عبدالجبار كاكړ   

د 11\9 وروسته چې كله په امریكا كښې د نیویارك د ښار نړۍ وال سوداګرى مركز او پنسټاګان باندى بریدونه وشول او د دهغه پیښو تور په القائده او ددې ډلى په مشر اسامه بن لادن ولګیدى چې په دهغه شپو او ورځو كښې په افغانستان كښې د طالبانو میلمه وو كه څه هم امریكا و طالبانو ته خبردارى وركړى وو چې اسامه بن لادن د افغانستان څخه وباسى هم په د هغه وخت كښې د افغانستان نزدې درې سوه لوړ پوړى دینى علماو غونډه وشوه او د وخت حكمرانانو (ولې چې دوى مخ آمخ حكمرانان ښكاره كیدل) څخه غوښتنه وكړه چې و میلمه ته دى وویل شې چې د افغانستان څخه ولاړشى خو نه شو ویلې چې و طالبانو ته اجازه ورنه كړل شوه چې دوى داسې وكړى یا دا چې طالبانو و اسامه بن لادن ته اجازه ورنه كړى چې ولاړشى یا د هغه حكمران طالبان دومره پوه وو چې د خپلو استادانو خبرى ته غوږونه ونیوى هم د هغه وو چې امریكا د هوائى لارې په افغانستان یرغل وشو او یوواربیا افغانستان د نوى ډول جګړى سره مخامخ شو په دهغه دوران كښې چې د ناخبره او بې وزلى طالبانو سره په شمال كښې په زیاته بیا په دشت لیلی كښې څه وشوه چا وكړو د څه دپاره وشو یوه ډله طالبان خو په شپه شپه كښې د افغانستان څخه واستل شول اونور ځوان تنكی چې یواځى د اسلام د سپیڅلى دین په نامه په وچ ډګار پاته شول او تراوسه ې میندى خوندى پلرونه او خپلوان ې په دى هیله ناست دى چې خپلې تنكی ځوان زامن وروڼه اوخپل خپلوان به نن راشى سبا ته به راشى خو څوك چې راتلل هغه د پیسو او د نورو لارو راوستل شول خو چې تراوسه نه دى راغلې هغه د همیش دپاره تللې دى كه څه هم اوس هم داسې میندى شته چې ورې وټكیږى نو وائى چې ذوى طالب ې راغلې په د هغه نهه كلو كښې چې نورې كومې زړه یږنونكى پیښې وشوى چې په دى لیك كښې دومره ځائى شته نه داسې څوك مشر شته چې په ټول لربر كښې ودى ته ورته پیښو پړو ولس ته ورپه ګوته كړى یواځى د لوئى څښتن(ج) څخه دا خواست دى چې هر څوك چې ظلم كوى هغه ته...

                كله چې امریكا و افغانستان ته د ناټو د زراو پوځیانو وسلو الوتكو اود بشپړه تیارى سره و ته دودى بیارغونى او د سولى او سوكالى او د جګړى څخه د هغه جنګ ځپلې ولس د ځغورلو ژمنه كړى وه خو د بده مرغه نهه كاله تېر شول د څه پرمختیا سره سره اوس هم افغانان هغه ډول په جنګ كښې راګیر دى لكه پخوا چې وو هغه وخت داخبره كیدله چې امریكا ناټو او ملګرى ې افغانستان ته ددې دپاره راغلې دى چې د منځنى آسیا معدنى زیرمو څخه ګټه واخلې او امریكا به كله هم د افغانستان څخه ولاړه نه شى امریكا او ملګرى ې نهه كاله په افغانستان كښې په جګړو بوخت دې ښه كلك مالى او ځانى زیانونه ې كیږى ددې سره سره چې په افغانستان ې ډېرى ډالرى لګولى دى كله چې د افغانستان د جنګ دهغه نوى پړاو د تهره ګرى پیل شو یوه داخبره هم كیدله چې امریكا او ملګرى ې دونى توان نه لرى چې په افغانستان كښې د دومره اوږدى مودى دپاره پاته شى ددې مطلب دا وو چې كوم چا امریكا او ملګرى دلته سنكیل كړى دى هغو هم دومره تیارى كړى وو چې اوس هم تیارى لرى چې څومره دا جنګ اوږدیږدى شى اوږد دى شى د دوى ې په څه ولې جګړه د بل په خاوره ده او وژل كیږى خو دا یوه خبره هم په یا د ساتل په كاردې چې چین د سنكیانګ په خاطر روس د چیچینا د انګوشتیا منځنى آسیا دپاره هند د هغه چا سره نه د جوړه چې د پاكستان لخوا ې ملاتړ كیږى ایران هم اوږد مهاله سیاست كښې نه غواړى چې طالبان بیا واك ترلاسه كړى د هغه ټول ملكونه غواړى چې امریكا د القائده اود نورو په ضد په افغانستان كښې وجنګیږى كه څه همپه د هغه ملكو كښې زیاتره د طالبانو هر اړخیزه مرسته دا وخت كوى ځكه چې د نړۍ سیاست نن یو اړخیزه نه دى بلكې څو اړخیږى سیاست دى چې ددې سره پوه كیدل ضرورى ده.

