لیکوال: عوزیر الله ستانکزی

لومری برخه

پښتو ژبه چی د آریایی ژبو پوری اروند یوی لوی ژبه ده  او نږدی د 60 ملیون ویونکی خاوند دی  چی په آریایی ژبو کښی پس له پارسی نه تر تولو لوی ژبه ده   په  ختیځ  آریایی ژبو کښی  پښتو یواڅنی ژبه ده چی نن سبا په کښی ښوونه او روزنه کیږی  او په  یو هیواد ( افغانستان ) کښی د رسمی ژبی حیثیت لری او په کښی لیک او لوست کیږی او په یو لوی کچه کښی په رسڼیو کښی استعمالیږی ددی ژبه فرهګنی ساحه د اباسین څخه تر آمو سیند او د نورستان او پامیر غروڼو نه د عرب تر سمندرګی پوری  رسیږی د پښتو ژبه فرهنګی ساحه نن پر څو ټوتی باندی ویشل شوی ده  خو په عمومی دول مونږ  پښتو ژبو په دوه کتګوری کښی ویشو

لومری هفه پښتنو چی په لر او بر پښتونخوا کښی اوسیږی او دا سیمه په ختیځ کښی له نورستان او چترال  او اباسین څخه پیل او تر شیڼدڼد هرات  او سیستان پوری رسیږی او په سهیل کښی د پیښین  بولان کوټه او چاګی څخه  نیولی او په شمال کښی تر تګاب کابل وردک غزنی او د غور او هزاره پوری رسیږی  او دا لوی پښتون میشتی سیمی چی یو بل سره ترلی ده د پښتونخوا په  نارسمی نوم یادیږی چی په دری سیمی کښی ویشل شوی ده  لومری برخه یی په افغانستان کښی پورټ دی چی ددی هیواد د ۳۴ ولایات څخه  کابو ۱۸ ولایت په بر نیسی او نږدی ۱۸ ملیون وګری لری   دوهم برخی چی د خیبر پښتونخوا په نامه یادیږی د پاکستانی استعمار تر ولکی لاندی ده چی د ددی سیمی وګری تر ۲۵ ملیون پوری رسیږی  دریم برخی د بلوڅستان صوبی پوری ترلی پښتون میشتی سیمه ده چی د جنوبی پښتونخوا  به نارسمی  نوم مسما دی  او په بلوڅستان کښی پښتنو د صوبی ۵۰ سلنی وګری جوری او شمیر یی تر ۶ ملیون پوری رسیږی 

دوهم هغه پښتنو دی چی د پښتونخوا نه  بهر اوسیږی  او د پښتونخوا  نه بهر  پښتون میشت سیمه  به لند دول دا ده

شمالی افغانستان کښی پښتون میشت سیمی له کیلګی دښت څخه نیولی تر دهنه غوری مرکزی بغلان پیل او تر تر کندز تخار او سمنګان جوزجان تر بادغیس  پوری رسیږی چی په دی سیمه کښی بغلان کښی ۳۵ سلنه کندز کښی ۶۸ سلنه  تخار کښی ۹ سلنه  سمنګان کښی ۱۰ سلنه بلخ کښی ۲۵ سلنه سرپل کښی ۱۵ سلنه جوزجان کښی ۱۰ سلنه او باد غیس کښی ۴۰-۵۰ سلنه  پښتنو میشت دی  او په دی سمیی کښی پښتنو د لږکیو په شان شپه سبا تیروی په ددی سیمو پښتو ژبی وګری د کوچیانو سره د ۴-۶ ملیون تنه پوری رسیږی او دا خلک په غالب توګه خپل ژبی عادات او فرهنګ ساتلی ده 

د پاکستان په پنجاب ایالت کښی پښتنو د ۷-۱۰ سلنه وګری جوروی په دی سیمه کښی پښتو ژبه او فرهنګ  دیر په  ژور توګه د هندی ژبی او کلتور د  یرغل لاندی ژوند کوی او یو لوی سلنه  پښتنو خپل ژبی له لاس ورکری ده  خو د پښتون په نامه څپل هویت تر اوس پوری ساتلی ده

د پاکستان په سند ایالت او په ځانګری توګه د کراچی ښار په شاوخوا کښی یو لوی تعداد پښتنو ژوند کوی خو دوی د خپل د ژبی په ساتلو کښی لږ تر لږ بریالی دی

