سرچینه:د(ستوری) ویبپاڼه

ډاكتر كبیر ستورى د لعل محمد خان زوى او د مېرزا محمد جان لمسى و، چې په 1942 ز كال (1321هـ ش) د كونړ ولایت د خاص كونړ ولسوالۍ د تنر په كلی كې زېږېدلى دى. د هغه نیكه میرزا محمد جان د خپل علم او پوهې په اساس په ټوله منطقه كې شهرت درلود، دا هغه دور و، چې په دغه سیمه كې ژوند د وخت د رفتار نه ډېر وروسته پاتې و، مګر مېرزا محمد جان له وخت او حالاتو څخه باخبره او پوه مشر و، هغه د اولسی ښېګړې د كارونو نه علاوه د خپلې كورنۍ مشری هم كوله. دا كورنۍ په هډ پښتانه او په ټبر (قوم) میردادخېل دی، چې په وروستی پشتونو كې د یوسفزیو له پرګنې سره تړل كېږی.د كونړ دغه یوسفزیو ډېر پخوا د سوات او مردان له سیمو څخه دلته راغلی و او بیا په بېلابېلو سیمو كې مېشت او اّباد شوی دی.د یوسفزو ترڅنګه په كونړ كې ساپی، مومند او نور ډېر قومونه هم ژوند كوی، څوك چې لكه د یوسفزیو په لر و بر كې خپلې خورې ورې څانګې لری.
ستورى د شپږو خوېندو او دوو وروڼو نازولى ورور و، د هغه مشر ورور وكیل عبدالجلیل ملنګ او كشر ورور یې محمد نعیم خان نومېږی، چې پخپله سیمه كې ورته پوره نوم او شهرت حاصل دى.


ستوری په خپل ذاتی (شخصی) ژوند كې د ډېر ساده مزاج خاوند و، له انسانیت سره مینه د هغه شعار و، په علم او پوهه یی كلك باور درلود، نو ځكه یې د پښتنو ترقی او پرمختګ یوازې د علم او پوهې په حاصلولو كې لیده. له هر چا سره به یې په نرمه او خوږه لهجه خبرې كولې. هر چا چې به ورسره لیده كاته كول، د ستوری له خبرو څخه به یې خوند اخیسته. داسې پښتانه به ډېر كم وی، چې ستورى صیب یې په ژوند لیدلى وی او د هغه د ښو اخلاقو اعتراف به یې نه وی كړی. هغه د پېنځو زامنو (بصیر ستورى، نصیر ستورى، امیر كروړ ستورى، نسیم خان ستورى او ایمل ستورى) او دوو لوڼو پلار و، خو له دوى ټولو سره یې تعلق ډېر دوستانه او د خوند و، هغه به عموماً غوسه ډېره كمه كوله، خو چې كله به یې خپه شو، نو بیا به یې په خپلو اصولو كله هم سمجهوته (سودا بازی) نه كوله، سپینې خبرې به یې كولې او هېڅ خبره به یې پټ او پناه نه كوله. له دروغو او غېبت څخه یې ډېره كركه كوله، هغه په خپله وینا كې ډېر رېښتینى و او د خپلو ملګرو د زړونو د ساتنې لپاره به یې كله هم د چل ول نه كار نه اخیسته. ښه لباس او ښه خوراك د ستوری كمزوری وه، د یو خاص او ځانګړی مزاج څښتن و، هر څه چې به یې خوښ شولو هغه شى به یې اخیسته. هغه به ویل چې د سبا هېڅ پته نه لګی، په كار ده چې موږ له وخت سره یوځاى رفتار وكړو او د ژوند نه هم نن خوند واخلو. هغه كله هم د پېسو د ګټلو او ذخیره كولو هڅه نه ده كړې. په مجموعی توګه ښاغلى كبیر ستورى یو پیاوړى نرم مزاجه او دروند پښتون و، ځكه نو ورته پښتنو په ژوند او مرګ ډېر قدر وركړ.


