دنجیمه حنیف یوه پښتنه سیاست واله وه چې دعوامی‌نېشنل ګوند له ډګره یې دپښتنی سیاست لپاره لیڅی‌رانغښتې وې . پر هغې باندی‌برید دنوموړې په کور کې چې دپېښور یوه امنیتی‌او ګران بیه سیمه ده . 

په پېښور کې دخبریال ډاټ کام همکار اجمیر خان وایی‌چې پر مېرمن نجیکه حنیف وسله وال برید دهغې په کور کې دشنبې په شپه تر سره شو، لوړمړنی معلومات ښیی چې پر آغلې حنیف یوه ګولۍ په سر کې لګېدلې ده او هغه یې ځای پر ځای وژلې ده . 

دحنیف کورنۍ له ورته بریدونو سره اشنا وه ، دعوامی نېشنل کوند به ډګره سیاست کولو کې لا له وړاندی دمېرمن حنیف خاوند «حنیف جدون» په له خپل یوه زوی او یوه ساتونکی‌سره په یوه ځانمرګی برید کې ژوند له لاسه ورکړ. 

حنیف جدون دوه کاله وړاندی‌په صوابۍ کې داختر په ورځ ووژل شو . 


خبریالان وایی نجیمه حنیف دسولی غوښتونکې بلل کېده او همېشه به یې دخبرو پرمهال دپاچاخان دفلسفې پلوی کوله او هڅه به یې داوه چې دوسله والو طالبانو سره ستونزه دخبرو له لاری حل شی . 

که څه هم دعوامی نېشنل ګوند له لوری په تېرو ټاکنو کې وژل شوې پښتنه سیاست واله دصوبایی اسمبلۍ لپاره کاندید وه ،خو دعوامی نېشنل ګوند دټولیزی انتخابی ماتې له کبله هغې هم ونه ګټله . 

په لویه کې په پښتنی سیمو کې ښځی سیاست والی ډېری لږ دی‌،خو که چېرته ځینی‌یې دسیاست ډګر ته راووزی‌نو هغوی په ورته وژنو وژل کېږی او یا ګواښنې ورته کېږی . 

که څه هم په پېښور کې تېره شپه دوژل شوې پښتنې سیاست والی قضیه لا هم دقیقه نه ده معلومه ، خو په ټوله کې په روانه جګړه کې په تېرو پنځو کلونو کې دعوامی نېشنل ګوند شاوخوا پنځه سوه (۵۰۰) سیاسی کارکوونکی او مشران وژل شوی‌دی .‌

د خپراوی نیټه شنبه 1392/05/26    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()