افغانستان ; پښتو: د افغانستان اسلامی جمهوریت, فارسی (دری): جمهوری اسلامی افغانستان) په غرونو کې کلابند یو هېواد دی چې د اسیا د لوې وچې په څلورلاره کې پروت دی. په ټولګړې توګه دا هېواد د منځنۍ اسیا یوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بیا په داسې سیمې څرګند شوی چې نه په منځنی ختیځ او نه پر سوېلی اسیا پورې تړلې ده،‌ او دا پدې چې دغه سیمه د منځنی ختیځ او سوېلی اسیا سره فرهڼیز، ژب توکمیز او جغرافیکی اړیکې لری. دا هېواد په لوېدیځ کې له ایران سره ،‌ په سوېل او ختیځ کې له پاکستان سره ،‌ په شمال ختیځ کې له چین سره، په شمال کې له تاجکستان ، اوزبكستان او توركمنستان سره ګډې پولې لری. په ۱۷۴۷ ز كال كې افغانستان د لومړی ځل لپاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې مالومې شوې . افغانستان د لوېدیځ او ختیځ په څلورلاره کې پروت د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی . دا یو ډېر لرغونی هېواد دی ، د تاریخ له نظره دا یو لوی سوداګریز مرکز پاتې شوی او په همدې توګه په بېلابېلو وختونو کې دبېلابېلو قوتونو له خوا تر یرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی . د تاریخ په اوږدو کې دا سیمه د فارس، مقدونیانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او یونانیانو لخوا نیول شوی. نوی افغانستان د لومړی ځل لپاره د درېیم افغان-انګلیس جګړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د یوه خپلواک هېواد په توګه هغه وخت راڅرګند شو کله چې بهرنیانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده. په دغه هېواد د روسیې د یرغل وروسته، په هېواد کې بد امنی، خپلمنځی جګړې، د طالبانو واکمنی او بیا وروسته د یوولسم د سېپتمبر د پېښې نه وروسته د امریکا یرغل د دغه هېواد تاریخ ویجاړ کړ.

ددغو ناخوالو په پایله کې اوس افغانستان د بیا ودانېدو په لورې روان دی، دا یوه داسې هڅه ده چې د اوږدمهالې جګړې او د هغه ویجاړیو چې د کلونو کلونو وسله والو نښتو په نتیجه کې منځ ته راغلې ځواب ووایی او همدا نوی حکومت هم د ملت په یووالی کې او د هېواد د بیا جوړولو په درشل کې خپل ګامونه پورته کړی، خو لا تر اوسه پورې نه دی بریالی شوی چې په هېواد کې په بشپړه توګه امن او ورورګلوی راولی.

افغانستان د خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، د نړېدلی اقتصادی نظام نه رانیولې، د میلونونو مهاجرینو د بېرته ستنېدو پورې، د مخدره توکو قاچاق، د جنګسالارانو شته والی او په شته حکومت کې د بېلابېلو سیاسی ګوندونو مخالفتونه، دا ټول هغه ټول لاملونه دی چې د اوسمهال حکومت ورسره لاس او ګرېوان دی او همدا ټولې ستونزې دی چې د یویشتمې پېړۍ د افغانستان څرګندونه کوی

نوم

د افغانستان نوم د دوه نومونو تړنګ نوم دی، یعنی لومړنی نوم یې افغان او دوهم د ستان وروستاړی دی چې مانا یې ده د افغانانو خاوره. د افغانستان نوم هم د افغان د نوم نه راوتلی چې په معاصر تاریخ کې کارېدلی دی. د اسلامی دورې راپدېخوا پښتنو دغه نوم د ځان لپاره کارولی. د W.K. Frazier Tyler, M.C. Gillet او د نورو تاریخپوهانو له قوله د افغان ویی په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره په ٩٨٢ زېږیز کال کې په حدود العالم من المشرق اللمغرب نومی کتاب کې یاد شوى دى .