كله چې ستورى د كور له دروازې څخه بیرون قدم كېښود، نو د ښوونځی دروازه یې ولیده، هغه د خپلې ولسوالۍ (خاص كونړ) په لومړنی ښوونځی كې داخل كړى شو، د وړوكوالی نه د هغه له كتابونو سره مینه وه، دینی علوم یې هم د خپل كلی له ملا امام (فیض محمد استاد) څخه زده كول او همدغه نتیجه وه، چې هر كال به په خپلو همزولو كې څو ګامه وړاندې وو. د هغه استاذان (ښوونكی) چې به كله په دې پوهېدل، چې دا ماشوم د نورو نه زیات لایقه او زیرك دى، نو ځانګړې توجه به یې وركوله او بیا هغه ورځ هم راغله، چې ښاغلى ستورى د خپل كلی د ښوونځی نه په ښو او لوړو نمبرو فارغ شو او د نورو زده كړو لپاره یې د كابل مخه وكړه. په كابل كې ښاغلی كبیر ستوری د رحمن بابا په عالی لېسه كې داخله واخیسته. د هغه د ذهن په دنیاګۍ كې چټك پرمختګ او پراختیا وده كوله، چې د رحمان بابا په لېسه كې د افغانستان د بېلابېلو سیمو نه پښتانه هلكان داخلېدل. دغه وخت په ټول كابل كې د پښتنو لپاره یوازې دوه لېسې وې، چې یوه یې د رحمان بابا لېسه او بله یې د خوشال خان عالی لېسه وه، چې قبایلی پښتنو به هم پكې زده كړه كوله. ستورى په دې شپو ورځو كې شاعری هم پیل كړه، خو دغه شاعری به یې د خپل ځان او ملګرو پورې محدوده وه، د شعر په ژبه به هغوى د پښتون قام د جذبو د استازیتوب هڅې كولې، چې څنګه څنګه وخت تېرېده، ستوری ته د پښتون قام د محرومیو احساس كېده، همدغه احساس هغه په دې مجبور كړ، چې د ستر خوشال او حضرت باچا خان په نور ژور نظر مطالعه وكړی. دې مطالعې د ستوری په زړه او ذهن كې د خپل ولس او خاورې مینه لا زیاته كړه.


په كال 1964 كې چې كله ستورى د رحمن بابا د لېسې له دولسم ټولګی څخه په ښو او لوړو نمبرو فارغ شو، نو د لوړو زده كړو لپاره یې جرمنی ته د نوم انتخاب وشو، نو هماغه و، چې د افغانستان حكومت ستورى د لوړو زده كړو لپاره جرمنی ته ولېږو. هلته یې د فرانكفورټ په پوهنتون كې د سیاسی علومو، فلسفې او ساپوهنې مطالعه پیل كړه. د زده كړې سره سره ستوری په جرمنی كې د ډېرو پښتنو (افغانانو) محصلینو (پوهېدنكیو) سره خپلې رابطې او اړیكې ساتلې او وخت په وخت به یې پښتنو (افغانانو) ته په ورپېښو ستونزو خبرې او غونډې كولې. له دې سره سره به یې كله كله د ستوری په نوم شاعری هم كوله.


د زده كړې سره سره ستوری په جرمنی كې د ډېرو پښتنو (افغانانو) محصلینو (زده کړه پالو) سره خپلې رابطې او اړیكې ساتلې او وخت په وخت به یې پښتنو (افغانانو) ته په ورپېښو ستونزو خبرې او غونډې كولې. له دې سره سره به یې كله كله د ستوری په نوم شاعری هم كوله. ښاغلى كبیر ستورى د افغانستان نه له ځان سره د ملی او قامی وحدت یو سوچ او د پښتنو د ترقۍ یو خوب وړى و. هم ددې سوچ ترمخه هغوى په كال 1965ع كې د افغانی زده کوونکو تنظیم Afghan Students Association په نوم بنیاد كېښود او په لومړی ځل باندې یې خواره واره افغان زلمی تر یو بېرغ لاندې راغونډ كړل. مونږ دا ویلاى شو، چې دا د ستوری وړومبى شعوری سیاسی ګام و، چې په پوره حوصله او باور یې پورته كړ.په 1972 كال كې ښاغلی ستوری د یوه بل تنظیم "جنرل یونین اف افغان سټوډنټس" مشری په سر واخیسته. همدا رنګه ورځ تر ورځه د ستوری د میېنانو حلقه زیاته كېده او ډلې ډلې افغانانو (پښتنو) له هغه سره رابطې پیل كړې.


