سر چینه : د بی بی سی رادیو پښتو څانګه

ولی عبد الله د (۱۹٦٤) کل د فبورې په پنځمه نیټه دکابل ښار په یوه روشن فکره کورنۍ کې زېږېدلی دی. په خټه ستانکزی او اصلا د لوګر ولایت مرکز (پل علم) د موسی کلا اوسېدونکی دی. زده کړې یې له جومات څخه راپیل او د قاری عبد الله په لومړنۍ ښوونځی کې شامل او بیا د لېسانس تر کچې رسولې دی. لا د نهم ټولګی زده کوونکی وو ، چې د زده کړو تر څنګ یې د رادیو افغانستان د هنر او ادبیاتو له اداره سره کار پیل کړ.


ولی عبد الله د زده کړو له پای ته رسولو وروسته د څارندوی په لیکو کې د عسکرۍ سپېڅلې دندې ته لاړ، چې وروسته بیا په (۱۹۸۸) د افغانستان د راډیو او تلویزیون د اطلاعاتو په اداره کې د خبریال په توګه دنده پیل کړه، ډېر ژر د پښتو اخبار مرستیال او وروسته یې د پښتو خبری سروېس د مسول په توګه دنده ترسره کوله. ولی عبد الله په تلویزیون کې د خپلې څلور کلنې مودې کار په ترڅ کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د تلوزیون لپاه خبری راپورونه او مرکې برابرې کړې دی، او په همدې موده کې یې له هېواد څخه بهر تاجکستان، روسیې، ایرلنډ، نیویارک او کیوبا ته رسمی سفرونه کړی دی.

ولی عبدالله په ۱۹۹۲ کال کې د مهاجرت لار ونیوله او دوه کاله یې په مسکو کې د افغانی کډوالو په اداره کې کار وکړ. په ۱۹۹۴ کال کې لندن ته واوښت، او په ۱۹۹۷ کال کې یې د بی بی سی د هنری، ادبی او تفریحی پروګرامونو په برخه کې د خپل کاری ژوندانه بله پاڼه پرانیستله، او تر ننه پورې یې د (ملغلرو امېل)، (خبرې او سندرې)، (که زه ستا پر ځای وی)، (پنجشنبه له اورېدوکو سره) او د (اوومې سټوډیو) پروګرامونه پر مخ بېولی دی، چې دا دی اوس یو ځل بیا د خپل ژوندانه له یو بل امتحان سره مخامخ دی.

ولی عبد الله وایی چې له ژورنالېزم، سیاست اوادبیاتو سره بې کچې مینه لرم.

ولی عبد الله شعر لیکی، په الهامی شعرنو اعتقاد لری، د غزل، څلوریزې او سپین شعر له فورمونو سره ډېره مینه لری.

د خپراوی نیټه چهارشنبه 1389/01/18    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()