لیکنه : س اندر

د تیرو نږدی دوو میاشتو راهسی د غزنی په اندړو ولسوالی کی د طالب په مقابل کی د اندړو ولس راپاڅیدلی دی.داچی پدی هلکه د مختلفو محلی او نړیوالو رسنیو او ورځپاڼو څخه ډول ډول راپورونه خپاره شوی او کیږی ،چی په ځینو کی یی د اندړو مظلوم او تر ظلم لاندی قوم غږ او ناره خپره او په ځینو کی بیا برعکس .

داچی زه خپله د اندړو د ولسوالی اوسیدونکی یم مکتب می هلته لوستی دی او اوس می هم د کورنی غړی په هغوو تیارو شپوو کی ژوند کوی .نو غواړم هغه څه چی ما په خپلو سترګو لیدلی او وینم یی دهغه چاسره شریک کړم چی هغه ورباندی خبرندی او اوس هم وایی چی دا پاڅون نه بلکی حزبی یا اربکی خوځښت دی . څرنګه چی پوهیږی اندړ هغه باشهامته با غیرته قوم دی چی د تاریخ په کرښو کی هم ددوی د میړانی په هکله ډیری ورقی توری شوی دی او همیش یی د ظلم او استبداد په مقابل کی لاس سره یوو کړی او دهغی د ورکی او ختمولو اقدام کړی .ا

اندړ هغه قوم دی چی همدی قوم پخپلو مسجدونو او کورونو کی په سل هاوو او زرهاوو طالب علم فارغ او دوی ورته د پیړیوو راهسی همدی طالب جان او ملا صیب ته د یو ښه عالم او یو پوه او رهبر په سترګه کتلی دی او د پیړوی راهسی دوی همدا خلګ په خپله غریبانه ستارخان ماړه کړی او ورته یی د خپل اولاد او فامیل نه یی ورته غوښی او میوی سپمولی او په دوی یی نوشیجان کړی ترڅو دوی ناراضه او خفه نشی او ښه پښتنه میلمه پانه یی وشی.ولی بدبختانه همدی ملا ،طالب له همدی خپل اندړ سره داسی جفاګانی وکړی چی اوس هغه خپل اندړ چی ټول عمر یی ډوډی ورکولی ټول عمر یی زکاتونه ،عشرونه او ددوی د کورنو خټی کولی پر دوی مسلت او په دوی پسی نن ټوپک راخیستی دی .

دا ولی ؟

دا ځکه چی طالب جان د ای ایس ای غلام د عقل او پوهی نه لری خپل بادار او د کاسی ملګری ته ښه خدمتونه کړی دی چی زه یی یو څو دلته تاسو سره شریکوم .

۱-دا چی طالب ګل د خپل قدرت په وخت کی څنګه ګلان کرلی دی ټول ورباندی خبر یوو ولی دوی په هغه وخت کی هم چی د وطن سرداران وو ،اندړو ته یی د یوی زری خیر ندی رسیدلی،داچی دوی په هغه وخت کی څه کړی دی ټول وکړی پری خبر دی او پری پوهیږی راځم چی دوی په اوسنی وخت کی مونږ ته کوم خدمتونه او ګلونه کرلی دی.