كه یو خوا د تنظیم سازۍ په بهیر كې ستوری د خپل سیاسی ژوند اغاز كړى و، نو بل خوا یې دا خیال و، چې د فكر د ملګرو حلقه نوره زیاته او پراخه كړی. په كال 1973 كې هغوى د المان غږ راډیو په پښتو څانګه كې وظیفه ترلاسه كړه او د پښتو څانګې ټولې ذمه وارۍ یې په سر واخیستې. دلته د ستوری ملاقاتونه او لیدنې له داسې بې شمېره خلكو سره وشول، چې هغه ته یې د فكر نورې لارې پرانیستې. هغه ژوند نور د نژدې نه وكتلو، هغه ته د خپل قامی وجود د نشتوالی په شدت سره احساس وشو، ځكه نو د حضرت باچا خان او اجمل خټك د افكارو مطالعه یې پیل كړه. ددې دواړو مشرانو افكارو ستورى په دې نتیجه ورسوه، چې د پښتنو د وروسته پاتې كېدو اصلی لامل او علت د هغوى بې اتفاقی ده.


د پوهنتون په شپو ورځو كې له ستوری سره د پښتنو اړیکې زیاتې شوی وې، په دغه پښتنو كې د زده کړه پالو په ګډون نور سیاسی كسان هم شامل وو، ځكه نو ستوری دا اړینه وبلله چې په اروپا كې خپل ملګری سره راغونډ کړی او یو داسې پلېټ فارم (تنظیم) جوړ كړی، چېرته چې لر او بر پښتتانه خپلې جرګې مركې وكړای شی او خپل غږونه نړۍ والو ته ورسوی. همدا ددې لامل وګرځېده چې هغه له خپلو ملګرو سره اړیکې ټینګې كړې او تر ډېر غور و فكر وروسته یې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
Pashtoons Social Democratic Party بنسټ كېښود. ددې ګوند د کړنلارې لپاره ستوری د ټولو پښتنو فكر، كه د لر دی او كه د بر، په پام کې نیولی و. په پردی هېواد كې خپل ګوند جوړول څه عامه او ساده خبره نه وه، ځكه نو له ستوری سره د پښتنو رابطې زیاتې شوې.


د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د جوړولو نه وروسته ستوری د لرې او برې پښتونخوا له قام پرستو مشرانو سره د اړیکو سلسله پیل كړه. هغه د شخصیاتو پر ځاى د نظری مرسته وكړه، ځكه نو هر پښتون مشر ته یې احترام وركړو. كوم مشران چې پخپله جرمنی ته لاړل، هغوى یې خپلو غونډو او كانفرانسونو ته راوبلل او ځینې اشخاصو ته یې د ګوند له خوا بلنې وركړې، چې په دوى كې د محترم مشر محمد افضل خان لالا نامه په ځانګړې توګه د یادونې وړ ده، چې د (PSDP) ګوند د لومړی كنونشن لپاره جرمنی ته وبلل شو. هغوى له ځان سره یو نوى سوچ جرمنی ته یوړو او هغه د پښتنو قامی وحدت و، چې د پښتون سوشل ډیموكراټیك پارټۍ په عمل كې ددغه نظر لپاره قدم اېښودلى و، یعنې د لرې او برې پښتونخوا پښتانه په مساوی توګه په دې ګوند كې خپلې عهدې او برخه درلوده.


ښاغلی ستوری د خپل د ژوند په پړاو کې د سیاسی فکر خاوند و، نوموړی د لاندینیو ټولنو مشر او لارښود پاتې شوی.

1965 كال: افغان سټوډنټس ایسوسی ایشن، فرانكفورټ (د افغانی محصلینو ټولنه)
1972 كال: جنرل یونین اف افغان سټوډنټس، فرانكفورټ (د پښتنو او بلوڅو د اّزادۍ ټولنه)
1976 كال: نیشنل لېبرېشن یونین اف پښتون اینډ بلوچ، فرانكفورټ
1985 كال: پښتون كلچرل ایسوسی اېشن د پښتنو كلتوری ټولنه جرمنی
1993 كال: پښتون كور، جرمنی
1998 كال: د پښتونخوا د پوهنې دېره، پېښور
2003 كال: پښتو ادبی هنری ټولنه، كونړ


