د ۱۳۸۷  کال د کب په ۱۵ مه د پښتو ژبې د ستر شاعر رحمان بابا پر مزار برید ، د بامیانو پر بتانو له بریده روسته د افغانانو او پښتنو پر کلتور تر ټولو غټ ګوزار دئ .

دوښمن په دې ګوزار سره ټوله لره او بره پښتوخوا ولړزوله او د هر پښتون غوږ ته یی دا ورسوله چې که اوس هم نه پوهیږی او نه ویښیږی ، دوښمن ورته په داسې پټغالی کې ناست دئ چې د پښتون د ژوند او شتون ټولې لارې پرې تېریږی او دا هر وخت پرې تړلئ شی .

 پښتنو سیمه کې د ښوونځیو ، روزنتونونو ، پلونو سړکونو او همدارنګه د ماڼیو او ودانیو له هراړخیزې ویجاړۍ ، ورانۍ او یا په پښتنو کې په نوم سره د ملی کادر ، ښوونکی ، ډاکټر ، انجینر ، سپین ږیری او مشر له وژلو روسته ، د اتلانو ، غازیانو او بابا ګانو د زیارتونو په نښه کول او په بمونو الوځول او د هغوی په هډوکو دلالی او سوداګری ، د پښتنو د یومخیزې او ټولیزې بربادی او نابودۍ د ستر پلان یوه برخه ده !

د افغانستان او پښتونخوا پر سیمه ګډه دې شنې غدۍ او ناورین کې ، نور دوښمنان که څه هم په چوپه خوله لګیا دی ، خو وهابیان بیا ښکاره له پښتنو سره د دوښمنۍ ټټروهی .

 مولانا سمیع الحق د پېښور د اټک په سیمه کې د یوې راډېکالې مذهبی مدرسې مشر دئ چې د عربی وهابیانو په مټ چلیږی ، هغه په بمونو د رحمان بابا د زیارت د الوځولو په اړه ، ویلیم دلریمیل ته ویلې « موږ په زیارتونو کې عبادت نه غواړو ، موږ د مړیو عبادت که دوی اولیا هم وی نه کوو ، زه وګړیو ته بلنه ورکوم چې د قران لارې ته دې راشی او د مړیو له عبادت څخه دې لاس واخلی . رحمان بابا مړ دئ ، تاسو جومات ته ولاړشۍ نه قبرونو ته »

په داسې حال کې چې خپله مولانا هم په دې پوهیږی چې د رحمان بابا مزار او یا زموږ د نورو میړنیو ، اتلانو ، غازیانو او باباګانو زیارتونو ته خلک د عبادت لپاره نه ، بلکې د دعا لپاره ځی .

موږ ژوندیان او د خپلو پلرونو او نیکونو اولاد ، د دوی هدېرو ، قبرونو او زیارتونو ته ددې لپاره ځو چې هغوی ته دعا وکړو ، د هغوی د ښو کارونو یادونه وکړو او راتلونکی نسلونه او بچیان له هغوی څخه د راپاتې هېوادپالنې ، انسان پالنې او خدمتونو په روحیه وروزو .

څوک چې د خپلو پلرونو او نیکونو په لار نه ځی او دهغوی یاد نه ساتی ، په حقیقت کې له خپل تاریخ سره اړیکې شلوی . هغوی چې د پښتنو اولاد خپلو نیکونو ، میړنیو او غازیانو ته له درناوۍ او دعا څخه منع کوی ، پخپل تاریخ پورې ملنډې وهی . دوی غواړی چې د پښتنو اړیکې له خپل تاریخ څخه پری کړی .

دلته په ډاګه څرګندیږی چې دوښمن غواړی زموږ څخه تاریخ واخلی . زموږ کلتور ، ویاړنې او ملی بریاوې له منځه یوسی او تر پردې کلتور لاندې پښتانه ښکېل وساتی .  په داسې حال کې چې پښتنو له عربو څخه یوازې د اسلام سپېڅلې دین راخېستئ او پښتانه ځان ته خپله ژبه ، کلتور، تاریخ ، هېواد او ملی هویت لری.

