پښتو ټولنه د ١٣١٦ لمریز کال د ثور په لومړۍ نېټه د کابل د ادبی انجمن او د کندهار د پښتو انجمن له یو ځای کېدلو نه جوړه شوه.

د پښتو ټولنې له جوړېدلو سره سم په ١٣١٦ لمریز کال دنده درلوده چې:

  1. د افغانستان تاریخ تدوین او د افغانستان په تاریخی څرنګوالی له هره پلوه پوره پوره رڼا واچوی.
  2. ژبې او ادب ته تحول او ترقی ورکړی اولسی پانګه (فولکلور) د هېواد له هره ګوټه راټول او نشر کړی.
  3. د یوی عصری علمی ژبې په حېث د پښتو ژبې د راژوندی کولو او تدوینولو له پاره کار وکړی.
  4. د کابل مجلې، کابل کالنۍ او نورو هېوادنیو جریدو په وسیله ادب او ژبې ته ترقی ورکړی او جهان ته په یوه ابرومند ډول افغانستان وروپېژنی.

پښتو ټولنه په ١٣٣٣ لمریز کال

په ١٣٣٣ لمریز کال کې د پښتو ټولنې د وظیفو او اهدافو په باب نوی ګام پورته شو، د پښتو د درنو لیکوالو نه د ملی ژبې پښتو د پېشرفت، عصری کېدلو او علمی کېدلو په باب نظریې وغوښتلې او بیا د یوې غونډې په ترڅ کې د پښتو ټولنې تګلاره په ٥٦ مادو کې تجویز او ترتیب شوه، ددغې لایحې له مخې پښتو ټولنه د یوې علمی ادبی اکاډیمی په توګه جهان ته اعلان او د یوې جلا بودجې او ٢٩ افتخاری غړو درلودونکې شوه. دا وخت د پښتو ټولنې مرام او مقصد داسې وټاکل شو:

  1. پښتو ژبې او ادب ته ترقی ورکول.
  2. د پښتو ژبې علمی پانګه زیاتول، پښتو کې له خارجی ژبو څخه غوره علمی او ادبی آثار ژباړل او د هغه خپرول.
  3. د پښتو ادبی، تاریخی، کلتوری او نور قلمی او شفاهی آثار ټولول او خپرول، لکه زاړه دیوانونه، لنډۍ، متلونه، افسانې، فولکلور او نور.
  4. د پښتو ژبې د لغاتو او قواعدو تدوین، د ضرورت له مخې د نویو اصطلاحاتو او لغاتو وضع کول، ادبی او لغوی څېړنې او د پښتو په لسانی علومو پورې آثار لیکل او خپرول.
  5. د پښتو د ادبیاتو، د پښتو نومیالو د پېژندنې په باب خپرونې کول.
  6. په پښتو کې د لیکونکو روزل او تربیه کول او د پښتو لیکلو د یو ښه او متحد اسلوب رواجول.
  7. د پښتو موسیقی ته ترقی ورکول او د پښتو ډرامو جوړولو، ښودلو او فلمونو اخیستلو د پاره تبلیغ کول او زیار اېستل.
  8. د پښتو ژبې د دفتری کولو او په پښتو کې د لیک او لوست او تعلیم د عامولو له پاره زیار اېستل او هڅه کول.
  9. د پښتو د پرمختګ، ترقی او معرفی لپاره اخبار او راډیو کې خپرونې کول، کنفرانسونه جوړول، په خارجی ژبو د پښتو ادب خپرول خارجی علمی او ادبی ټولنو سره اړیکې ساتل.
  10. پښتو ټولنه به پورتنی مرام ته د رسېدلو له پاره کتابونه، وړې رسالې او نورې خپرونې کوی او د کابل مجله خپروی.