۲ : هغه وخت چی د کرزی حکومت دوره پیل او طالب جان یی ورک کړه او په خپل کور کی ناست وو ، ده هم خپل ژوند کو او ټولو عاموو وکړو هم ، هغه وخت زه د سطان شهاب الدین غوری په لیسه کی شاګرد اوم(۱۳۸۳) .لکه په ټول افغانستان کی په اندړو کی هم کراره کراری وه ټول خلګ خوښ او خوشحاله وو ټول متعلیمن خپلو درسونو ،مکتبونو ته په ډیره مینه او خوښی روان وو .په لیسه کی د شاګردانو ځای نه کیده او هریوو ځانته ځانته موخی او هدفونه درلودل چی ویل زه به ډاکتر شم چا ویل زه به انجینر شم چا بیا ویل چی زه به اقتصادان یا حقوق پوه شم او همداسی وشول زمونږ دوره چی تقریبا ۶۰ نفره وو صنف فارغ او یو زیات شمیر یی لوړو زده کړو ته کامیاب او اوس ورنه تکړه تکړه باستعداده او باعلمه شخصیتونه جوړ شوی دی .ولی وروسته د یوو دوه کاله څخه وضع بیخی بدله ځکه ملا ګوټی د همسایه ګانو لخوا بیا راژوندی او پخپل اندړ غریب یی دا ونه لوریدل چی تعلیم او درس ووایی .نو ددوی د راتګ سره لومړی خدمت د محترمینو دا وو چی د میری لیسه یی بنده که چی په زرهاوو شاګردانو پکی تعلیم کول او د اندو ټول شاګردان غریبان یی په کور کیښناول .

۳د ولسوالی بازار یی بند کړ چی تقریبا ۴۰۰ شا اوخوا هټکی ګانی پکی وی اوټول زمونږ غریب اندړو پکی کار کول دهغه څخه یی یوه حلاله ګوله لاسته راوړله هغه یی هم پری ودروله ،او دلیل یی دمره بی منطقه دلیل وو چی وایی لدی دوکانونو څخه به د ولسوالی عسکرو او پولنډیانو خوراکی توکی اخیستل نوځکه مو بند کړ،دوی فکر کول چی که چیرته دا بازار بند کړو نو هغوی به دلوږی مړه شی ولی هغوی ته اوس مرکز څخه پاخه کتغونه او تودی ډوډی راوړل کیږی زور یی تر چا ووتل ؟

۴د میری شفاخانه چی مخکی پکی ښه او باتجربه ډاکترانو د نورو ولایاتو څخه راغلیوو متخصیصنو پکی کار کول څو ځلی ورته ګواښ وکړ نو هغوی هم لاړل اوس صرف د غیران د کلی فیروزخان یی مشر ډاکتر او حاجی کلا وال چی دواړه پوره بی سواده الف ته بپ وایی دولسم یی هم ندی ویلی ولی په همدی شفاخانه کی جراحی کوی .

۵د ولسوالی د مرکز لار او موټر یی په منطقه کی بند کړی ، همیش بمونه په عمومی لارو کی ایښی او ټولی لاری یی پری پوښلی وی ،نو عامو خلګو ته چی مریض پیدا شی باید لومړی ددوی سره باید اړیکه ونیسی چی ازجازه شته اوکنه بیا به ځی چی ډیری زمونږ میندو او خویندو خپل ماشوم یا ژوند دلاسه پکی ورکړ .

۶:بل خدمت یی دا وکړ چی مخکی د دوی د ظهور څخه مونږ د ۱۱ وکیلانو د جملی څخه چی ۳ چوکی یی ښځو ته ځانګړی شوی دی او پاته شپږ یی نارینه وکیلانو ته ،ښځو ته خو هسی هم حق او حقوق نه ورکوی اوس یی د نارینه وو حقونه هم تر پښو لاندی کړی چی لدی ۹ نفره څخه هغه وخت ۶ نفره پښتانه وکیلان په ولسی جرګه(۴ اندړ) په ولایتی شورا کی همچنان پښتنو وجود درلودل .ولی غلامانو ددی په ځای چی خپل قوم ته خدمت وکړی انتخابات یی لغوه او اوس هم متاسفانه چی یو پښتون وکیل هم نه لرو،چی کوم اندړ محصیل یا متعلیم یا معلم یا عام وګړی کوم کار په دولت کی بند چی ورسره مرسته یا حد اقل په کابل کی دهغه په کور کی یوه شپه تیره کړی دا ټول دوی ورنه واخیستل تاوان چا وکړل ؟

