لیکواله: خاطره اسحق زۍ

که هر څومره وخت تیر شی خو زه به د هغه ښکلی یادونه او خوږی خوږی خبری هیری نکړم نه پوهیږم د کوم ځای څخه یې پیل کړم څنګه یې پیل کړم د سر څخه او که دپای څخه ؟

زه خو داسی نجلی نه ومه او نه می په داسی خبرو پروا کیده، زه خو په داسی کورنی کی زیږیدلی یم چی زه د هغو په ژوند کی یوه خاطره یمه د هغو هیله یمه پر ټولی کورنۍ دومره ګرانه یمه چی حد او اندازه یې نشمه ویلای د کوچنی والی تر اوسه یې لکه یوه نانځکه غټه کړی یمه، خو زه نه پوهیږم چی څنګه خپل د ژوند داستان تاسو ته بیان کړم خو دومره هرو مرو پوهیږم چی هیڅ کله به هم هغه هیر نکړم تل به د هغه ځلانده مینه زما په زړه کی پاته شی.

ښه می په یاد دی کله چی زه د 4کالو ومه زمونږ دګاونډیو لورهیله هم زما همزولی وه، د هیلی یو ورو ؤ چی د خپلی خور سره بی هره ورځ لوبی کولی خو زه یوازی ومه د هیلی ورور او زما په ذهن کی به دا یوه خبره څرخیده چی ولی زمری زما سره لوبی نه کوی ځکه چی زمری تر ما شپږ کاله مشر ؤ نو د خپلو ملګرو سره به یی لوبی کولی یو ورځ ما له خپلی مور څخه پوښتنه وکړه.

موری ولی زمری ما سره لوبۍ نه کوی کله چی زه ورته ووایم ته ولی زما سره لوبی نه کوی نو هغه په ځواب کی راته وایی ځه  لاړه شه ته تر ما ډیره کوچنی یې ورځه خپلو همزولو سره دی لوبی وکړه پر ما باندی چی زمری ډیر ګران ؤ او زړه می غوښتل چی له هغه سره لوبی وکړم خو هغه له ما سره لوبی نه کولی نو د هیلی ورور چی فواد نومیدی او تر هیلی دری کاله مشر ؤ ماته به یې وویل راسه زه ستا سره لوبی کوم زه به هم خوشحاله شوم او هره ورځ به می ورسره لوبی کولی ورځ په ورځ د فواد مینه زما سره ډیریدل خو زه نه پوهیدمه کوچنۍ ومه ان دا چی د فواد مور ویل کله چی فواد تا په هغه ورځ ونه وینی او لوبی درسره ونه کړی هغه ډوډۍ هم نه خوری شپی ورځی یو په بل پسی تیریدلی یو کال په دغو لوبو کی تیر شو او زما  پلار له کابل څخه پلخمری ته تبد یل شو او مونږ ټوله  پلخمری ته تللو د فواد مور زمونږ کره راغله او زما مور ته ویل چی ما او تا خو لکه دوی خویندی ژوند تیر کړی دی زه به ډیره درپسی خواشینې شم او فواد به هم په لیمی پسی دوی خپلی خبری کولی چی فواد ماته راناری کړې زه هم په وارخطایې ورولاړه شوم او د فواد دوی کره ورغلم د فواد ماته  شا وه او نیږدی ورلم چی د فواد سترګو ته می وکتل ژړل یې ماته خندا راله او ورته ومی ویل لیونیه ولی ژاړی مونږ خو بیرته راځو فواد چی سترګی یې لکه د وینو کاسی سرې وې ماته رانیږدی شو زما لاس یې ونیوه او راته ویې ویل وعده وکړه چی بیرته راشی همداسی به هره ورځ له ما سره لوبلی کوې، او همداسی مینه راسره کوې ما ته چی د ده په خبرو خندا راتله ورته ومی ویل ښه وعده کوم او تر ې ولاړم څو ورځی وروسته زمونږ کډه بار شوه، مونږ ولاړو 4 کاله مو په پلخمری کی تیر کړل  زه د ښونځی په لومړی ټولګی کی وم چی بیرته کابل ته راغلو په هغه ساعت چې راورسیدو نو ما د فواد دوی د کور پر خوا وځغستل  فواد ته می ناری وهلی فواده ته! چیری یې دادی مونږ بیرته راغلوکله چی د فواد دوی دروازی ته ورنیږدی شوم نو یوه نجلی راووتله ترې ومې پوښتل فواد دوی چیری دی؛ هغې په غوسه راته وویل فواد مواد نسته دلته، ځه لاړه شه ما بیا تری وپوښتل هغوی چیری تللی دی نجلی په ځواب کی راته وویل هغوی دوه کاله مخکی دا کور پر مونږ باندی خرڅ کړاو دا چی هغوی چیری ولاړه زه هم خبره نه یم په دا خبره چی ما واوریده نو ډیره خپه شوم او د کور په لور روانه شوم کله چې کورته ورسیدم مور ته می ویل