لیک: غلام محمد زرملوال

 

ځان به ویښ کړو هرې خوا ته هرې خواته رقیبان دی

یو پر بل مو سره وژنی وایی خپل یو، غلیمان دی

احمدشاه بابا

 

"په دولتی ودانیو کې ، د ولسمشر په دفتر کې او د لویو چارواکو په دفترونو  کې باید د احمد شاه بابا انځورونه لګیدلې وی او د هغه مجسمې باید دهیواد په بیلابیلو برخو کې جوړې شی چې  په دې توګه د افغانانو ترمنځ تربګنی او سیالی له منځه لاړه شی."

 

دا پراګراف د افغان ویښ ژورنالست، ښاغلی حنان حبیبزى، پر قلم د ابدالی احمدشاه بابا په هکله له یوې مقالې څخه اقتباس شوى دى چې په انګرېزی او پښتو ژبو یې لیکلې ده. حنان حبیبزى په واقعی توګه د ننګیالی افغان ملت د ستونزو ریښو ته متوجه شوى دى. حنان حبیبزى لکه د درست افغان ملت پر څېر پردې اند دى چې زموږ پر لوڼو او زامنو د له تېرو دوه پېړیو راهیسې تپل شوی روان ناورین ته د پاى ټکی ایښودل د درستو افغانانو د منلی قاید د ژوند او لارښوونو د بیا خپلولو او په رڼا کې یې پر افغانانو د تپل شوی اجنبی کلتور د ریښو د وچولو او له بېخه یستلو له لارې شونی کېداى شی.  

 

د افغان ملت ملی سمبول، احمدشاه ابدالی بابا

د انګریزانو په تاریخ كې ١٧٦١ میلادی كال "خورا غوره كال" بلل شوى دى.  په همدې كال وو چې د تاریخی معاصر افغانستان بانى، احمدشاه ابدالی، د ډیلی شمال ته د پانیپت په ډګر كې د هندوانو، راجپوتو او مرهټه "عظیم ځواك" مات كړ.  د مرهټه فدراسیون چې د هند په نیمه وچه كې خورا لوى ځواك و، وځپل شو.  پدې موكه په هندكې د مغُلو د یوسل اتیا كلنې امپراتوری موثر ځواك هم كاواكه و. د اتلسمې پیړۍ له پیل سره د مغُلو امپراتوری، چې په ١٥٢٦ كې د بابر قدرت ته په رسیدلو پیل او په ١٧٠٧ كې د اورنګزیب له مړینې سره له پښو ولویده، په دوه برخو ویشل شوې وه. د هغې پیاوړې برخه، "نظام حیدراّباد"، پر مركزی هندوستان نیمه-حكومت كاوه. په ١٧٣٨كال د پارس لښكرو په شمالی هند باندې د یرغل په پایله كې د ډهلی ښار ویجاړ او د مغلو "تخت طاوس" یې له ځان سره تهران ته یووړ. په سیمه كې بیله افغانستان څخه د هند د كابو كولو د پاره بل قدرت پاتې نه و. هندی مسلمانو شهزادګانو او هندی راجګانو د هندوانو له استبداد څخه د ځان ژغورلو لپاره احمدشاه ابدالی ته د مرستې د امید سترګې ور اړولې.

 

د برتانیا ختیځ هند شركت  (East India Company)  چې په 1615 كال په هند كې د مغُلی پاچا جهانګیرله خوا د تجارت جواز وركړ شوى و، له خپل بل اروپایی تجارتی رقیب، فرانسې، سره په مقابله بوخت و. دهغوى ترمنځ د یو لړ نښتو په نتیجه كې، انګریزان په فرانسوی شركت برلاسی شول او تر ١٧٦٣ كال پورې یې په ختیځ بنګال او د هند سهیل ته د مدراس په اركوټ سیمه كې د پښې ایښودلو ځاى وموند. تردې نیټې پورې انګریزی او فرانسوی سوداګرو د خپل تجارت په اړه له هندی چارواكو څخه اجازه ترلاسه كوله، خو د فرانسویانو له ماتې وروسته دا وضع په بدلیدو وه. انګریزی تاریخونه لیكی چې ".. په مدراس كې د انګریز او فرانسې نښتو په ډاګه كړه چې ددې دوه اروپایی شركتونو ترمنځ په نښتو لاس پورې كولو ته كوم ضرورت نه و ځكه چې پخپله د هند مشران – د خپلمنځې شخړو له کبله چې د بهرنیانو له خوا هڅول کېدې –  په خپله پدې هڅه كې وو چې كوم بهرنى ځواك یې اشغال كاندی او ساتنه یې وكړی.."