د افغانستان د نوم وروستنی برخه یا په بله وینا د افغانستان د نوم وروستاړی ستان بیا د پارسی د ژبې نه پور شوی چې مانا یې ده زمکه یا خاوره. په انګلیسی ژبه کې بیا ددې انډول افغان لېنډ یا Afghanland دی، چې د قاجاریانو او د برطانیې د حکومت په بېلابېلو تړونونو کې د افغانستان لپاره کارېدلی، او دا هغه تړونونه دی چې د برطانیې د حکومت او د پارس د حکومت د حدودالاربیې د ښکاره کولو په خاطر کښل شوی. په دغو تړونونو کې هغه سیمې چې پښتانه پکښې مېشته دی چې پدې کې د اوسینی افغانستان سوېلی برخې هم شاملې دی، د افغان لېنډ په نامه یادې شوی.

د افغانستان نوم د ١٨ پېړۍ نه راپدېخوا کله چې احمد شاه ابدالی خپله خاوره د پارس نه بېله کړه او یوه خپلواکه پاچایی یې جوړه کړه نو همدغه خپلواکه پاچایی په دغه نوم یاده شوې، خو د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د افغانستان نوم په نړېواله کچه رسمی شوی. د ١٨ پېړۍ نه دمخه افغانستان د خراسان په نامه یادېده. ( یادونه:افغانستان هېڅ مهال د خوراسان په نامه نه دى یاد شوى ، بلكې هغه مهال ، چې خوراسان د افغانستان یوه برخه وه، هماغه برخه د خوراسان په نامه یادېده ، نه ټول افغانستان . په دې اړه اړینه ده ، چې ځینې نوی كتابونه كتل شی ) .

آرپوهه

د افغانستان نوم د افغان له ویی څخه اخیستل شوې، چې افغان د پښتون كام لپاره كارول كېده، د ډبلیو.كې. فراېزر ټاېلر په حواله د افغان ویی د اسلام له راتګ څخه مخكې پښتنو د ځان لپاره كاراوه. دارنګه اېم.سی. جېلېټ او نور په لسګونو پوهان پدې ګروهه دی، چې افغان همدا پښتانو دویم نوم دى، نوموړې ژبپوه وایی چې: د لومړی ځل لپاره د افغان ویی په (حدود العالم) كتاب كې په كال ۹۸۲ز كال راغلې دى. د افغان د ویی په اړه ډېرې راى دی، څوك یې د دتالوت علیه السلام زوى ګڼی، څوك یې یهودی ګڼی، څوك یې د ابراهیم علیه السلام زوى.. چې موږ به یې دلته په لڼد ډول راواخلو: په مستندو تاریخونو كې د (افغان) ویی د لومړی ځل د پښتنو لپاره په ۱۳۱۶ز كال د سلطان ابوسعید مرزا په پیر كې د تاریخپوهانو لخوا وكارول شو. دارنګه دا ویی (افغان) د پښتنو لپاره د شاه عباس اعظم (چې په ۱۵۸۷ز كال د پارس یو لوى واكمن تېر شوې) په پیر كې كارول شوې دى. د پښتنو (افغانانو) په اړه د افغانستان نامتو تاریخپوه احمد علی كهزاد په خپل تاریخ (تاریخ افغانستان لومړی ټوك) كې دا ښكاره كړې چې پښتانه دا حقیقت د (اریا) نسل یوه قبلیه ده چې تقریبا شپږ یا اووه زره كاله مخزیږ د لومړی ځل لپاره له خپل ټاټوبی منځنۍ اسیا څخه باختر ته چې د امو له سیند څخه دېخوا سیمو ته راوكوچېدل او د زرګونو كلونو استوګنې څخه وروسته ۲۰۰۰ یا ۱۹۰۰م.خ كلونه پس نننی افغانستان، پارس او د سند د درې پر غاړه اباد شول. دې سیمې ته یې بیا اریانا یا اریانه ویجه وویله.

د مخزنې افغان لیكوال نعمت الله بیا د افغان ویی ابراهیم علیه السلام ته رسوی، او وایی چې د ساول یا تالوت په نامه یو واكمن ؤ، دده نوسې افغانا نومېده. د تالوت له مرګ څخه وروسته داود علیه السلام د واكمنۍ په پیر لوړو پوړیو ته ورسېد، د سلېمان علیه السلام په پیر كې د پوځ د سپه سالار په توګه وټاكل شو، ددې افغانا زوزات بې اندازې زیات شو، چې د وخت په تېرېدو سره د بنی اسرایل په نامه یاد شول. په ۶مه مخزیږې پېړۍ كې د بابل واكمن بخت نصر په جودا برید وكړ، او د افغانا زوزات یې د غور (د افغانستان یو ولایت) پر لور وشړل.

