ژباړن : م.همت

منبع : جینز انټلجنس

 

په ۲۰۰۱ کال په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو راوروسته ، ایران له افغانستان سره اړیکې ښه کړی او د سیاسی نفوذ د پراختیا لپاره یې زیاته پانګونه کړې ده.  په ۲۰۰۱ میلادی کال په افغانستان کې د سنی طالبانو د رژیم ړنګیدل د سېمې تر هرهیواد زیات، د ایران په ګټه وو.نن سبا چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت او ناتو د پخلایینې او دوستۍ خبرې روانې دی، دا د تهران لپآره یو سیاسی په شا تګ هم ګڼل کیدای شی.

 

د ایران په دولتی رسنیو کی له خپرو شویو راپورونو او مضمونونو څخه داسی بریښی چې له طالبانو سره د امریکا او ناتو د احتمالې معاملې له وجی تهران زیات سخت اندیښمن دی. جینز انټلجنس خپرونې پدی اړه یوه اوږده تحلیلی مقاله لیکلی. جان آقا الکوزی دا مقاله لوستې  او مهمې برخې یې را اوروی:

 

ایران د افغانستان دسیاسی ډګرپه دوو برخو کې اندیښمن دی. یو دا چې له طالبانو سره له پټو خبرو څخه لیری ساتل شوی او بل د ایران پخوانی رقیب سعودی عربستان که پدی کار کی پوره او مهمه ونډه ونلری نو په خبرو کې د منځګړی ونډه خو حتما لری.

 

سعودی عربستان، عربی متحده اماراتو او پاکستان په ۱۹۹۰ لسیزې کی د طالبانو رژیم په رسمیت پیژندلی و او کله چې د طالبانو رژیم ړنګ شو بیا هم د حج د زیارت پشمول، د سعودی عربستان دروازې د طالبانو پر مخ خلاصی ساتل شویدی.

 

جینز اینټلجنس لیکې: سعودی عربستان په مکرر ډول په منځنې ختیځ کې د ایران د نفوذ د زیاتېدو په اړه اندیښنه ښودلی ده.  سعودی عربستان ممکن په افغانستان کې د طالبانو له جګړو څخه ګټه واخلی او پدی هیواد کې د ایران د نفوذ مخه ونیسی.

 

د خپرونې په باور، ایران هم زیارباسی چې په افغانستان کې د سعودی عربستان د نفوذ مخه ونیسی او د همدی مقصد لپاره تهران هلی ځلی کوی چې په سېمه کې مخکښ قوت وی. پدی برسېره، افغانستان د تهران لپاره تل یو مهم هیواد و او دی. همدا علت دی چی ایران، د افغانستان د اقتصادی بیا رغوونې په چارو کې دخیل دی، او زیار باسی پدی هیواد کې خپل سیاسی دریځ  پوره غښتلی کړی.

 

دا چی د افغانستان په سیاسی نظام کې د طالبانو د شاملولو هلی ځلی روانې دی ، دا په افغانستان کې د ایران اجندا ته قوی ګواښ دی او تهران داسی انګیرې چې په  افغانستان کی د طالبانو په قوت سره به په دی هیواد کې د سعودی عربستان نفوذ زیات شی او د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر به د ایران ضد دریځ غوره کړی.

جینز اینټلجنس خپرونه لیکی: د افغانستان پخوانی ولسمشر برهان الدین ربانی د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۱۴ مه، ایران ته د خپل سفر په مهال، له طالبانو سره خبرې خواشینونکی بللی وې او ویلی و، له دی خبرو څخه داسی بریښی چې  په افغانستان کی د طالبانو په ضد د امریکا د اته کلنې پوځی جګړې وروسته ، ددی هیواد پالیسۍ ناکامه شویدی. ښاغلی ربانی د ۲۰۰۵ میلادی کال د اپریل میاشت  کې  په تهران کې د اسلامی هیوادونو کنفرنس کې د خبرو په مهال ویلی و چی طالبان د لویدیځو هیوادونو لاس پوڅی او ګوډاګیان دی.

 

ایران وایی، شاوخوا ۴ زره افغانان د دی هیواد په پوهنتونونو او عالی تحصیلی موسسو کې په زده کړو بوخت دی او یو شمېر نور افغانان له فراغت وروسته افغانستان ته ستانه شوی او په مختلفو ارګانونو او موسسو کې په کار بوخت دی. ایرانی چارواکی وایی، د ایران له پوهنتونو څخه فارغ شوی کسان بامیان ولایت ته تللی او هلته په پوهنتون  کی په دندو ګمارل شویدی.       

  

تهران په افغانستان کې  یوه دوست حکومت ته ترجیح ورکوی چې په یوه او بل ډول ممکن د ایران فرهنګی نفوذ وساتی. بله دا چی ایران په افغانستان کې داسی یو دوست حکومت غواړی چی له امریکا سره یې اړیکی خراب او متزلزل وی او فکر کوی ، که چیری په افغانستان کې یو قوی حکومت حاکم او واکمن وی او امنیت هم ټینګ وی نو امریکا  له ایران سره د دښمنۍ له وجی ممکن ددغه حکومت پواسطه په دوی حمله وکړی.            

 

 جینز اینټلیجنس خپرونه د تحلیل په وروستیو کرښو کې لیکی: ایران په ډآګه غواړی د افغانستان په سیاسی او امنیتی سیستم کې باید زیات مطرح وی . ایران له اوږدې مودې راهیسی داسی ښیې چې د افغانستان او پاکستان په قبایلې سېمو کې د ثبات ټینګیدو په کار کی زیات څه کولای شی. خو په عین حال کې له افغانستان او پاکستان  سره د ګډو پولو په اږدو کی  د وسله والو فعالیتونو او نشه یی موادو د قاچاق په اړه اندیښنې هم لری.  له دی اندیښنو او ستونزو سره سره،  بیا هم ایران ، افغانستان ، پاکستان او امریکا ګډې ګټې لری.

د خپراوی نیټه جمعه 1389/04/25    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()