مورې فواد دوی کډه شوی دی مور مې راته وویل چیری تللی دی وویل زه نه یم په خبره نور خلګ یې په کور کی پراته دی یوه ورځ وه د فواد د اکا میرمن زمونږ کره راغله کله چی له ښونځی څخه راغلم او دفواد ترینداره ولیدله خوشحاله شوم او ترسلام دمخه می د فواد دوی پوښته ترې وکړه کله چی تاسو ولاړئ یو کال وروسته د فواد پلار موټر وواهه او مړ شو نو د فواد مور څه کړی وای فواد هم کوچنی ؤ موریې مجبوره سوه، خپل کور یې خرڅ کړ او پیښور ته ولاړه د دی خبرې په اوریدو سره می له سترګو څخه اوښکی راتویی شوی څومره چی می کولای سوای هغومره می وژړل خیر خو په دې منځ کی څو کاله تیر شول خو د فواد دوی له خوا هیڅ معلوم نسول او نه یې کوم احوال ؤ او همیشه به می مور د فوادو دوی خبری کولې چی چیری به وی څنګه به وی یوه ورځ یوه چی د سرای دروازه وټکیده زه پر برنډه ولاړه ومه چې درې ښځې راننوتې زه خونی ته ولاړم زما مور مخته ورغله او دوی یی صالون ته بوتلې مور می ماته را ږغ کړه زه ورنغلم بیا می مور راږغ کړه څه شوی راسه هغوی تاته معطله دی زه مجبوره سوم ورغلم کله چی خونی ته ورننوتم سلام می واچاوه او یوږغ می واوریده چی ویویل دارو دی شه ننګیالی یه دا می چی وواریدل هیڅ می ځان نسووای کنټرولولای ځکه چی ما د لومړی ځل لپاره داخبره واوریدل ټول وجود می ریږدیدو یو ګړۍ کښینستلم بیرته راولاړه شوم اوله خونی راووتم په ما پسی هغه ښځې هم سم دستی راووتی کله چی دوی ووتی نو ما می له موړ څخه پوښتنه وکړه موری دوی څوک وی او څه یې ویل مو می راته وویل په مرکه راغلی وی دا خبره مې چی واوریده له شرمه می بله پوښتنه نشوای کولای چوپ سوم ورځ صبا شوه چی کتلمی مازدیګر بیا هغه ښځی رالی نو نن یې زما مورته ځبره یاده کړه چی زمونږ زوی ستاسو لور خوښه کړی ده او زمونږ هم خوښه ده نو که ستاسو خوښه وی لیمه به مونږ ته راکړئ مور می تری وپوښتل زما لور ستاسو زوی چیری لیدلی ده هغې وویل ستا لور به هغه نه پیږنی خو زما زوی یې ښه پیږنی هغه یې د ښونځی په لاره کی لیدلی ده وایی که ماته هغه نجلۍ راونه غواړی زه ځان وژنم پوره یوه میاشت فرض لومونځ قضا کیده خو د دوی راتګ نه قضا کیده مور می نه هو ځواب ورکاوه او نه یا یوه ورځ چی هغه ښځې هم ناستی وی دروازه وټکیده په کور کی بل څوک نه مور می له ښځو سره ناسته وه زه دروازی ته ورغلم دروازه می خلاصه کړل چی د فواد مور ولاړه ده او یوه بله نجلی هم ورسره ده ډیره خوشحاله سوم دوی مې هم هغې خونی ته چی هغه نورې ښځی ناستی وی بوتلې مور چی می د فواد مور ولیدله راولاړه شوه او غیږ په غیږ سولی هغو نورو ښځو چی د فواد مور ولیدله ولاړې سوې او ویویل خیر تاسې اوس خپل مجلس وکړئ مونږ صبا بیا راځو  د فواد مور زما له مور څخه وپوښتل دا څوک وی مور می ورته وویل ای خوری ددوی له لاسه خو نوره لیونۍ سوم په لیمې پسی راځی دفواد مور ماته وکتل او ویویل نام خدای څومره ښه غټه سوې ده په داسی نجلۍ پسی څوک نه راځی هر څوک غواړی چی داسی یوه ښکلی نږور ولری له دې خبری سره ما له ډیره شرمه پورته نشوای کتلای د خونی ووتم خیر خو د فواد مور یو ساعت ناسته وه او زما له مور سره یې ګیلی ګزارې کولی د مازدیګر 5 بجی وې د فواد مور ولاړه دوی ورځی نوی تیری سوی چی د فواد مور بیا راغله دا ځلی یوازې وه بیا یې هم دهغه بل وار په شان پخوانۍ خبرې زما له مور سره کولې د غرمی ډوډۍ مو وخوړله  د فواد مور زما مورته وویل ودی نه پوښتل چی زه څنګه راغلی یم مور مې وویل په دی کی د پوښتنی ځای نسته خپل کور دې دی دفواد مور وویل زه راغلی یم چی د فواد