تاند(جمعه/دسمبر۱۲)واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په دې اړه په یوه تبصره کې لیکلی، په افغانستان کې د جګړې په اړه په بحثونو کې باید تل دریو ټکیو ته پام وشی.

 

لومړی باید په یو ویشتمې پیړۍ کې  د امریکا د متحد ایالاتو موقف ته پام وشی. د ورځپاڼې په باور، د پیکنګ او ماسکو له چارواکو نیولې، د سومالیا د سمندری غلو او د ایران د اسلامی انقلاب تر مشرانو ټول په افغانستان کې د امریکا هلې ځلې څاری او د امریکا په اړه دوی خپل وروستی قضاوتونه په افغانستان کې د واشنګتن په بریالیتوب او ناکامی پورې مربوط ګڼی.

 

د نړۍ د ستر پوځی واکمن هیواد ناکامی د داسې ډلې په وړاندې چې نه هوایی ځواک لری، نه سټیلایټ، نه تجیهزات او نه هم په جګړې کې نظم، د امریکا قدرت به په نړیواله سطحه رابرسیره کړی. په تیره بیا چې د نړۍ تر ټولو ستر پوځی تړون، یعنی ناټو یې هم څنګ ته ده.

 

د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په وینا په نړۍ کې د یو قطبی جګړې وخت پای ته رسیدلی دی خو په افغانستان او پاکستان کې به له ناکامی سره د یو قطبی ځواک د له منځه تلو سند رسما لاسلیک شی. ورځپاڼه بیا زیاتوی، لکه څرنګه چې په افغانستان کې د شوروی امپراطورۍ له ماتې وروسته دړې وړې شوه، ممکن په افغانستان کې د امریکا لپاره هم ماتې د دغه ستر هیواد د دړې وړې کیدو سبب شی.

 

واشنګتن پوسټ لیکی، دلته یوازې خبره د پوځی واک نه ده، امریکا په نړۍ کې له فاشیزم سره د مبارزې اصلی مرکز ګڼل کیږی، له استبداد سره د مقابلې مرکز بلل کیږی، له هغو رژیمونو سره د مبارزې په سر کې ولاړه ده چې تیری کوی او عدالت نه تامینوی.

 

نو په افغانستان کې له ماتې سره که چیرته امریکا دغه موقف بایلی بیا به کله هم په نړۍ کې کوم هیواد د دغه موقف د ترلاسه کولو لپاره راوړاندې نه شی.

 

بل لور ته په اسلامی نړۍ کې د امریکا د موقف خبره ده چې ولسمشر اوباما دغې نړۍ ته د سولې لاره پرانیستې ده. د واشنګتن پوسټ په وینا، په اسلامی نړۍ کې د القاعده شبکې ملاتړی ډیر نه دی او اکثر مسلمانانو دا درک کړې ده چې القاعده شبکه په اجتماعی ، تعلیمی، روغتیایی او نورو برخو کې د حل لاره نه لری او نه شی کولای چې خلکو ته د کار زمینه پیدا کړی، د هغوی د استوګنې مساله حل کړی. خو بل لور ته په میلیارډونو مسلمانان په طبیعی ډول هر وخت د قدرت توازن ته ځیر وی او تل د بریالی ستاینه کوی، نو که چیرته د افغانستان په جګړې کې ناکامه شی، د القاعده شبکې مشران به د غښتلیو اتلانو په څېر راڅرګند شی چې له دې سره به  هغو نړیوالو ارزښتونو ته سخت زیان واوړی چې امریکا د هغوی لپاره هڅې کوی، همداراز به امنیتی تهدید هم زیات شی.

 

په دریم ګام کې په ټوله سیمه کې د ایران او هند په ګډون ، امریکا ته خپلې ګټې مطرح دی. د امریکا ستراتیژی به پرته له څه شکه چې پر هند چې د نړۍ لویه دیموکراسی ده، بې اغیزې نه وی، ځکه چې پکې هغو افراطیانو ته تهدید کیږی چې د پاکستان له خوا د هغوی ملاتړ کیږی او په افغانستان او پاکستان کې به د افراطیانو په وړاندې د امریکا ماتې دغه کسان نور هم زړه ور کړی چې ورسره به هند ته ګواښونه زیات شی.

 

ایران بیا د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په باور افغانستان ته د عراق په سترګه ګوری، داسې چې د تهران چارواکو ته افغانستان له امریکا سره د جګړې یو غیر مستقیم میدان ښکاری.

 

د ورځپاڼې په باور په افغانستان او پاکستان کې د امریکا له ناکامی سره د ایران مستبد رژیم پیاوړی کیږی چې له دې سره دوې ستونزې پیدا کیږی. یو خو ایران ته د خپلو مخالفانو د یو مخ ځپلو لپاره لاره هواریږی او بل لور ته به ایران ته دا زمینه مساعده شی چې خپل اتومی پروګرامونه پراخ کړی چې له دې سره به نړیواله ټولنه تهدید شی.

 

واشنګتن پوسټ زیاتوی، ډیر امریکایان د افغانستان له جګړې ستړی شوی دی، دوی د خپلو خلکو قربانیو ته اندیښمن دی، د افغانستان د جګړې ډیر لګښت ته اندیښمن دی او دا لا بله خبره ده چې دوی د افغانستان پر خلکو راغلیو ستونزو ته فکر وکړی.

 

د واشنګتن پوسټ په باور دا سمه ده چې ډیر خلک په ټاکلی وخت کې د ولسمشر اوباما د ستراتیژۍ پر تطبیق شک کوی خو په راتلونکو اتلس میاشتو کې چې د امریکا د سیاست ارزونه کیږی، ورسره به د امریکا موقف او اهداف د سیمې د هیوادونو او ورها خوا ته په سیمه کې د اوږدې مودې په مخه مشخص شی.

د خپراوی نیټه جمعه 1389/04/25    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()