ډاکټر سرلوڅ مرادزئ

 په ټول افغان سایټ کې د ښاغلی عبدالهادی حیران دې خبر « پنجشنبې په ورځ سهار وختی نژدې پنځه بجې پېښور سره نژدې دهزارخانۍ په سیمه کې د رحمان بابا په مزار کې دننه یوه چاودنه وشوه چې له امله یې د پښتو د صوفی او د ټولو پښتنو د محبوب شاعر رحمان بابا قبر ویجاړ شو. » نه یوازې زه پخپلو ټولو حواسو ولړزولم بلکې پوخ باور لرم چې په دې خبر به د هر پښتون د زړه ولې او ریښې همداسې لړزېدلی وی !
رحمان بابا د هر پښتون د زړه د کور شاعر دئ . په پښتنو کې به هیڅ داسې کور نه وی چې د رحمان بابا د شعرونو دیوان دې په کې نه وی . د رحمان بابا شعرونه پښتانه لکه متلونه پخپل ورځنی ژوند کې کاروی .
د رحمان بابا د شعر د هسکتوب په اړه مونټ ستورات الفنستون انګریزی لیکوال او تاریخپوه د کابل د سلطنت په بیان نومی کتاب کې لیکی : « رحمان د پښتو خورا نامتو او وتلئ شاعر دئ چې شعرونه یی د قصیدو په چوکاټ کې لکه د فارسې د قصیدو غوندې ویل شوی دی . په هغو قصیدو کې چې ما ته بیان شوی دی ، ما په کې څه کمی نه دئ لېدلې او کوم شهرت چې د هغه په دې برخه کې نصیب شوئ ، نه شی ویل کېدلئ چې دئ یی مستحق نه دئ . خو د فارسی ډېرې قصیدې داسې دی چې یوه بل ته نه ده ورته ، په دې کې حتی د حافظ ښکلی شعورونه او تعبېرونه داسې په یوه ټولګه کې سره ورک شوی چې له دویمې درجې هم ټیټ ارزښت لری »
د پښتنو یو ستر شاعر پیر محمد کاکړ بیا د رحمان بابا په اړه پخپل یو شعر کې داسې وایی :
« جوړ په شعر کې رحمان غیب السان دئ **** نشته ده غوندې هرګز د انسان شعر »
خو د رحمان بابا همدغه د پښتنو په کور دننه او نړیوال شهرت دئ چې دو ښمن د هغه مزار په نښه کوی .
دا ګوزار د پښتنو پر تاریخ ، د پښتنو پر هویت او د پښتنو په شتون ګوزار دئ !
په دې ګوزار سره دوښمن د پښتنو ژبه ، کلتور ، ادب او روایات ټول په نښه کړی دی !
په دې ګوزار سره دوښمن غواړی دا وښۍ چې په هیڅ شان سره په دې سیمه کې د پښتنو پریښودونکئ نه دئ ! دا ګوزار پښتنو سره د دوښمن د زړه د تل دوښمنی ښکاره کوی .
دا چې هره ورځ د ډیورند د تپلې کرښې دواړه غاړو ته په سلګونو پښتانه وژل کیږی . د پښتنو قومی مشران ، سپین ږیری ، ډاکټران ، ښوونکی ، استادان ، انجینران بې پته کیږې ، تښتول کیږی ، وهل کیږی او وژل کیږی . ښوونځی ، پلونه ، سړکونه او د ولسې ښېګڼې نورې ودانۍ مو ویجاړیږی او په بمونو الوځول کیږی . د هېواد د لوڼو پر مخونو مو تیزابونه پاشل کیږی او بې پته کیږی . د پښتنو د سپکاوی او د تاریخ د لوټاوی ډول ډول توطیی او دسیسی پکار اچول کیږی . د ټولو پښتنو یوه ټولوژنه روانه ده ، خو له دې ټولو سره سره د دوښمن زړه لا پر پښتنو یخ نه دئ او اوس یی د نیکونو او باباګانو د مزارونو پر ورانولو او ویجاړولو پسې مټې رابډوهلی دی !
د دوښمن ددغه غلچکی برید څخه داسې ښکاری چې ، د رحمان بابا پر مزار ګوزار به ، زموږ په زیارتونو او د میړنیو پر هدیرو روستئ یرغل نه وی ، کېدلئ شی له دې روسته دوی زموږ د نورو باباګانو ، اتلانو ، غازیانو او شهیدانو مزارونه په نښه کړی .
د رحمان بابا له مزار روسته زه ، د افغانانو د سترټولواک احمدشابابا، میرویس نیکه ، خوشحال بابا ، د افغانستان د خپلواکۍ ګټندوی غازی امان الله خان ، فخر افغان پاچاخان او ډېرو نورو میړنیو پر مزارونو د ورته بریدونو او یرغلونو څخه اندیښمن یم .
ځکه دا برید ښۍ چې دوښمن موږ پښتنو ته ښه کلک او ټینګ سنګر نېولئ دئ .
که پښتانه اوس هم خپل دوښمن نه پېژنی او له دې روسته هم د هرې پېښې پر وړاندې بې توپیره پاتې کیږی ، نو ډېر ژر به د یوه ملت او هېواد به یی د افغانستان او لروبر پښتون په نوم د نړۍ پر مخ ورک شی !
د رحمان بابا پر مزار د دوښمن له برید روسته ، زه لومړئ پر ځان او بیا پر ټولو پښتنو د ارامتیا شپې او ورځې حرامې بولم . ټول باید بېله توپېره ، بېله دې چې څوک څوک وو او دئ ، د پښتون په نوم سره راټول شو .
ووینۍ دوښمن ټول پښتانه بېله دې چې څوک څوک دئ او څه کوی په نښه کړی دی .
دوښمن د پښتنو تاریخ ، ژبه ، کلتور ، هدیره ، باباګان اونیکونه ټول په نښه کړی دی .
دوښمن هوډ نېولئ چې موږ پښتنو څخه هم ماضی اخلی ، هم وسمهال را څخه اخلی او اینده مو هم د یوه ملت او هېواد په بڼه نه پریږدی !
په پای کې ددې څو خبرو عرض کوم :
ـــ افغان دولت او د کوزې پښتونخوا ایالتی حکومت دې په صفا ټکو کې د رحمان بابا پر مزار دا غلچکئ برید وغندئ !
افغان دولت دې د پاکستان پر دولت د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له لارې زوره واچوی چې د پېښې عاملین څونه چې ژر کېدئ شی پیدا او په وړ سزا ورسوی !
ـــ په لره او بره پښتونخوا کې د ټولو وطنپالو ګوندونو او شخصیتونو څخه تمه کیږی چې دا د تاریخ تباکوونکې پېښه ، د غونډو ، لاریونونو او په رسنیو کې د پراخ تبلیغ له لارې وغندی.
ــ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه کیږی ، لکه څنګه پخوا چې د رحمان بابا مزار د پښتو ټولنې له خوا جوړ شوئ و ، اوس هم د هغه په بیا رغاوی کې لاس پکار شی .
ــ زه په پای کې تولو پښتنو ته بیا خپله غوښتنه وړاندې کوم او هغه د پاچاخان دا خبره :
یا به یو کیږو ، که نه ورک کیږو !
ډاکټر سرلوڅ مرادزئ
اخځونه :
د کابل د سلطنت بیان له کتاب څخه ۱۲۱ مخ
د مونټ ستوراټ الفنستون لیکنه

د خپراوی نیټه یکشنبه 1389/01/22    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()