                موږ په د هغه پیښو ځكه ګرو مجن یو چې نه یواځى د یودیش كلو څخه د هغه نړۍ واله جګړه زموږ په خاوره روانه ده بلكې زموږ په لكاو وګړى دلاسه وركړى دى اوهر څه مودلاسه وركړى دى تر ټولو لویه بدمرغى داده كه چیرى امریكا او ناټو د افغان څخه غورځی بیرته به په د هغه خاوره د جګړى یو بل پړاو پیل كیږى كیدى شى چې د دمخه څخه ودهغه جګړى ته تیارى نیول شوى وى او ودى ته انتظار وى چې امریكا او ملګرى ې څنګه د افغانستان څخه ووځى او دوى د جګړى نوى پړاو ورسره پیل كړى خو د چا په خاوره هغه خو ښكاره ده.

                امریكا كه په افغانستان كښې پاته كیږى یا د افغانستان څخه كوچ كوى ددې ټولى سیمى دپاره به پخپل سیاست كښې بدلون راولى بلكى په نړۍ كښې د یوه ستر قدرت څخه به هم وشاته تګ كوى ځكه كه د افغانستان جګړه هم په دى حال ایله كوى ددې مطلب به دا وى چې امریكا او ناټو د القائده او طالبانو څخه ماته وخوړه چې دا به و دوى ته د منلو وړنه وى او كه په رښتیا هم امریكا او ملګرى و افغانستان ته ددې دپاره راغلې وو چې د القائده څخه خپل ولس  وځغورى نو بیا خو په دى یوه كال كښې ناټو داسې د خرپ جګړه كوى چې نه یواځىد افغانستان څخه خپل مخالفین وباسى بلكې ترهغه ځائى ځان ورسوى چیرى چې د دوى مركزونه دى چې دوى په دى ډاډمن شول چې اوس د تهره ګرى تر ډېره خاتمه وشوه نو بیا به و خپل خپل هیوادو ته په داسې حال كښې ستانه كیږى چې یوه خواته په نړۍ والو دا څرګنده كړى چې دوى برلاسه دى خو كه دوى غواړى چې د منځنې آسیا معدنى زیرمى څخه ګټه ترلاسه كړى نو بیا نوره ضرورى ده چې نه یواځى هغه اوسنې حالات هم داسې وساتى بلكې دوى به و القائده او نورو ته داسې ماته وركوىچې زیاتره ځواكونه د افغانستان څخه وباسى او نور په افغانستان كښې وساتى افغانى ځواكونه په پښو و دروى چې د ملك كورنى چارى پخپله ترسره كوى شى او باندنى خطر دپاره دوى خپله وى خو كه القائده او نور دوى بې توانه كړى بیا به روس او چین په ځانګړى ډول د امریكا او دملګرود دلته پاته كیدو سره به مخالفت زیات كړى چې كیدى شى چې د جګړى وخواته هم سره ولاړشى داسې هم كه موږ و ګورو دروان جګړى په اړه په امریكا كښې دوه نظره دى او زیاتره په امریكائى ولسمشر باراك اوباما باندى دا نیوكى كیږى چې ولې د افغانستان څخه دوتلو نیټه ې اعلان كړه.

