د حنان حبیبزی مقاله:

 

دا زما په ژوند کې لومړی ځل وو چې  د احمد شاه بابا د زوکړې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې ما ګډون وکړ. ما د لومړی ځل لپاره احساس کړه چې افغانانو خپل یو ستر لارښود هیر کړی وو او همدا لامل دی چې په افغانستان کې ملت جوړونه اوس یوه لویه ننګونه ده. هغه یو موټی ملت چې احمد شاه بابا ترشا پریښی وو ،اوس د تاریخ تر ګردو بدې څپې زغمی.

 

په لندن کې  دشاه محمود دستو خیل په نامه د یو افغان زده کونکی په مشرۍ دبرتانیا میشتو افغان زده کونکو یوې ټولنې دا نوښت وکړ او دغه ملی  لارښود یې بیرته خپل قوم ته ور په زړه کړ . دوی  د احمد شاه بابا د زوکړې  ۲۷۸ کلیزه د ډیرې ژورې افغانی جذبې په ترڅ کې  ولمانځله. 

 

د سولې یو مبارز  ذهیب خان حبیب  هم په دغه غونډه کې ونډه لرله. دوی  په دې غونډه کې داحمد شاه بابا د کارنامو ترڅنګ د هغه شعرونه هم واورول.

 سلګونو افغانانو او  په برتانیا کې نورو ځایی او بهرنیو ټولنو استازو ، لوبغاړو، زده کونکو او هنروالو په دې  غونډه کې  ګډون وکړ.

 

 ډیرو ګډونوالو ته موقع ورکړل شوه چې خپل استعدادونه وښیی. ان  څو اروپایی نجونو هم افغانی جامې اغوستې وې او د احمد شاه بابا انځورونه یې په لاس کې نیولی وو. یوې روسیۍ پیغلې د هغه یو شعر په پښتو کې زمزمه کړ چې ټولو ګډونوالو وستایله.

 

سندر غاړو سندرې وویلې. ځوانانو اتڼونه وکړل ،د لاسونو په پړاکا سره دا هرڅه وستایل شول. خو دننه په افغانستان کې دغه ورځ یوه رسمی ورځ وه او دافغانستان بنسټ ایښودونکی د دولتی چارواکو هیر وو.

 

دلته په لندن کې دهغه د زوکړې  د لمانځغونډې پرمهال دافغانستان  روان ناورین او تاوتریخوالی په کلکه وغندل شو. د غونډې ګډونوال د خپل هیواد پر حالت غمجن  شول کله چې په یو ویډیوکې  هغه ملکی وګړی لیدل کیدل چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالی له کبله  ژوند له لاسه ورکوی. ددې ناورین لوی لامل  په جګړه ځپلی هیواد کې دقدرت تشه او د یوې بشپړې او شفافې ادارې نشتوالی دی.

 

هلته  د روانې جګړې له کبله د ملکی وګړو د ډله ییزو او انفرادی وژنو یو لړ پیښو ته اشاره وشوه او دا د بشر پر حقونو څرګند تیری وبلل شو.

په دې لړ کې په ځانګړی ډول د یو افغان سوداګر محمد اشرف دستوخیل وژنه یاده شوه چې په ۲۰۰۸ کال کې د ارګ او  دفاع وزارت  ته څیرمه په څو مټرۍ کې د پولیسو د سترګو په وړاندې ووژل شو.

 

اشرف دستو خیل د یو مخور قومی مشر ارواښاد الله نظر دستوخیل لمسی وو چې د سوداګرۍ پر کاروبار بوخت وو  او ښه نوم یې ګټلی وو.

 

احمد شاه بابا :

که موږ تاریخ ته نظر واچوو نو دا هیواد یو وخت د خپل پېر د لویې اسلامی امپراتورۍ مرکز وو.  احمد شاه بابا دغه امپراتوری رامنځته کړه. ده د نننی هند سربیره ،پاکستان، بنګله دیش ، نیپال ، له نیمایی زیات ایران او دمرکزی اسیا ځینې هیوادونه لاندې کړل او خپل سلطنت یې ور وغځاوو.

 

 احمد شاه بابا زړور  او ازمیښتکاره  مشر  وو. دی د خپل ولس پر سایکالوجی پوهیده.  له افغانی دودونو او رواجونو ښه خبر وو. ده د ولس لارښونه خپل ماموریت باله  او د همدې لپاره دی دپښتنو سیاسی او پوځی مشر وتاکل شو.  

