شاعر: سعید

اُندُلــُس  وسوزیدو

دقــُر طــُبې دزر کلن تمدن ټول ویاړونه

د ( کورډووا ) لپاره لولپه شول

هلته مسجد نه طبیله جوړه ده

دلته لمبې په تفسیرونو  ګرځی

د ( ا ُموی صقرِ قریش ) په وطن

دټپوسانو خېل هجوم راوړی 

د ( اشبیلیې ) ( طلیطلې ) په جنتی کوڅو کې

دکلیسا ډنډه ماران لکه ایلچیان د دوزخ

د بدمرغۍ پیغام په لاس ګرځی

سپاره دتور وحشت په آس ګرځی

په محارمو باندې پاس  ګرځی

 . . . . . . . . . . . . . .

اندلس  وسوزیدو

د اروپا دمنځنو پیړیو

له درانه  خوبه  راویښ شوی وږی تږی  وحشیان

له مدنیته انتقام اخلی

دکاږه شوی عیسویت بچوړو

په تور صلیب باندې قسم خوړلی

چې د اندلس دمدنی ویښتابه

دساینسی نشأت  علمی ویښتابه

او د  اتو  پیړیو روڼ او مهذب ژوندانه

بدل به یو یو  له اسلام اخلی

. . . . . . . . . . . . . .

اندلس وسوزیدو

شین جنتی اندلس

دکلیسا دلیونو پاپانو

د ( انکوایزیشن ) په دوزخ کې سوزی

داندلس دغاړې سپین سمندر

د ډوبو شویو کتابو  او مخطوطو له رنګه

د تور صلیب په شانې تور واوښت

آسمانه  !

                       تاخو لیدل

څنګه دظلم ژرندې وچلیدې

د غیرتونو سنګسار

دعفتونو لوټمار

د ( غرناطې ) په لویشت لویشت

کوم یو وحشت وو چې ترسره نه شو

الحمرآء  !

                      یاد دی درته  . . .

چې د ( طارق ) دفدایانو وروستنی  نسل

د مرګ او بحر ترمینځ  ګیر پاته وو

. . . . . . . . . . . . . .

اندلس وسوزیدو

اندلس هغه دی لا هم سوزیږی

داندلس د بدن هره  خوا او هریو غړی

ددې وجود له سوزیدو سره لمبه لمبه شو

خو هلته لرې ( غرناطه  ) یې بولی

د ( الحمرآء ) ماڼۍ کې

یو له  بې حسه غوښو جوړ بنی آدم اوسیږی

( بو عبدالله )  یې نوم دی

ځان د اندلس دتخت واکدار بولی

خو لکه  زړه کې عاطفه نلری

چې د اندلس په وجود بل دڅو کلونو اور یې

یوه ذره هم   حس ونه  پاراوو

اولس د مور وطن  په ننګ د وینو سیند کې لامبی

خو د بادشاه په تن کې

دخپلې مور دپاکو پیو په ځای

دپردیو میو دخمار ډکې ویالې بهیږی

باچا  دشرم په غونډۍ ناست دی

باچا له ټولې بې ننګۍ څخه جامې کړې دی

خو دپلالې اور په درمند  ګډ شو

دادی  لمبې یې تر ماڼۍ راغلې

باچا دخوب تلتک په شا دژونداسرې اخیستی

په لومړی  وار  له  ( الحمرآء ) راووت

غواړی له مرګه ځان په تیښته خلاص کړی

دتخت واکدار شو  د رغو  مسافر

غواړی د ستر ( طارق ) د مرګ دتعهد له آبنا

 د ژوند لپاره واوړی

چیرته په لاره ، دکوم غره ، له هسک کنډو څخه یې

ناڅاپه شاته پام شو

ګوری چې ژړ  اندلس د سره  وحشت لمبو کې ایشی

په لومړی ځل یې زړګی څړیکه وکړه

ږلۍ ږلۍ اوښکې یې وڅڅېدې

دناخلفه زوی  باتوره  مورکۍ

داد پرون دهیرو شویو افسانو ملکه

دتاریخ جبر یې په خوله دسکوت مُهر  ایښی

ناڅاپه ولړزېده  واېشېده

د ناخلف  بچی ژړا یې احساسات لمبه کړل

په غرېو نیولی تندریز غږ یې پرې چیغه وکړه

( تمساحه !  غلی شه ، سونګټ  مه وهه !

چې نارینه وینې دې ورنکړلې . .

اوس زنانه  اوښکې پرې مه تویوه !! )

د خپراوی نیټه جمعه 1392/01/30    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()