زرلښته حفیظ -

دپښتو ژبۍ پیاوړې لیکواله محققه ،مرحومه معصومه عصمتی وردک دمرحوم عبدالحق خان لور په ١٣٠٩ په کابل کې زیږیدلې وه دغه دټولنۍ مخوره ښځه دمیرمنو دټولنۍ دتهداب ایښودونکې ښځوله جملې څخه وه نوموړې خپل ثانوی اومتوسطه زده کړه یې دکابل په ملالۍ لیسه کې او ورسته دکابل دتعلیم او تربې پوهنځی څخه یې خپل لیسانس واخیست مرحومه معصومه عصمتی وردک د افغانستان لمړنیو ښځوله جملې څخه وه چې په سختو شرایطو کې د نارینوسره دکابل په پوهنتون کې زده کړه یې وکړې او خپل لیسانس یې په داسې حال کې واخیست چې په پوهنځی کې د ښځو شمیر د ګوتو په شمیر و ورسته یې دامریکی متحده ایلاتو کې خپله ماستری د تعلیم او تربی په څانګه کې واخیست نوموړې دافغانستان دښځو په مشرې کې فعاله ونډه درلوده په دغه لاره کې ډیر نه ستړی کیدونکې هلې ځلې کړی په ١٣٤٤تر١٣٤٨هه ش پورې په ولسی جرګه کې دکندهار دمعروف د ولسوالې وکیله وه معصومه عصمتی سربیره په تدریسې چارو دهغه وخت په سختو شرایطو کې ډیر علمی اوتحقیقی معلوماتی مقالې هم لیکلی دی او دهیواد مطبوعاتو سره خپل قلمی همکاری جاری ساتلې وه دهیواد نه بهر هم په ډیرو علمی او تحقیقاتی سمینارونو کې فعاله ونده اخیسې وه نوموړې یوه کتاب د خوشحال خان کیست(خوشحالخان څودی؟)تر عنوان لاندې چاپ او خپور شویده بل کتاب یې (انکشاف موقف زن از زمان احمد شاه باباالی ختم سلصنت امیر عبدالرحمان خان) هم د کابل په دولتی مطبعه کې چاپ شویده مرحومه میرمن عصمتی وردک دافغانستان د ښځو سرسختو مدافینو له جملې څخه وه دمیرمنو په ټولنه او د افغانستان دښځو دسراسری شوره په ریاست کې مافوق رتبه دافغانستان دښځودسراسری شورا رسیۍ په توګه، دښوونې او روزنی وزارته پورې او دی ته ورته وزارتونو کې په ډیر لیاقت او محارت کار کړیده مرحومه عصتی دښځو دنظهت لپاره دقدر وړ کارونه کړیدی د خپل وخت او د افغانستان په تاریخ کې یوه قهرمانه ښځه تیره شویده هغه چې لوړ قدې،ښایسته میرمنه وه ډیره زړوره پښتنه هم وه تل به یې مونږ ته د نړۍ د قهرمانو ښځو کیسې کولې درحمان بابا ،خوشحالخان خټک ،میرویس نیکه په ویاړونو به تل ویاړیده او دهغوې دښه روزنی دلیل یې د پښتنې میرمنو د زیار محصول ګاڼه هغې به تل ویلې چې انسا ن نه هغه وخت یو ښه شخصیت جوړیداې شی چې دیوې پرهیز ګارې ښځې غیږ کې روزل شوې وی دهغې په خبرو کې تل دمیرمن نازو ،دمیوندملاله، زرغونه انا،غازی ادې نکلونه وه مرحومه میرمن معصومه خپل د نوې پیغلتوب کیسه داسې کوله دې به تل دتعلیم او تربې په برخه کې د خپل خداې بخلی پلار دمرستی او تشویق په اثر نور هم دی ته تشویده چې د ټولنۍ یوه مخکښه او ګټور شخصیتې په توګه خپل رسالت سرته و رسوی خو سره له دی بیا هم د وخت سخط شرایطوکې د ډیرو مشکلاتو سره مخ و یو ورځ نکل کاوه چې د خپل دکور دیو نارینه غړی عسکری جامی یې اغوستې وه ټوپک په اوږه خپلې مور مخ ته دریدلې وه او په خندا یې ویلې وه زه ملاله د میوند یمه په دغه وخت کې د هغې والد صاحب بهر نه انګړ ته راغی او خپل لور یې په عسکری جامه کې ولید مرحومې ویل هغه ډیره ډاره شوې وه چې اوس به والد صاحب څه وایی ورته مخ په کوټه ځان یې پټه کړیوه خو والد صاحب په خندا د بیرته راتګ هیله یې کړی وو ورڅخه عصمتی صاحب په ډیر افتخار ویل په هغه ورځ پلار دا ډیره تشویقه کړیوه چې ښځه هم لکه نارینه په ټولنه کې حق لری نو هماغه ورځ کې ورته ویلی و چې څومره تعلیم کول غواړی دی ته کاملان ازادی شته نو هماغه وه چې د وخت په سختوشرایطو کې دافغانستان دښځو دازادی او پرمختګ لپاره یې په زړه پوری کارونه وکړ لنډۍ کیسی هم لیکلې په ١٣٣٣کال کې د اریانا جایزه چې لوړه جایزه وه ګټلې ده همدارنګه په ١٩٧٥ه ش کې دهند دښځو دملی کمیسیون سمنارکې چې هندا ګاندی یې ریاست په غاړه درلود دصلح بین المللی کال جایزه ورته ورکړ شوه مرحوم معصومه عصمتی وردک دخپل وخت قهرمانه میرمن او دخپل ټولنۍ مخکښه ښځه وه هغې د پښتو ادب دپاره ډیرې په زړه پوری لیکنې کړیدی او هم په خپل یوه لیکنه کې وایی چې پښتنې میرمنې په لنډیو کې فعاله برخه درلوده نو هغې خپله وظیفه ګڼله چې دپښتنو میرمنو په هکله ډیر څه ولیکی خپلې ټولنۍ او راتلونکی نسلونو ته یې انتقال کړی

د خپراوی نیټه جمعه 1390/01/26    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()