لره او بره پښتونخوا له یوې مودې راهسې د اور په لمبو کښې سوزیږی او پښتانۀ په وینو او خاورو کښې لوغړول کیږی، هر پښتون په خپل وطن کښې در په در خاورې په سر دے، د پښتنو ښکلې او د جنت په شان سیمې په کنډوالو بدلې شوې، حجرې ورانې، جوماتونه ړنګ،مکتبونه ویجاړ، ناموسونه لوټ او پګړۍ ریښې ریښې شوې، د جرګو او مرکو تقدس پامال شو، د پښتنو ټول سپیڅلی روایات تر پښتو لاندې او له خاورو سره خاورې شول ، پښتانۀ ځوانان، زلمیان، بوډاګان، ښځې او ماشومان په بمونو سره ټوټې کېدل د هرې ورځې معمول جوړ شوے دے، هره ورځ بې سرونو تنې او بې تنو سرونه د پښتونخوا په لارو کوڅو کښې موندل کیږی  د بې ګناه او بې اسرې خلقو تښتول د هغوی په سرونو پېسې اخېستل او یا یې ټوټې ټوټې کول یوه عامه خبره شوې ده. هرې خوا ته د اسلام په مقدس نامه د دهشت ګردۍ بازار ګرم دے په نړۍ کښې یو منلے شوے فوځی قوت، پولیس او امنیتی ځواکونه د دغو ناخوالو په مخنیوی کښې ظاهرا د خپلې ناکامۍ ښودنه کوی.  خلق حېران، پرېشان او په بد حال له یو بل نه پوښتنې او تپوسونه کوی چې دا هر څه له کومې خوا راپېدا شول؟ د دې ټولو ناخوالو عاملان څوک دی؟ د دوی شا ته څوک دی ؟ دوی ته پرمختللې او جدیدې او خطرناکې وسلې څوک ورکوی؟ دوی ته تنخواګانې څوک ورکوی؟  ایا دوی په رښتیا اسلام او شریعت راولی؟  ایا اسلام او شریعت حتی په کافرانوباندې د دې ظلمونو، ستمونو ، تباهیو او بربادیو اجازت ورکوی؟  او  که واقعی دا مسلمانان وی او دا هر څه د اسلام او شریعت لپاره وی نو بیا د دوی د ځپلو په بانه ورسره ښکېل فوځونه، پولیس او امنیتی ځواکونه څوک دی ایا دا مسلمانان نۀ دی؟ حق له چا سره دے او په ناحقه څوک دی؟ دواړه خواوې په حقه دی او که دواړه باطلې دی؟ د فوځی قوت له لحاظه په دنیا کښې د یو منلې شوی ملک فوځ ، پولیس او امنیتی ځواکونه ولې د دهشتګردو په ځپلو کښې ناکام دی؟ د نن سبا د پرمختللې ټېکنالوجۍ او جدید آلاتو د شتون باوجود د دهشتګردو ډلو مشران ولې نۀ نیول کیږی ؟ ایا داسې خو نه ده چې د دوی په نیولو سره بیا فېلم  ختمیږی ځکه یې نۀ نیسی او یا به یې د صدام حسېن په شان هغه وخت نیسی چې کله ترې ټول کارونه واخلی؟ ایا د دواړو خواو ترمېنځ جنګ په رښتیا دے او که نورا کشتی ده؟ ایا په نړۍ کښې د اسلام او پښتو بدنامولو ، د مسلمانانو او پښتنو د قوت او زور ختمولو او د عراق او افغانستان په شان په مستقیمه توګه د لرې پښتونخوا د نیولو او په مستقله توګه د فوځی اډو جوړولو امریکائی، اسرائیلی او برطانوی نقشه خو نه ده؟ ایا د عامو خلقو دا خبرې او اوازې خو رښتیا نۀ دی چې د ځینو دهشتګردو مړو په جېبونو کښې فوځی کارډونه موندل شوی دی یا دا چې ځینې مړی پکښې نا سنته موندل کیږی یا دا چې د وسلو او خوراکونو هیلی کاپټرې د جنګ سیمو ته راځی او نیم جنګی او خوراکی مواد فوځ ته او نیم دهشتګردو ته ورکړې کیږی؟

دا او د دې په شان بې شمېره پوښتنې دی چې عام او معصوم خلق یې له یو بل نه کوی او هغه خبرې دی چې عام خلق یې په محفلونو کښې له یو بل سره کوی او بحثونه پرې کیږی. خېر چې څومره خولې هومره خبرې. اوس حقیقت څه دے؟ دا به یو خداے ته معلوم وی او د وخت له تېرېدو سره سره به حق او حقیقت په خپله په ډاګه شی. او که واقعی دا د امریکې، صهیونېسټ رژیم ، برطانیې او نورو استکباری قوتونو سپېره او شېطانی نقشه او سازش وی نو لکه څنګه چې یې د ایران د اسلامی انقلاب، په لبنان کښې د حزب الله په خلاف او په فلسطین کښې د حماس په خلاف نقشې ، دسیسې او سازشونه ناکام شول او په عراق او افغانستان باندې قبضه یې له ماتې، شکست او ناکامۍ سره مخامخ شوې ده دغه شان به انشاء الله په پښتونخوا کښې هم په خپلو شېطانی منصوبو، پلانونو، دسیسو او شازشونو کښې ناکامیږی. او  هغه حق او حقیت او رښتینے محمدی (ص) اسلام چې نۀ د امریکائی او درباری اسلام او نۀ د دهشتګردانه، متحجرانه او جعلی  اسلام حامی دے نه یوازې به  په لرې او برې  پښتونخوا باندې بلکې په ټوله نړۍ باندې غالب وګرځی.  د هغې ورځې په هیله                                                                                

د مینه مجلی اداره                                              

د خپراوی نیټه یکشنبه 1389/01/22    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()