لپاره د لیمی لاس ونیسم مور می چی له داسېو خبرو څخه په تنګ سوې وه وویل څه درته ووایم تر تاسوښه خاک زه چیری پیدا کولای شم خو که د لیمی پلار یې ومنی هغه نورې ښځېو هغه بله ورځ راغلی وې او قران شریف یې د لیمی پلارته مخکی کړ او ووېل چی خپله لور راکړه هر څومره پیسی چی غواړې د لیمی پلار قران شریف مچ کړ او څو روپۍ یې په قران شریف کې کښیښودلی او وی ویل زه خپله لور نه خرڅوم زما لور لا اوس کوچنۍ ده د فواد مور چی دا خبره واوریده ویې ویل خوری د 14 کالو ده چیری کوچنۍ ده وګوره هیلی هم د دی همزولې ده یو کال کیږی چی واده سوې ده دوی په دغوخبرو بوختې وې چی هغه نورې ښځې بیا راغلې هغوی چی له فواد له مور څخه خبر ی سوی دا هم په مرکه راځی په ورځ دوه ځلی راتلی مور می ورته وویل زمونږلور اوس  کوچنی ده کله چی غټه سوه که یې نصیب شوی ؤ بیا بی درکړوخو دوی هیڅ نه منله او د تل په شان هره ورځ راتلی د فواد موراو خویندی هم یوه ورځ ورسته راتلی د فواد له خویندو سره به کښینستلم او دوی به دفواد قصې راته کولی ویل به یې فواد وایی کله چې مونږ کوچنیان ؤ داسې لوبی مو کولې زما به هم ددوی خبرې خوښیدلې او زما چې به څه په یاد وه ورته به می ویلی په دغه منځکی یوه میاشت تیره شوه کله چی به زما مور او پلار زما په اړه خبری کولې نو ماته یې ویل ته ولاړه شه هغه بلې خونې، ته یوه شپه وه زه په اشپز خانه کی وم مور می راږغ کړه زه ورغلم  پلار می په داسی حال کې چې سترګی یی له اوښکو ډکی وی ویې ویل لورې مونږ غواړو چی تا فواد ته ورکړو ستا خوښه ده ؟ ما د فواد صفتونه اوریدلی و بل دا له کوچنی والی څخه په زړه کی راباندی ګران ؤ په خوله می څه نسوای ویلای په ډیرې ستونزې می وویل ستاسو چې هر ډول خوښه  وی زما خوښه ده پلار می وویل زمونږ په خوښه پسی مه ګرځه څرنګه چی ستا خوښه وی مونږ هماغسی کوو ما ورته وویل هر ډول چی ستاسو خوښه وی زما خوښه ده او له خونی ووتم په هغه شپه می له خوشحالی تر سهاره خوب ونکړ او دفواد په چرت کې وم ما چی له کوچنی والی راپه دی خوا فواد نه و لیدلی له ځان سره به می ویل داسی څیره به یې وی هسې به وی په دغه کی راباندی سهار شو او ما د سرای دروازی ته کتل چی څه وخت به دفواد مور راشی او مور به می داخبره ورته وکړی د ورځی لس بجې وې چی د فواد مور راغله او ته تل په شان یې زما له مور سره خبری پیل کړی په خبرو خبرو کی می مور ورته وویل تبریک دی وی د لیمی پلار راضی شو او لیمه تاسو ته درکوی د پنجشنبی په ورځ به راشی چی شیرنی درکو د فواد دمور له ډیره خوشحالی څخه خوله له خندا نه ټولیدله او یو ځلی خو لیمې ته ورناری کړه چی زه یی وویمه مور می  کله چی زه خونی ته دننه شوم د فواد مور راولاړه شول او زه یې ټینګه په غیږ کی ونیولم مچ یې کړم او وېویل زه څومره تالی منده یم چی ستا په شان نږور می په نصیب کیږی په ژړا شوه ویې ویل که اوس د فواد پلار ژوندې وای هغه به څومره خوشحاله سوی وای نور یې څه ونه ویل او خپلې اوښکی یې د پوړنی په څوکه پاکی کړی بیا یی وویل زه نو ځم چی دا زیری فواد ته ور ور سوم زه به دفواد په چرت کی وم چی لومړی ځل چی زه له فواد سره مخامخ شم څه به ورته وایم هغه به ماته څه ووایی خوله بلې خوا به کی چی وکتل مور او پلار می په چرت کی وه تل به یی ویل که لیمه له دې کوره ولاړه شی کور به څومره خالی سی او بیا به یی ویل خیر لور همیشه د بل دکور وی هغه ورځ هم تیره شوه ښه می په یاد دی د 2 شنبی ورځ وه د سهار 9 بجی وی چی د فواد مور اوخور راغلی  فواد یو لیک یی هم راستولی ؤ په لیک کی یی