۷د اندړو ډیر ښکلی تحصیل یافته او روشنفکره ځوانان یی ترخاورو لاندی کړوو چی ښه مثال یی د قاضی صیب (عبدالرحمان ) چی د صاحب خان د کلی اوسیدونکی وو د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی نه فارغ ،نوموړی په ولسوالی کی د قاضی په حیث دنده ترسره کوله ولی کله چی طالبانو ورته ویل چی کار مه کوه هغه ومنله او له طالبانو سره یی کار شروع ،دوخت ولسوال قیصه کوله چی ما ورته ویل چی قاضی صیب مه ورځه ګوره دا خلګو باندی بارو نشته دا پښتانه ندی دا ملګری او دوستی نه پیژنی دادی وژنی اخیر ،ولی هغه وایی ونه منله او ورغی د څو ورځو وروسته یی غریب د مهمان د کلی د تیلو په ټانګ کی په راکټ وویشتل چی دا کار والله روس هم کړی وی .همداشان په لشکوو کلی کی یو ځوان غریب د کور مخته شهید کړ چی نوی د کراچی څخه راستون شوی وو، همدارنګه د غیران د کلی محیب الله چی محصیل وو د روژی په میاشت کی چی کورته روان وو په ډزو وویشتل او شهید یی کړځکه چی په بازار کی یی د طلوع تلویزون سره خبری یا مرکه کړی وو دا کوم اسلام دی ؟ د کوچیانو د لیسی د ۱۳ شاګردانو شهیدول چی عمرونه یی د ۱۲ او ۱۸ کالونو تر منځ وو چی ددوی په منځ کی یو هم شهید قاضی کشر ورورخلیل احمد وو چی مخکی می یادونه وکړه ، او په لس هاوو نور ډیر داسی مثالونه شته دی او ډیری میندی یی بوری کړی دی .

۸په اندړو غریبانو باندی خپلی مهمان خانی بندول یا اړه ول ، داهم ددوی د لاسه ځکه چی طالبان لکه چی وایی ( موړ د لوږی د حاله څخه خبر دی ) نو دوی هم د مظلوم اندړ د حالته څه خبر دی هر چاچی یوه مهمانخانه درلودله دوی به ۲۰ -۳۰ نفره ورتلل سره د پنجابیانو ،چیچینیایانو هلته به یی ډوډی هم خوړه او خوب یی هم کول ،چی ددوی د لاسه اوس خلګو خپلی مهمانخانی بندی یا بیرته واړه والی چی مثالونه یی شته دروغ ندی لکه د علیزو د کلی د حاجی خان حاجی صیب مهمانخانه ،او یا هم د نرمی د کلی د خالقداد کاکا مهمانخانه چی دا دری کاله کیږی ددوی د ډار له خاطره همداسی لوڅ دیوالونه ولاړه دی

۸:د ښوو او باعلمه قومی مشرانو بی عزته کول یا د منطقی نه شړل .طالب جان داسی حکمرانی کوله چی حتی چا د خپلی شمتنی وال هم نه درلودل که به دی موترسیکل یا موتر یا بل قیمیتی څیز اخیستل باید طالب جان ملا جان ته دی ویلی وایی چی پیسی می لدی منبع پیدا کړی کولای شم څه شی واخلم کنه وهلی یی ډبولی یی او اخیستل شوی ځیز یی هم درنه اخیستل چی مثالونه یی شته دی داسی پاچاهی خو فرعون هم ندی کړی .

ترټولو مهمه خبره دا چی ددوی د ظلمونو د لاسه په مونږ د لوی خدای ج نعمتونه هم ودریدل ،باران نشته خشک سالی شوه ،اوس یو اندړ هم والله که د بیګاه لری کار ته یی دوی نه پریږدی او زراعت په ټپه ولاړ دی .

