خوشاله یو او ویاړو چې ددې زیری درکوو ، له نیکه مرغه دا ځل پښتو نړیوال کنفرانس د افغان کلتوری ټولنو د جرګې له خوا په کابل کې د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په ۸ او ۹ مه ( د ۱۳۸۸ د تلې په ۱۶ او ۱۷ مه ) جوړېږی، چې په پېښور اوکوټه کې د پښتو نړیوالو کنفرانسونو د لړۍ یوه بله کړۍ ده. تېرو پښتو نړیوالو کنفرانسونو د پښتو د ودې اوپرمختګ او پښتنو دروښانتیا په برخه کې دپام وړ ونډه درلودلې ده، چې ښایی له رابلونکو او ګډونوالو یې مننه وشی .

خو دا ځل به د پښتو نړیوال کنفرانس په بیله بڼه د پښتنو پر بنسټیزو ستونزو غور وکړی او دا به وڅېړی چې ولې نن سبا پښتانه له دومره ډېرو ناخوالو او ربړو سره مخامخ دی. په دې کنفرانس کې هڅه کېږی چې د نړۍ له ټولو پښتون میشته سیمو څخه پوهان، څېړونکی او د نظر خاوندان ګډون وکړی.

کومې ستونزې :

د تاریخ له اوږدو یې راونیسه تر همدې وروستیو لسیزو پورې، په تېره بیا تېر څو کلونه دغه ولس له جګړې، بې وزلۍ، کلتوری ستونزو او محرومیتونو څخه ځورېږی، موږ لږ ځله په ګډه پردې فکر او کار کړی چې دا ولې؟

په دې کنفرانس کې به ددغو ستونزو پرلاندینیو کلتوری او ټولنیزو اړخونو بحث وشی:

 

۱ـ د پوهنې ( ښوونې – روزنې) کمزورتیا :

 

ګڼ پښتانه په تېره بیا پښتنې د لاندې لاملونو له کبله له ښوونې- روزنې څخه محروم دی.

-         د پوهنې مرکزونه ( ښوونځی او پوهنځی) لږ دی

-         په خپله مورنۍ ژبه دزده کړې شرایط نه لرو

-         ښوونکی لږ دی یا یې د ګڼو هغو علمی سویه ټېټه ده او د ژوند لازم امکانات نه لری.

-         واحد او پرمختللی درسی نصاب ، کتابونه او درسی مواد نشته.

-         د پوهنې پر بنسټ په ژوند کې د ښه بدلون هیله کمزورې ده.

-         ولس له پوهنې څخه محروم ساتل شوی، ځکه له ګټو یې ډېر نه دی خبر او یا هم د ناسمو شرایطو له امله یې له ګټو څخه ناهیلی دی.

-         له دینی علماوو سره سمه هماهنګی نه ده رامنځ ته شوې چې د پوهنې ارزښت خلکو ته وروپېژنی او د اسلام  دسپڅلې دین له ارشاداتو سره سم ولس زده کړې ته وهڅوی.

-         دنجونو د زدکړو پر وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دی اوکله خو یې موږ په خپله مخه نیسو.

-          یوازینی ولس یو چې ښوونځی مو سیزل کیږی . یا یې د نورو له خوا د سوزولو مخه نه نیسو او یا یې نه شو نیولای.

 

 ۲ـ کلتوری – دودیزې ستونزې :

 

زموږ په ولس کې د ځینو ټولنیزو عادتونو اوناخوالو پرله پسې تکرار ورو ورو د دود دستور برخه ګرځیدلې ده چې زموږ ملی هویت، ټولنیز ژوند او بشری ارزښتونه ورانوی اوموږ له ګڼو ستونزو سره مخامخوی لکه :

-         خشونت اوتاوتریخوالی، پر جګړه مارۍ بې ځایه ویاړ، خپلوژنه، د پوهاوی او زغم پر ځای زور او تشدد ته مخه کول.

-         د ښځو له روا او مشروع حقونو څخه سترګې پټول : په بدو کې ورکول، په زوره ودول ،د پیسو پر وړاندې ودول، لږ عمره نجونې ودول، له میراثه محرومول په ټېټه سترګه ورته کتل او لنډه یې دا چې : ښځه یا د کور ده یا د ګور!

