شفیقه پښتونزۍ   

په غمونو کې تر اوسه سرګردان یم
دا پدې چې زه غریب زوی د افغان یم
زه هر وخت په وینو کې لمبېږمه
څو لسیزې وشوې چې سوزیږمه
ستاسې په شان زه هم یو انسان یمه
خیر دی چې غریب زوی د افغان یمه
پرې چې کونډه مور مې بوره نه شی بیا
دا یتیمه لور بې وروره نه شی بیا
ځورولې خپلو اوښکو تل مدام یمه
دا پدې چې زه غریب زوی د افغان یم
ما که مړ کړې خړې خاورې به کړې زیاتې
هره خوا به یتیمان وی درته پاتې
دې بې رحمه انسانانو ته حیران یم
دا پدې چې زه غریب زوی د افغان یم
ستا ګرېوان به یوه ورځ زه تار په تار کړم
خپلو لومو کې به خپله تا ایسار کړم
روزل شوې په پښتو زه پښتونزۍ یم
سپرلی کې دې ننګرهار خزان خزان کړ
دنارنج په ګل دې جوړ د اور باران کړ
د نارنج په کور دې جوړ د غم محشر کړ

د خپراوی نیټه سه شنبه 1390/01/30    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()