مرادزئ

زموږ د پښتنو پر سیمه ، اوس جګړه راتپل شوې ده . ددې جګړې لاراچوونکی یوخوا د امریکا په مشرۍ لوېدیځ او بلخوا القاعده او ترهګر دی . ددې دواړو اړخو او لوریو ترمنځ پنجاب یا اسلام اباد ، د سیاسی بدلمنې « فاحشې » رول لوبوی ، یانې لوېدیځ او امریکې سره د القاعدې او ترهګرو پر وړاندې د جګړې سرښوروی او القاعدې او ترهګرو ته یی خپله خاوره د روزنې او پالنې لپاره په خوندی او جنتی ځای اړولې ده .

د سیمی او نړۍ نور هېوادونه هم ، له ښکېلو غاړو سره په یوه یا بله بڼه خواخوږی لری . خو ددې ټولې لوبې په منځ کې پښتانه لکه د فوټبال توپ له هرې خوا شوټ خوری او په دې خونړۍ او پردۍ جګړه کې د سون د لرګو پتوګه کارول کیږی او سوځیږی .

امریکا او لوېدیځ دا خبره کوی چې دوی پښتنی سیمې ته د ترهګرو او القاعدې د ځپلو او منځه وړلو لپاره راغلی دی نو ځکه هر وخت چې زړه یی وغواړی ، په تېره بیا امریکا خپل نوی او ازمایلې سرتیری سیمې ته رااستوی . په بره پښتونخوا کې پیلوټ والا او په کوزه پښتونخوا کې بې پیلوټه الوتکې ورځ تر منځ د پښتنو په لسګونو حجرې ، دېرې او د عادی وګړو استوګنځی له خاورو سره خاورې کوی او په کنډوالو یی بدلوی .

د لوېدیځ په اند ، نن ــ سبا په نړۍ کې یوازې د پښتنو سیمه د القاعدې او ترهګرو پټنځئ او اډه ده . دوی لرو بره پښتونخوا د ترهګرو اډه او د القاعدې سره د جګړې ډګر بولی .

خو القاعده او ترهګر هم لوېدیځ ته ورته نظر لری . د دوی په اند د امریکا په مشرۍ یی لوېدیځ په ښه ځای کې ګېر کړئ دئ . همدلته د پښتنو په سیمه کې القاعده غواړی چې د عربو د استازیتوب

تر چتر لاندې لوېدیځ څخه خپل غچ واخلی او د عربو او اسرایلو حساب ورسره د پښتنو په سیمه کې تصفیه کړی .

بلخوا د پنجاب لپاره  د پښتنو سیمه له هرې خوا لنګه غوا ده . پنجاب له لوېدیځ څخه د القاعدې او ترهګرو د له منځ وړلو په پلمه ، په میلیاردو ډالر ترلاسه کوی . خو په همدغو ډالرو ، په پاکستان کې په تېره بیا د پښتنو په سیمه کې  پنجابی ، ازبکی ، تاجیکی ، عربی او نور ترهګر روزی او نور نړیوال ترهګر هم پاکستان ته راغواړی او دهمدې پښتنو په سیمه کې یی ځای پر ځای کوی چې بیا یی په بره پښتونخوا کې د ستراتیژیک ژورغالې ( عمق ) د لاس ته راوړلو په موخه چې پاکستان ورته د هند په مقابل کې لکه هوا اړتیا لری ، وکاروی او هم پرې د افغان د ملی مرکزی حکومت د جوړېدا مخه ونیسی .Ã

همدارنګه پنجاب په کوزه پښتونخوا کې د القاعدې او ترهګرو په مټ ، د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره د پښتنو ملی غورځنګ ځپی . دوی په کوزه پښتونخوا کې پر دغه مذهبی بنسټپالو نشنل عوامی پارټۍ او نور ملی ګوندونه بدناموی او کمزوری کوی او د سیکولرانو په نوم  ورباندې د کفر او الحاد  ټاپی لګوی . ملی  او په خپلواکۍ مین سپینږیری او مشران پرې وژنی او لنډه داچې د پښتنو سټه او بنیاد پرې راباسی .

بلخوا له هند سره د کشمیر پر سر د پنجاب شخړه د همدغو ترهګرو او بنسټپالو په مټ توده ساتل کیږی .

په دې توګه وینو چې پنجاب ، په دغو دریواړه ډګرونو کې ، یانې د پښتونستان د جوړېدو د مخنېوی ، په افغانستان کې د ستراتیژیک ژورغالې د لاس ته راوړلو او له هند سره د کشمیر په شخړه کې،  له دغه ترهګرو اوبنسټپالو څخه د پنجابۍ اردو د یوې برخې پتوګه کار اخلی .

پنجاب په دې دریواړه ډګرونو کې  د جګړې د پرمخ بیولو لپاره د لوېدیځ  ډالرو ، مرستې ، ملاتړ او د ترهګرو پرله پسې روزنې پالنې او شتون ته اړتیا لری . ترهګر او بنسټپال د پنجاب د بې تاریخه دولت د ساتنې او شتون لپاره داسې مثال لری لکه سیروم یا وینه چې د یو ناروغ لپاره اړینه وی .

