تاند،۱۱/۰۸/۲۰۱۲
  په کابل کې دایران سفارت نن وویل چې دمزارشریف ښار پر یوه لوی او اصلی واټ د هغو ایرانیانو نوم کېښوول شو چې څوارلس کاله پخوا طالبانو دمزارشریف ښار نیولو په مهال وژلی ول.

دایران دسفارت په خبرپاڼه کې، چې نن رسنیو ته سپارل شوې، ویل شوی: «دبلخ ولایتی شورا دایران د ۹ دیپلوماتانو او یوه خبریال د(شهادت) دتلین په مناسبت او دایرانیو شهیدانو دیاد ددرنښت لپاره دحضرت علی کرم الله وجهه زیارت ته تللی واټ دایرانی شهیدانو واټ نومولی دی.»

دبلخ ولایت چارواکو دولایتی شورا ددې اقدام دهرکلی په ترڅ کې ویلی چې دا کار به ددوو ملتونو دلا نژدېوالی شبب شی.

ایران وایی چې اته ایرانی دیپلوماتان او یو خبریال د ۱۳۷۷ کال دزمری په اوولسمه نېټه دطالبانو له لوری دمزارشریف ښار دنیولو په مهال ووژل شول.

خو هماغه وخت په دې باب شکونه څرګندېدل چې دا کسان دې طالبانو وژلی وی او یا دې وژل شوی کسان دیپلوماتان وی.

ځینو ویل چې ایرانی اتباع د ډاکتر نجیب الله په شان دآی ایس آی دخاصو غړیو له لوری ووژل شول څو دطالبانو او ایران دهر راز اړیکو مخه ونیول شی او طالبان لا ډېر پاکستان ته محتاج شی. دایرانیو اتباعو په اړه هم ویل کېدل چې هغوی دیپلوماتان نه بلکې دسپاه پاسداران غړی دی چې په مزارشریف ښار کې یې له متحدې جبهې سره د پوځی سلاکارانو په توګه مرسته کوله.

د خپراوی نیټه یکشنبه 1391/05/22    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()