پوهنمل حاجی محمد نوزادی   

کله چی می تیره ورځ د افغان – جرمن پورتال د خبرونو لړۍ  پرانیستل ، هلته می په هند کی د امریکا دپخوانی سفیر  رابرت بلک ویل له خولی لیکلی څه ترسترګو شول او ویلی یی وه چی امریکا او انډیوالان یی باید دخپلو سرتیرو دخوندی ساتلو په موخه افغانستان په لنډ مهاله توګه پر دوو برخو وویشی . جنوبی برخی یی طالبانو ته پریږدی ، دکابل په ګډون شمال اولودیز کی دجنګ دګټلو ډپاره خپل قوتونه ځای پرځای کړی او له هغه ځایه دی په ازاد لاس دهوایی قوی او کله هم دکوماندو څخه کاراخلی .
       ددی وړاندیز دلوستلو سره جوخت می د ( بایللی جنګ ) تر سرلیک لاندی د ډنمارکی ژبی ورځبانی ( مترو اکسپرس ) په ۰۶ / ۰۷ / ۲۰۱۰ ګڼه کی یوه لیکنه رایاده شوه چی تیره ورځ می په پښتو ژباړلی او خپل کمپیوټر ته می ور دننه کړی  وه . معلومیږی چی دامریکا دی ښاغلی سیاستوال وړاندیز ډیر ناوخته ورپه یاد شوی دی . د ورځپاڼی دلیکنی نه څرکنده ده چی نور دلودیزوالو مورال دجنګ دګتلو نه ډیر وروسته پاته دی . دادی لومړی به نوموړی ژباړه په ګډه ولولو اوبیا به یوار بیا خپلی خبری ته راوګرځو . دلیکنی لیکوال لیکی :
        ،، په افغانستان کی هغه مشر جنرال چی باید ستایل شوی وای ، له دندی ګوښه کول شو . زه فکر کوم اوس هغه وخت رارسیدلی دی چی په افغانستان کی دخپل جنګ په اړه ځانونه په واقعتونو خبر کړو او پدی پوه شو چی هلته څه تیریږی . نپوهیږم چی دا جنګ اوس په څه نامه وبولم . بیله دی نه چی د ( بایللۍ جنګ ) پنامه یی یاد کړم ، سخته به وی چی لدی نه بل ښه نوم ورته پیداکړم . یو یا دوه کاله وروسته غواړو یا نغواړو موږ به و دی ته اړشو چی خپل قوتونه له افغانستانه را وباسو او وروسته به طالبان یوار بیا په ارامه سره ښارونو ته ور ننوزی .
        ما دخپل هیواد دملی دفاع وزیر له خولی ارویدلی دی چی موږ باید له هر څه نه وړاندی پدی باندی ځانونه په ښه توګه ډاده کړو چی دافغانستان خاوره یواربیا دلودیز په وړاندی دبرید په موخه ونه کارول شی . خو زه فکر کوم چی دی موخی ته موږ په اسانه توګه د طالبانوسره دجوړ جاړۍ دلاری رسیدلای شو ، نه د جنګ دلاری  . که مو چیری داکار له اوله سره کړی وای اوس به مو لږترلږه د ۳۵ تنو ډنمارکی سرتیرو ځلمیانو ژوند ساتلی وای . دا هم دیادولو وړ ده چی هلته نور د القاعدی تروریستان په زیات شمیر شتون نلری . په لږ شمیر خو که سومالیا ته سر ووهو ، هم یی موندلای شو .
