سرچینه:ویکیپدیا
لیکوال: محمدالله آرین احمدزی
ډاکټر اشرف غنی احمدزی د ریاستونو د ښه والی د انسټېټیوټ ریس دی. ددې تنظیم بنسټ د ۲۰۰۵ ز. کال په جنورۍ کې ایښودل شوی او د همدغه تنظیم موخه، خپلو وطنوالو ته د ریاستونو د خدمتونو د وړتیا پرمختګ دی. نوموړی د ۲۰۰۲ کال د جولای نه تر ډېسمبر ۲۰۰۴ کاله پورې د افغانستان د سوداګرۍ وزیر پاتې شوی. هغه په افغانستان کې د طالبانو د واک د راپرزېدلو وروسته د افغانستان د اقتصاد د بیاراژوندی کولو لپاره لارې چارې هوارې کړې. ډاکټر اشرف غنی احمدزی د د غریبانو د قانونی واکمن کولو د کمیسون غړی هم دی. دا یو خپلواک کمیسون دی چې د لومړی ځل لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیایی پروګرام UNDP لخوا یې بنسټ ایښودل شوی.

مخینه
اشرف غنی احمدزی د شاه جان احمدزی زوی دی چې د ۱۳۲۸ ل. کال د غویی په میاشت کې د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې یې سترګې نړۍ ته رڼې کړی.

زده کړې
لومړنۍ زده کړې یې د استقلال عالی لیسه کې او دویمې زده کړې یې د حبیبیې په عالی لیسه کې سر ته رسولی بیا یې د ښوونځی په دوران کی د (AFS) یو کلن پروګرام د امریکا په متحده ایالاتو کی بشپړ کړی. تر دې وروسته یې د دوولسم ټولګی بری لیک د حبیبیې عالی لیسه نه ترلاسه کړی. ښاغلی احمدزی د خپلو لوړو زده کړو پیل د کابل پوهنتون کې کړی او د شپږو میاشتو زده کړو وروسته یې د لیسانس بشپړه دوره د سیاسی علومو په برخه کی د بیروت په امریکایی پوهنتون کې سر ته رسولې. د لیسانس د کچې وروسته یې خپله لومړنۍ ماسټری هم د سیاسی علومو په څانګه کی د بیروت په امریکایی پوهنتون کې بشپړه کړې، نوموړی خپله دویمه ماسټری په نړیوالو اړیکو او وګړپوهنه کې د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې سر ته رسولې او په همدې توګه خپله درېیمه ماسټری یې هم په نړیوالو اړیکو کی د کولمبیا په پوهنتون کې کړې. تر دې وروسته یې خپله دوکتورا د وګړپوهنې په څانګه کې د امریکا د کولمبیا پوهنتون نه لاس ته راوړې.

همدا راز د نړیوال بانک لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د هارډورډ او سټنفورډ د پوهنتونونو له خوا د مشرتابه (لیډرشیپ) د یوه ځانګړی پروګرام ترسره کول.لومړۍ افتخاری ډاکټری:په ٢٠٠٧ کال کی دامریکا د متحده ایالاتو د سکرانتن له پوهنتون څخه دغه افتخاری ډاکټری ورکړل شوه.دویمه افتخاری ډاکټری:د ٢٠٠٨ کال په جون کی د کاناډا ګیلف پوهنتون نوموړی ته افتخاری ډاکټری ورکړه.ځانګړی زدکړی:د یادولو وړ ده چی ښاغلی ډاکټر محمداشرف غنی له ماشومتوبه نیولې آن تر نن ورځی پوری د اسلامی تعلیماتو د حصول لپاره هڅی کړی دی، خو تر ټولو جوت کار یې د ١٩٨٥ میلادی کال څخه تر ١٩٨٦ میلادی کال پوری د نبوی سیرت په باب د کراچی، لاهور او نورو ښارونو په مدرسو کی زدکړی دی، چی د نوموړی په وینا د ده لپاره خورا ارزښتمنی وې.

