د پښتون خوځښت کندهار ناسته د پېنځنۍ په ورځ د اپرېل په ۱۴ د کندهار ښار په نعمت صالون کې د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو د قران پاک په څومبارکو ایاتو پیل سوه، په ناسته کې د هلمند، زابل، اروزګان او کندهار استازو ګډون کړی وه، له تلاوت وروسته ټولو ګډونوالو د خپلو ځانونو پېژندګلوی وکړه چې د ازادۍ راډیو او سور غر ویبپاڼې خبریالانو هم پکښې برخه اخیستې وه، په ناسته کې د پښتنو په اوسنی حالت، ستونزو، ناخوالو او ورپېښو دسیسو خبرې اترې وسوې،او ملګرو خپل نظرونه وړاندې کړه.
ناسته د مازدیګر په وخت ۵:۳۰ بجې پای ته ورسیده.
پښتون خوځښت

د خپراوی نیټه جمعه 1390/01/26    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()