سرچینه: تاند ویبپانه

تاند(دوشنبه/مې۳۱)د نیوزویک مجلې له راپور سره سم د طالبانو په قیادی کدر کې تریوه حده ګډوډی رامنځته شوې.د فبرورۍ له میاشتې راپه دې خوا کله چې د طالبانو مرستیال مشرملاعبدالغنی برادرپه کراچۍ ښار کې ونیول شو، طالبانو د جګړې د میدان لپاره یو بل څوک د هغه پرځای وټاکه . په داسی حال کې چې د طالبانومشرملاعمرځان په خوندی ځای کې پټ ساتلی وو او له هماغه ځایه یې له طالبانو سره پټ تماس نیوه ، ملابرادرد طالبانود ورځنیوفعالیتونواو عملیاتومسوولیت په غاړه درلود.


د نیوزویک مجلې له لیکنې سره سم خپاره شوی راپورونه وایی چې یو بل څوک د ملابرادر پرځای ټاکل شوی ، خو هغه ته د طالبانو یوشمېرمشران د شک په سترګه ګوری.

هغه څوک چې په باب یې خبرې کېږی ، ملاګل اغا نومېږی.ده په نوی یمه لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې او له هغه وروسته د طالبانو په تحریک کې هیڅ مقام نه درلود او یوازینۍ پوځی تجربه یې دا وه چې د شوروی پرضد په جګړه کې یې برخه درلوده.

په وروستیو کې داسی اوازې خپرې شوې چې ملا ګل اغا اخوند ته د طالبانوپه قیادی شورا کې غړیتوب او د جنګی ځواکونو د قوماندې سپارل شوې ده .له مالوماتو سره سم ملاګل اغا د ملابرادر په شان له ملاعمر سره خپلوی لری او اوس د ملاعمر په قلم یو لیک هم له ځان سره ګرځوی چې د ده نوی مسوولیتونه پکې څرګند شوی ددی.

خو د ذبیح الله په نوم د طالبانو یوه جګپوړی مقام وایی چې دی اود طالبانو ځینې نور مشران لکه پېژندل شوی قومندان عبدالقیوم زاکر پرملاګل اغا انتقاد لری .

د ذبیح الله په وینا ملاګل اغا په غونډو کې تل د ملاعمر تر څنګ یا هغه ته نژدې کښېناست خوداسی ښکاری چې ملاګل اغا تر ډېره حده د پاکستان د استخباراتی مقاماتو د اعتماد وړ سړی دی او ښایی هغه  آی ایس آی ټاکلی وی  نه ملاعمر.

ذبیح الله تشویش لری چې ملاګل اغا بې له دې چې صلاحیت یې څرګند وی ، ځان مخکې مخکې کوی اود ملاعمر لیک ، چې له ځان سره یې ګرځوی ، هم یوډول ڼاڅرګند وضعیت رامنځته کړی دی .

د طالبانو یوه بل قومندان او په پېښورښار کې د طالبانو د شورا د مشرمرستیال په یوې فاتحې کې وویل چې د ملابرادر پرځای د طالبانو په درو ټاکل شویو مشرانو کې یو هم اخترمحمدمنصور دی .

د ذبیح الله په وینا له یوې خوا په پېښور کې د طالبانو د شورا مرستیال منصور د ملابرادر ځای ناستی بولی او له بلې خوا ملاګا اغا د ملاعمرمکتوب له ځان سره ګرځوی .

د طالبانو سرچینو نیوزویک مجلې ته ویلی چې ملامحمدعمرباید په خپله دا موضوع حل کړی، ځکه چې د ملازاکرپه وینا که هم ملامنصور او هم په کندهار کې د طالبانو پخوانی والی ملاحسن رحمانی دا مسوولیت په غاړه ولری بیا نو هغه متل رښتیا کېږی چې وایی که قصابان زیات شی غوا مردارېږی اودې حالت اوس د طالبانو په منځ کې بې اعتمادی رامنځته کړې ده .  

د خپراوی نیټه جمعه 1389/04/25    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()