د وخت په تېرېدو سره دا ډله خلك د خپل نیكه (افغان) په نامه سره یاد كړاى شول، او نننې افغانستان هم د همدوی په نوم ونومول شو. دا راى یواځى او یواځى یوه افسانه كېدا شی ، چې د ځینو ذهنونو لخوا راجوړې شوی ، او په تاریخی توګه كوم اعتبار نلری.

یوه بله فرضیه چې د افغان په اړه وړاندې كېږی، هغه داسې چې د اریانا (نننی افغانستان) څخه یوه ډله سوداګر د مدینې منورې پر لورې ولاړل، هورې یې له نبی علیه السلام سره لیده كاته وشول، ددې ډلې مشر قېس بن احنف نومېده، په نبی علیه السلام یې ایمان راوړ، او خپل هېواد ته له راګرځېدو سره سم یې د اسلام تبلیغ پېل كړ.پدې سره دده د قبیلې ټولو خلكو ایمان راوړ، قېس عبدالرشید ډېر زامن درلود، چې یو یې افغانا نومیده،......

تاریخ

افغانستان یو بې جوړې منځنۍ-مرکزی سیمه ده چېرته چې اېروآسیایی تمدنونو د یو بل سره معاملې کړی او ډېر ځله یې د یو بل سره جنګونه کړی او د ډېر پخوا نه د تاریخ یو مهم ځای پاتې شوی. د تاریخ په بهیر کې دغه سیمه چې اوس د افغانستان په نوم یادېږی، د بېلابېلو خلکو لخوا نیول شوې چې پدغو کې آریایان، لرغونی ایرانیان، هندوآریایان، مېډز، پارسیوانان، یونانیان، ماوریان، کوشانیان، هېپتالیان، عربان، مغول، ترکانو، انګرېزانو، روسانو او پدې تازه وختونو کې امریکایان هم شامل دی. ډېر لږ ځل داسې پېښ شوی چې دا سیمه دې په بشپړه توګه د یوه توکم د واک لاندې راغلې وی. ډېر ځله داسې هم پېښ شوی چې د افغانستان وطنی وګړو د خپل د هېواد څلورخوا پرتې سیمې د لاس لاندې کړی او خپله پاچایی یې جوړه کړې.
داسې وییل کېږی چې د عیسی (ع) نه ٢٠٠٠ او ١٢٠٠ کاله مخکې د هندوـ اروپایی ژبې د کورنۍ خلکو چې آریایان نومېدل، اوسینی افغانستان ته مخه کړه او په همدې سیمه کې مېشت شول، او د یوه ملت بنسټ یې کېښود چې د Aryānām Xšaθra یا Airyānem Vāejah په نوم یادېده، او ددې نوم مانا ""د آریایانو خاوره""، ده. داسې هم ویل شوی چې د زردشتی دین په افغانستان کې د عیسی (ع) د راتګ نه ١٨٠٠ نه تر ٨٠٠ کالونو پورې په همدې سیمه کې زېږېدلی وی. لرغونې ژبه اوېستایی هم په همدې وختونو کې ددې سیمه ژبه وه. په همدې توګه ویل کېږی چې د لرغونی هندو-آریایی ویدی تمدن هم ددغه هېواد له ختیځو سیمو سرچینه اخیستې خو پدې اړوند د لانورو څېړنو او پایلو اړتیا لیدل کېږی. د ۶مې مخ زېږیزې پېړۍ په منځ کې د فارس امپراتورۍ د مېډز خلک د خپل واک ترلاندې کړل او د آریانا امپراتوری یې د خپلو پولو په ولکه کې جوړه کړه. په ۳۳۰ مخ زېږیز کالونو کې د مقدونیې سکندر دا سیمه ونیوله. د سکندر د لنډمهالې نیونې وروسته، د هېلېنیسټیک واکمن ریاستونه د سلوکیانو او باختریانو له خوا د سیمې واک چلېده، په همدې توګه د هندوستان ماوریانو د سوېل-ختیځ له لورې دغه هېواد ته لاره وموندله، خو تر هغه وخته پورې چې باختری واک بېرته پرسیمه خپله واګۍ ټینګوله د هندوستان ماوریانو دې سیمې ته د بودهیزم دین ورپېژندلی وه.