       دامی هم له سیاستوالو څخه ډیر ارویدلی او تل یی تکراروی چی موږ هلته افغانانوته پولیس اود جنګ وړتیا لرونکۍ اردو روزو . داخبره هم بیله خوشی اوتو بوتو نه بل څه بللای نشو . داځکه چی افغانان دا وروستنۍ نژدی دری لسیزی بیله وقفی نه په جنګ کی شکیل دی ، نو یوازنۍ شی چی دوی پدغه موده کی ښه زده کړی او اوږی یی ورسره ښی پخی کړی دی هغه جنګ اوجنګی چاری دی . پدی خاطر نو دوی و دی ته اړندی چی د جنګی وړتیا دپاره یی موږ و روزو . موږ په حقیقت کی ددی څو کالو په موده له دوی نه خپل زده کړی جنګی مهارت هیر کړ چی څنګه د مخالفو وسله والو په وړاندی وجنګیږی ( متل : کارغه د زرکی تګ زده کاوه خپل دا یی هیرشو. ژباړونکی  )  . که چیری موږ کوم شل کاله پخوا دوی و دی کارته روزلای ، نو کولای مو شوه ووایو چی : ډیر لایق شاګردان لرو .
      که هرڅوهم داخبره به دلته عجیبه وښکاری ، خو پرځای به وی که ووایو چی داجنګ اوس یو بایللۍ جنګ دی کنه نو موږ به ددی ټولو خبرو سره سره یوازی پدی خاطر داهڅه کوو چی په یوه یا بل ډول دجنګ مورال وساتو . داچی اوس امریکایان هڅه کوی د هوایی بمباریو په مټ طالبان دځمکی له مخ نه پاک کړی ، دا برسیره پر دی چی ډیره برخه یی د ملکی وګړو ژوند اخلی ، دطالبانو په له منځه وړلو کی هم هیڅ دپام وړ رول لوبولای نشی . زما په ګمان دا ډیر بی ځایه کار دی چی ددی ټولو نیمګړتیاوو سره بیاهم موږ ددغه ناوړه جنګ د ارزښتونو په هکله خبری وکړو . دا هم باید له یاده ونه باسو چی افغانان تل دهر هغه پردی په وړاندی جنګیدلی دی چی وطن ته یی وسله پلاس راغلی دی . داخبره اوس ترلمر سپینه ده چی جنګ نور موږ بایللی دی ، خو یوازی دخپل نامه او عزت ساتلو پخاطر پر دغه خبره باندی خوله پټه نیسو  ،،  .                                                                                                                                د ژباړی پای .
       د پورته لیکنی تر لوستلو وروسته ته به خپلی اصلی خبری ته بیرته راوګرځو :    
        داهغه څه دی چی دافغانستان د جنګ په هکله د لودیزوالو اولسونو د نظر څرګندونه کوی . دامریکا نوموړی سیاستوال او په هند کی پخوانۍ سفیر هم پدی ښه پوهیږی چی د ایتلاف په ټولو ۴۳ هیوادونو کی پورته لیکنی ته ورته ذهنیت دخلګو تر منځ یو واکمن نظر دی ، دولتونه یی هم نشی کولای دتل دپاره سترګی ورنه پټی کړی او اخیر به مجبوره وی چی په پام کی یی ونیسی . دا مقوله هم اوس ودغه ښاغلی ته یقینی شویده چی ( افغانستان د امپراتوریو قبرستان دی ) . تاریخ دا ښودلی هری امپراتوری چی کله ځان په افغانستان کی پر ګونډو لیدلی او نور یی دا خبره وزړه تیره شوی ده چی پدی هیواد کی ورته د پاته کیدلو ځای نشته ، نو یی پر افغانانو باندی دخپل زړه دسړیدو پخاطر اخیرنی ګوزار ته لیڅی رانغښتی او کوښښ یی کړی په تجزیه کولو یی لاس پوری کړی . انګریزانو دافغانانو سره په لومړی جنګ کی تر شرمونکی ماتی وروسته پدی کار لاس پوری کړ اوپه دوهم جنګ کی یی له ماتی وروسته داکار