 

په ١٧٦٥ عیسوی كال كې مغُلی امپراتور د بنګال پرنګی ګورنرجنرال، رابرت كلایو، ته په بنګال كې د مالیې د ټولولو واك وركړ او پدې توګه د "ختیځ هندشركت"، چې لا تر همدې نیټې پورې یواځې یو "پساری" کمپنۍ وه، د "هندوستان د سیاست برخه وګرځید"، او پر ګرد هند د ولكې موندلو په لټه كې شو. نو لدې كبله و چې د شرق الهند شركت احمدشاه درانى، چې یواځنى سیمییز ځواک و چې د هند مسلمانان پرې ډاډه او د مرستې غوښتلو لاسونه یې ورغزول، د خپلو نیتونو او پروګرام په مقابل كې خنډ باله. پرنګیانو په سیمه كې دیوه پیاوړی افغانستان شتو ته په تشویش سره كتل.  برتانیا پدې پوهیدله چې كه ډیلى د افغانانو په ولكه كې پاتې شو، نو پر ټول هند د برتانیا د حاكمیت شونتیا به خورا كوچنۍ وه.  اندری سنګر د خپل كتاب، "د خیبرڅښتنان"، په ٣٩ مخ كی لیكی چې ابدالى احمدشاه: "… پارسیانو، هندیانو او برتانوی کالونی جوړوونكو ته ښودلې وه چې پښتانه داسې یو ملت دى چې په هغه كې دوى ته د ګواښ پوتانشیل شته، باید ورڅخه وویریږی او مخنیوى یې وكړی…"[1]

 

د شپږویشت كلنی سلطنت په بهیركې، احمدشاه ابدالی، له هغه نه وروسته چې د اموسین، سیستان او اباسین ترمنځ یې د افغانستان طبعی ملی سرحدونه ټینګ كړل، په هند او پارس باندې یې نهه ځله یرغلونه وكړه.  د هر یوه بری په نتیجه كې یې فتح كړې سیمې بیرته اكثراً ماتو شویو شهزادګانو او حكمرانانو ته پریښودلې او پخپله وطن ته راوګرځید. د علامه اقبال په وینا:

از دل و دست ګهر ریزى كه داشت

سلطنت ها برد و بى پروا ګذاشت

 

د افغانستان د معاصر تاریخ ځنې څیړونكی دا خبره، چې احمدشاه درانی په ګټلی هند كې د افغان واکمنۍ ستنې نه وې ټینګې كړې، د نوموړی "ستره سیاسی غلطی" بولی. او پداسې حال كې چې په هند كې د مغلو امپراتورى مخ په زوال وه، د هندوانو د ستر ځواك، مرهټه و، د ماتې په نتیجه كې او خپل هیواد ته د احمدشاه درانی له ستنیدو څخه وروسته هغه سیمه بې سرپرسته او بې سرنوشته پاتې شوه. د افغان درانی ځواك له خوا په پانی پت كې د مرهټه و د پیاوړو لښكرو د ماتې په اړه یو انګریز تاریخپوه، براین لاپینګ په خپل كتاب، "دامپراتوری پاى"، كې لیكی چې: ".. افغانانو په ١٧٦٠  كال د پانی پت په جګړه كې د هند ټول پوځی ځواك، چې راټولولى یې شو،  مات كړ. افغانان هم له هند څخه ووتل او په دې توګه په شمالی هند كې د قدرت خلا منځ ته راغله چې د راتلونكو څلویښتو كلونو د پاره هیڅوك د  هغې په ډكولو ونه توانیدل.."[2]