په ١٣٣٥ لمریز کال کې پښتو ټولنه د مطبوعاتو د مستقل ریاست څخه بېله او د پوهنې له وزارت سره وتړله شوه او همدا وخت و چې د پښتو ټولنې غړو ته د پوهنتون د استادانو غوندې علمی رتبې او امتیازی معاش ومنل شو او د پښتو ټولنې غړو ته د څېړونکی، څېړنیار، څېړنمل، څېړنوال، څېړندوی او څېړنپال شپږګونې علمی رتبې ورکړی شوې، پښتو ټولنې دا وخت له نړیوالو علمی موسسو سره اړیکې ټینګې کړې او علمی راشې درشې پیل شوې، له دې راوروسته هم پښتو ټولنې ځینې لوړې ځوړې ولیدې چې دلته یې څېړل اوږدیږی.

د پښتو ټولنې اداره او غړی

کله چې ادبی انجمن او پښتو انجمن سره یو شول او په پښتو ټولنه واوښتل نو د پښتو ټولنې لپاره نوی تشکیل جوړ شو، غړی یې زیات شول او د کارونو د چټکۍ لپاره لاندینی څلورګونې څانګې پکې جوړې شوې.

  1. د تالیف او ترجمې څانګه
  2. د ادبیاتو څانګه
  3. د نشریاتو څانګه
  4. د پښتو لغت، صرف و نحوې څانګه

دا وخت د پښتو ټولنې ریس د وخت د پوهنې وزیر وو. عموموی مدیر یې احمد علیخان درانی او عمومی مرستیال یې غلام جېلانی اعظمی وو.

د تالیف او ترجمې د څانګې کارکوونکی

د تالیف او ترجمې د ځانګې کارکوونکی پدې توګه وه.

  1. عبدالغفور خان (د انګلیسی ژبې ژباړونکی)
  2. عبدالباقی خان لطیفی
  3. احمد علی خان کهزاد
  4. یعقوب حسن خان
  5. عبدالواحد خان (د روسی ژبې ژباړونکی)
  6. اورادالدین خان (د عربی ژبې ژباړونکی)
  7. عبدالخالق خان

د ادبیاتو د څانګې کارکوونکی

د ادبیاتو د څانګې کارکوونکی پدې توګه وه.

  1. امین الله خان زمریالی
  2. سرور خان ګویا
  3. قاری عبدالله خان
  4. ملک الشعرا
  5. محمد قدیر خان ترکی
  6. محمد ګل خان نوری
  7. محمد سرور خان پویا

د نشریاتو د څانګې کارکوونکی

د نشریاتو د څانګې کارکوونکی پدې توګه وه.

  1. یار محمد خان
  2. میر عبدالواحد خان
  3. احمد الله خان کریمی
  4. عبدالصمد خان
  5. عبدالخالق خان اخلاص
  6. محمد اعظم خان ایازی
  7. سید قاسم
  8. محمد معصوم
  9. قیام الدین خادم

د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانګې کارکوونکی

د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانګې کارکوونکی پدې توګه وه.

  1. صالح محمد خان
  2. ګل پاچا خان الفت

د پښتو د لغت، صرف او نحوې د څانګې د دغو دوو کارکوونکو سره سره یو شمېر نور اداری کارکوونکی یې هم درلودل. په ١٣١٧ لمریز کال کې ددې لپاره چې پښتو ته ښه او بېړنی کار وشی د پښتو ټولنې ټول پښتو ژبې غړی د ژبې په مدیریت کې سره یوځای کړل شول، مدیر امین الله خان زمریالی وټاکل شو. انګرېزی مترجم ارجنداس کپور او اداری کاتب یې عبدالصمد خان و. دې مدیریت د تالیف او ترجمې او د لغاتو او قواعدو دوې څانګې درلودې چې دا کسان پکې وو.

  1. قیام الدین خادم
  2. ګل پاچا خان الفت
  3. اورادالدین خان
  4. محمد سرور خان ایازی
  5. عبدالخالق خان اخلاص
  6. محمد ګل خان نوری

چې په همدې کال یې د پښتو کلی ګانو د لیکلو او خپرولو وظیفه پیل کړه.

