لیکونکی: خاطره اسحاق زی

       د میرمن کلتوری  ـ ټولنیز بهیر نه دیرشمه اونیزه غونډۀ د دیارلس سوه اته اتیاوم لمریز کال د وری د میاشتې په پنځلسمه نیټه د یو شمیر خویندو په ګډون سره د استقلال لیسې په وړوکی تالار کې د راحلې نوری په ویاندویې جوړه شوه په سر کې د  د میرمن کلتوری  ـ ټولنیز بهیر فعالې غړې ګرانې خوراغلې طوبا ندا د خداے بخښلی پلار اروا ته د دعا لاسونه پورته شول او ارواښاد ته له پاک خداے نه دجنت فردوس او تکړه لیکوالې او شاعرې ندا ساپۍ او د دوی درنې کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه وسوه.

       ورپسې خاطرې اسحق زۍ د تیرې اونۍ رپوټ ولوست او د بهیر غړو په رپوټ باندې خپل نظرونه بیان کړل د تل په شانې بیا د بهیر د فعالیتونو او یا کاری برخې په اړه خبرې وشوې چې راحلې نوری د بهیر د ویب پاڼـې  ته د خویندو له خوا د مطالبو د برابرولوپه اړه خبرې وکړې او وی ویل که څه هم چې څه موده مخکې پاڼه مخ پر پیاوړتیا وه خو په دې ورستیو کې یو څه کمزورې ښکاری ورپسې خاطرې اسحاق زۍ هم د راحلې نوری د خبرو په پخلی سره وویل په ریښتیا هم پاڼه د نوی کال راهیسی ډیره کمزورې ده او هیڅ ډول معلوماتی توکی ندی پکې ډیر شوی سولې نیازۍ د خبرو مزۍ وغځاوه او زیاته یې کړه چې پاڼه ځکه کمزورې ده ځکه چې د نوې کال پر له پسې رخصتیو زمونږ په کاری برخې یو څه اغیز ه کړې وه  خو له دې ورسته به پاڼه بیرته په ښکلو توکو رنګینه شی .

     دویمه برخه چې کره کتنی ته ځانګړې شوې وه دخاطرې اسحق زۍ یو نظم کره کتنې ته وړاندی شو.او د بهیر حاضرو غړو د خاطرې اسحق زۍ نظم وستایه او وی ویل چې ډیر ښه نظم ؤ او مونږ کومه نیمګړتیا نه پکی وینو.

     دریمه برخه چې د مشاعرې وه راحلې نوری د رحمان بابا د یو شعر په ویلو سره پیل کړه ورپسې خاطرې اسحق زۍ ، سولې نیازۍ ، نظیفې نیازۍ ، تورپیکۍ او سپوږمۍ  په خپل وار سره شعرونه ، غزلونه ، او نورې لیکنې ولوستلې او د غونډې په ورستیو شیبو کې  د غونډې میلمه نظیر احمد نظیر د ښځو په اړه یو ډیر ښکلی شعر ولوست چې د بهیر د غړو له خوا ډېر وستایل شو  او له هغه نه غوښتنه وشوه چې خپل شعر د بهیر د کاری ډلی ته ورسوی څو په پاڼې کې خپور شی او غونډه د ماسپښین پر څلورو بجو پایته ورسیده

د خپراوی نیټه یکشنبه 1389/01/22    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()