سرچینه (د فیسبوک ویب پانی ) له لیک وال څخه یو نړی مننه

له څه مودې را په ایسته د ماندګار په نامه ورځپاڼه کې د ((پښتونستان خواهی: عامل تباهی افغانستان )) تر سر لیک لاندې پرله پسې یوه لیکنه خپرېږی ـ چې ځینې تاریخی نېټې د افغانی ـ هندی او انګرېزی څېرو تر څنګ په کې د یادبود په توګه کټ مټ هغسې یادې شوې ، لکه په انګرېزی ډایجسټونو کې چې د برطانوی هند پر مهال د انګرېزی لیکوالانو له خوا د هند د وایسرای او بریطانوی حکومت په اشاره د سیمې او افغانستان په اړه لیکل شوی . خو اوس د برطانوی استعمار هغه زاړه مُتنازع فیه یادداښتونه لکه د ویکی لیکس په څېر په سیمه کې د خپلو کرأ یی عناصرو په لاس خپروی ، تر څو په خلکو کې د پښتونستان غوښتنې ضد احساسات د خپل ځان مطرح کولو، او پاکستان په رسمیت پېژندلو له پاره را وپاروی .

دغه ډول ملی ضد عناصر او پاکستان دواړه په یوه ناروغۍ سره اخته دی ، او هغه دا چې پاکستان وېره لری چې که پښتونستان له دوی څخه بېل شی ـ پاکستان بیا نه شته ـ او که د ډېورنډ نا پېژندل شوې نا ولې کرښه د افغانستان له سینې پاکه شی ، نو بیا د فدرالېستانو او خراسان غوښتونکو په کې تاوان او زوال دﺉ . خو انګرېزانو ددوو موخو له پاره دا کار ځکه کړی چې له یوې خوا ددوی مخکینی استعماری پلانونه ( سره بېل یې کړه ـ اېل یې کړه ) په سیمه کې د زرـ زور او تزویر له لارې ددوی په اصطلاح تحقق ومومی . او له بل لوری پاکستان او نور هغه بېلتون غوښتونکی چې په وار وار په پټه تلهبیب ته ور غوښتل شوی ـ او د اپرچونېستۍ زده کړې یې ور کړې دی ، هغوی هم د خپل ځان د ډېرښت ـ غښتلتیا او واک ته د رسېدو له پاره د انګرېزی واکمنو یو اړخیزه منافقانه یاد داښتونه نشرول د ځان په ګټه بولی . ځکه هغوی تل پښتون ټبر ته په هغه بدنامه څېره کې ګوته نیولې ، چې خپله د استعمار له خو ا افغانستان ته راوړل شوی ، پر افغانانو ور تپل شوی . خو دا یې نه دی ویلی چې د همغه غلامانو غلامی چا کوله ؟ پښتنو ـ او که نورو ؟

دوی د شاه شجاع ، امیر دوست محمد ، امیر عبرالرحمن ، امیر حبیب الله ، ظاهرشاه او خان عبدالغفار خان نومونه یاد کړی ـ خو د میر ویس نیکه ، شاه محمود ، شاه اشرف ، احمد شاه ابدالی ، شاه زمان ، وزیر محمد اکبر خان ، امیر امان الله خان او سر دار محمد داؤد خان نومونه یې نه دی یاد کړی ـ چې میر ویس نیکه د ګورګینیانو ـ شاه محمود او شاه اشرف د اصفهانی شاهانو ـ احمد شاه ابدالی د مرهټیانو ـ شاه زمان د پنځه زره کسیزو افغانی کورنیو د استولو پر مټ چې اوس د اوېستایانو په نوم یادېږی ـ د تزاریانو ، وزیر محمد اکبر خان ـ محمد جانخان ـ محمد عثمانخان او امان الله خان د انګرېزانو ، او سر دار محمد داؤد خان د خپل صدارت په لومړۍ پلا په (۱۳۳۳) هجری لمریزکال کې له پاکستانیانو سره څه وکړل . خو له دې سره سره له روسانو سره د جهاد پر سر د معامله ګرو کاغذی قهرمانانو، پُل پرانانو ، ملېشه یانو ، د زمرودو مافیایی غلو ، کارملیانو ، اونورو نومونه او مروه او پنجده په خوله نه راوړی ، او هغوی له خاموش اکثریت څخه پټ ساتی ، ترڅو ملت د هغوی په پټو معاملو او زدو بندونو پوه نه شی . دغه اپرچو نېستې ډلې غواړی چې پښتون قام د را غلی استعمار پر مټ په نورو توکړو هم تر هغو پورې سره ووېشی ، په نورو یې مړه کړی ، او ویې شړی ، تر څو چې اصیل پښتانه په افغانستان کې ددغو ارمنی او عبدالرحمانی پردیو راوستل شویو وارداتی ملېشو په وړاندې په خورا لږ اقلیت تبدیل شی ، چې بیا تل تر تله دوی پرې خپله حکمرانی او واک وچلوی . د طاهر بدخشی د ستمیت ، او د اېران له خوا د وارداتی تر مینالوژیو بنسټونه د همدې موخو له پاره اېښودل شوی . تر څو د افغانستان له پاره د ځان جوړونې پر ځای یو داْیمی سر خوږی وی .