چی څه لیکلی وه هغه زه نه لیکم ځکه چی دهغه لیک لیکنه زما په زړه کی ده او نه غواړم چی چاته یی ووایم او د تل له پاره به زما په زړه کی د ځلانده لمر په شان پاتی شی د 4 شنبی ورځ وه چی د فواد مور په ژړا او چغو زمونږ د سرای په دروازه راننوته او ویلی زه خو بوره سوم مسلمانانو زه څه وکړم مور می په وارخطایی سره ورووته او تری ویې پوښتل څه خبره ده څه شوی د فواد مور  زما د مور په غاړه کی لاس واچاوه او په ژړا یی وویل اخر یی فواد مړ کړ دا خبره می چی واوریدل نور می د پښو توان له لاسه ورکړ او ځای پر ځای کښینستم خندا او ژړا راپه کښی ورکه وه نه پوهیدم وژاړم او که وخاندم د ډیره درده خندا راتله او ویل می ته درواغ وایی په فواد هیڅ هم ندی سوی هغه ما نه سی یوازی پریښودای هغه خپل لیمه بیایی ته درواغ وایی  مورزړه چی له زغمه ډک ؤ نوریی زما حال نشوای لیدلای اوله کوره ووتله هغه ورځ نه وه د دوزخ اور ؤ چی راباندی تیره شوه ګرده کورنی مو د غم په تار ځړیدل خو په دی چرت کی به وم چی فواد چا وواژه ولی یی وواژه په څه باندی څه ګناه یی کړی وه خو په دی نه پوهیدم چی زما سره یی د مینی ګنا کړی، زما مور د مړې د کور څخه تر لسو ورځو پرهیز وه یوولسمه ورځ د فواد فاتحه یې ته ولاړه او د فواد له موره یې وپوښتل دا څه خبره وه ولې په څه باندې؟ د فواد مور په داسې حال کې چې سترګې یې له ډیرې ژړا څخه تورې الغې وهلې وې اوخبرې کول یې په وس نه وه پوره په ډیره ستونزه یې دا د غم داستان داسې پیل کړ؛ 

کله چی تا ماته دا زیری راکی چی شیرنی درکوو نوپه دی خوشحالی ما په کور شیرنی وویشله او فواد هم خپلو ملکرو ته دا خبره کړی وه چی څو ورچی وروسته زه کوژدنه کوم هغه نجلی چی می خوښه وه هماغه نجلی غواړم نو نګیالی هم ورته ویلی وه چی زما هم یوه نجلی خوښه ده خو پلار یی نه راکوی وایی چی لو رمی کوچنی ده خو په ما دومره ګرانه ده چی پرته له هغی څخه له بل چا سره په ژوند واده نه کوم فواد په ځواب کی ورته وویل په لومړی سرکی یی مونږ ته هم داسی ویل خو اوس راضی شول او په ما باند هم ځخته ګرانه ده نګیالی وویل څوک ده کور یی چیری دی فواد ورته وویل ستاسو ګاونډې ده تاسو به یی پیژنی ننګیالی ورته وویل کوم فواد هغه ستاسو له کوڅی چی تیر شی د سړک په غاړه یی کوردی ننګیالی ورته وویل هغه شنه دروازه یی چی ده هغه خو به نه ښیی فواد و و هماغه ښیم ننګیالی ورته وویل پام چی هغه کور خواته ونه ګوری هغه زما د خوښی نجلی ده فواد تا به غلط کړی وی هغه نجلی به نه وی خیر ووایه چی نوم یی څه شی دی ننګیالی ورته وویل (لیمه ) فواد پام چی نوم یی بیا په ژبه وانخلی هماغه نجلی څو ورځی وروسته زما د ژوند یوه برخه ګرځی ننګیالی چی له ډیره غوسی نه لکه ډک توپک پړسیدلی ؤ ویویل که بیا هغه خواته تیر سوی وی پښی به دی ماتی کړم خو یوه خبر ننګیالی وکړه او یوه فواد ددوی په منځ کی شخړه رامنځ ته شوه ننګیالی ورته وویل وژنم ودی که دی بیا هغه خواته قدم ایښی ؤ فواد هم ورته وویل زه تا وژنم که دی بیا د هغی نوم اخیستی ؤ دا ورځ تیره سوه فواد د ماسپښین پر لمانځه ولاړ ؤ چی نا څاپه دروازه وټکیدل کله می چی دروازه خلاصه کړه نو ننګیالی راته وویل فواد چیری دی ما ورته وویل پر لمانځه ولاړ دې او ده منډه کړه د فواد پر خوا ما ویل څه خبره ده هغه راته وویل ته چوپ شه فواد پر سجده ؤ چی ننګیالی تیره چاړه یی په غاړه ورتیره کړه او ورته یی وویل ته که نر یی بیا د هغی د کور په خوا روان په داسی حال کی چی ننګیالی خپله د بی ننګی چم وکړ او پر فواد باندی یی د شا له خوا