو کې چې دوى کوم ظلمونه کړی او یا یې هم بې ګناه خلک وژلی، د هغو پور به ورکوی.))

څو ورځې مخکې وسلوالو طالبانو یوه اعلامیه خپره کړې وه، چې په هغې کې ویل شوی وو، د غزنی په اندړو ولسوالۍ کې ولسی پاڅون نه دى، بلکې اربکی ځواکونه راپورته شوی، چې دولت او نړیوال ځواکونه ورسره پوره ملګری دی او په هره برخه کې ورسره مرسته کوی.

خو په اندړو کې د ولسی پاڅون قوماندان ولی محمد بیا وایی، چې دا ولسی پاڅون دى، دولت او بهرنیانو ورسره د یوې مرمۍ مرسته هم تر اوسه نه ده کړې.

نوموړی وویل، چې ټولو خلکو پخوانۍ د جهاد د وخت وسلې راخیستی او د وسلوالو طالبانو پر ضد راپورته شوی دی.

د هغه په وینا، د وسلوالو طالبانو دغه ادعا، چې ګواګې دوى اربکی دی، په کلکه ردوی او زیاته یې کړه، کوم کسان چې اوس د وسلوالو پر ضد راپورته شوی، ټول د سیمې هغه ځورېدلی خلک دی، چې په تېرو لسو کلونو کې طالبانو له بېلابېلو کړاونو سره مخ کړی وو.

دغه قوماندان وایی، کومې سیمې چې د دوى تر ولکې لاندې دی، په هغو کې اوس مهال ټول ښوونځی خلاص دی، خو زده کوونکی درسی مواد او پوره ښوونکی نه لری.

نوموړی د غزنی د پوهنی ریاست له چارواکو وغوښتل، چې د دوى د سیمو د ښوونځیو ستونزو ته دې پاملرنه ډېره کړی او د هوارۍ لار دې ورته پیدا کړی.

هغه دغه راز له پوهنې ریاست څخه وغوښتل، چې د دوى د سیمې ښوونځیو ته دې نوې ودانۍ جوړی کړی، په دې برخه کې به د سیمې خلک ورسره پوره مرسته کوی.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی هم له دغه پاڅون څخه ډېر خوښ دی او وایی، چې دغه پاڅون د سیمې د خلکو له لوری پیل شوى او په دې کې دولت هېڅ کومه ونډه نه لری.

د اندړو ولسوالۍ یوه اوسېدونکی او د یو ښوونځی ښوونکی محمدابراهیم پژواک اژانس ته وویل: ((اوس په هغو سیمو کې چې ولسی پاڅون پیل شوى، امنیت یې پوره د ډاډ وړ دى او خلک خپلو کارونو ته خلاص شوی دی.))

نوموړی زیاته کړه، چې په دغه پاڅون کې یواځې عام خلک نه دی، بلکې قومی مشران او دینی عالمان هم شامل دی.

د دغې ولسوالۍ د شهاب الدین لېسې یوه زده کوونکی محمدصابر هم پژواک اژانس ته وویل، له کله چې د دوى په سیمه کې ولسی پاڅون پیل شوى، دوى هم ښوونځیو ته تګ پیل کړى دى.

نوموړی زیاته کړه: ((تېر پنځه کاله مې ښوونځى نه و لیدلى، خو اوس مې بېرته پیل کړ او ډېر خوشاله یم.))

خو بلخوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تل د غزنی په اندړو ولسوالۍ کې له دوى سره په جګړه کې ښکېل خلک د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو له خوا جوړ شوی اربکی بولی او دا ادعا ردوی، چې ګواکی دوى دې ولسی خلک وی.

د یادونې ده، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د غزنی په اندړو ولسوالۍ کې یو شمېر د سیمې عام خلک د وسلوالو طالبانو پر ضد راپورته شوی او د هغوى په وینا، تر اوسه یې له سلو ډېر وسلوال طالبان وژلی دی

د خپراوی نیټه سه شنبه 1391/04/20    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()