د ۱۳۸۸ لمریز كال د تلې ۱۷مه، د ۲۰۰۹م كال د اكتوبر ۹مه نېټه
كابل- افغانستان

     د پښتو نړیوالو كنفرانسونو په لړ كې د ۱۳۸۸ل كال د تلې له ۱۶-۱۷ مې نېټې پورې، چې د ۲۰۰۹م كال د اكتوبر له ۸- ۹ نېټې سره سمون خوری، د كابل ښار د لویې جرګې په تاریخی خېمه كې دوه ورځنى پښتو نړیوال كنفرانس جوړ شو. دا كنفرانس چې د افغان كلتوری ټولنو جرګې په بلنه او نوښت رابلل شوى و، د افغانستان، پښتونخوا، عربی نړۍ، هندوستان، اروپا، كاناډا او د نړۍ له نورو هېوادونو څخه په سوونو پوهانو، لیكوالو، ژورنالیستانو، د فكر او قلم خاوندانو، د افغانستان د دولت لوړ پوړو چارواكو او د مدنی او كلتوری ټولنو استازو په كې ګډون كړى و. ددې كنفرانس موخه دا وه چې د پښتو ژبې او پښتنو پر وړاندې پرتې ستونزې تشخیص، عوامل یې په ګوته او حل لارې یې ورته پیدا كړی. د كنفرانس برخوالو په څلورو بېلابېلو كاری كمېټو كې د خپل دوه ورځنی كار په لړ كې د پښتنو كلتوری، تعلیمی، ټولنیزې او نورې ستونزې په هر اړخیز ډول وڅېړلې، عوامل یې راوسپړل  او حل لارې یې په ګوته او ګډې پرېكړې یې وكړې. د پښتو نړیوال كنفرانس برخوالو د خپل كار په پاى كې په متفق ډول دغه لاندې پرېكړه لیك صادر كړ:

۱- ژبه د هر انسان خدایی، طبیعی، بنیادی او قانونی حق دى، پښتانه هم لكه د نړۍ د نورو وګړو په شان دا حق لری چې خپل دا حقوق یې خوندی وی او ګټه ورڅخه پورته كړی. د افغانستان او پاكستان حكومتونو څخه غوښتنه كېږی، چې په ژبنۍ برخه كې خپل مكلفیتونه او مسولیتونه درك كړی، د پښتو ژبې پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه یوسی او د هغې د ودې لپاره هلې ځلې وكړی.

۲- فرهنګی ټولنې، علمی مركزونه، مدنی ټولنې او نورې اړونده ادارې باید په خپل منځ كې همغږې شی او د پښتو ژبې د ودې لپاره هاند و هڅې وكړی.

۳- د روحانیت، روښنفكرۍ او قومی بنسټونو له مخكښانو څخه هیله كېږی، چې په خپل یووالی او پیوستون سره د پښتو ژبې او پښتنو پر وړاندې د پرتو ستونزو په له منځه وړلو كې یو بل سره مرستې وكړی.

۴- له اړوندو علمی او اكاډمیكو مركزونو څخه غوښتنه كېږی، چې د پښتو لیكدود د لا یووالی او كره والی په خاطر دې د پخوانیو مهمو ګډو پرېكړو په دوام خپلې هڅې نورې هم پسې وغځوی او په دې برخه كې دې د هر ډول ګډوډۍ مخه ونیسی.

۵- د پښتو ژبې د ودې لپاره دې، د لیكوالو، كلتوری ټولنو، علمی مركزونو او نورو فعالینو ترمنځ دې د همغږۍ یوه نړیواله ارتباطی شبكه جوړه شی.

۶- د فرهنګی فعالیتونو او چارو د ښه سمبالښت لپاره باید د پښتنی فرهنګ حوزې تشخیص او د هرې حوزې د خصوصیاتو په پام كې نیولو سره دې هلته د ژبې او فرهنګ د ودې لپاره مناسب مكانیزم جوړ شی.

۷- ټول اړوند ارګانونه باید د پښتو لیكوالو، قانونی، مادی، معنوی او حقوقی ملاتړ وكړی او د هغوى د كارونو پر وړاندې دې ټول ناقانونه خنډونه له منځه یوسی.

۸- دولتونه او نور اړوند ارګانونه باید د پښتو ژبې د ودې لپاره د علمی كدرونو د روزنې لپاره هلې ځلې وكړی او داسې اسانتیاوې دې برابرې كړی، چې پښتانه هم لكه د نورو په شان د خپل فرهنګ او ژبې د ودې لپاره د وخت له عصری او تخنیكی امكاناتو څخه ګټه پورته كړی.

۹- د افغانستان دولت باید د افغانستان د اساسی قانون له احكامو سره سم په تعلیمی، تحصیلی، سیاسی او دفتری ډګر كې د پښتو ژبې تسجیل شوى حق عملی او د پاكستان مركزی او صوبایی حكومتونه باید په تعلیمی نصاب او دفتری چارو كې د پښتو ژبې حقوق خوندی او عملی كړی او ټول هغه خنډونه له منځه یوسی چې تراوسه پورې د پښتو د ودې پر وړاندې پراته دی.

۱۰- د كنفرانس برخوال له ټولو هغو عناصرو  څخه، چې ښوونځی سوزوی او پښتانه ماشومان د زده كړې له نعمته بې برخې كوی، په ټینګه غوښتنه كوی، چې ژر تر ژره له خپل دې عمل څخه لاس واخلی، هېڅ عقیده او هېڅ ایډیالوژی دا عمل نه شی توجیه كولاى. د افغانستان او پاكستان حكومتونه اونړیواله ټولنه باید له هرې ممكنې لارې چې وی، د پښتنو ماشومانو دا حیاتی حق خوندی كړی.

۱۱- د ولس له مخورو، استازو، روحانیونو، حكومتونو، مدنی ټولنو، علمی او كلتوری مركزونو څخه غوښتنه كېږی، چې له عام پښتون ولس سره د ځینو هغو كلتوری ستونزو او ناوړه رواجونو په له منځه وړلو كې مرسته وكړی، چې د دوى ژوند یې له ستونزو او كړاوونو سره مخ كړى دى.

۱۲- له ټولو اړوندو ارګانونو څخه غوښتنه كېږی، چې د پښتو رسنیو د ودې لپاره هلې ځلې وكړی. رسنۍ باید د پښتنو د ژوند او كلتور حقیقی تصویر او پیغام نړۍ ته وړاندې كړی.

۱۳- د پښتنو د ژوند او پښتو ژبې د ودې د څېړنو په موخه د پښتو نړیوالو كنفرانسونو دا پیل شوې لړۍ ډېره موثره ده، باید وخت پر وخت دا ډول كنفرانسونه جوړ شی او لږ تر لږه دې په كال كې یو ځل پښتو نړیوال كنفرانس دایر شی.

۱۴- ددې كنفرانس په څلورګونو كمېټو كې شوې پرېكړې ددې عمومی پرېكړه لیك برخه ګڼل كېږی او د كنفرانس د برخوالو د نظریاتو څرګندونه كوی. او له اړوند دولتی، نادولتی  ادارو او ولسونو څخه غوښتنه كېږی، چې په خپله خپله برخه كې ددې كنفرانس د پرېكړو په عملی كولو كې ونډه واخلی.

دا پرېكړه لیك به د كنفرانس د یوه رسمی سند په توګه ټولو اړوندو ارګانونو ته لېږل كېږی او رسنیو كې به خپرېږی.

د خپراوی نیټه یکشنبه 1389/01/22    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()