حاجی میرویس هوتک د افغانستان بنسټګر
Mirwais-Hotak.jpeg 
نوم حاجی میرویس نیکه
زېږېدنه ١٦٧٣ ز.پ / ١٠٨٤ هـ ق
کندهار

میرویس خان هوتک په ١٠٨٤ هـ ق یا ١٦٧٣م کال کی زېږېدلئ دئ . پلار یې ښالم خان نومېدئ چی د هوتکو د قوم یو منلئ مشر وو . مور یې نازو انا وه چی په پښتونولی یې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه .

میرویس خان په زلمیتوب کی د وخت زیاتره مروجه علوم لوستی وه او وروسته په سوداګری بوخت وو . له خوراسانه به یې مالونه هندوستان او د هغه ځایه به یې هیواد ته راوړل ، ګټه به یې هم کوله او د نورو خلکو د حاله به هم خبرېده .

کله چی صفوی شاه حسین په ١١٠٦ هـ ق یا ١٦٤٩ م کی په ایران کی پاچا سو نو ګورګین یې چی په اصل کی ګورجی وو او اوس نوی مسلمان سوئ وو، کندهار ته د خپل حکومت د نماینده په توګه را ولېږه . ګورګین چی ډېر ظالم او بې رحمه سړی وو پر افغانانو یې ظلمونه پیل کړه . هیڅ څوک نه وو چی د دې بېګنا خلکو ناره دی واوری . د خلکو ږغ تر هیڅ ځایه نه رسېدئ او ډېر افغانی مشران د ګورګین له خوا ووژل سوه . نو د خلکو د امید سترګی یوازاې او یوازی میرویس خان ته وې . هغه وو چی د هغه څخه یې غوښتنه وکړه .

میرویس خان هم د خلکو او هیواد خدمت تر هرڅه ښه و باله ، سووداګری یې پرېښوده او د هیواد خدمت ته یې ملا و تړله . لومړی یې د خلکو تر منځ ملی یو والی مینځ ته راووست او بیا یې ګورګین ته ځان نژدې کړ څو په لږه موده کی د هغه د باوری کسانو د جملې څخه سو . د دې لاری یې و کولای سوای چی ځان د اصفهان دربار ته و رسوی ، هلته به حالات ځانته معلوم کړی او په خپله ګټه به ور ځنی کار واخلی . ده په لږ وخت کی د اصفهان په دربار کی دومره نفوذ وکړ چی د هغه ځایه یې ځان د ګورګین په دربار کی د پښتنو د قومونو د مشر په توګه مقرر کړ . اوس یې نو د خلکو د یووالی د پاره کار پیل کړ او د ګورګین د له منځه وړو په کار بوخت سو . پدې وخت کی ګورګین ځان په خطر کی و لیدئ او میرویس خان یې بندی د اصفهان دربار ته واستاوه او دربار ته یې ولیکل چی دی په بند کی و ساتی .

د میرویس خان پوهی او قوی منطق نه یوازې ډېر ژر دی له بنده خلاص کړ بلکی په ډېره درناوی یې حج ته د تلو اجازه هم ورکړه . تر حج وروسته بیرته د اصفهان دربار ته راغئ او د هغه ځایه یې ګورګین ته د مشورې ورکوونکی په توګه د مقررئ رسمی فرمان واخیست او کندهار ته راغئ . ګورګین په دې کار ډېر وارخطا سو او د میرویس خان څخه یې وغوښتل چی خپله لور د ګورګین زوی ته په نکاح کړی . میرویس خان دا خبره د قوم مشرانو ته وړاندی کړه . مشرانو پرېکړه و کړه چی یوه بله ښځه به د میرویس خان د لور په نامه ورکړی او هغه به دغه راز ساتی . دا کار و سو او میر ویس خان څه نور هم د ګورګین دربار ته لار وموندله .

د ملی پاڅون لپاره یې یوه جرګه جوړه کړه او پرېکړه یې وکړه چی لوړی دی د بلوڅو ، ترینو او کاکړو خانان دې ته وهڅول سی ، چی صفوی حکومت ته د مالیې ور کولو څخه ډډه و کړی هغو همداسی وکړه . ګورګین خپل شپږزره کسیږ لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه ، پخپله هم ورپسې رهی سو او د میرویس خان څخه یې هم وغوښتل ، چی هلته ورسی . میرویس خان هم د اوو زرو پښتنو عسکرو سره هلته ځان ور ورساوه . د شپې یې پر ګورګین حمله وکړه ، هغه او د هغه ټول کنډک یې له منځه یوړه . پخپله یې د ګورګین کالی واغوستل او د هغه د وژل سو پوځیانو کالی په خپلو پوځیانو واغوستل او د کندهار پر لور رارهی سول . هلته یې د ګورګین پاته پوځ له منځه یووړ ، هیواد یې د بېګانوو له لاسه خلاص کړ او د یوه خپلواک اولسی حکومت بنسټ یې کښېښود.

د خپراوی نیټه سه شنبه 1389/01/3    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()