د ویکیپدیا له پوهنغند څخه اخیستل شوی ده

رفیع الله ستانکزى د لوګر ولایت د محمدآغې په ولسوالۍ کې د مغل خېلو په کلی کې د انجینر محمد جمیل په کور کې سترګې پرانیستې دی، چې په دغه مهال کې افغانستان پرته له جنګه بل څه نه پیژانده.

زده کړې

د دوی کورنۍ هم د مهاجرینو د اوږدې لړۍ یوه کړۍ شوه او ښاغلی ستانګزی خپل ښونیز ژوند په پاکستان کې پیل کړ او په کال ۱۳۸۱ لمریز کې د پېښور د محمدیې عالی لېسې څخه په ډېره ښه درجه فارغ شو، او د لوړو زده کړو لپاره یې د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی د پښتو په څانګه کې خپلې زده کړې پیل کړې، چې په ۱۳۸۵ ل. کال کې د همدغې پوهنځی څخه په لومړی درجه فارغ شو.

پښتو ادب کې ونډه

 شعر او شاعرۍ سره له پخوا مینه لری، کابو ډېر شعرونه یې ویلی دی، خو اوس مهال یې خپله ټوله پاملرنه څېړنې ته کړې او خپلې لومړنې بریاوې یې هم تر لاسه کړی دی.

دښاغلی ستانګزی کوم اثر په ځانګړې توګه نه دی چاپ شو، خو د بېلابېلو مجلو او پاڼو څخه یې خپلې لیکنې د هېواد والو سره شریکې کړی دی.

چاپ شوی آثار

  1. د ژباړې فن

قران او تخنیک د ذهنی پیاوړتیا لپاره اړینې لارښوونې

ناچاپه آثار

  1. د عبدالحمید مومند په اشعارو کې د ماهیت په لحاظ تشبیه

او د ادبی فنونو سره د مینې لرلو له کبله یې بېلابېلې لیکنې کړی دی، چې تر اوسه د چاپ په ګاڼه نه دی پسولل شوی.

د دې ترڅنګ یې په ډېرو علمی سیمینارونو کې هم ګډون کړی دی، چې یو له هغو څخه د ښوونې او روزنې د پوهنتون علمی سیمینار دی، چې (په پښتو ادب کې ژباړه او اړتیا) تر سرلیک لاندې یې خپل سیمینار جوړ او وړاندې کړ، چې وروسته بیا د پوهنتون او څانګې د ښوونکو له خوا د ستاینې وړ وبلل شو او د لوړو زده کړو د وزارت له خوا په ستاینلیک ولمانځل شو.

د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د مشاعرې بنسټګر او د نورو فرهنګی کړیو سره په ادبی بنډارونو او ناستو کې هم برخه اخلی.

د ژورنالېستانو د ټولنې غړی او دم ګړۍ د اکسور سروې په نامه دفتر کې دنده ترسره کوی.

دشعر بېلګه

غزل
تا چې مخ له مانه پټ ماته دې شاکړه
په زړګی دې راته بله لمبه بیا کړه
چې رقیب ته دې خبرو کې لاس ورکړ
په سیندونو دې لاهو ارزو زما کړه
زه خو تل دا ستا دمینې خریدار وم
خو تا تل له پاره لار مانه جدا کړه
ستا په در کې به تر هغه وخته ژاړم
تر هغې چې دې قبول زما رضا کړه
ما خو نه کړله جفا، جفا خو تا کړه
ستانګزیه تا خو مینه په رښتیا کړه

د خپراوی نیټه چهارشنبه 1389/01/18    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()