برید وکړاو زما ټول خوبونه یی په اومو لاهوکړل د فواد مور په داسی حال کی چی سترګی یی لکه د وینو پیالی سری شوی وی وویل خدای زما دزوی په نصیب کی دا لیکلی وه وای د پیښی څخه تیښته نسته دا خبری می چی پلار واوریدې وویل خوری که زما لور ستا دزوی په نصیب کی نه وه نو ننګیالی هم ولاکه راڅخه ووینې د طالبانو وخت ؤ ښونځی هم تړلی وه ګرده ورځ به می د فواد په یاد تیره کړه چی څنګه نالیدلی راڅخه ولاړی زړه به می راته ویل فواد مړ شو ته څه شی ته ژوندی یی ځان مړ کړه او ددا ډرو غمو څخه ځان بی غمه کړه بیا به می د مور او پلار په هکله سوچ وکړ چی زه خو به مړه شم او د غمو څخه به بی غمه شم خلګ به صبا زما مور او پلارته پیغور ورکوې چی خدای خبر ستا لور څه کړې وه چی ځان یی مړ کړ او ویل به می چی مرم په نیک نامه دی ومرم هیڅ نه پو هیدم چی څه وکړم مور او پلار می زما د زړه په درد پوهیدل راته ویل بی چی کتابونه دی راواخله او خپل درسونه وایه چی هیر دی نه شی په داسی حال کی چی زه د فواد په غم کی داسی ډوبه وم او سترکی می له ډیر ژړا څخه ستړی شوی وی نسوای می کولای چی د کتاب مخ وګرم لوستل یی خو لالری خبره ده خیر څو ورځی تیری شوی له ځان سره می فکر وکړ چی څو تر څو به زه دفواد په غم غمجنه یمه او هیڅ می هم لاس ته نه راځی نو له ځان سره مې تصمیم ونیاوه چی انګلیسی کورس ته ولاړه شم ګوندی مه پام می په بله شی او یوه بله ژبه به هم زده کړم د سه شنبی ورځ وه موررا سره بوتله او کورس ته ورسیدو فیص می تاویل کړ استاد ویل سر له صبا څخه د سهار په لسو بجو راځه ما او خور به می د کور کار ږر ږر خلاص کړ او دواړی به د کورس په لور روانی سولو یوه اونې نه وه تیره سوه یوه ورځ مو د تل په شان د کور کار خلاص کړ او د کورس په لو رروانی سو  په لاره روانی ؤ چی یوه هلک می تر څنګ تیر شواو یوڅه یی وویل زه ونه پوهیدم چی څه یی وویل صبا بیا هماغه هلک زمونږ په لاره کی ولاړ ؤ کله چی هغه غوښتل چی بیا یوه خبره وکړی چی کتل می ننګیالی ورحمله کړل او هغه یی په خاورو کی راغوځار کړ زه او خور می ډیر وارخطا شوی ؤ او بیرته د کور په لور روانی سوو کله چی کورته ورسیدو مور مې راته وویل ولې داسی وارخطا یاست ؟ ما ورته وویل مور هغه لیونی خو می د کورس تګ ته هم نه پریږدی او هره ورځ لکه سیوری راپسی او په ژړا سوم مور می وویل څوک ما وویل هغه ننګیالی چی په دغه حال کی دروازه وټکیدله مور می ورله دروازه یی خلاصه کړه ګوری چی ننګیالی ولاړ دی او مور می په ښکنځلو پیل وکړ او ورته یی ویل ته څه کاره یی چی زماد لور شا دی نیولی ده او کورس ته یی نه پریږدی  ننګیالی ورته وویل موری هغه مه پریږده چی کورس ته ولاړه سی کله چی بل څوک هغی ته کور نوزه دا نه شم زغملای زه استاد ورته نیسم په کور کی دی درس ورکوی مور می ورته وویل دا خیرات دی خپل ځان ته ورکړه زما لور به لکه نر غوندی هره ورځ کورس ته ځی ته که نر یی مخه یی ونیسه اوله دې سره یې دروازه پوری کړه صبا بیا چی د کورس د تګ وخت شو نو مور ته می وویل مورې زه خو ویریږم چی نن به بیا خدای څه راپیښه کړی مور می وویل هیڅ مه ویریږه ورځه ورسه کورس ته دی ولاړه سه هیڅ هم نسی کولای له کوره راووتم چی کتل مې د دروازې ته مخا مخ ولاړ دی دروازه می بیرته وتړله او مور ته می وویل مور هغه خو هلته ولاړ دی په دی حال کی می ورور راووتی او وېویل څوک ولاړ دی ما وویل هیڅ څوک ورور می وویل نو بیا ولی ولاړه یی ورځه ولاړه سه ما هم هیڅ ږغ ونکړ او روانه شوم کله چی د کورس دروازی ته ورسیدم کورس دروازه کولپ وه بیرته د