د غچ اخیستلو او خپل دقهریدلی زړه دسړولو دپاره او دبایللی عزت دساتلو په موخه یوازنۍ لاره وبلل چی د ګوزار زخم یی لا تر اوسه هم دافعان پر بدن ناسور پاته دی  . روسانو هم چی کله ځان پرګوندو ولید نو یی د سلطان علی کشتمند په مشری دافغانستان څخه دشمالی ولایتونو د جلاکولو پلان تر لاس لاندی ونیوی خو له نیکه مرغه غل لا ور پوره پرانیستی نه وو چی سهارشو . دا ډول وړاندیزونه ښایی د ذهنیتونو داماده کولو دپاره وی او  زما په خیال داخبره بیخی له پامه غورځیدلای نشی  چی که نن وی یا سبا په یوه یا بل شکل به امریکایی استخبارات داکار تر لاس لاندی نیسی . داسی ښکاری چی ددی کار دپاره یی دامهال ډاکتر عبدالله په نظر کی نیولی دی څو دکشتمند کار تری نه واخلی . دوی غواړی چی داکار د دموکراسۍ تر شعار لاندی په طبعی ډول مخته بوزی . د ډاکترعبدالله پلانونه چی غواړی دمرکزی دولت دکمزوری کولو او ولایتونو دپیاوړی کولو  دلاری وفدرالیزم ته لاره پرانیزی ، دامریکا او لودیز والو د لوړو موخو سره مرسته کوی . په همدی خاطر وو چی داولسمشرۍ دټولټاکنو پروخت په یونیما کی د امریکا استازی د کرزی دناکامولو او د عبدالله د رامخته کولو په هیله په بربنډو بیشرمیو لاس کړی وو .
         په پای غواړم په لنډو کی ووایم د ایتلاف په ټولو ۴۳ هیوادونو کی دخلګو نظر دجنګ په پلوی ندی او ټول غواړی چی کشالی ته سوله ایزه لاره پیدا شی . ځکه نو حکومتونه اوسیاستوال یی باید داخبره په پام کی ولری چی افغانستان د افغانانو وطن دی او ټول قومونه یی دپردیو په وړاندی یو افغان دی ، په شمال کی هم افغانان اوسیږی او خپل وطن ورباندی ګران  دی . لکه هر پښتون چی شاه شجاع ندی ، همداسی هر هزاره کشتمند او هر تاجک کارمل  ندی اوهمدارنګه هر پنجشیری د کا جی بی سره په پروتوکول کی شامل ندی چی بیا نو دخپلو شخصی ګټو دپاره د( سی ای  یی ) سره هم جوړ راسی . د افغانستان په شمال کی به هم هیڅوک دوی و خپلسریو ته په ارامه پری نږدی .
      په یادی شوی ورځپاڼی کی د ټولو خیر غوښتونکو نړیوالو نظر غبرګون موندلی دی . د حل یوازنی مناسبه او باعزته لاره دمخالفو وسله والو سره د سیاسی جوړ جاړۍ خبره ده چی کیدلای سی پر بنسټ یی هم دافغانانو اوږدی غمیزی ته د پای ټکۍ کښیښودل شی او هم لودیز پدی ډاډه شی چی د افغا نستان خاوره  به نور ددوی پرضد نه کارول کیږی . کنه نو دهمدغو طالبانو ، همدغه د حکمتیار اسلامی ګوند ، همدغه دحقانی ګروپ او لنډه داچی په همدغو شمالی سیمو کی به دتاجکانو ، ازبکانو ، هزاره ګانو ، ترکمنانو اونورو ټولو اوسیدونکو دلاسه هم دوی هلته  ارامه شپه سبا نکړی . دهمدغو افغانانو د وینو رودونه به اخر په څپو راشی ،سیلابونه به جوړ کړی او ددوی د تنکیو ځلمیانو تابوتونه به همداسی تر امریکا اولودیزه پوری دهمدغو څپو پر اوږو ورسیږی   چی خدای دی وکړی داسی و نه شی او عقل پر احساساتو او زور بازیو باندی غلبه و  مومی

د خپراوی نیټه جمعه 1389/04/25    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()