( حامد ک – ل )

 نږدې دوه اوونۍ وړاندې دصهیونیت غاصب رژیم په فلسطین كې '' مسجد ابراهیم '' اومسجد بلال بن رباح شهید كړ، یرغلګریهود دمسلمانانو دځمكو اوكورونو په زوره قبضه كولو وروسته لګیادی دمسلمانانو شته مساجد په شهادت رسوی، اودهغوى تقدس پایمالوی ! اوپه دې توګه خپل كرغېړن وحشت ښكاره كوی !!

بل لورته اسرائیلی دولت دټولو مروجه نړیوالو قوانینو څخه په سرغړونه په بیت المقدس كې دیهودو لپاره دنویو كلیو جوړولو کارپیل كړى ! ملګرو ملتونو په تاریخ كې دامنیت شورى څومره پرېكړه لیكونه اوغوښتنې چې اسرائیل لغوه اوبېهوده ګڼلی بل هیڅ تهذیب اوتمدن خاوندانو نه دی كړی ، په دې وروستیوكې داسرائیل صدراعظم ددې څخه په څرګندو ټكیو كې انكار كړی چې ګڼې بیت المقدس قبضه اواشغال شوې سیمه ده ، دفلسطین په خاورې قابض یهود دعوه لری چې فلسطین ددوى پلازمینه ده ، له دې وجې پكې دنویو كلیو جوړول خپل حق بولی ! داسرائیلو صدراعظم په امریكاكې یوې غونډې ته دوینا پرمهال څرګنده كړې چې بیت المقدس به خامخاداسراییلی دولت پورې تړلى ښار وی! اویهودو ددرى زره كلونو راهیسې بیت المقدس جوړ كړی اوپه راتلونكی كې به هم دغه لړۍ روانه وی ! په همدې توګه واشنګټن هم داسرائیل ددې عزایمو ترشا په كلكه ولاړدى اوترې ننګه اوملاتړ كوی .

یهود دنړۍ هغه قوم دى چې دڅوزره كلونوراهیسې په دنیاكې درپه در خاورې په سرګرځېدل دنړۍ دهیڅ یوه هیواد خلكو ورته پناه نه وركوله نږدې څه نیمه پېړۍ وړاندې په فلسطین كې سره راټول شول اوپه مسلمانانویې یرغل وكړ، اودځینو ښارونو دنیولو وروسته یې دخپل دولت بنسټ كیښود .

كه په حقیقت كې وڅېړل شی دیهود ټول دچل ،فریب، دوكې، فراډ، چالاكې ، ظلم ،جبر او ووحشت څخه عبارت دی دهمدې بدوعادتونو له وجې لومړى دپرتګال خلك دېته اړشول چې پرضدیې راپورته شول اودخپل هیواد څخه یې وشړل، بیا ورپسې دهسپانیې خلك راولاړشول اودخپلې سیمې اوخاورې یې ووېستل، په  1290  ز كې انګلستان  دېته اړشو چې دیهودو شتون نور په خپله خاوره ونه زغمی، او پرضدیې سخت ګامونه پورته كړل په همدې توګه په 1444 ز كې هالینډ هم دخپلې خاورې څخه تبعیدكړل، په شپاړسمه پېړۍ كې روسیې هم ترې خپل هیواد وزګار كړ، دلومړی نړیوال جنګ څخه وروسته جرمنی هم ترې خپله خاوره اوخپله سیمه وزګاره كړه ! لنډه داچې تر 1948 پورې دخپلو بدوكړنو له وجې یهود په ټوله نړۍ كې منفور قوم وو اودټول بشریت په وړاندې شرمنده او سپك ګټل كېدل .

د 1948 ز څخه تر  1967 پورې ډېر كراركرار خودپوره پلان لاندې یهودو دفلسطین اړونده سیمې نیولی تردې پورې چې یوه برخه فلسطین یې ونیوه! كله دجنګونو له لارې دبیت المقدس خواته نږدې كېدل، خوچې هركله به مسلمانان په جنګ كې برلاسی اودوى كمزوری شول سملاسی به امریكا راوړاندې شوه جنګ بندی اوربند به یې اعلان كړ، خوچې كله به دې شیطانی استعمارلیدل چې دوى ( یهود) په جنګ كې قوی اومسلمانان كمزوری شول نواسرائیل به یې نورو بریدونوته هڅاوه او دابه یې دهغوى مشروع حق ګاڼه اوترې ننګه اوپلوی به یې كوله ،

په دې سره به یهودوداچانس ترلاس كړ چې ځانونه دجنګ لپاره په ښه توګه تقویه كاندی ! اودامریكاپه دریمګړیتوب دمذاكراتو بهیر له پیلولوڅخه به اسرائیلو دخپل دولت درېښوټینګولو لپاره اعظمی فرصت ترلاسه كړ،او ددې لارې به یې دفلسطین دمسلمانانو پښې پرېكول شروع كړل ! دداسې دروغژنو مذاكراتو په پلمه یهود په دې وتوانیدل چې بیت المقدس، غزه ، دجولان غرونه او داردن غر بې سیمې ترخپل كنترول لاندې كړی داسرائیلو دصدراعظم تازه اعلان ددې خبرې ښكارندویی كوی، چې دخپل دولت دپلازمېنې په توګه دبیت المقدس ګرځولو لپاره یې هرډول پلانونه ترغورلاندې نیولی !

اودغه اعلان دهغه پلان دپیل برخه ده چې اسرائیل غواړی چې په هره بیه وی ټول فلسطین ترخپل شیطانی بیرغ لاندې كړی ! اوبیا په دویم ګام كې دټولې نړۍ دنیولو په پلان كارشروع كړی چې دهغه پلان لومړۍ برخه دنیل څخه نیولې ترفرات پورې دپراخ اسرائیلی دولت جوړولو هوډ دى ، نو په دې توګه اوس اسرائیل تیارى نیسی چې القدس په بشپړه توګه ترخپل واك لاندې اعلان كړی ! اوپه دغه ښاركې دمسلمانانودتاریخ ټول یادګارونه ونړوی ! اوپه ډېرلږ وخت كې هلته مېشت مسلمانان له هغه ښاره تبعیداووشړی !

دمسجدونو په شهادت رسول ددې ښكارندویی كوی چې دفلسطین شخړه كومه سیمه ایزه اوعلاقیه یی بڼه نه لری داخالصتاً دینی اوعقیدوی جنګ دى ، ورځ په ورځ داسرائیلو مخ په زیاتېدو دنفوذ ددې خبرې روښانه ثبوت دى چې دیهودو سره هرډول خبرې اترې اومذاكرات بې معنى دی ! كه هرڅومره سفارتی اودیپلوماتیكی هلې ځلې وكړاى شی له دې پرته چې مسلمان په زیان اوتاوان واړوی بل هیڅ ګټه نلری یهود نن دلوى اسرائیل جوړولو نارې وهی ! اوپه دې كې دډېرستم وړ داده چې دعربو په غېږه كې ناست دی عرب ګواښی ! په مقابل كې دمسلمانانو دچارواكو دبزدلی داحال دى چې هغوى داسرائیل ددې ټولو نارواوو په مقابل كې چوپه خوله دی ، اوپه پټو سترګو داسرائیل اوامریكا پسې زغلی !

د خپراوی نیټه جمعه 1389/04/25    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()