پښتو ټولنه د ١٣١٨ نه تر ١٣٥٢ کلونو پورې

د ١٣١٨ کال په ژمی کې چې د مطبوعاتو مستقل ریاست جوړ شو، او د پخوانی ادبی انجمن څانګې ددې ریاست جز شوی او ددې انجمن د ژبې مدیریت د پښتو ټولنې په لوی مدیریت واوښت لوی مدیر یې د مطبوعاتو مرستیال استاد عبدالحی حبیبی وټاکل شو او دا وخت یې تشکیلات پدې ډول وو

  1. د ژبې مدیریت
  2. د تالیف او ترجمې مدیریت
  3. د صحافت مدیریت
  4. د قواعدو د کورسونو د تفتیش مدیریت

دا وخت یې غړی پدې توګه وه

  1. ښاغلی زمریالی
  2. ښاغلی الفت
  3. ښاغلی بېنوا
  4. ښاغلی رښتین
  5. ښاغلی تره کی
  6. ښاغلی اوراد الدین
  7. ښاغلی ایازی
  8. ښاغلی نظامی

په ١٣١۹ کې د پښتو ټولنې کارونه تر پخوا پراخه شول. کابل راډیو لپاره یې پښتو مضامین تهیه کول او د کورسونو چارې یې په غاړه وې.
په ١٣٢۰ لمریز کال کې د پښتو ټولنې لوی مدیر ښاغلی عبدالرحمن وټاکل شو او معاونین یې ښاغلی محمد اعظم خان ایازی او ښاغلی امین الله زمریالی وو.
عمومی مبصر یې ګل پاچا خان الفت و ددې کال په چنګاښ میاشت کې د پښتو ټولنې تشکیل پراخ شو او دا لاندې مدیریتونه یې درلودل

  1. د پښتو آریانا دایره المعارف مدیریت
  2. د نقد او تبصرې مدیریت
  3. سیار مدیریت

په همدې توګه د پښتو ټولنې د کورسونو څانګه هم پراخه شوه، دا وخت د پښتو ټولنې د دایره المعارف مدیر میا حسین خان، د قواعدو مدیر صدیق الله رښتین، د لغاتو مدیر عبدالخالق خان اخلاص، د تالیف او ترجمې مدیر محمد ګل خان نوری او د صحافت مدیر عبدالرؤف بېنوا وو. پدې وخت کې د پښتو ټولنې نور غړی پدې توګه وه:

  1. اورادالدین
  2. مولوی شېرګل
  3. یار محمد نظامی
  4. سید صعود

د ١٣٢١ کال په پای کې بېرته استاد عبدالحی حبیبی د پښتو ټولنې مدیر وټاکل شو چې تر ١٣۲۴ کال پورې یې مدیر ؤ.
په ١٣٢٥ لمریز کال کې ښاغلی عبدالرؤف بېنواد پښتو ټولنې لوی مدیر وټاکل شو دا وخت د صحافت د څانګې مدیر یار محمد خان نظامی، د تالیف او ترجمې د مدیریت کفیل عزیزالرحمن خان سیفی، د قواعدو مدیر محمد شېرګل خان، د لغاتو د څانګې مدیر محمد ګل خان نوری، د محلی ژبو د څانګې مدیر عبدالقدوس خان پرهېز او د کورسونو مدیر عبدالغنی خان وو. د صحافت په څانګه کې سید بهاالحق خان هاشمی او نېک محمد خان فدایی د تالیف او ترجمې په څانګه کې محمد ابراهیم خان ثابت غلام احمد رحمانی، د قواعدو په څانګه کې عبدالواسع خان او د لغاتو په څانګه کې محمد رفیق خان قانع وو. په ١٣٣۰ لمریز کال کې ښاغلی
صدیق الله خان رښتین د پښتو ټولنې لوی مدیر وټاکل شو. دا وخت پښتو ټولنه د یوې اکېډمۍ په توګه ومنل شوه او د کار نوی پروګرام ورته جوړ شو. په ١٣٣١ کال کې له پښتو ټولنې څخه د زېری جریده بېرته خپره شوه په دې کال کې د پښتو ټولنې تشکیل په دې ډول و.