نن سبا د رحمان بابا پر مزار له غلچکی بریده روسته ، په رسنیو او په تېره بیا په سایټونو کې یوخوا د افغانی کلتور او ویاړنو څخه د ملاتړ د پلویانو او بلخوا د عربی وهابیزم د مکتب د پلویانو تر منځ یوه توده جګړه او لویه شخړه روانه ده .

عربی وهابیان په ډېرې سپین سترګۍ سره د پښتنو په منځ کې د خپل وهابیت د خپرولو لپاره له هرې  وسیلې څخه کار اخلی او د افغانی کلتور د ټولو برخو د له منځه وړلو پسې یی مټې رابډوهلی دی.

د مسافر په نوم لیکونکئ چې ښای اصلی نوم یی دا نه وی او یوازې په دې نوم سره په رسنیو کې د وهابیزم د خپرولو لپاره هڅّه او لیکنې کوی دلته زه د بېلګې پتوګه رااخلم :

نوموړئ ټول افغان سایټ ته د لېږلې لیکنې په یوه برخه کې وایی :

«  که عبدالرحمان بابا راژوندی شی نو د هغه په قبر چه کوم بلډنګونه جوړدی پخپله به یی ونړوی »

زما په اند له دې څخه زیات  او ښکاره اعتراف څنګه کېدئ شی  . دا خپله یو څرګند اعتراف دئ چې د رحمان بابا مزار د مسافر یارانو په بمونو الوځولئ دئ .

بلخوا د مدیرشا په نوم لیکونکئ  په  افغان سایټ کې د خپلې مقالې (  د رحمان بابا مزار کې چاودنې پۀ پښتون تاریخ او کلتور برید دى ) لیکی :

« هلته چې ما د مزار د منجور او دجومات د  امام څخه وپوښتل او د نور ځائی خلقو سره مې خبرې وشوې نو هغوی نه معلومه شوه چې څلور پنځۀ میاشتې وړاندې مزار ته څۀ کسان راغلی وو او مونږ لۀ ئې دړکه راکړې وه چې مزار کې دې د تعویزونو جوړولو او د  ښځو د راتګ سلسله بنده کړى شی. دوی ادعا کوی چې یوه میاشت وړاندې بیا پنځۀ کسان راغلل  او دسختو پایلو دړکې ئې راکړې خو مونږ ورته ووئیل چې دلته هیڅوک هیڅ رقم تعویزونه نۀ جوړوی. البته زنانه د اسلامی او پښتنی روایاتو سره سم کله کله راځی. »

خو وهابیان بیا د پښتنې روایاتو او دودونو څه پروا نه لری او هغه څه کوی چې  دوی په عربی  وهابی مکتب کې زده کړی دی .

اوس دا خبره چې د رحمان بابا زیارت وهابیانو په بمونو الوځولئ د لمر پشان یو روښانه حقیقت دئ .

زه دلته د ولی خان یوه خبره چې د لوی هند د تجزیی او د پاکستان د جوړېدو په اړه یی  د جناح او انګریز د پټې چلوټې او توطیی په باره کې کړې وه ، رایادوم . « د پېرنګې له طرفه د هغه د مختلفو پالیسیو په سلسله کې ما هم د پېرنګیانو د ذمه وارو خلکو د کتابونو او یاداشتونو څخه مدد اخیستئ و او هغه د پښتنو خبره چې د عقل په زور او د خپل سیاسی تربیت په رڼا کې مو ثابته کړې وه چې غونډ دئ ، ژیړ دئ او تریو دئ چې عاقلان پخپله پوه شی چې نارنج دئ »

د ولی خان د پورته خبرې څخه مطلب دادئ چې دوی وایی موږ د عقل په زور ثابتوله چې جناح او انګریز پاکستان د یوې توطیی او دسیسې په وسیله په سیمه کې د دایمی نارامۍ د یوه مرکز پتوګه جوړ کړ ، خو خبره زموږ دلایلو او ثبوتونو ته پاتې نه شوه بلکې د انګریز خپلې رسنۍ او کتابونه ښکاره لیکی چې هو دا کار موږ خپله کړئ دئ او څوک چې په خپل جرم خپله اعتراف کوی د مدعی دلایلو او ثبوت ته کومه اړتیا نه لېدل کیږی .

