یوه نجلی وه نازنینه
ښایسته او نمکینه
د هغې د مخ ښکلا
حیرانه کړې وه دنیا
یوه شپه وخته بام ته
سپوږمۍ خیر شوه مخ یې پټ کړ
سپوږمی ږغ وکړ ته څوک یې
چې زما رڼا دې داسې را تیاره کړه
نجلۍ نارې کړې ښکلا یم
لکه تالنده ، بریښنا یم
دا زما د مخ ځلا وه
چی یې ته وځورولې
ځواب ورکړ سپوږمۍ داسې
چې نجلۍ یې کړه لا ځوابه
***
ښکلې نه یې ته، اصلی ښکلا زما ده
په تیاره کې دغه ټوله رڼا زماده
هر سړی مین په مادی
ګوت په غاښ راته حیران دی
چې دا څنګه ښکلا ستا ده
تباه کړې یې دنیا ده
مونږ خو واړه په سجده یو
له ماښامه تر سهاره
***
نجلۍ غبرګې کړې خبرې
ځواب یې ورکړ د سپوږمۍ
اې زما ناسکه خورې
ولې داسې درواغ وایې
ته که هرڅومره ښایسته شې
بیا دې هم پر مخ یو داغ دی
که هر څومره رڼا ستا وی
بیا خو هم سیوری له تا دی
په ښکلا ځکه نازیږم
چې بې داغه مخ ګرځېږم
***
سپوږمۍ درسته هکه پکه
چې یې ماته داڅه ووې
سپوږمی نوره په ژړا شوه
اوف یې وکیښ ودربارته
په دې منځ د ملا وشول اذانونه
***
لمر را وخوت
د سپوږمۍ و حال ته راغی
ته خپه یې ولې ګرانې
لکه ګل غوندې خزان کې
سپوږمۍ ژر کړسر راپورته
خپل داستان یې ور بیان کړ
***
ځواب غبرګ کړ لمر دغسې
اې، زما لیونۍ ګرانې
تا به داسې ځواب وېلی
ستا د څو ورځو ځوانی ده
لکه ګل غوندی رژیږی
زما ښکلا خو پاتې کیږی
نه یې حد نه یې زوال شته
سپوږمۍ بېرته په خندا شوه
په اسمان کې په نڅا شوه

د خپراوی نیټه چهارشنبه 1389/02/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()