نوپورته ټول هغه ظلمونه او کړنی وی چی اندړ غریب یی دی حالت او دی ته وهڅول چی لاس سره یوو او بلااخره په یو ملی پاڅون ددی غلامانو په مقابل کی لاس پوری کړی ،او په والله چی هر کرښه می د زړه د درده لیکلی دی ددوی د ظلم د خاطره څومره جی زه خبر یم ټول همداسی خلګ دی پکی پدی پاڅون کی چی یا محصیل دی یا متعلم یا معلم او هم عام وکړی .مونږ یی تر دی حده را رسولی وو چی صرف یو نفر مو غوښتل چی مخکی شی هغه که هر څوک وی حزبی ،حرکتی یا جمیعتی له دوی خو به والله ښه وی ،نو مونږ ته دا ندی مطرح چی څوک زمونږ په راست یا رهبریت کی قرار لری بلکی مهم دا دی چی هدف او موخه مو څه شی ، هدف دی ټولو یو دی خو مزل جداجدا ) نور طالب جانه ستا ددی چنګزی ظلمونو وخت پای ته رسیدلی دی ستا جفاګانی او غولولو مونږ تر دوو سپږمو را رسولی یووو .نور ستا ځای زمونږ په کور کی نشته مونږ نور سوله غواړو مونږ هم حق لرو چی یو ځو ورځی په ارامی کی ژوند وکړو مونږ هم حق لرو چی کلینیک ولرو مکتب ولرو لورګانی او خویندی او بچیانو مو مکتبونو ته لاړ شی زده کړی وکړی تعلیم وکړی ، مونږ هم د نور قومونو په څیر ( هزاره ګان ، تجاکان ، ننګرهاریان ،لغمانیانو) په ځیر ژوند وکړو

طالبه د خدای په خاطر لږ سر په ګریوان کی ټیټ کړه نورخپل ورور او زوی وژنه د پردیو په لمسونه مه کوه ، خپل پښتون ورور اباد کړه پریږده چی ژوند وکړی نور د خپل وطن او ودانولو کوښښ وکړه نور پریږده چی دا غریب اولس خپل خواږه ماشومان مکتب ته والیږی پریږده چی ډاکتر ،انجینر حقوق پوه شی پریرده لکه قدیر خان په څیر درته اتوم جوړ کړی چی بیا به نه د ایران ،نه پاکستان او نه هم د امریکا غلام اوسی .

طالبه تا د پښتنو سره څومره جفا کړی دی پوهیږی ؟ ټول عمر به دی ونه بښوو ، دا کوم جهاد چی ته کوی دا خو نه په حدیث شریف کی راغلی نه هم په پاک قران کی ،ای خلګو وګوری که دا یوه سیاسی لوبه نوی نو دا عقل منی چی زمونږ په قراباغ ولسوالی کی هم هزاره اوسی هم پښتانه هغه خواته چی هزاره اوسیږی هر څه شته پکی هم مکتب هم دولتی ماڼی هم ولسوال هم قومندان هم جنکیانو مکتب هم درمعلمین او ،،، ولی زمونږ پښتنو خواته چی په یوه ولسوالی کی اوسوو نه مکتب شته نه شفاخانه نه مکتب نه عسکر پریږدی نه دولتی افغان مامور نه ډاکتر نو تو او خدای دا کوم جهاد دی ؟ ته که نر یی ورشه جاغورو یا مالستان ته هم صرف پښتون غریب دی رانیولی دی .زه دا پوښتنه له دی طالب نه کوم چی ته ماته ووایه چی څرنګه جهاد دی ؟ چی پښتون وژنه او هزاره او تاجک دی مزی کوی .

طالب جانه لږ سیاسی شعور پیدا کړه اوسی ۲۱ پیړی دی د تنکالوژی او علم نړی دی نن جنګ پدی زاړه توپک چی تاسره دی نه کیږی نن جنګ په علم تعلیم او اقتصاد کیږی ، راځی چی د بی علمی او جهالت په ضد جهاد پیل کړو ،امید لرم جی واقیعتونه درک کړی او نور ددی ظلمونو لاس واخلی .

دیوداسی ورځی په هیله چی اندړ ماشوم هم د نور قومونو د ماشومان په شان سهار مکتب ته روان او د نوری نړی د هیوادنو په څیر مونږ هم د سولی اوارامی څښتنان شوو

په پښتنه مینه .

د خپراوی نیټه پنجشنبه 1391/04/22    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()