په هندوستان کښی پښتون میشت سیمی د اوترپرادیش  ګجرات  دکن او نور ایالتونو کښی پروت دی چی به دی هیواد کښی یو دیر سلنه پښتنو خپل ژبی هیر کری دی  او یوازی د پټان په نامه څپل پیژندګلوی کوی او په هندی ژبه خبری کوی د دوی شمیر په تخمینی توګه به تر ۸ تر ۱۰ ملیون پوری په تول هندوستان کښی رسیږی

د سیمه نه بهر په عربی متحده امارات  سعودی عرب  د عربی خلیج په هیوادونو کښی په اوروپایی هیوادوڼو شمالی امریکایی او آسترلیا کښی هم پښتو ژبی تولڼی شتون لری چی نن سبا  په پښتو کښی یو زیات شمیر فرهنګی هڅی  د اروپا میشت او امریکا میشت پښتنو لخوا تر سره کیږی (په ځانګرتوګه په دیجیتالی رسڼیو کښی ) د دوی شمیر به تر ۳-۵ ملیون کسه رسیږی چی د آسیا له لوی وچی څخه نیولی تر اروپا لاتین امریکا  شمالی امریکا استرلیا او افریقا پوری استوګن دی

اوس چی  د  پښتو ژبه فرهنګی ساحه پښتون میشت سمیی او په نری کښی د پښتنو د ستوګن سیمیی جوټه شوه نو مونږ په هر سیمه کښی په جلا توګه د پښتو ژبی حالت او پرمختیا په باره خبری کوو.

۱ : افغانستان

افغانستان یواځنی هیواد دی چی پښتو په کښی د رسمی او دولتی ژبی په توګه  پیژندل شوی ده  او ددی هیواد په تول پښتون میشت سیمی کښی  ښوونه او روزنه په پښتو ژبه کښی تر سره کیږی  برسیره د پښتنو نور لږکیان لکه نورستانیان  پشه یان بلوڅان  براهویان اورمران او هغه تول قومونه چی د افغانستان په سهیل او  ختیځ کښی ژوند کوی په پښتو ژبه کښی لیک او لوست کوی  او تول رادیویی تلویزونی خپرونی  رسڼیو  او سواګری راکری ورکری په پښتو ژبه تر سره کیږی

د افغانستان هغه ولایات چی له نوی څخه تر سل په سلنی پښتو ژبی بلل کیږی

۱-ننګرهار  ۲- کنرونه  ۳- لغمان ۴- نورستان (اکثر نورستانیان خپل ژبی هیر کری دی او په پښتو خبری کوی) ۵- پاکتیا    ۶- پکتیکا   ۷- خوست  ۸-  لوګر    ۹ – زابل   ۱۰- کندهار   ۱۱ هلمند  ۱۲- روزګان  ۱۳- نیمروز   ۱۴- فراه  ۱۵- میدان وردګ

په نور ۱۹ ولایت کښی د پښتو ژبی سلنی په تخمینی دول په لاندی توګه ده

۱۶-غزنی ( ۶۰)     ۱۷- دایکڼدی (۲۰ سلنه )  ۱۸- بامیان (۰ سلنه )  ۱۹- غور (۱۰ سلنه )    ۲۰- هرات (۳۰-۴۰ سلنه )  ۲۱-  کابل (۳۵ -۴۰ سلنه ) ۲۲-  بغلان کښی( ۳۵ سلنه )  ۲۳-  (کندز کښی ۶۸ سلنه)  ۲۴-  (  تخار کښی ۹ سلنه)  ۲۵-  (  سمنګان کښی ۱۰ سلنه) ۲۶-  ( بلخ کښی ۲۵ سلنه)  ۲۷-   ( سرپل کښی ۱۰ سلنه)    ۲۸- ( جوزجان کښی ۱۰ سلنه)   ۲۹- ( باد غیس کښی ۴۰-۵۰ سلنه)    ۳۰-   بدخشان ۲-۵  سلنه (کوچیان)   ۳۱-  پنجشیر ۵ سلنه (کوچیان)    ۳۲- پروان (۳۰ سلنه )  ۳۳- کاپسا ( ۳۵-۴۰ سلنه )  ۳۴- فاریاب (۱۰-۱۵ سلنه )

 په افغانستان کښی د پښتو ژبه د وډی او پراخټیا څرنګوالی او تاریخ به دوهم برخه کښی وڅیرل شی

د خپراوی نیټه دوشنبه 1389/03/10    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()