دندې
د کابل پوهنتون د هغه مهال د ادبیاتو پوهنځی د بشری علومو په څانګه کی د پوهیالی او پوهنیار په رتبه استاد. په ١٩٧٧ میلادی کال د ډنمارک په آروس پوهنتون کی د لنډ مهال لپاره مېلمه پروفیسر. یو کال د امریکا د متحده ایالاتو په ستر پوهنتون بکلی کی استاد. اته کال د امریکا په مشهور پوهنتونن جانزهوپکنز کی استاد. لس کاله د نړیوال بانک د پالیسۍ او سټراتیژۍ جوړولو په برخه کی مهم مشر.

د یادولو وړ ده چی په نړیوال بانک کی د کار پر مهال ښاغلی ډاکټر اشرف غنی په لومړیو پنځو کلونو کی د ختیځی او سویلی آسیا د هیوادونو لپاره کار کاوه، او په پاته نورو پنځو کلونو کی یې د بېلابېلو نړیوالو چارو د سمون او په ځانګړی ډول د روسیې د اصلاحاتو په اړه د یادولو وړ کارونه ترسره کړل، چی ویل کېږی د روسیې د هر اړخیزی اقتصادی رغونی بهیر یې خورا چټک کړ.

ښاغلی ډاکټر محمداشرف غنی د خپل هر اړخیز ژوند په اوږدو کی د نړۍ په لسګونو هیوادونو ته سفرونه کړی او د نړۍ په بېلابېلو برخو کی یې زیات شمېر اغېزمن کارونه کړی، چی د ټولو بیان یې په دې لنډه بیوګرافۍ کی ناشونى کار دئ. اما د ده د سفرونو په باب ښایی دا مهمه وی چی ووایو ډاکټر غنی د ځوانۍ پر مهال د افغانستان ډېرو لیری پرتو سیمو ته پر آسونو، او نورو مروجو سپرلیو او آن پر خپلو پښو سفرونه کړی او د دې هیواد په اړه یې هغه مهال ډېر اغېزمن تحقیقات ترسره کړی دی.

ډاکټر غنی د خپلو همعصرو څېړونکو په جمله کی یو له هغو کسانو څخه دئ، چی په انګرېزی ژبه یې د افغانستان په اړه ډېری لیکنی کړی دی، او هغه مهال په ډېرو معتبرو سرچینو کی خپرې شوی دی.

نوموړی خپلی لومړۍ علمی څېړنی په افغانستان کی د اسلام د مبین دین د نفاذ، د ښځو حقوق او ټولنیز عدالت له موضوعاتو څخه پیل کړې او په دې باب یې ډېری لیکنی وکړې.

همدا راز یې په قبایلی ټولنه کی د اسلام او دولت جوړول تر سرلیک لاندی یوه مفصله څېړنه وکړه.

ورپسې یې د اسلامی شریعت په محکمه کی د شخړو هوارى، تر نامه لاندی موضوعات راوسپړل، چی د تحلیل لپاره یې د عبدالرحمن خان د سلطنت لومړۍ لسیزه وټاکله او د کنړ ولایت د محکمې پر اسنادو یې څېړنه پیل کړه.

تر دې وروسته یې د افغانستان پر معاصرو ادبیاتو څېړنه وکړه او د دری ژبی د معاصری ادبی دورې په هکله یې معلومات راټول کړل، چی له علامه محمود طرزی څخه رانیولې د ثور تر کودتاه پوری یو شمېر عمده برخی یې څېړلی دی.

د دې تر څنګ نوموړی د افغانستان پر اقتصاد، تاریخ او دولتی جوړښتونو باندی هم زیات شمېر مقالې لیکلی او خپرې کړی دی.