کور په لو راروانه شوم صبا می لومړی خپل کوچنی ورور کورس ته ورواستو چی وګوری خلاص دې او که نه ورور می بیرته راغی او ما چی داڅو ورځی درس نه ؤ ویلی په بی صبر می تری وپوښتل کورس خلاص  ؤ هغه په ځواب کی وویل یا ستاسو استاد ته ننګیالی ګواښ کړی  دا می چی واوریدل نور می د خپل ځان هم بد راتلل ویل به می په ما کی داسی څه سی سته چی ننګیالی زما شا نه پریږدی او ویل می خدا یه ما واخلی چی ټوله راڅخه بی غمه شی مور می وویل خدای دی نه کوی بی عقلی دا څه ډول خبر ی کوی ما ویل موری څه وکړم خو نور می زړه چیوی په درس می یو څه پام غلط ؤ او په دی خبرو می پروا نه کوله مور هیڅ هم ونه ویل او ولاړه سوه پلارته می ورله دا چی دوی خپل منځ کی زما په اړه څه وویل زه هم پری پوه نه شوم خو یوازی دومره می مور وویل چی خپل کالی مالی دی ټول کړه چی صبا د خیره پیښور ته ځو په دی خبری سره می زړه یوڅه پورته شو او خوشخاله سوم چی ګوندی به هلته خپل ښونځی ووایم کالی مالی می ټول کړه او صبا سهار د پاکستان په لو ر زه مور می او مشر ورور می روان سوو د مازدیګر 4 بجی وی چی د ماما کره می ورسیدو مور می دا ټولی خبری ماما ته وویلی او دا یی هم ورته وویل چی اوس مونږ راغلی یو تر څو دلته یو کور په کرایه ونیسو ماما می زما د مور ددی خبری په ځواب کی وویل بل کور ته اړتیا نسته تاسو ولاړ سی او لیمه مونږ ته راپریږدی د لې به له سپوږمی سره یو ځای ښونځی ته ځی مور می هم ورسره ومنله او دوی ورځی وروسته مور دوی می بیرته کابل ته ولاړه د انګلیسی په کورس شامله شوم  هره ورځ به په لسو بجو تلم او په دولسو بجو راتلم په دی منځ کی دری کاله تیر سول ما سمه انګلیسی زده کړی وه او له بلی خوا خپل مور او پلار هم ډیر راته یادیدل کله چی به زما له مور څخه چا پوښتنه وکړه چی لیمه چیری ده واده کړې خودې نده؟ مور به می ورته ویل هو واده مې کړه او اوس په پیښور کی ده چې په کابل کې حالات بدل شو ښونځی بیرته پیل شول ماهم د کابل په اورحرکت وکړ کابل ته چی راورسیدو او په سبا کی زه او خور می دواړی ښونځی ته ولاړوما خپلی پخوانی خبری ټولی هیری کړی وی شپه او ورځ په دخپلو درسو په فکر کی وم چی یوه ورځ زه د ښونځی په یوولسم ټولګی کی وم چی زمونږ د خپلوانو څخه زما په مرکه راغلی او ویل یی چی زوی مو په لندن کی دی هر رنګه واده او هر څه چی غواړی مونږ یی درکوو ما چی داخبری ټولی هیری کړی وی بیا یی یو ځل زما دی خبرو ته پام کړ او بیا د پخوا په چرتو کی ولویدم او پلار ته می وویل پلاره که  زه دی ورکړم نو زه خپل ځان وژنم پلارمی راته وویل لوری بی غمه اوسه پروسږ کال مې دولسم ټولګی خلاص کړ په ډیره خوشحالی کورته راغلم کله چی د کور دروازه می خلاصه ګړه  کتل می د ننګیالی مور ناسته ده زړه می ترتلو تیر شوپه خپله خوشحالی و نه پوهیدم  هکه پکه سوم چی دا دکومه راپیدا سوه ورغلم و ستړی مسی می ورسره وکړه هغی یو خط راکړ او ویویل چی دا ننګیالی راکړ چی تاته یی درکړم ماهم خط تری واخیست او د دوی په مخکی می ولوست په هغه کی لیکلی وه دا خو دری کاله پیښور ته تللی وی تا به ویل چی زه به دی هیره کړم خودومره درته وایم تر څو چی مړ نسم هیڅ کله به دی هیره نکړم او ته به وعده کوی چی هیڅ وخت ته دا دری کاره نه کوی یو  خپل ویښتان به لنډه وې بل دا چی ورځی به نه کوی او دریم داچی وظیفه به نه نیسی دا می چی ولوست لیک می څیری کړ سبا چی شو مور ته می ویل زه خپل ویښتان غچی کوم مور می راته وویل دا ته څه وایی تا پیغله لیدلی ده چی وریښتان غچی کړی خو ماټینګار کاوه او خپل اوږد