(استاد سیلاب)

ستا دسترګو بلا واخلم بیادې سترګې ولې سرې دی

پام چې واردې خطا نشی مامنلې غرغرې دی

دارزو جو په باریږی حوصلې وهی خنجكې

دامید په قافله كې شروع نوې نغارې دی

ستا د مینې خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده

ګوندې وخته مالیدلی په خپل سر خاورې ایرې دی

نازولې لیلا راشه! دمجنون ګریوان ته ګوره

داباران دملغلرو كه داوښكو فوارې دی

مخ دې بلې لمبې كاندی خوله دې ګل شی بیا غونچه شی

ځكه ماته ډیرې ګرانې دپتنګ بلبل نخرې دی

پس له ډیره لت او كوبه ستا له تلو قربانیږم

دنكریزو په جامه كې مې قربان دزړه قطرې دی

چې په ژرنده مې ځان وړه كړو نو ایله مې وصال بیا موند

درنجو په نوم مې كړی ستا دسترګو نندارې دی

چې ارې ته مې سر وركړو نو اور بل كې په خندا شوم

دږومنځ په رنګ ښكل كړی زلفې ما خورې ورې دی

مبارك دې شه سیلابه! دوصال استاځى راغى

دریبار سره دې كړی اشنا نوې مشورې دی

د خپراوی نیټه چهارشنبه 1389/02/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()