دمخه هم د مخکینیو نیواکګرو د استعماری ښوروا مالګې همدغه ملېشې وې ، او اوس هم دوی ددې هېواد توکړې کېدوته مټې را نغښتې ، او لګیا دی په ډېره بې صبرۍ او سپین سترګۍ د نړۍ د کُرې له مخ نه د افغانستان نوم ورکول غواړی . ځکه یې د پاکستان موجودیت په رسمیت پېژندلو ته د (انګلیس ) په اشاره له خپلې خولې نه لاوډ سپیکر جوړ کړی . او د خراسان کبیر او ترکستان کبیر په تمه ور باندې پردۍ ترانې او بې حقیقته شعارونه وایی چې له دغو عناصرو سره له پېله د نړیوال (B) پلان د عملی کېدو فعالین هم تر ستر ګو کېږی . ځکه چې وخت ناوخت ځینې امریکایی سناتوران ـ د ( پی آر ټی ) ګانو مشران ـ لوړ پوړی دیپلو ماتان ـ د لوېدیځې نړیوالې ټلوالې چارواکی او د ناټو قوماندانان د افغانستان شمالی ـ جنوبی او غربی زونونو ته غیر مُترقبه خپلسری سفرونه کوی ، او افغانان پرې شکمن دی چې ګنی ددوی له دې سفرونو او لیدو کتو سره خامخا د نړیوال ستراتیژیک ماستر پلان د (B ) پلان هغه برخه غوټه ده چې د سمت ـ مذهب او ژبې د رسمیت پېژندلو په نذرانه کې عملی کېږی . او ددې پلا ن د پلی کېدو له پاره د نړیوالې سر مشریزې اول لمبر چارواکی آن د مخه په خپلو کې جوړ جاړی ته سره رسېدلی دی ، چې ښکاره بېلګې یې د روسیې له خوا امریکې ته د ځمکنی او هوایی ترانزیت لاره ور کول ، او په ننګرهار کې د روسی او امریکایی پټو استخباراتی ځواکونو ګډ عملیات په ګوته کولی شو . د شمالی ټلوالې مُتعصبو عناصرو هم له نړیوالو شرمښانو سره په دې هوکړه سر ښورولی چې ددوی واک به لکه د اعرابو غوندې داسې په رسمیت وپېژنی چې په بدل کې به یې په زېرمه ییزو شارګونو بهرنیان نېښونه ولګوی . هر څه به ترې یوسی ، اوپه پایله کې به دوی منځنۍ آسیاته تر ولاړ شی ، او خراسان طلبه او تر کستان غوښتونکی به یوازې له خپلو دمبورو او غچکو سره پرېږدی . نور به هېڅ هم نه لری . او په سیاسی ـ مردمی او نظامی لحاظ به د نورو په وړاندې تل په هره پرېکړه کې لکه هندی مسلمانان په اقلیت کې پاتې وی . هېڅ سیاسی نظام ـ پېژندل شوې جُغرافیه او ملی وثیقه به نه لری ، د افغانستان د ملت ـ واک او سیاسی برخلیک به یې په لوی لاس له نېستۍ سره مخ کړی وی . خو دوی به هېڅکله هم په کې پر خپلواکه اراد تی ګدۍ کښې نه نی . نو دوی دې له کشمیر یانو ـ پښتونستانیانو ـ کُردانو او فلسطینیانو څخه پند ـ انتباه او سبق واخلی ، چې هغوی په کومو لاسونو او د کوموخولو په پرېکړو له دغه نننی نامالوم برخلیک سره مخ شوی ؟ !!! ...... خو اوس چې پردی د ځینو ځان پلو رونکو پر پزه د خانۍ پېځوان ور ځړول غواړی . او په دې لټه کې دی چې ګواکی عمر یې د پاچاهۍ په تمه تېر شو ، خو پاچاهی یې ونه کړه . دا هغه عناصر دی چې واک ته د رسېدو په بدل کې یې لا د مخه نړیوالو غدیو ته د خپلو ټولو ملی شتمنیو اسناد ور کړی دی . ځکه هغوی ته خپل ځان او خپلې نا څیزه ګټې مطرح دی ، نه ملی منافع ـ او ملی هویت او خپلواکه جُغرافیه وی محدوده . دوی د همدې هدف تر لاسه کولو له پاره له پاکستان سره ځان نږدې کړی ، منافقو انګلیسانو خود ساخته اسناد د افغانستان د توکړې کولو له پاره پاکستانی چارواکو ته د تونی بلېیر د واکمنۍ پر مهال سپارلی ، او پاکستانی چارواکو د خپل چټل هویت او ناروا برخې د خپلولو له پاره همدغه بې رېفرېنسه لیکنې ډاکتر عبدالله عبدالله ته هغه مهال ور سپارلې چې کله د بهرنیو چارو له وزارته لرې ، او د سولې مشری ور ته وسپارل شوه . خو کله چې ددوی نورې کړۍ هم له حکومته څنګ ته شوې ، او س لګیا دی په ماندګار ورځپاڼه کې همغه انګرېزی لیکنې خپروی چې سر لیک یې دﺉ : (( پښتونستان خواهی : عامل تباهی افغانستان )) . خو دا نه وایی چې د ((ترکستان خواهی او خراسان خواهی )) مانا څه ده ؟ !!! ... .. آیا پښتونستان خواهی د افغانستان د تباهۍ عامل دﺉ ـ او که نه ترکستان خواهی ، خراسان خواهی او فدرالېزم ؟ کوم یو ؟؟؟!!!......
زما د یوه مسلمان افغان په صفت له ټولو افغانانو نه که هغوی د ننه په هېواد کې دی ـ یا له هېواده بهر ، په دولت کې دی ـ یا له خاموش اکثریت ( ملت ) سره ، له دولت سره مخالف دی ـ یا موافق ، د زړه له تله دا غو ښتنه ده چې ټول دې د همدې تو طیْې د خنثی کولو ـ د خپلې خاورې او ملی هویت ـ خپل واک او ارادې د ساتلو او خپل لوېدلی ملت د بېرته احیأ له پاره په خپلو کې لاسونه سره ور کړی . پر یوه اصیل قیادت دې سره را ټول ـ او د منافقانو رذیلانه لاره دې پرېږدی ، په پټو ستر ګو دې په خپله کېږدۍ کې د کېږدۍ د ننه ـ او له کېږدۍ د باندې له ناروا سترګکو وهلو او انډیوالیو لاس واخلی ، تر څو دغه بېګناه او معصوم کور د پردیو نایټ کلپونو او فحاشت د مرکزونو قر بانی نه شی . چې په پایله کې به اېډز د افغانانو ـ او د افغانانو پر هستیو مستی او لوبې کول به د بهرنیانو په برخه وی

د خپراوی نیټه پنجشنبه 1390/02/29    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()