خپروونکی : د لراوبر اداره

داود اعظمی : د ځوان نړیوال مشر جایزه وګټله

په سویس کې نړیوال اقتصادی فورم   World Economic Forum داود اعظمی په ۲۰۱۱ کال کې د نړۍ په کچه د ځوانو نړیوالو مشرانو Young Global Leaders (YGL  په ډله کې غوره کړی دی.
دغه جایزه هر کال د نړۍ په کچه تکړه ځوانو مشرانو ته ورکول کیږی چې سږکال د زرګونو کاندیدانو له ډلې د دغې جایزې د ګټونکو په ډله کې یو هم داود اعظمی دی چې اوسمهال په کابل کې د بی بی سی د دفتر مشر دی.

دغه جایزه تراوسه په ټوله نړۍ کې هغو نژدې ۷۰۰ کسانو ته ورکړل شوې چې د پیښو د پوهاوی ترڅنګ یې مهمې لاسته راوړنې درلودلې او د رهبرۍ یا لیډرشیپ په برخه کې یې له ځانه وړتیا ښودلې ده.

دغه جایزه د نړیوال اقتصادی فورم بنسټ ایښودونکی او اجراییوی مشر پروفیسر کلاس شواب

(Professor Klaus Schwab) له خوا رامنځته شوې چې د نړۍ تر ټولو تکړه او استعداد لرونکی ځوان مشران یې غړیتوب لری.
د ځوانو نړیوالو مشرانو ټولنې غړی د نړۍ تر ټولو تکړه او د راتلونکی مشران دی چې د ټاکلو تر مهال یې باید عمرونه تر څلوېښتو کلونو کم وی.

دوی د نړۍ د ستونزو په هوارولو کې هڅې کوی او مهم هدف یې له نړۍ څخه د یوه خوندی او لا ښه ځای جوړل دی.

نړیوال اقتصادی فورم داود اعظمی ته د مبارکۍ ویلو پرمهال د هغه لاسته راوړنې او ټولنې ته ژمنتیا ستایلې او د نړۍ د حالت د ښه کیدو لپاره یې د هغه وړتیا اغیزمنه بللې ده.

داود اعظمی دوولس کاله کیږی چې د بی بی سی له نړېوال سروېس (BBC World Service) سره په لندن کې کار کوی او له څه باندې یوه کال را پدېخوا په کابل کې د بی بی سی د دفتر مشر دی.
نوموړی د ډاکټرۍ ترڅنګ درې لېسانس (Bachelor) او درې د ماسټرۍ (Master’s) ډګرۍ لری. ده تر دې وړاندې په ۲۰۰۹ کال کې د بی بی سی تر ټولو لوړه جایزه هم ګټلې ده.
داود اعظمی د دغې جاېزې لپاره هغه مهال نومول شوی وو چې کله یې په ۲۰۰۹ کال کې په یوه امریکایی پوهنتون کې د میلمه استاد (Visiting Scholar) په توګه درس ورکاوه.
ښاغلی اعظمی د خپلو ژورنالستیکی او څېړنیزو فعالیتونو ترڅنګ په پنځو ژبو خبرې کوی او په درې ژبو شعر او نثر لیکی.

د ځوانو نړیوالو مشرانو د ټولنې لپاره څوک پخپله ځان نه شی نومولی ، هر کاندید باید د بل چا له خوا ونومول شی چې بیا یې په بېلو پړاوونو کې د بیلو سازمانونو او ټولنو له خوا تر کتنې او پلټڼې وروسته د زرګونو کاندیدانو له مېنځه غورچاڼ کیږی.

د دغه غورچاڼ په وروستی پړاو کې د نړیوال اقتصادی فورم ټاکنیزه کمېټه چې مشره یې د اردن د هاشمی دولت ملکه رانیا عبدالله ده ، وروستی نوملړ جوړوی.

 د نړیوال اقتصادی فورم له خوا د ځوان نړیوال مشر تر ټاکل کېدو وروسته د داود اعظمی غبرګون چې د نوموړې ادارې له خوا خپور شوی دی:
ژوند یوه هڅه ده او د یوه مثبت بدلون د رامنځته کېدو وړتیا درلودل په خپل ځای یو ګټور او اطمینان وربخښونکی فکر دی .

د ځوان نړیوالو مشرانو فورم یو تر ټولو غوره او اغېزمن پلېټ فارم یا ځای دی چې نظرونه په کې شریک کیږی ، مهارتونه او وړتیاوو ته سمون او وده ورکول کیږی او د یوې ښې نړۍ د جوړولو لپاره یو کاری پلان جوړیږی.

زه ډیر خوشحاله یم چې د یوه داسې فورم غړی یم چې د هغو ستونزو د سم هواری هڅه کوی چې نننۍ نړۍ ورسره مخامخ ده او همدا راز زیار باسی چې پر نړیوالو تګلارو او کړنلارو مثبت تاثیر ولری.

زه پر یوه مثبت بدلون باور لرم او زما لپاره دا مهمه نه ده چې دغه بدلون څومره لوی دی.

دلته زما هغه وینا یادیږی چې که په یوه ونه کې یوه پاڼه هم خپل رنګ بدل کړی ، نو د دې مانا دا ده چې هغه ونه نوره هغسې نه ده .

زه باور لرم چې د ځوانانو نړیوالو مشرانو د ټولنې د صادقانه هڅو په نتیجه کې به د نړۍ حالت ښه شی.

د لراوبر ویبپاڼی مشرتابه او ټول همکاران ځوان او با احساسه افغان ژورنالیست ښاغلی ډاکټر داود اعظمی ته ددې جایزې د ګټلو له امله د زړه له کومی مبارکی وړاندی کوی او قام ته د خدمت په لاره کی له خدای جل جلاله له دربار څخه د لا ډیرو لاسته راوړنو غوښتونکی دی .



د خپراوی نیټه یکشنبه 1389/12/22    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()