پښتون خوځښت ته لیک
لیک : عبدالباری جهانی
نېټه : ١٧ / ١٢ / ١٣٨٩ | 2011-03-08

پښتون خوځښت ته لیک

د جهانی انلاین ویبپاڼی څخه په مننه

تازه می د لرواوبر په ویب سایټ کی د پښتون خوځښت د جوړیدلو راپور ولوست. په دې وروستیو وختونو کی به د لږو راپورونو لوستلو دومره خوشاله کړی یم. پښتنو منورو ځوانانو، چی د افغانستان په اوسنی نظام کی هیڅ غمخور نه لری، او څوک چی د دوی غم خوړلای سی، هغوی ټول په خپلو ډاکه ماریو لګیا دی، دغه راز یوې ټولنی ته پرون هم اړتیا درلوده او نن او سبا هم د خپلو مظلومو اولسونو د حقوقو څخه د دفاع لپاره حیاتی ضرورت ورته لری. پښتانه ځوانان، د بیکسی په دغو اوسنیو شرایطو کی، مجبور دی چی یوازی پر خپل مټ باندی تکیه وکړی؛ او زه یقین لرم چی هغوی هر څومره درانه پېټی تر مزله رسولای سی. زړه می باغ باغ کیږی. که می عمر خوړلی نه وای نو له دې ځوانانو سره د عمل په صف کی دریدلو ته هم تیار وم. خو اوس موږ په داسی حال کی یو چی یوازی مو دعا له وسه پوره ده؛ او دعا به نه سپموو.
      پښتون خوځښت او دغه راز نورو تحریکونو ته می د هغوی د یوه مشر ورور په توګه دا توصیه ده چی د دوستانو تر پیدا کولو او ډیرولو د دښمن تشخیصولو او په نښه کولو ته زیاته توجه وکړی. د دوستانو کمی تحریک او خوځښت کمزوری کوی، خو د دښمن نفوذ تحریک دړی وړی کوی او له منځه یی وړی.
          د مرض او ناروغی تشخیص د ډاکټر کار دی. او زموږ د تاریخ تر ټولو لوی ډاکټر خوشال خان خټک زموږ پښتنو مرض تر هر چا ښه تشخیص کړی دی.
اتفاق په پښتانه کی پیدا نه شو       کنه ما به د مغول ګریوان پاره کړ
      له هغه وخته بیا تر اوسه پوری، په دې څه باندی درې نیم سوه کلونو کی، تاریخ، تر سل ځله زیات، ثابته کړې ده چی زموږ د بدمرغیو او ناکامیو تر ټولو لوی علت بې اتفاقی ده، او که سمه توجه ورته ونه کړو دا پرله پسې ناکامی به نور هم دوام لری. زه د ستر خوشال خان خټک د دې پرځای تشخیص په تعقیب توصیه درته کوم چی په خپل صف کی د بې اتفاقی عامل کشف کړی او هغه خپل تر ټولو لوی دښمن وګڼی. که تاسی دغه دښمن له خپل صف او ټولنی څخه وشاړه نو زه ستاسی د بری ضمانت کوم او اوس دستی د بری زیری درکوم.
          زه په بشپړ جرأت حکم کولای سم چی هر هغه څوک چی تاسی پر غلجی او درانی، مشرقی او جنوبی، معیاری او غیر معیاری او په بل هر نامه سره ویشی هغه ستاسی دښمن دی. هغه خاین دی؛ او باید چی له خپل صف څخه یی وشړی. که یی ونه شړی نو، خدای ناخواسته، ستاسی د ناکامی پیش بینی درته کوم. اجازه راکړی چی یو ځل بیا د پښتنو د تاریخ د تر ټولو ستر او هوښیار مشر یو بیت راوړم:
ټول پښتون له کندهاره تر اټکه             سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