له دې هرڅه سره سره د ښاغلی كبیر ستوری د شعر د لیكلو سلسله هم روانه وه، هغه یو عملی مبارز و او په هر اړخ یې د پښتونولۍ غږ خورول غوښتل، په خپله ټوله شاعرۍ كې یې د پښتون قام غم ژړلى. د وختونو د ترتیب مطابق د ښاغلی ستوری ادبی او سیاسی زیار ته موږ داسې كتلى شو:


1972 كال: سپرغۍ میاشتنۍ (جرمنی)
1976 كال : اولس غږ میاشتنۍ (جرمنی)
1978 كال : پیر روښان میاشتنۍ (جرمنی)
1985 كال : لمبه میاشتنۍ (جرمنی)
1986 كال : د خیبر وږمه میاشتنۍ (جرمنی)
1986 كال : پښتونخوا مهالنۍ (جرمنی)


1-- سكروټه : (شعری ټولګه) چاپكال 1976، جرمنی
2-- پښتونخوا : (د مضامینو او شعری ټولګه) چاپكال 1977، جرمنی
3-- وېره : (ساپوهنه) چاپكال 1985 دوهم ځل 1990 جرمنی درېم ځل 2001 پېښور
4-- د هوښیارتیا د كلتوری بڼو تله : (ساپوهنه) چاپكال 1978 جرمنی
5-- د وېرې تله : (ساپوهنه) چاپكال 1985، جرمنی
6-- ژوندی خیالونه : (شعری ټولګه) چاپكال 1997 پېښور، پښتونخوا
7-- د قلم توره : چاپكال 1999 ، پېښور، پښتونخوا
8-- د هوښیارتیا تله : (ساپوهنه) چاپكال 2000، پېښور، پښتونخوا
9-- ژبساپوهنه : (ساپوهنه) چاپكال 2000، پېښور، پښتونخوا
10-- سندریز پېغام : (شعری ټولګه) چاپكال 2002، پېښور، پښتونخوا
11-- د هوښیارتیا كلتوری بې پلوه تله : (ساپوهنه) چاپكال 2004، پېښور، پښتونخوا
12-- د پیداېښتی بڼو د هوښیارتیا تله : (ساپوهنه) چاپكال 2004، پېښور، پښتونخوا
13-- خوږې مسرۍ : (شعری ټولګه) چاپكال 2006 (د ستوری وفات نه څو ورځې وروسته چاپ شو)
14-- خوب مانا : (ساپوهنه) د چاپ لاندې


تاریخ ګواه دى، چې كوم خلك د خپل قام د سوكالۍ او ترقۍ لپاره ګامونه اخلی، نو د هغوى مخ ته خنډونه خامخا راځی. په نږدې دور كې د حضرت باچا خان ژوند زموږ لپاره ښه بېلګه ده، چا چې د ژوند ډېره برخه په جېل كې په دې ګناه تېره كړه، چې هغه د پښتون قام د حق خبره كوله. ښاغلى ډاكټر كبیر ستورى هم ددغه لوى او عظیم قامی مبارز باچا خان د لارې سپاهی و، ځكه نو ورته د ډېرو قوتونو سترګې وې. هغه چې كله په 1982 كې پېښور ته د خپلې كورنۍ او ملګرو د لیدلو په غرض راغى، نو لكه د نورو قامی مشرانو ګرفتار كړى شو او جېل ته ولېږل شو او تقریباً اتلس میاشتې قید یې د پاكستان په بېلابېلو جېلونو كې تېر كړ. همدغه قید ستوری ته اصل حقیقتونه په ګوته كړل، هغه له قام پرستو مشرانو سره له نږدې نه لیده كاته وكړه او په دې پوه شو، چې حقونه د قربانۍ نه پرته لاس ته نه شی راوړل كېدى. د جېل دغه شپې ورځې به ستوری تل یادولې، ځكه چې كه چېرې هغه د قام د خدمت په بدل كې زندان (بندی خانه) نه وى لیدلى، نو ستوری به د ژوند له سختو څخه ناخبره و، نو همدغه ستونزې او كړاوونه وو، چې ستوری ته یې نوره حوصله وركړه او د قام او ملت خدمت ته یې په ډاګه ملا وتړله.