د عملی څېړنو په لړ کی د ډاکټر غنی یو بل ستر کار د افغانستان د څلور سوه کلن تاریخ په باب څېړنه ده، چی له پنځلسمی میلادی پېړۍ څخه تر نولسمی میلادی پېړۍ پوری ډېر موارد پکی تر څېړنیز پوښښ لاندی راغلی دی او پوره لس کاله پرې نوموړى بوخت و.

ډاکټر اشرف غنی د خپل علمی ژوندانه په بهیر کی ګڼ شمېر نور آثار هم بشری ټولنی ته وړاندی کړی، چی زیات شمېر یې د کتابونو ځینی یې د لکچرونو او ځینی یې په بېلابېلو فورمونو کی د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو د استفادې وړ ګرځېدلی دی.

په دې وروستیو کی یې یو کتاب (ناکام دولتونه او د هغو د کامیابۍ تګلار) تر سرلیک لاندی د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون له خوا په اروپا او امریکا کی خپور شو، چی د نړیوالو مطبوعاتو له لاری پرې تاوده بحثونه تر سره شول.

ښاغلی ډاکټر غنی د ٢٠٠١ میلادی کال د سپټمبر له یوولسمی وروسته چی په افغانستان کی د یوې بلی بېساری غمیزی د راپېښېدو وېره وه، له نړیوال بانک څخه بې معاشه رخصتی واخیسته او په آزادو مطبوعاتو کی یې یو لړ مقالې چاپ کړې او په لسګونو مرکې یې نشر ته وړاندی شوې.

په داسی حال کی چی نړۍ د افغانستان په اړه له ژور تشویش سره مخامخ وه د ملګرو ملتونو د هغه وخت سر منشی ښاغلی کوفی عنان له ښاغلی ډاکټر غنی څخه غوښتنه وکړه چی د افغان مسئلې د حل لاری د موندلو په منظور دی د دې سازمان له یوه لوړ پوړی چارواکی او د افغانستان لپاره د با صلاحیته استازی ښاغلی لخضر ابراهیمی سره د ځانګړی سلاکار په توګه په کار پیل وکړی، ډاکټر غنی دا وړاندیز ومانه او د همدې پرله پسې هڅو په نتیجه کی وتوانېدئ، چی د بن د موافقې په ترتیب کی ونډه واخلی او نړۍ وپوهوی چی افغانان کولاى شی د خپل عنعنوی دود یعنی لویی جرګې په چوکاټ کی ورپېښی ستونزی آواری کړی او له هغه سیمه ییز ګروپ څخه چی د ټول هیواد استازیتوب نه شی کولاى قدرت د همدې میکانیزم (جرګې) له لاری ملت ته انتقال کړاى شی، چی د همدې پوهاوی په نتیجه کی د مراحلو ټاکنه وشوه او ور پسې موقته اداره منځته راغله.

ښاغلی ډاکټر اشرف غنی احمدزی د موقتی ادارې تر ختمېدو یوه میاشت وروسته د افغانستان لسو ولایتونو ته کاری سفرونه وکړل او روان حالات یې تر څېړنی لاندی ونیول، په همدې وخت کی یې د افغانستان د هغه مهال د ادارې په غوښتنه د ملګرو ملتونو د سازمان او نړیوال بانک ته استعفا ورکړه او له هر ډول مالی امتیاز پرته د ولسمشر ځانګړى سلاکار مقرر شو.

یوه موده یې په پوره بریالیتوب دا دنده پر مخ یوړه او وروسته بیا په افغانستان کی د مرستو د انسجام د ادارې مشر وټاکل شو، ښاغلی غنی په دې اداره کی د پام وړ کارونه سرته ورسول، د ساری په توګه ویلاى شو چی لومړى یې د ملی بیا رغونی سر تاسری بنسټونه او اصول وټاکل، ورپسې یې د هغه کال د حمل په میاشت کی د مرستو د جذب نړیوال کنفرانس ته چی په کابل کی جوړېدئ تیارى ونیوئ، په دې کنفرانس کی ډاکټر غنی نړیوالو ته د افغانستان د حکومت او خلکو لومړیتوبونه په ګوته کړل او یوه سالمه مهالنۍ تګلاره یې وړاندی کړه.