      پښتون یو قام دی او پښتو یوه ژبه ده. موږ او مونګ، اوښ او اوخ، ږغ او غګ او غږ، ټوله د یوه قام ژبه او ټوله پښتو ده. ما به د دغه مضمون په لیکلو کی ډیری املایی او انشایی غلطی کړی وی. ما به ډیر داسی لغات او کلمات کارولی وی چی پر ځای باندی یی سوچه او نګه پښتو لغات کارول کیدلای سوای. زما لیکلی مضمون به ډیری زیاتی کمزوری لری، مګر دا خبره هیڅوک نه سی کولای چی دا له سره پښتو نه ده. که پښتو نه ده نو څشی ده؟ زه باور لرم چی ټول باسواده پښتانه زما په پیغام پوهیږی. چی لوستلای یی سی او په پوهیږی نو پښتو یی درواخلی.
           ستاسی د یوه ورور په حیث مشوره درکوم چی د ژبی د نګه کولو او غنی کولو او د یاګانو د سم او پرځای استعمالولو کارونه د ژبی استادانو ته پریږدی. او هغوی ته هم ووایاست چی ستاسی په ټولنیزو او سیاسی چارو کی ډیره مداخله ونه کړی. په دې توګه به تاسی خپلو فعالیتونو ته  وربیغمه سی او هغوی به خپلو علمی کارونو ته فارغ وخت ولری. لهجوی، سمتی او قومی اختلافات، تاسی او ستاسی تحریک په نطفه کی وژنی.
           د پښتون خوځښت زلمیانو! زه ستاسی د یوه ورور او خواخوږی په حیث توصیه درته کوم چی که ستاسی په منځ کی قومی، سمتی، لهجوی او سیاسی اختلافات، زړه بداوی او دښمنی موجودی وی د هغو حلولو ته همدا نن ورځ لستوڼی بډ وهی. هیڅ قوم، هیڅ سمت او هیڅ لهجه په یوازی سر، منزل مقصود ته نه سی رسیدلای. منزل ته تر رسیدلو پوری اوږده او کړکیچنه لاره له اغزیو او لمبو ډکه ده. تاسی ته په لارو کی د دښمنانو په زرو او زهرو سمبالی لښکری ولاړی دی. خو دا خبره په ټینګ ایمان درته کوم چی که سره یو سی هیڅ قوت مو د حرکت او منزل ته د رسیدلو مخه نه سی نیولای.
        یوه بله خبره چی د پښتون خوځښت ځوانان یی باید په نظر کی ولری هغه دا ده چی د دې تحریک ټوله توجه باید د پښتون اولس د دردونو دوا کولو ته متوجه وی. او د افغانستان بل هیڅ قام ته د تاوان رسول او یا له نورو قومونو سره مخالفت او دښمنی کول نه په نظرکی ولری او نه په عمل کی داسی ګام واخلی چی د افغانستان د بل قوم په تاوان وی.هغه کسان چی ستاسی په مخ کی خنډونه اچوی او ستاسی د ناکامولو او یا له منځه وړلو لپاره دسیسې کوی و هغوی له خپلو اولسونو سره هم دوستی نه لری. په افغانستان کی چی هر غیر پښتون د پښتنو په مقابل کی خپل قام تحریکوی هغه د خپلو اولسونو دښمنان دی. افغانستان د ټولو کور دی او ابادی او تباهی یی د ټولو ده.
            البته دغه ګړی او اوس حاضر زما پیغام یوازی او په مشخصه توګه د پښتون خوځښت ځوانانو ته متوجه دی او هغوی ته می توصیه دا ده چی لومړی ټول پښتانه خپل وروڼه وبولی او بیا د دوستانو د ډیرولو او دښمنانو د لږولو د پاره زیار وباسی. هدف ستاسی په مخ کی او بری ستاسی په انتظار کی دی.
والسلام         ستاسی د ټولو سکنی ورور     جهانی

د خپراوی نیټه یکشنبه 1389/12/22    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()