چوټی می چې زړه می هم نه کیدی ځو د ضد ه می غچی کړ او ورځی می چی د زما د پیغلتوب یوه نشانه وه وکړی کله چی به چا راڅخه وپوښتل چی واده دی کړی او یا کوږدنه یی ما به ورته ویل هو دا په داسی حال کی وه چی کله چی زه په پیښور کی وم د فواد مور د خپل دوهم زوی په مرکه راتله خو مور به می ورته ویل چی اوس خو لیمه نسته کله چی راغله بیا به ګورو خپل دانګلسی کورس می هم خلاص کړ د پوهنتون امتحان می ورکړ که څه هم ډیری نمری می اخیستی وی خو بیا هم بی نتیجی پاته سوم ای خدایه ماته مرګ راکړی چی ددی خلګو تمه راڅخه وخیږی اوس که تاسی هم زما پر ځای اوسی نو له خپل خدایه به دغه سوال کوی ځکه چی هلته ننګیالی د فواد وروته وایی که دی له لیمی سره واده وکړ هغه بل ورورو می دی هم وواژه ته نو څه شی یی د فواد ورور بیا وایی چی زما ورور خو دی مړ کړ نو که ته نر یی نو ته یی راڅخه بوزه الو هلته لندن والا خپل مور ته احوال راکړی دی چی اوس خو به لیمی دولسم ټولګی خلاص کړی وی زه یوه میاشت وروسته درځم تاسی تر هغو شېرنی واخلی کله چی زه درورسیدم نو بیا به واده وکړو هیڅ نه پوهیږم څه وکړم په کومه خوا ولاړه شم چاته خپل د زړه حال بیان کړم نو خو می زړه چیوی خو بلاخره تصمیم ونیاوه چی زه باید یو ځای دنده ونیسم. نو می پلارته و ویل پلاره زه غواړم چی کار وکړم پلار او ورور می په غوسه شول ویل یې ښځه وګوره او کار کول وګوره خو زما زړه په دی خبرو نه خطاووتم او په خپل  خبره ولاړه وم ویل می چی مرمه زه وظیفه نیسم مور ته می ویل موری ته ورته ووایه چی ماته اجازه راکړی خو په ډیره ستونزه می وکړای شوای چی اجازه تر واخلم او په یوه شخصی دفتر کی دنده ونیسم سهار تلم او مازدیګر بیرته خپل کورته راتلم ما خپل ټولی پخوانی خبری هیری کړې هیڅ می نه ویل چی نجلی یمه لکه یو هلک می په دفتر کی له خپلو همکارانو سره په ګډه کار کاوه خو بیا هم خدای زما په نصیب خوشحالی نه وه لیکلی په هغه دفتر کی هم هر څه په ښه توګه پر مخ تلل هیڅ ستونزه می نه درلوده او نه می دا ویل چی زه به د کومی ستونزی سره مخ شم ټول همکارانو یو ښه چلند راسره کاوه خو یوه ورځ می پام سو چی یو همکار می د نورو همکارانو په پرتله بل ډول چلند راسره کوی او بل ډول راته کوری کله چی به هغه راته کتل په سترګو یې ځانګړی کشش ؤ هیڅ نه پوهیدم چی ولی هغه داسی راته ګوری او زه ولی د هغه تر تاثیر لاندی راځم کله چی زما سره خبری کوی زه له هغه سره سترګی نسم مخامخ کولای ورځ په ورځ مې له هغه سره مینه ډیریدل په دی نه پوهیدم چی زه ښه کار کوم او که غلط هغه به زما سره مینه لری او که نه ؟ یوه ورځ هغه رانه غی هغه ورځ په ما څنګه تیره سوه تاسو ته یې څنګه بیان کړم ږما په زړه یوخدای ښه پوهیده کله چی مازدیګر کورته ولاړم نوټلیفون می ورته وکړ او تری ومی پوښتل ولی نن دفتر ته نه وی راغلی هغه راته وویل چی ناروغ په هغه شپه می لس رکاته نفل وکړه او له خپل خدای څخه می وغوښتل چی هغه روغ کړی.له هغې ورځې وروسته کله به هغه او کله به ما ټلیفون کاوه زمونږمینه ورځ په ورځ ډیریده که څه هم د فواد د مرګ وروسته ما قسم خوړلی ؤ چی په ژوند به زه د کوم پردی هلک سره خبر نه کوم او نه به دوستی ورسره کوم خو د (ا ع) مینی زما قسم مات کړ او زه یې د خپلی مینی په لومه کی راګیر کړم لږ څه چی به ناوخته راغی دده په اندیښنه کې به وم ټلیفون به مې ورته وکړ کله به می چی د( ا ع ) سره خبری کولی داسی احساس می کاوه چی له خپل فواد سره خبری کوم که څه هم ما فواد نه ؤ لیدلی خو څه صفتونه مې د فواد په هکله اوریدلی