تر کنفرانس وروسته نوموړى د یادی شوی ادارې له خوا بېړنۍ لویی جرګې ته د مالیې د وزیر په توګه وپېژندل شو، چی جرګې دا وړاندیز ومانه او ښاغلى ډاکتر اشرف غنی د انتقالی دورې د مالیې د وزیر په حیث مقرر شو.

د هېرولو نه ده چی دا وخت د افغانستان مالی او پولی سیاست جګړو دومره ځپلى و، چی د نړۍ په کوم بل هیواد کی یې سارى نه شو لیدل کېداى، خو ډاکټر غنی وتوانېده چی د ګمرکونو او عوایدو په مرکزی کولو کی د امنیت شورا فیصله یوازی په شپږو اونیو کی عملی کړی او د پولی او مالی سیاست په برخه کی بنسټیز اصلاحات رامنځته کړی. د دې ترڅنګ یې د هیواد عمده ولایتونو ته سفرونه وکړل او د ملی پیوستون، مخابراتو او صحی پروګرامونو په ترتیب او له نورو وزارتونو سره د اړیکو په تنظیم کی یې اغېزمن رول ولوباوه، د هیواد په دننه کی یې د مالی چارو د تنظیم په موخه کاری پلانونه ترتیب کړل او له هیواده بهر یې هم د نړۍ د خبرولو لپاره د یادولو وړ ګامونه واخیستل، چی یو مهم کار یې د توکیو کنفرانس لپاره افغان دولت ته د یوې داسی بیانیې او پروګرام تیارول و چی نړۍ یې له افغانستان سره د مرستی کولو ته قانع کړه. ورپسې د برلین د کنفرانس وار راغئ، او دا وخت نړۍ غوښتل افغانستان ته یوازی یو میلیارډ ډالره مرسته ورکړی، اما د وخت د مالیې د وزیر پرله پسې هڅی وې چی نړۍ حاضره شوه، په هماغه کنفرانس کی له افغان حکومت سره د ٢، ٨ میلیارډو ډالرو مرستی ژمنه وکړی، په عین حال کی نړۍ دا هم ومنله چی په افغانستان کی ٥، ٢٦ میلیارډو ډالرو بهرنۍ پانګونی ته اړتیا ده، د افغانستان په ټول تاریخ کی دا یو بېسارى کنفرانس و چی یو نېستمن او جګړه ځپلی هیواد وکولاى شول، خپل د بیا رغونی پروګرامونه وړاندی کړی او نړۍ پرې قانع کړی.

د پورتنیو ښو کارنامو په پایله کی په ٢٠٠٣ میلادی کال ښاغلى ډاکټر غنی د آسیا د ممتاز او کامیاب مالیې وزیر په توګه وپېژندل شو، چی د کال د وزیر جایزه یې هم ترلاسه کړه. وروسته د انتقالی دولت دوره پایى ته ورسېده، خو ډاکټر محمداشرف غنی ونه غوښتل چی په بله کابینه کی ګډون وکړی او د لوړو زدکړو د بهیر د اصلاح په منظور یې د کابل پوهنتون د بیا رغونی چارو ته مخه کړه. پوره یو کال یې د کابل پوهنتون له استادانو او محصلینو سره کاری لیدنی کتنی وکړې او په دې چوکاټ کی یې د اساسی جوړونی پایله ترلاسه کړه، چی یوه اندازه لومړنۍ او ضروری مرستی ترلاسه شوې.

ډاکټر اشرف غنی احمدزى په ٢٠٠٦ کال د نړیوالو مطبوعاتو له لاری د ملګرو ملتونو د عمومی سرمنشی د کاندید مرحلې ته د سرمنشی په توګه مطرح شو او بیا د افغان حکومت له خوا دا وړاندیز رسماً هغې ادارې ته وړاندی شو.