خو د پښتنو په سیمه په روان ناورین کې نور هېوادونه هم ښکېل دی . روسیه او انډیوالان یی ، ایران ، چین او نور هم غواړی چې د پښتنو د وینو په بیه ، امریکا او لوېدیځ دلته داسې ماتې وخوری چې دا هېوادونه د دوی د راتلونکو پلانونو له شرڅخه د تل لپاره وژغورل شی .

خو پوښتنه دا ده چې دې جګړه کې پښتنی طالبان ولې ورګډ دی او دوی د کومې موخې لپاره جنګیږی؟

پښتنی طالبان په حقیقت کې په روانه جګړه کې د لوېدیځ ، القاعدې او ترهګرو او د پنجاب له خوا برمته شوی دی.  یاد شوی دریواړه لوری ،  پښتنانه طالبان د خپلو خپلو موخو لپاره د یوې وسیلې پتوګه کاروی .

پښتانه په روانه جګړه کې هره ورځ په سلګونو شهیدان ورکوی او په زرګونو ټپیان ! هره ورځ  د خپلو وتلو مشرانو ، سپینږیرو او پوهانو ، ښوونکو او استادانو ، ډاکټرانو او انجینرانو جنازی په هدیرو سپاری .  پښتنو په دې جګړه  کې خپلې ټولې مادی او معنوی شتمنۍ یو په بل پسې له لاسه ورکړې .

که څه هم ډېر ناوخته شوئ خو چې نور ناوخته نه شی ، پښتانه طالبان چې ځانونه په دې جګړه کې  د پښتنو ټیکداران بولی ، باید دې جګړه کې د پښتنو ګټې او موخې په صفا او روښانه ټکو کې بیان کړی او دهغو د ترلاسه کولو لپاره خپله تګلار او کړنلار څرګنده کړی .

که طالبان ، پښتنو ته د نوی شریعت او اسلام لپاره جنګیږی خو پښتنو ته موجوده اسلام چې له پیړیو راهیسې له خپلو پلرونو او نیکونو ورته پاتې دی ، بسیا کوی . په دې اسلام کې څه نیمګړتیا او کمزوری نشته .

د القاعدې او ترهګرو تش په نوم اسلام پښتنو ازمایلئ  او هغه ته د پښتنو اړتیا نشته . طالبان باید د القاعدې او ترهګرو پر وړاندې خپل دریځ په روښانه او څرګنده توګه بیان کړی او له القاعدې ځان راجلا کړی . که افغان دولت او کوزې پښتونخوا مشرانو سره  ستونځی لری هغه باید د پښتنی دودونو په اډانه کې حل کړی . په دې برخه کې د القاعدې او نورو ترهګرو ملاتړ ته اړتیا نه لیدل کیږی .

د برې پښتونخوا طالبان د خپلو نورو افغانی وروڼو سره په ګډه پرکابل د افغانانو حکومت پیاوړی کولئ شی او کوز طالبان د کوزې پښتونخوا د نورو ملی کړیو سره په ګډه د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره جنګېدلئ شی . که پنجاب نر وی د پښتنو له ملاتړ پرته دې له هند څخه کشمیر وګټی . که القاعده او نور ترهګر د لوېدیځ او امریکې سره څه دښمنی لری ، د فلسطین ځمکه خورا وړ ځای دئ هلته دې ولاړ شی د لوېدیځ او د اسرایلو سره دې هلته جهاد وکړی . پښتانه خپلې ملی ګټې خپله ګټلئ شی او د القاعدې ملاتړ ته اړتیا نه لری .

که د کوزې پښتونخوا طالبان  د پاکستان له حکومت سره د اسلام پر سر جنګیږی ، موجوده اسلام د پاکستان د لومړی وزیر ګیلانی په خوله د هغه هېواد لپاره کفایت کوی او د پنجابیانو د بیا مسلمانولو لپاره دې پښتانه نه وژنی . او یا که کشمیر د پاکستان لپاره ګټی بیا هم بېځایه دې خپل قوم نه وژنی . که طالبان تکړه وی له پاکستان څخه د ې د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره خپله پښتو او توره وکاروی او په لر او بر ه پښتونخوا کې دې د پښتنو د یوه غښتلی او پیاوړی دولت د جوړېدو لپاره په مبارزه کې له نورو پښتنو سره ځان شریک کړی .

پښتانه طالبان ولې د پنجاب د موخو ، د القاعدې د ګټو او د نورو لپاره  خپل ځانونه او سرونه ښندی ، دوی باید یوازې د پښتنو د ګټو او موخو لپاره وجنګیږی . زموږ د ټولو موخه ، باید پیاوړئ افغانستان او لویه پښتنونخوا وی .

موږ باید پخپلو ملی ګټو راغونډ شو او د همدغو ګټو لپاره که اړتیا وی سرونه ورکړو ، نه د پردیو لپاره !

   نن ټول ملتونه او قومونه ، د خپلو ملی ګټو او د ځان لپاره جنګیږی ، پښتانه او د هغو جنګیالی لکه پښتنی طالبان ولې له دې څخه مستثنا وی .  نور باید د پردیو لپاره سرښندل بس کړو او یوازې او بیا هم یوازې د خپل ځان یانې پښتون قام د ګټو لپاره وجنګیږو !

د خپراوی نیټه یکشنبه 1389/01/22    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()