دلته هم وهابیان وایی چې هو د رحمان بابا زیارت دوی په بمونو الوځولئ او په جرم خپله اعتراف کوی او د بل چا کوم دلیل ته اړتیا نه پېښېږی ! ؟ 

 خو پوښتنه دا ده چې نورې کړۍ به له وهابیانو سره په دغه کلتوری یرغل او ناورین کې نه وی شریکی ؟

 ایا وهابیانو به د پښتنو پر کلتور دغسې لوی برید په یوازې ځان کړئ وی ؟

زما په اند وهابیان په یوازې ځان د پښتنو پر وړاندې دا جګړه مخې ته نه بیایی ، دلته باید د پاکستان په دولت کې پوځی کړۍ او د ای ــ اس ــ ای خونړئ جاسوسی سازمان د دوی په هراړخیز خدمت کې وی .

وهابیان ځکه داسې بریدونه کولئ شی او په څرګنده ټکو کې ددې برید په اړه ځانته د جواز حق ورکوی چې په پاکستان کې د فعالیت ازاد چاپېریال لری او دپاکستان د دولت پر لوړو څوکیو کې غښتلئ ملاتړ لری .

په دې توګه وینو چې وهابیزم د پنجابی شوینیزم سره د پښتنو په سیمه کې شریکې ګټې پیدا کوی او یو د بل شتون بشپړوی .

بلخوا د ایران کلتوری فاشیزم هم باید له پامه ونه غورځوو. که لره پښتونخوا د عربی وهابیزم او پنجابی شوینیزم سره لاس وګریوان ده ، بره پښتونخوا هم د دغه وهابیزم او شوینیزم سربېره د ایران د کلتوری او ژبنی یرغل سره مخ ده . ایران په سیمه کې خپلو فاشیستی موخو ته د رسېدلو لپاره هم له خپلو ځانګړوشیعه مذهبی اندیښنو او هم له ژبنی توپیره ګټه پورته کوی .

افغانان باید په دریواړه سنګرونو کې خپلو ملی ګټو او ویاړنو ته جدی پاملرنه ولری .

 همدارنګه ، افغانستان او پښتونخوا د اوږده مهال راهېسې ، د لویدیځ او روسیی تر منځ د سیالۍ سیمه وه او نن هم دا سیمه د یوې بلې زیانمنې لویی لوبې په ډګر اوښتې ده . دا چې د انګریز د بهرنیو چارو وزیر پارلمان ته په خپلو خبرو کې وایی چې د انګلستان ګټې د هلمند په غرونو کې پرتې دی او یا لکه څنګه چې ددې هېواد پخوانی لومړی وزیر تونی بلیر ویلی و ، دا چې په ۲۱ مه پېړۍ کې د لویدیځ او انګریز ګټې د افغانستان د هلمند په دښتو کې تر ګوتو کېدلئ شی . او یا لکه روسیه چې د افغانستان د مرکزی دولت د پیاوړتیا پر ځای د هېواد په شمال کې د ځانګړو سمتی او قومی ډلو ټپلو څخه ملاتړ کوی ، ټول دا څرګندوی چې زموږ سیمه د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د متضادو ګټو د ټکر ځای دئ !

خو اوس د نړۍ د سترو ځواکونو د سیالۍ او لوبې له ډګره سربېره افغانی سیمه ، لکه څنګه چې دمخه وویل شول د عربی وهابیزم ، پنجابی شوینیزم او ایرانی فاشیزم سره په سخته مبارزه او جګړه کې ښکېل ده !

اخځونه :

    ټول افغان سایټ

جرمن انلاین سایټ

د ارواښاد ولی خان له کتاب څخه : ریښتیا ریښتیا دی

ډاکټر مرادزئ

د خپراوی نیټه یکشنبه 1389/01/22    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()