                د بده مرغه افغانان په دا څو كلو كښې داسې عادت اخستى دى چې دهر چا ولوټو ته سر نیولى دى دومره مړى او زیانونه كه د بل هیواد د شوى وى كیدى شوى چې دنیا ې په سر اخستى وى دوى په سترګو وینې چې څه ورسره وشول او څه ورسره كیږى خو بیا ې هم سترګى پیټى دى دومره نه شى كولى چې خپل غم یو د بل سره ګډ كړى پښتانه وائى چې د قام لیرى ووسى د بادوړى ې باد به د یوسی افغانانو د ځان سره هغه وخت زیاتوب وكړى چې په ډېر لوئى شمیر د هیواد څخه كډه شول او داسې چا و لاس ته ولویدل چاچى د دوى د دهغه كډوالى څخه ګټه اخستل غوښتو نن چې په افغانستان كښې سوله او سوكالى نه راځى یو لوئى علت هم د هغه دى نن د نړۍ بې شمیره ملكونه وله كه هغه ګاونډى وى خپلې خپلې ځائی ې په افغانستان كښې جوړى كړى دى چې د هغه ډول خلګه د خپل هیواد د ګټو په ځائى د نورو باندنیانو دپاره كار كوى د هغه ډول څوك په دولت كښې هم شته او څوك چې جګړى كوى په هغه كښې هم شته په عام ولس كښې هم بې شمیره دى كوم ملتونه چې په تاریخ كښې تیروتنی وكړى نو د دهغه ډول ناخوالو سره مخامخ كیږى د ظاهر شاه داود خان په حكومتو كښې د عام ولس د سوكالى دپاره څه ونه كړو چې د بې روزګارى د كبله افغانان ونورو ملكو ته ولاړو چې باندنیو ملكو د دهغه ډول كسانو څخه كار واخستې ددې د مخه انګریزانو هم داسې ملګرى د مخه جوړ كړى وو خو وروستې كار هغه چا وكړى چې د ثور د پیښې وروسته خو د هغه مخلوق دومره وده كړى ده چې افغانان په خپل هیوادكښې ویریږى او دوى پخپله یو په بل باور نه لرى افغان ولس كله ماته نه دخوړلى هغه هم د دهغه ډول چا څخه دماتى سره مخامخ شوى آیا افغان دولت به په دى و توانیږى چې د باندنیانو دوتلو د مخه افغانستان د داسې  چا څخه خواپاكى كړى آیا افغان ملى اردو پولیس او نورې ادارى به دومره پیاوړى شى چې د هر باندنى د سیسو او زور زیاتوب په كلكه جواب وركړى د كورنیو او باندنیو لاسونه غوڅ كړى د افغانستان سیاست مداران به ددې جوګه شى چې د ډالرو په ځائى دخپلې خاورى ولس ګټى خوندى كړى او داسې پریكړى به وكړى چې د خپلې خاورى او ولس په ګټه وى نه د نورو ملكو په ګټه دوى ته په كاردې چې په حجله ډول خپل ملى اردو كوټلی كړى وخپل اقتصاد ته وده وركړى او زده كړو او تعما ته ډېره زیاته پاملرنه وكړى د بده مرغه د افغانانو د خپلو ناپوهی او د بې اتفاق د كبله ځینې ملكو نه په زیاته بیا ګاونډیان نه غواړى چې دهغه هیواد پخپلو پښو و دریږى ولې چې دوى په دى ویریږى چې په داسې حالت كښې د دوى وګټو ته زیان ورسیږى خو افغانان دى د ځان سره دا ژمنه وكړى كه د چا زړه چا ودى كه سره چا ودى دوى بهد خپل هیواد ددې وروسته ورنه ایله كوى او هغه لوظ نامى چې په یوه او بل چل د وخت د افغان حكمرانانو سره كړى دى څخه به و دوى ته د منلو وړوى خو د وخت سره شوى وى په هغه دى د نوى سره څخه غور وشى.

                د بده مرغه زیاتره افغانان داخبره كوى چې زموږ جغرافیه داسې جوړ ده چې د هر چا زموږ په هیواد نظر دى داخبره رښتیا ده خو د داسې جغرافیه څخه پوه قامونه ګټى ترلاسه كوى نه دا چې د خپلې جغرافیه ګټى و نورو ته وروسپارى یا دا چې خپل ولس د نړۍ والو د ګټو دپاره د جنګ ډګر وګرځوى ولكه هغه په هره بڼه او جامه كښې وى خو ددې سره سره افغان تاریخ موږ ته دا را ښائى چې افغانانو كله هم یو پوه زړور سیاست مدارا مشر رامخ ته كړى دى نه یواځى خپله خاوره ې خوندى كړى ده بلكې د سیمى نورو ته هم درس وركړى دى د دومره زاره چاودونكو سره سره افغانانو د تاریخ څخه زده كړه نه د كړى زما په اند دا د دوى د پاته راتلو لوئى عامل او علتونه دى په د هغه دیش پنځه دیش كلو كښې چې په د هغه خاوره باندى څه وشو په كارو چې ددې څخه لویه زده كړه شوى وى نړۍ والو چې د یوى تګ لارې سره سم و افغانستان ته دریم نړۍ وال جنګ راوړى او د افغانان وې په لویه كچه ځانى او مالى زیان وكړى په كارو چې دوى بیا داسې سیاست خپل كړى وى چې بیا به داسې موقعه او وار چاته نه وركوو خو لس كاله نه وو تېر شوى چې یو بل جنګ په دوى ثپول شوى دى او كه اوس بیا هر افغان پوښتنه د خپله ځانه ونه كړه نو به تر پخوانى وار هم په بده كښې راګیر شى د بده مرغه دا ځینې سر زوره ډلى دى چې د هغه خوار ولس څخه ې د قصاب څاروى جوړ كړى دى چې د نورو باندنیانو كه هغه روسانو و یا كه برطانویان یا د هغه ځائى ناستى یا كه ایرانیان یا نور د نوى نه غواړى چې افغانستان په كراره شې او سوكاله شې ولې چې په دى كښې د دوى وګټو ته خطر دى افغان بې واكه دې چې نن د ختیځ جګړه په افغانستان كښې مخامخ لیدل كیږى لنډه دا چې دهغه ښكلى هیواد ته لوئى څښتن هر څه وركړى دى كه سوله او امنیت پكښې راشې هر وګړى به سوكاله وى نن چې دوى په نورو ملكو كښې خوارو زاردى سبا به د دوى هیواد ته د نورو ملكو وګړى خوارى ته راځې خو داهغه وخت چې افغانان من مانى پریږدى په یوه ځائى سره راټول شى په ګډه یوه پریكړه وكړى چې خپله خاوره دنورو ملكو د جنګ ډګرنه جوړ وو..

په فساد كښې هیڅ فائده نیشته خوشحاله
دفساد په اور كښې سیزى واښه دروزه

د خپراوی نیټه جمعه 1389/04/25    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()