  1. لوی مدیر صدیق الله رښتین
  2. د تالیف او ترجمې مدیر عزیزالرحمن خان سیفی
  3. د پښتو دایره المعارف د څانګې مدیر محمد یونس خان مراد
  4. د دایره المعارف غړی حفیظ الله خان
  5. د زېری د جریدې چلوونکی عبدالله خان بختانی خدمتګار
  6. د زېری د جریدې غړی محمد دین ژواک
  7. د لغاتو د څانګې مدیر پاینده محمد خان روهیلی
  8. د لغاتو د څانګې غړی عبدالصمد خان
  9. د ادبیاتو د مدیریت کفیل محمد ابراهیم خان ثابت
  10. د ادبیاتو د مدیریت غړی شرف الدین خان
  11. د کابل د مجلې چلوونکی نور محمد خان پوونده
  12. د کابل د مجلې غړی عبدالرزاق خان زړور
  13. د کورسونو د مدیریت کفیل محمد ایوب خان مهمندی
  14. د تحریر او توزیع مدیر امان الله خان

د ١٣٣٥ لمریز کال په پیل کې د کار د ښه توب او له پوهنې وزارت سره د پښتو ټولنې د زیاتو اړیکو له مخې پښتو ټولنه د مطبوعاتو له ریاست څخه جلا او د پوهنې له وزارت سره وتړل شوه. دا وخت د پښتو ټولنې ریاست استاد الفت ته وسپارل شو او همدا وخت د پښتو ټولنې غړو ته علمی رتبې ورکړی شوی او د پوهنتون په سویه یوه موسسه شوه، له باندنیو علمی موسسو سره یې اړیکې ټینګې شوې او د سفرونو له لارې پښتو ټولنې د نړۍ علمی موسسو ته ور وپېژندله شوه. په ١٣٣۷ کال کې د پښتو ټولنې مرستیال عبدالشکور رشاد وو.
د ١٣۴٢ لمریز کال په چنګاښ کې یو ځل بیا پوهاند
صدیق الله رښتین د پښتوټولنې او ښاغلی عبدالله خدمتګار د پښتو ټولنې د مرستیال په توګه وټاکل شول. د کار د ښه توب لپاره د پخوانیو تشکیلاتو په ځای د فولکولور او ادب لوی مدیریت، د اجتماعی علومو لوی مدیریت او د خپرونو لوی مدیریت منځ ته راغلل او د تدریساتو لوی مدیریت په خپل نامه پاتې شو خو کارونه یې ښه او ګړندی شول.

د پښتو ټولنې له خوا ترسره شوی کارونه

پښتو ټولنې د خپل عمر په اوږدو کې ډېر خدمتونه ترسره کړی. ډېر آثار او خپرونې یې رامنځ ته کړی، ډېری ادبی او تعلیمی چارې یې پرمخ بېولی او ډېر کسان یې روزلی او رسولی دی.
د پښتو ټولنې له خوا ترسره شوی هغه اکاډیمیک کارونه چې مونږ دلته خبرې پرې کوو په لاندې بېلو بېلو برخو ووېشلای شو:

  • د کابل مجلې پرله پسې خپرول
  • د کابل کالنۍ خپرول
  • د کتابونو خپرول
  • د زېری د جریدې خپرول
  • د دایره المعارف خپرول
  • د هېواد د جریدې خپرول
  • د راز راز مشاعرو ترتیبول
  • د علمی سیمینارونه جوړول

سرچینې

  • د پښتو ټولنې په هکله دا لیکنه د ښاغلی حبیب الله رفیع د کتاب پښتو پالنې نه اخیستل شوې.

د خپراوی نیټه سه شنبه 1389/01/3    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()