استاد لال پاچا آزمون
مورې ته راته ژوندۍ واى
نه هستی واى نه مستی واى
نه پر ځمکه پادشاهی واى
لوږه تنده مې ګاللاى
شپه مې ویښه تېرولاى
له تیارو سره په جنګ واى
د سپوږمۍ در کې ملنګ واى
سل پیونده مې جامه واى
خوله کې ستا د عشق نامه واى
زه او دښته او شپېلۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
×××
ددې ځمکې هر موجود ته
په سلام یې واى وجود ته
ګرځېدلى په میرو کې
شاړو دښتو هدیرو کې
خبر نه واى له روزګاره
د دنیا له کاروباره
سل څپړې چاوهلاى
ستا انځور مې جوړولاى
باده سارا او بوړبکۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
×××
خپلې اوښکې مې بس څښاک واى
ستا پر سټه لکه تاک واى
ددې ستورو د خندا واى
شپه پر وېښه تر سبا واى
کند کچول مې واى پرغاړه
ژوند مې واى هم ټول پر شاړه
نوکری مې د غلام واى
د محمود غوندې بدنام واى
راپسې ګرده نړۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
×××
بې پروا بس له انجام واى
خو غنی دى هم پر جام واى
د دنیا همدا یو بام واى
خیال او فکر د خیام واى
یو ساقی ته صد سلام واى
راپسې د نورولام واى
د غزل توری مې قام واى
خیال ته هر یو مې دام واى
یو کچکول یوه شړۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
×××
کاش په خوله مې زمانه واى
خیر که ژوند مې زولانه واى
خرابات واى میخانه واى
له خندا شنه پیمانه واى
زه اوشمه ستا زیارت واى
همدغه مې جماعت واى
د ګریوان رېښې په نازمې
کړه د اوښکو جاى نماز مې
دا اختر دې د دوهۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
دا ماڼۍ او نه دا سور واى
د سپېرو خټویو کور واى
ژرند ګړى د رنګونو
واى ملنګ د ښایستونو
پاس پر سپین تندى یو خال واى
او د لمر د لوڼو ټال واى
د هر چا سترګو کې برېښ واى
د ښکلا پر ټپه پېښ واى
ستا د لاس سابه ډوډۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى

د خپراوی نیټه جمعه 1390/01/26    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()