و هغه ما په (اع) لیدل د شپی چی به می د هغه اواز وانه وریدی خوب به نه راتلی او کله چی به مې د (اع) اواز واوریدی زړه به می ارامه شواو تر سهاره به ویده وم یو واری به می خپل ځان ته پام سو چی ته ولی له هغه سره خبرې کوې ته خو هغه نجلۍ وې چې د نارینه له نومه دی بد راتلل او نه دی غوښتل چی په ژوند پرته له فواده د بل چا سره د مینی خبری وکړی بیا به می ویل ګوندی (اع)ما درک کړی زه به خپل د ژوند ټول تیر حال ورته ووایم خپل دزړه درد به ورته ووایم (اع) زما له پاره هغه هنداره وی چی زه به دخپل  ژوند له هره ستونزی سلا مشوره ورسره کوم زما خو د ژونده زړه تور ؤ خو هغه ماته د ژوند کولو لاری وښوولې زما مړې هیلی یې راژوندۍ کړلی ډیره خوشحال ومه داسې احساس می کاوه چی د ځمکی پر سر د دنیا ټولی خوشحالۍ زما په برخه شوی دې او کاشکې په دی پوهیدلای چی زما داد دوستی سفر هم منزل نلری د جمعې ورځ وه د سهار لس بجی وې ما (اع) ته زنګ وواهه زنګ ورته خو چا یې ځواب نه راکاوه له ځان سره می وویل خیر څو شیبی وروسته بیا زنګ وروهم ښایې په کوم کار بوخت وې خو تر ماښامه می له شلو څخه ډیر زنګونه ورووهل خو هیڅ ځواب یې رانکړ ډیره په غوسه وم تر سهاره می خوب ونکړ چی ولې ځواب نه راکوی هغه خدای خبر چی زما په هکله څنګه فکر کړی وی خو هغه څه چی ده فکر کاوه هغه ما نه ترې غوښتل او نه می له هغه څخه دا امید درلود سهار چی می په دفتر کی (اع) ولید نو تری ومی پوښتل ولی دی پرون موبایل ته ځواب نه ورکاوه هغه ځان نا ګمانه واچاوه  بیا می تری وپوښتل زه ستا سره خبری کوم (اع) ؟ هغه راته په ټیټ اواز راته وویل بیا درته وایم خو زما زړه کی ډول ډول تشویشونه راپیدا سول څو شیبې نه وی تیری سوی چی بیا می تری وپوښتل (اع) ووایه څه خبره ده هغه تر شونډو لاندې یېوویل څو ورځی وروسته زما کوژدنه ده او زه نه غواړم چی نوله تا سره خبری کول کومه معنا نه لرې ددې خبری په اوریدو سره می له ډیرې غوسې نه وخندل او ومی ویل ما په اوله ورځ درته ویلې وه چی زما دوستی بی مقصده ده او اوس هم درته وایم چی زه تل ستا سره مینه لرم خو دیوه دوست په شان او تر ی روانه شوم افسوس چې په دی پوهیداې چی هغه زما دوستی ته په داسی سپک نظر ګوری هیڅ کله به می له هغه سره خبری نه وای کړې او د دوستی هغه لوړه درجه مې نه ورکولای کله چی می د (اع) سره ددوستی اړیکی پری کړی ورځ په ورځ می له هغه سره مینه ډیریدله که دا تاسو ګناه بولی نو دا د مینی ګناه می کړی ده د شپی چی کله هغه رایاد شی نو بې له هغو څو یادو څخه هیڅ هم ندی راپاته داسی شیبه داسی ساعت او داسی ورځ به نه وی چی (اع) زما په یاد نه وی نه پوهیږم چی د هغه به په یاد یم او که نه خو زه دومره ورته وایم ما هیڅوخت نه غوښتل چی زما د شخصئ ژوند په هکله څوک پوه شی خو د هغه د مینی لمبی زه دې ته اړه کړم چی یوژوند لیک ولیکم او په هغه کی زه خپل د مینی احساس وروښیم چی څومره مینه ورسره لرم او د تل لپاره به د هغه مینه زما په زړه کی لکه لمر ځلانده پاتی شی کله چی هغه بلی خوا ته ګوری نو زه په غلاد هغه د ښایست لیدنه کوم او کله چی د هغه راته پام سی نو زه ځان نا ګمانه واچوم چی ګواکی ما بلی خواته کتل تل دخپل خدای دربارته دا یوه دعا کوم چی هغه هیڅ وخت نه ناروغه کوی او که ناروغه کوی یی نو ناجوړی یی ماته رالولی هیڅ وخت هغه مه خپه کوه او که خپه کوی یې نو خپګان یې ماته راکړه ځکه چی زه غواړم چی همیشه هغه خوشحاله ووینم .

د خپراوی نیټه چهارشنبه 1389/02/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()