د ستوری په مزاج كې ناقراری وه، ددې وجه دا وه چې هغه د پښتون قام د سوكالۍ او وحدت خوبونه لیدل، خو خوب "خوب" وی، په عمل كې هغه ته د هغه كړاوونو او ستونزو احساس و، كوم چې پښتون قام د پېړیو پېړیو ورسره مخ دى. د قام غم هغه خندا ته نه پرېښودو، نو د فكر د بدلون لپاره به یې ډېر زیات سګرټ څښل، تر دې حده چې په شپه او ورځ كې به یې څو څو ډبی تش كړل. د هغه ګوتې به سوځېدې، خو ستوری ته به یې احساس نه كېده، ځكه د هغه په زړه كې دردونه و او دغه دردونو كبیر ستورى خوب ته هم نه پرېښوده. هغه چې به كله له خپلو ملګرو او دوستانو سره په مجلس كې ناست و، نو خوب به هم ترې پاتې و او په شپو شپو به یې شوګېرې كولې. د عمر په اخری كلونو كې كله چې د زړه له ناروغۍ څخه خبر شو، سګرټ یې هم پخپله پرېښوده، خو دغه لوګو د ډاكتر كبیر ستوری په زړه كې كور كړى و. هغه د زړه ناروغ شو، څو ځله پرې د زړه دوره (حمله) راغله، خو لا یې پوره نه وه راغلې د ناروغۍ په دغه حال كې درې ځل پښتونخوا ته راغى، په پښتو عالمی كانفرنس، د پښتنو په قومی جرګې، د پښتو په نړېوال كنونشن او نورو نړیوالو او مقامی غونډو او دستورو كې یې عملی ګډون وكړو، د ټولو قامی مشرانو، شاعرانو، ادیبانو او عام اولس سره یې اوږدې اوږدې مركې وكړې.
ددې دور له لویو شاعرانو رحمت شاه سایل او اجمل خټك سره یی د زړه خبرې وچېړلې او دلته د پښتو ژبې او پښتون قام د هر خادم ځاى ته لاړ او د نظر تبادله یې ورسره وكړه. ډېر كلونه پس یی د خپل كلی خاص كونړ (تنر) سیلونه هم وكړل. د ژوند په وروستۍ ورځو شپو كې هغه دومره فعالیت څرګنداوه لكه چې هغه خپل هرڅه رانغاړی، چې كله واپس جرمنی ته لاړو، نو ناروغی یې زیاته شوه. په دې دوران كې څو ځل روغتون ته د علاج لپاره ورسول شو او له روغتون څخه بېرته خپل كور ته راوستى شو. څلورم اپریل كال 2006 د لوى او عظیم ستوری د ژوند وروستۍ شپه وه. د ژوند دغه وروستۍ شپه یې د خپل كور د غړیو او خپل ملګری او خپلوان حاجی صیب فضل الرحمن سره په خبرو شوګیر كړه، خو په څلورم اپریل دسهار پر مهال (5) بجې د مرګ استازی د هغه د كور دروازه وټكوله او د پښتنو دغه ځلانده ستورى د تل لپاره په ابدی خوب ویده او له مداره پرېووت.


ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دهـ کال دوری د میاشتی په ۱۷ نېټه د جمعی په ورځ چې ۲۰۰۶ ع کال د اپریل د اوومی نېټی سره سمون خوری د کونړ ولایت پوری تړلی د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلی کې په خپله پلرنۍ هدیره کې په ډیر درناوی سره چې ګڼ شمیر سیاستوالو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، او د ستوری په زرګونو مینه والو د اوښکو په تویولو سره خاورو ته وسپارل شو.

ستورى مړ شو، خو مړ نه دى، د هغه نوم د هغه زیار به د قام خدمت په حواله ټول عمر یادولى شی. د هغه د شعرونو اهنګونه به هر وخت د پښتونخوا په لر و بر كې زمزمې كوی، اوس د هغوى د كشرانو او د فكر د ملګرو ذمه واری جوړېږی، چې ددغه تحریك په وړاندې بوتلو كې تر هر چا مخكې شی.


كه زما ستوری په قبر چېرې راشې
په پښتو راته دعا كړه پرې مېن یم

د خپراوی نیټه جمعه 1390/02/2    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()