 

دی دافغانستان لومړنی  پاچا وو چې پګړۍ  ېې پر سر کوله ، کلیوالې جامې او  موزې ېې پښو کولې او له عادی خلکو سره پر ټغر کښېناسته. ده په ټولو مهمو چارو کې له قومی مشرانو سره مشورې کولې.

 

احمد شاه بابا له کړکیچه ډک وخت کې واګې تر لاسه کړې:

احمد شاه بابا په داسې وخت کې پاچا شو چې د پښتنو د ملی یووالی  څلی د بهرنیو  دښمنانو د تېری او یرغل له لامله ویجاړ شوی وو. هرې قبیلې د اړوند  قومی مشر تر څارنې  لاندې ځانګړی قبایلی ژوند کاوه او د پښتنی  قبیلو تر منځ د ملی او قومی یووالی  رسۍ شکیدلې وې. ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو د افغانستان په کورنیو چارو کې دومره لاسوهنه کوله چې پښتانه قومونه یې  پخپلو کې سره اچولی وو.  په دغه حساس وخت کې احمد شاه بابا مشرۍ ته ورسید. ده له ټولو قومونو سره خبرې اترې وکړې . جوړ جاړی یې رامنځته کړ او د پښتنو د بیلابیلو پرګنو ترمنځ یې ټینګ یووالی جوړ کړ او په دې توګه یې د نننی افغانستان بنسټ کیښود. هغه وخت  افغانی پرګنو ته څرګنده نه وه چې ددوی د هیواد پوله چیرته ده او مساحت یې څومره دی؟ که څه هم پښتنی قومونه له پیړیو پیړیو راهیسې  په دغه سیمه کې  پراته وو، خو هیڅکله تر یو ځانګړی مشرتوب لاندې نه وو راټول شوی. احمد شاه بابا هغوی سره راټول کړل اویو هیواد یې ورته  تشکیل کړ .

 

افغانستان :

 لکه نن چې دی ، هغه وخت هم په سیمه کې بیلا بیل هیوادونه وو. هر هیواد د یو ځانګړی قوم په نوم جوړ شوی وو. په هر ځانګړی هیواد کې هغه قوم اوسیده چې د هیواد نوم یې ورسره تړلی وو. لکه په ایران کې پارسی ژبی اوسیدل. تاجکستان کې تاجک اوسیدل. په هندوستان کې هندوان  اوسیدل او د هغوی په مذهبی نوم هغه هیواد جوړ شو. په روسیه کې روسان اوسیدل. احمد شاه بابا فکر وکړ چې افغانان ( پښتانه ) باید  له خپل نامه سره تړلی  هیواد ولری .ده بیا د افغانستان لپاره پولې غوره کړې.  

 

اوسنۍ ستونزه څه ده؟:

احمد شاه بابا  له کارنامو څخه نژدې دوه پیړۍ وروسته دافغانستان له نامه سره د ایښودل شوو بنسټونو پیژندګلوی له خطر سره مخامخ شوې ده. ورځ تر بلې چې د طالبانو غورځنګ وده کوی یو لامل یې دادی چې دافغانستان اکثریت قوم احساسوی چې د ټاټوبی پیژندګلوی او هغه بنسټونه په خطر کې دی چې احمد شاه بابا غوره کړی وو . دوی بله لار نلری خو جګړې ته لاس اچوی.

 

په ۱۹۹۰ کلونو کې چې هزاره، ازبک ، تاجک او نورو جنګیالیو په کابل کې د بهرنیو هیوادونو په لمسون  پر خلکو ظلمونه پیل کړل ، طالبان راپورته شول او هغه حکومت یې دړې وړې کړ چې مشران یې پخوانی مجاهدین وو او د بهرنیانو د لاسونو پر الو بدل شوی وو.  کله چې افغانان هغه جګړې راپه زړه کړی نو د جګړه مارو ډلو په وړاندې د کرکې او انزجاره  ډک احساسات  نشی پټولی . دوی بیا پر هغو بهرنیو لاسوهنو تبصرې کوی چې دپیسو په زور یې افغانستان خونړی ناورین ته ټیل واهه.