سیاست

د تاریخ له نظره په افغانستان کې سیاست د واک ترلاسه کولو یوې لوبې په څېر، د خونړیو کودتاګانو او د بې ثباته اقتدار یوه ښه بېلګه پاتې شوې.

اداری وېشنې

ولایتونه

د اداری وېش له مخې افغانستان په ٣٤ ولایتونو وېشل شوی او بیا وروسته همدا ولایتونه په ولسوالیو وېشل شوی.

د افغانستان ولایتونه

د افغانستان ٣٤ ولایتونه :

  1. بدخشان
  2. بادغیس
  3. بغلان
  4. بلخ
  5. بامیان
  6. دایکندی
  7. فراه
  8. فاریاب
  9. غزنی
  10. غور
  11. هلمند
  12. هرات
  13. جوزجان
  14. کابل
  15. کندهار
  16. کاپیسا
  17. خوست
  1. کونړ
  2. کندوز
  3. لغمان
  4. لوګر
  5. ننګرهار
  6. نیمروز
  7. نورستان
  8. اروزګان
  9. پکتیا
  10. پکتیکا
  11. پنجشېر
  12. پروان
  13. سمنګان
  14. سرپل
  15. تخار
  16. وردګ
  17. زابل

جغرافیه

افغانستان په غرونو کې کلابند یو غرنی هېواد دی چې 1/3 برخې څخه یې زیاته د غرونو د لړیو پوسطه پوښل شوې ده. د غرونو دا لړۍ له یوې خوا د همالیا له غرونو سره او له بلخوا د لودیځې اسیا د غرونو له لړیو سره اړیكې لری. ددې هېواد سهېلی او سوېل ختیځې سیمې د نور هېواد په پرتله هوارې سیمې او ډاګونه لری. په دې هېواد کې د سمندر د سطحې نه تر ټولو هسکه ساحه د نوشاک څوکه ده، چې دا د سمندر د سطحې نه ٧٤٨٥ مېتره او یا په بله وینا ٢٤٥٥٧ فوټه جګه پرته سیمه ده. ددې هېواد ډېرۍ سیمې وچې دی او د تازه اوبو زېرمې پکې لږ دی. د اسیا د فزیكی نقشې د كتنو څخه دا پاېله ترلاسه كېږی چې: د منځنۍ اسیا لوړې برخې د لوړړتیا له نظره د نړۍ د ډېرو مهمو غرونو څخه شمېرل كېږی چې ختیځې برخې یې ډېررې لوړې، ولې لودیځې برخې یې دومره جګې نه دی او د ختیځ څخه د لودیځ په لور پرتې دی، د افغانستان د غرونو لړۍ هم د ختیځ څه د لودیځ لور ته پرتې دی، د ختیځ څخه د لودیځ په لور پخپل امتداد كې په څو څانګو وېشل كېږی او له بل خا د هغهې لوړاولې د ختیځ څخه د لودیځ په لور وروو كمېږی ترڅوچې په ټیټو او جبه زارو ځمكو كې پاې ته رسېږی. د افغانستان د غرونو سلسلې د مركزی اسیا د غرونو د لړیو سره د جوړښټ او پېداېښت په لحاظ تقریبا یوشانې دی.

د افغانستان د غرونو لړۍ په ځانګړی توګه د هغې مركزری برخې چې له ختیځ څخه لودیځ خواته امتداد لری او بالاخره د هریرود په حوزه كې پاى ته رسېږی د هندوكس او د بابا د غره د شمالی او جنوبی برخو په منځ كې د اوبو د وېش برید ټاكی. لدې پرته مختلفې سیمې د افغانستان شمالی برخې په ځانګړی توګه د تركستان او بدخشان سیمې د افغانستان د سوېلی او سوېل ختیځو سیمو یانې كابل، ننګرهار، غزنی او كندهار څخه بېلې كړی دی او د اړیكتیاو په لحاظ یې ستونزې پیدا كړې دی، په داسې حال كې چې نن ورځ دغه مشكلات د نقلیه وساېطو پرمخ د سالنګ د سورنګ په كیندلو سره تر یوې كچې د ګټې په غرض له منځه تللی دی. افغانستان یو بری (وچ) اقلیم لری، پدې هېواد کې د اوړی په وخت کې هوا ډېره توده او د ژمی په مهال ډېره سړه وی. په دغه هېواد کې کله ناکله رېږدلې (زلزلې) هم کېږی.