په ٢٠٠٧ کال د ده نوم بین المللی مطبوعاتو د نړیوال بانک د رئیس په حیث وړاندی شو.

نوموړى چی تېر دوه کاله په سفرونو بوخت و، په یو شمېر نړیوالو مواردو کی یې څېړنی ترسره کړې، چی همدا اوس یې د (ناکام دولتونه او د هغوى د کامیابۍ تګلاره) تر سرلیک لاندی یو کتاب له چاپه راوتلى او په نړیواله کچه د ډېرو سترو علمی او تحقیقاتی مراکزو او مطبوعاتو له خوا پرې بحث روان دئ.

ډاکټر غنی په تېرو دوو کلونو کی د نړیوالو موسساتو په غوښتنه د سوډان، کوسوو او نیپال دولتونو ته مشورې ورکړی دی.

همدا راز ډاکټر صاحب له یوې بلی تحقیقاتی او مشورتی موسسې سره چی د معاصرو دولتونو جوړېدو د ادارې په نامه منځته راغلې دنده پر مخ یوړه، دا موسسه د کامیابو دولتونو هغه تجربې او تګلاری چی د ناکامو دولتونو له ځینو شرایطو سره سمون خوری او ناکام دولتونه ورته اړتیا لری، تر څېړنی لاندی نیسی.

دا چی ډاکټر غنی په تېرو څلورو کلونو کی له دولته بهر و په ډېرو نړیوالو کمېسیونونو کی یې برخه اخیستې چی له هغې جملې څخه یو د ملګرو ملتونو د قانون له نظره د بېوزلو خلکو بسیا کول نومېږی. په دې موده کی نوموړى د امریکې د وکیلانو د نړیوال عدالت په پروګرام کی د قانون د حاکمیت د پروژې د عالی مشورتی کمېټې غړى و، همدا رنګه د بروکنګ د موسسې (په نړۍ کی د امن او سولی د راتګ) د پروژې د عالی کمېټې غړیتوب یې هم درلود. او د دې په خوا کی یې نوری ډېری بشری چاری هم سرته رسولی چی د ټولو بیانول په دې لنډه لیکنه کی ناممکن دی.

ښایی دا ساده مسئله نه وی چی ښاغلی غنی لس کاله د افغانستان په څلور سوه کلن تاریخ او تېرو هېرو واقعاتو پسی پلټنه کوله او تر دې وروسته یې بیا د دغه زخمی هیواد د زخمونو د درمان لپاره تر خپله وسه لسیزی مبارزه کوله، بلکی د دې هڅی او تلاښ تر شا یو فکر پروت دئ، چی ښاغلى غنی به هیڅ وخت آرام ته پرېنږدی. دا پټ او غلى احساس هغه دردوونکى کیفیت دئ، چی د شلمی پېړۍ ستر افغان جناب الفت یې هم آرام ته نه پرېښوده ویل به یې: یو پټ غلى احساس دئ چی آرام می نه پرېږدی

پر اور می کړوی، لکه چی خام می نه پرېږدی

ډاکټر غنی د افغانی ټولنی له روایت او ثقافت څخه الهام اخیستى و، چی کلونه یې د دې ټاټوبی د صوفیه کرامو د پېښلیک او ژوند او اند په راسپړنه تېر کړل، او لا تر اوسه هم د دې هیواد په اساسی مطالعه او څېړنه بوخت دئ.

لاس ته راوړنې
همدا راز سږکال د امریکا د تفت پوهنتون ښاغلی ډاکټر اشرف غنی ته د نړیوال وطندار تر عنوان لاندی د نړۍ ډېره ممتازه جایزه ورکړه، باید وویل شی چی دا جایزه د نړۍ ډېرو کمو خلکو اخیستې، چی دا ځل یې یو افغان پروفیسر په اخیستو ونمانځل شو. 
هارون اتمر

د خپراوی نیټه شنبه 1389/02/4    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()