 

دې جګړو په افغانستان کې د باور تشه  پیدا کړه. ددغې بې باورۍ  د لیرې کولو لپاره یوازینۍ لار همدا ده چې   ټول باید  احمد شاه بابا   خپل ملی لارښود وبولی .  لکه څرنګه چې دوه پیړۍ  وړاندې نوموړی  ټولو اقلیتونو د مشر په توګه ومانه ،باید  همداسې یې تل ومنی .  له دې پرته بله لار نشته دی ځکه چې احمد شاه بابا زموږ د ملی یووالی یوازینۍ نښه ده.

 

ټول خلک  باید هغه څوک وغندی چې د احمد شاه بابا د لاسته راوړنو په اړه پوښتنې راپورته کوی او هلته باید یو قانون وی چې له مخې یې سزا ورکړل شی.

د برتانیا د ۲۰۱۰ کال دمی دمیاشتې له ټولټاکنو څخه لږ وړاندې دبهرنیو چارو پخوانی وزیر ډیویډ ملیبنډ چې یو هوښیار سیاستوال دی، وویل چې دافغانستان په اوسمهالی پوځ کې د پښتنو شمیر له پنځه فیصدو څخه لږ دی.

 

 د حامد کرزی  د دفاع د وزیر ویاند ظاهر عظیمی ژر غبرګون وښود او وېویل چې طالبان هڅه کوی چې پوځ کې ننوځی نو ددې لپاره موږ پر پښتنو باور نشو کولی. خبره یې خلاصه کړه. 

 

توپیر باید نه وی. هر یو باید له خپل ځانه افغانی نشنلیزم وښیی. دوی باید د افغان درناوی وکړی  او له افغانستان سره مینه ولری.  لکه څرنګه چې د یوې پرمختللې ډیموکراسۍ سره سره  په هند کې مسلمان اقلیتونه حق نلری چې د هندوستان د پیژندګلوۍ اوپه  بنسټیزو قوانینو کې بدلون وغواړی دغسې په افغانستان کې هم اقلیتونه نشی کولی  چې دافغانستان په پیژندګلوۍ کې بدلون وغواړی.

 

زموږ اقلیتونه  باید هغه څه ته د درناوی  طریقه زده کړی چې د احمد شاه بابا له خوا یې بنسټ ایښودل شوی دی او ثابته کړی چې دوی قربانۍ ته تر بل هرچا مخکې حاضریږی.

 

 دسیمې په نورو هیوادونو کې هم اقلیتونه شته دی.په هیڅ هیواد کې  اقلیتونه نشی ویلی چې دهغه هیواد اصلی پیژندګلوی دې ددوی په نوم شی. دهیڅ یو هیواد  اکثریت نه پریږدی چې اقلیتونه سرپورته کړی. لکه په ایران کې، بلوڅان غواړی چې مذهبی او سیاسی خپلواکی ولری خو هغه چا چې دغه غږ پورته کړی د ایران حکومت پر دار ځړولی دی. لکه  ریګی.  په پاکستان کې وګورﺉ ، د بلوڅانو مشر بوګتی څه شو؟

 

پښتانه له  خپلو اقلیتونو سره له مهربانۍ ډک  چلند کوی .په نورو هیوادونو کې دغسې چلند نه کیږی. ترکان چې  په ایران کې ډیر زیات دی په ترکی ژبه د زده کړو اجازه نلری. خپله خامنیی یو عرب دی خو د خپل هیواد پیژنګلوﺉ ته درناوی لری او له کبله یې مذهبی مشر دی.  دی هیڅکله نه وایی چې عربتوکمه دی. خو په دې وروستیو کې  پر خامینی  ډیری  ایرانیان په غوصه دی چې د اسلامی پوهنې  په نامه یې عربی ژبه په ښونځیو کې ځای کړې ده.

 

د پاکستان پوځ تل له هغه څه  دفاع او قربانۍ ته چمتو کیږی چې ددغه هیواد پیژندګلوۍ ته خطر وبلل شی. د پاکستان مانا د پاکو خلکو تاټوبی دی. یا د مسلمانانو تاټوبی او تاسو نشی کولی چې د هر ډول زور په کارولو سره هغوی دېته اړ باسی چې د خپل هیواد پیژندګلوی بدله کړی ځکه چې اقلیتونه دپاکستان د هغې پیژندګلوۍ چې علی جناح یې بنسټ ایښی دی  ملاتړ کوی.