-         سود، ګروی او یوازې په دودیزه او وروسته پاتې بڼه پر کرهڼې تکیه، چې ترڅنګ یې د کسب، مهارتونو، کار  او ګټې وټې خپلول نه غواړو.

-         مدنی ارزښتونه نه منل، یوازې پر خپلو دودیزو نالیکل شویو قوانینو تکیه او د مدنی قوانینو نشت. له ښاری او مدنی ژوند څخه ګوښه توب.

-          په پخوانیو ویاړونو پورې نښتل او دجنګ جګړو د اتلانو ډېر یادول ،چې په وړاندې یې له تاریخه د سمې تجربې نه زده کول او د راتلونکې لپاره د پلان او پروګرام نشتوالی یوه ستونزه ده.

 

۳ـ د پښتو ژبې د ودې او پرمختیا پر وړاندې پرتی ستونزې او خنډونه :

پښتو په دې سیمه کې د یوه ستر ولس ژبه ده خو لا هم په دفتر – دیوان – دربار- ښوونځی، سوداګرۍ، رسنیو او تکنالوژۍ کې خپل لازم ځای نه لری او لا هم په دې برخو کې یوه محرومه ژبه ده،  څنګه باید د دغې ژبې حق پر ځای شی؟

-         په دولتی چارو کې

-         په زده کړه کې

-         په رسنیو کې

-         په عامه چارو، سوداګرۍ او ټکنالوژۍ کې.

-          

۴ـ د ټولو پښتنو د ویښتیا – روښانتیا او پرمختیا لپاره نړیوال جال او بدنه :

یا به یو کېږو ګنی ورکېږو!

پښتانه ښایی یو له هغو ولسونو څخه وی چې په نړۍ کې د کاروبار او ښه ژوند په لټه سره خواره واره شوی، له نیکه مرغه یو شمېر یې د ښو امکاناتو، پوهې او مسلکونو خاوندان دی خو له بده مرغه دهمدغو شمېر ګڼ عزیزان دلته او هلته له ډوډۍ، پوهنې او پرمختګ څخه محروم دی د ټولو پښتنو له ګټې وټې څخه ټولو پښتنو ته د ګټې رسولو لاره چاره باید وپلټل شی. دنړیوالو مرستندیه صندوقونو له جوړولو را نیولې تر نړیوالو پوهنتونونو منظمو ښوونځیو، فرهنګی مرکزونو، معتبرو رسنیو او د هماهنګۍ تر بنسټونو پورې دا کار شونی دی.

موږ پښتانه څنګه کولای شو له خپلو ظرفیتونو څخه سمه ګټه واخلو او دیوه اړیکتیایی اوهمغږه کوونکی سیستم خاوندان شو؟

دا ممکنه ده!

 

پښتو نړیوال کنفرانس به دا هر څه څنګه ترسره کړی؟

داځل به د دود شویو غونډو په څېر تیوریکې او تاریخی مقالې او یوازې سرټکونې نه وی. بلکې تر پرانیستونکې غونډې وروسته به د هرې موضوع لپاره یوه کاری ډله ( ورکشاپ) جوړېږی چې د تخصص، علاقمندۍ او کاریتوب پر بنسټ به یې ګډونوال سره ویشل کېږی.

په دې ورکشاپونو کې به :

لومړی: د ستونزې عوامل څېړل کېږی

دویم :  د حل لارې به یې پلټل کېږی

درېیم : دحل لارو د عملی کولو لپاره به میکانیزمونه، مهالویشونه او لارې چارې را منځ ته کېږی.

هر ورکشاپ  به یو چلوونکی او یو منشی ولری. چې د غونډې په پېل کې د یوې جلا لارښودې وینا په ترڅ کې د هر یو مکلفیت او کار دود ورپېژندل کېږی.

کلکه ژمنه به دا وی چې له غونډې څخه ترلاسه شوې پایلې عملی شی، داسې بنسټونه رامنځ ته شی چې د حل لارو عملی کېدل وڅاری او د را روانې پروسې امکانات ومومی.

 
 

د خپراوی نیټه یکشنبه 1389/01/22    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()