 

 نو ایا ولې احمدشاه درانى چې د ده د فهم او كفایت په نتیجه كې د افغانستان قبایلی سیستم د لومړی ځل د پاره په یوه پیاوړی ملی بنسټ بدل شوى و، داسې سیاسی غلطی كړې وه؟  ددې پوښتنې په ځواب كې دا خبره د یادولو وړ ده چی، كه څه هم له ښکیلاکی منطق سره پورتنى اعتراض پرځاى څرګندیږی، مګر احمدشاه ابدالى د امپراتوری د جوړولو خوبونه په سر كې نه روزل.  په واقعی توګه د اسلام، مسلمانانو او بشریت په خدمت كې ولاړ او هر ځل په هند کې د مسلمانانو له خوا بلنه ورکول کېده چې پرې د پیاوړی غلیم د استبداد پر وړاندې د هغوى مرستې ته ورشی. احمدشاه ابدالی خورا مومن او متواضع انسان و، د ښکلې پښتونخوا د غرونو په مینه یې د ډیلی تخت هېراوه، او ورته ".. پښتون پاتې كیدل تر دې چې د یوه فاسد پادشاه په توګه فاسد جلال ته مخه كړی، زیات د اهمیت وړ وو.  د ده د ملت، افغانانو، په نظر داسې فاسد جاه او جلال له پارسیانو او مغلو سره ښه زیبیده"

 

احمدشاه ابدالى د امپراتوری د جلال خوبونه نه لیدل.  د نوموړی یوه خورا نامتو مقوله چې "په نړۍ كې هیڅ سیمه هم د هغې ځمكې ځاى نشی نیولى چې انسان هلته پكې خاپوړې كړې وی" د ده په هكله دا اثباتوی چې لومړى افغان و، او بیا وروسته امپراتوری جوړوونكى"[3]  په پښتو ژبه یې شعر لیكه، او اشعار یې ټول حماسی، د وطن په مینه او افغان ملت ته د ویښتیا او یو كیدو په پیغامونو رنګین وو:

ځان به ویښ كړو هرې خوا ته هرې خواته رقیبان دی

یو پر بل مو سره وژنی وایی خپل یو، غلیمان دی

 

په هند كې د ده چالچلن په دې نیمه وچه كې مسلمانانو ته د ښیګړو رسولو په غرض ولاړ و، او بیله استثنا په ټولو مواقعو كې په هند باندې د ده یرغلونه د هغو تیریو په ځواب كې وو چې كفارو په مسلمانانو كول.  هرځل به چې ظاهراً داسې تیری سر ته ورسیدل، نو احمدشاه درانی به هم خپله دنده سرته رسیدلې وبلله او لدې كبله یې د افغانستان د امپراتورى د جوړولو هڅه نه كوله.

 

احمدشاه ابدالى بابا خپل ټول ژوند د خپل ولس خدمت ته وقف كړى و او پدې لیار كې بریالى و.  غلام محمد غبار د "افغانستان در مسیر تاریخ" په ٣٥٧ مخ كې لیكی چې د افغانستان اولس احمدشاه ته د ده د خدمتونو او شخصی تقوى له كبله بابا او غازی وایه.  ځكه چې احمدشاه یواځنى پاچا و چې تاج یې په سر نه ایښود، پګړۍ یې تړله، چپن او موزې یې پښو كولې او د تخت پرځاى پر ځمكه كیناست … د خلكو د قضایاو په حل او فصل كې یې له انصاف څخه كار اخست او له هغو قوانینو څخه  چې پخپله یې وضع كول جداً پیروی كوله.  حریص نه و او د خپل سلطنت په اوږدو كې یې له تجمل او عیاشی څخه كار وانخست.  په هیڅ جګړه كې یې له دښمن څخه تیښته نه وه كړې، او د خپل ملت سره یې په تواضع او نرمی چالچلن كاوه.  په مجازاتو كې یې د انسان د غړو پریكول او په تشریفاتو كې یې خشوع او ټیټیدل تحریم كړی وو. د سلطنت په چارو كې یې د خپلې كورنۍ غړی له لاسوهنې او ونډې اخستلو څخه منع كړی وو او یواځې یو زوى، تیمورشاه، یې د جهان خان پوپلزی تر لارښوونې لا ندې د حكومت او نظامی چارو د زده كولو د پاره روزه. د كندهار ښار یې اباد او د هیواد پایتخت و.