 

  خو په افغانستان کې داسې نه ده. پښتانه په ورین تندی حاضر دی چې د اقلیت په ژبه خبرې وکړی او په رسمی چارو کې یې وزغمی . له دې کار سره باید  اقلیتونه د سرلوړۍ احساس وکړی وکړی اوله افغانانو مننه وکړی.

 

که کوم افغان راپورته شی او پخپله مورنۍ ژبه پښتو د زده کړو غوښتنه وکړی  یا د احمد شاه بابا نوم واخلی نو پر هغه د فاشیست او توکمپال نوم کیښودل کیږی.

 

موږ وایو چې دغه حالت باید پایته ورسول شی.  اقلیتونه  باید خپل حقوق ولری . د اقلیتونو سیاستوال باید په انتخاباتوکې برخه واخلی  خو د افغان په توګه راڅرګند شی. د افغان مانا ښکاره ده. لکه څرنګه چې ډیری پښتانه پر پارسی غږیږی ، دغسې  دې دوی هم  پښتو زده کړی.  له کوم توپیر پرته باید پرې خبرې وکړی. د هغو هیوادونو  له همکارۍ او خواخوږۍ څخه لاس واخلی چې ددوی پرمورنۍ ژبه غږیږی اوله افغانستان سره مینه پیدا کړی. یوازې پښتانه افغانان ونه ګڼی خپل ځان هم افغان وګڼی.

 

احمد شاه بابا ته باید  هر کال رسمی درناوی وشی:

په نوره نړۍ کې هر هیواد د خپل ملی لارښود زوکړه او تلین په رسمی او لوړو دولتی ترتیبانو سره لمانځی او په دغو دواړو ورځو کې رخصتی هم کوی خو په افغانستان کې ما تر اوسه داسې څه نه دی لیدلی چې حکومت په رسمی توګه د احمد شاه بابا کلیزه یا تلین لمانځلی وی.

 

احمد شاه بابا  یو داسې مشر وو چې د لیډرشیپ کرشمه یې  درلودله . خلک پرې راټولیدل او د خلکو پر  فکرونو یې هم ډیر ژر د سلطنت واګې نصیب شوې هغه څه چې دافغانانو له دود او رواج سره برابر وو ،هغه یې ترسره کول او په دې توګه افغانان حاضر شول چې دده د سلطنت په دفاع کې  قربانی ورکړی.

نن چې په افغانستان کې احمد شاه بابا ته درنښت نشته ، دغه هیواد په لوی کړکیچ کې ښکیل شوی  دی او دې کار د سیمې نورو هیوادونو ته  د لاسوهنو بیلابیلې لارې برابرې کړی دی.

 

 د افغانستان ملی  ګټې او زیانونه باید  وپیژندل شی  او هغو دلایلو ته غاړه کیښودل شی چې له مخې یې افغانستان جوړ شوی دی.

 دغه دلایل باید تقویه  شی او هغه څه باید د تګلارو او قوانینو برخه وګرځی چې د افغانستان مقصد جوړوی. تر اوسه پورې دافغانستان مقصد څه دی هیڅوک پرې نه غږیږی.

 

د احمد شاه بابا  په زوکړه او تلین  کې باید رخصتی وی . حکومت باید د احمد شاه بابا لارښونې  خپل ماموریت او موخه وګڼی. که ولسمشر تاجک وی یا پښتون وی باید ځان ته افغان ووایی.

 

په دولتی ودانیو کې ، د ولسمشر په دفتر کې او د لویو چارواکو په دفترونو  کې باید د احمد شاه بابا انځورونه لګیدلې وی او د هغه مجسمې باید دهیواد په بیلابیلو برخو کې جوړې شی چې  په دې توګه د افغانانو ترمنځ تربګنی او سیالی له منځه لاړه شی.

 

 نن افغانستان ډیر نیکمرغه دی چې د متحدو ایالاتو او برتانیا په ګډون یې ټوله نړۍ ترشا ولاړه ده خو په دې بدمرغه دی چې یوه  وړ او کارنده اداره نلری چې له طلایی وخت څخه پوره ګټه واخلی. که د احمدشاه ابدالی له تجربو څخه یې زده کړﺉ نو دافغانستان سوله چې په کور دننه او بهر د ټولې نړۍ ارمان دی ،ډیر ژر ټینګه شی.

د خپراوی نیټه جمعه 1389/04/25    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()