16 August 2013 | خبرون


د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو د حکیم شجاعی د نا مسووله وسله والو په ملاتړ یو ځل بیا د خلکو په کورونو بریدونه کړی، کورونو ته یې اور اچولى، څو کسان یې وژلی او ١٥٠ نور یې ټپیان کړې دی.
ددې پېښې په غبرګون کې پرون شاوخوا شپږ زره کسانو لاریون کړى و او د خاص اروزګان د امنیه قوماندان، قاتل حیکم شجاعی او د هغه د ډلې د محاکمې غوښتنه یې کوله.
د سیمې خلکو سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې د چهار شنبې په ورځ د حکیم شجاعی کسانو چې د هغه دوه مرستیالان اسماعیل او جمالی هم ورسره وو، د خاص اروزګان ولسوالۍ په یوه کلی کې دوه کورونه او پنځه دوکانونه وسوځول، په یوه کور کې یو سپین ږیرى او دوه کوچنۍ نجونې چې یوه پنځه او بله درې کلنه وه سوځول شوی دی، چې سپین ږیرى او یوه نجلۍ مړه شوی او بله ماشومه نجلۍ څلورویشت ساعته وروسته د خلکو له لوری له خاورو را ایستل شوې چې لا هم د کوما په حالت کې ده.
د سیمی خلک وایی چې دغو کسانو پر وژلو او ټپی کولو سربېره په پراخه کچه چور او تالان هم کړى دى.
خلک همداراز وایی، چې تر دې مهاله دغو کسانو دوه سوه کسان ټپیان کړی، چې ١٥٠ په کې برسېرن ټپیان دی. د سیمې خلک او د اروزګان پخوانى سناتور محمد حنیف حنفی وایی چې تر دغه وحشت وروسته خلک نه دی پرېښودل شوی چې ټپیان روغتونونو ته ولیږدوی.
پرون خلکو لاریون کړى و، خو د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان د لاریون کوونکو مخه ونیوه او خپلو عسکرو ته یې د هغوى د ویشتلو امر کړى و، چې وروسته یې له ولسوال سره هم پر همدې موضوع لانجه رامنځ ته شوه.
خلک وایی چې لاریون په سوله ییز ډول تر مازدیګره روان و، او ښایی نن یې شمېره دوه چنده شی ځکه د لرې پرتو سیمو اوسېدونکی یا نه وو راغلی او یا هم سیمه ییزو پولیسو او دولتی چارواکو اجازه نه وه ورکړې.
ښاغلى حنیفی وایی، چې د اروزګان ولایت مقام سیمې ته تېره ورځ یو څلور کسیز پلاوى استولى و، چې په سیمه کې یې خلکو ته ویلی وو، دوى واک نه لری او دا موضوع په لوړ پوړو چارواکو پورې تړلې او تر څو یې هغوى حل نه کړی د دوى له وس څخه بهر ده.
د اروزګان د والی ویاند عبدالله همت منی چې په خاص اروزګان کې خلک د هغو عملیاتو په لړ کې وهل او ټکول شوی، چې د ملی او سیمه ییزو پولیسو له خوا ترسره شوی دی، خو وایی چې سیمې ته یې پلاوى لېږلى څو موضوع له نږدې وڅېړی او له څېړنې وروسته به مجرمین د قانون منګلو ته وسپارل شی.
ده سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، چې په دغو عملیاتو کې پر یادو پولیسو د کلی له منځ څخه ډزې شوې او هغوى ښایی په غبرګون پر کلی ډزې کړې وی، خو وایی چې په ټوله کې پېښه داسې نه ده، لکه څنګه چې په رسنیو کې تبلیغ کېږی او زیاتوی چې په شوی لاریون کې د وسله والو لاس دى.
خو د امینه قوماندانۍ ویاند فرید عایل وایی چې هېڅ داسې پېښه نه ده شوې. نوموړی سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې د سیمې خلک له طالبانو سره نږدې اړیکې لری او د هغوى په ګټه تبلیغات کوی. خو پخوانى سناتور او قومی مشر حنیف حنفی وایی چې ډېر ژر به ددې پېښې په اړه اسناد او تصویرونه رسنیو او چارواکو ته ورسوی.
دا نوې نه ده چې په دې ولسوالۍ کې خلک له یو جنایت کار نه سر ټکوی، کلونه کېږی همدا یو کس د دې ولسوالۍ خلک وژنی، کورونه یې لوټوی او نورې ناوړه کړنې ترسره کوی. په شجاعی تر ١٣٠ د زیاتو کسانو د وژلو تور دى او د کورنیو چارو وزارت یې د نیولو امر کال وړاندې صادر کړى، خو لا هم نه دى نیول شوى.



د خپراوی نیټه شنبه 1392/05/26    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()