ډاکتر ګنداسنګه، چې د احمدشاه درانى د ژوند په اړه یې کتاب لیکلى او سرمحقق مرستیال نصرالله منګل سوبمن هغه ژباړلى، د دې کتاب په سریزه، ٣٠ مخ کې، لیکی چې ".. یوه سیک ته به ښایی دا عجیبه وبرېښی چې د یوه افغان اتل په  باب په دومره خوشېنی څه ولیکی.  د تاریخ یو متوسط شاګرد، سیکان او افغانان یوازې د دښمنانو په حیث پېژنی ... څنګه چې د احمدشاه درانی د ژوند بیان پرته له دې چې د افغان سیمو د وحدت او استحکام لپاره د ده هڅې شرح کوی، په پنجاب کې د تفوق په غرض د افغانانو او سیکهانو مبارزې ښیی. نو د هغې له مخې یو سیک کولاى شی په اتلسمه پېړۍ کې د افغان "امپراتورۍ جوړوونکی" هیلې او صفات په خاصه او ځانګړې توګه درک او تقدیر کړی...

 

پینځه ویشت کاله پخوا چې د شمالی هند د اتلسمې پېړۍ د تاریخ په پلټنه او څېړنه لګیا وم، احمدشاه د لومړی ځل لپاره د منځنۍ اسیا د یوې سترې تاریخی څېرې په توګه په ما اغیزه وکړه. زه د ده پرخلاف د تعصب له مخې رالوى شوى وم او ماته یواځې دا رازده شوی وو چې دى یو داړه مار او لوټمار مشر دى چې د ولجې لپاره په هند راښکته شو او په ټنونو هندی سره زر او په زرهاو هندی مریان یې افغانستان ته له ځان سره یوړل. خو هر څومره چې مې د ده په باب زیاته مطالعه وکړه هغومره د هغه د سترتوب خصوصیاتو[ځانګړنو] په ما ژوره اغېزه وکړه او زما ذهن ته یې پخپله نفوذ وموند.."

 

حتى د افغانی ناسیونالزم  او افغانانو خورا بیباكه غلیم، اولف كیرو (Sir Olaf Caroe) هم هغه هیلې او احساس نشی پټولى چې احمدشاه ابدالى د افغانانو په زړونو او رګونو كې راپارول.  د "پټهان" په نوم په خپل كتاب كې، كیرو لیكی چې د نوموړی " د كورنۍ نوم لا اوس هم ... د افغانانو د وفاداری احساسات راپاروی.  د نوموړی د بریاو یادونه زموږ د زمانې د لویدیځ پاكستان د هیوادپالو په ذهنونو كې هم احساسات ژوندی ساتلی دی.  احمدشاه د طبعی نبوغ  څښتن و که څه هم هغه یو نظامی سړى و، مګر نرم زړه سواند خوى یې درلود او تر كومه پورې چې شونې وه، پر جنګ یې روغې جوړې ته یې ترجیح وركوله  "

 

"ملی تاریخ، ملی دودونه، ملی نوامیس، عقاید او سمبولونه د ملتونو د جوړښت، ثبات، پرمختګ او پایښت بنسټونه جوړوی. همدا ځانګړنې د ملتونو د ژوند او مرګ ترمنځ بېلوونکې کرښې دی.  یو ولس هغه وخت له تباهۍ سره مخامخ کېږی چې د ژوند دا هډانې یې ترې وتروړل شی."

یا ربه توفیق

غلام محمد زرملوال

 

 

د خپراوی نیټه جمعه 1389/04/25    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()