ددې هېواد په طبیعی شتمنیو کې مس، جست او وسپنه د یادولو وړ عنصرونه دی ددې تر څنګ ارزښمنې ډبرې او غمیان لکه لاجورد، زمرد او لعل هم ددغه هېواد په سهېلی برخو کې موندل کېږی. د نورو طبیعی شتمنیو تر څنګ نفت، ګاز او د تېلو موندل شوی زېرمې هم د یادولو وړ دی. که څه هم چې دغه زېرمې لا تر اوسه پورې نه دی راوتلی او په کار نه دی اچول شوی او ددې سبب په افغانستان کې د روسانو یرغل او تر هغې وروسته په کورنۍ جګړه کې د هېواد ښکېل کېدنه ده خو بیا هم ددې هېواد لپاره همدا اهمې شتمنۍ دی چې په راتلونکی کې د انرژۍ د لویو سرچینو په توګه راڅرګندېدلای شی.

د پامیر او واخان لوړه سطحه

د اسیا د وچې په منځۍ برخه كې لوړې او جګې څوكې موجودې دی چې د نړۍ د بام په نامه یادېږی. روسی زمكپېژندونكی ماركوو (Morkov) او همدا ډول نور زمكپېژندونكی پوهان دا منځۍ څوكې په دوو برخو وېشی. ختیځی برخې یې چې حقیقی څوكې دی ډېرې لوړې او د ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې د سمندر له كچې لوړوالې لری. دا برخه د لوى پامیر په نامه یادېږی او د افغانی خاورې څخه دباندې شتون لری. لودیځې برخې یې چې نسبتا لږ لوړوالې لری او د یخچالی مورنو په واسطه نیول شوی دی د كوشنی پامیر په نامه یادېږی او دا برخه ټوله په افغانستان پورې اړه لری. دا غرنۍ لوړې سیمې د قراقرم، همالیا، هندوكس او كونلین (Kun Lun) د غرونو د لړیو د یوځاى كېدو په ټكی كې پرتې دی چې د منځنۍ اسیا د لویو غرو د لړیو مهمه كړۍ جوړوی، په دا سیمه كې د اوړی د خو میشاشتو څخه پرته د كال په نورو وختو كې تګ او راتګ نه كېږی دا ځكه چې د واورو ګټونه دا برخې پټوی او د دوامدارو واورو او سختو بادونو په الوتلو سره یې ددې سیمې تګ راتګ ستونزمن كړې دى.

د هندوكش د غرونو لړۍ

د واخان په سویل لودیځه خوا كې یو لړ لوړ لوړ غرونه پراته دی چې د هندوكش او یا د هندی قفقاز په نامه اوږدې پرتې دی او د غرونو د هغې سلسلې سره چې په لودیځ كې یې پراته دی د افغانستان د شمالی او جنوبی برخو ترمنځ یو لوى دیوال تشكیلوی د غرونو دا لړۍ د ختیځ لور ته د افغانستان له خاورې څخه وځې او د قراقرم د غرونو د لړۍ سره یوځاى كېږی او د قروفېل كنډو د ۳۸۰۴ مترو په لوړوالی سره ددغو دوو سلسلو پهمنځ كې یو فاصل حد جوړوی.

  • د بابا د غرو لړۍ

د غرونو داا لړۍ تقریبا د افغانستان په منځۍ بخه كې موقیعیعت لری او دا لړۍ غرونه هم د هندوكس، فېروزكوه او د تیربند تركستان د غرونو په څېر د ختیځ څخه لودیځ لور ته پراته دی. كومې څانګې چې ددغې لړۍ څخه جلا كېږی مختلفو خوا ورته ځې چې ځینې څآنګې یې د شمال او شمال لودیځ لور ته او ځینې نورې یې د سویل او د سویل څخه شمال ته تګ راتګ د مشكلاتو سره مخامخ كړې دى. د زیات لوړولیپه نسبت ددې غره پورتنۍ برخې د كال په اوږدو كې د شپږو میشاتو څخه زیتت وخت په واوور پټې وی او د تګ راتګ پكې نه كېږی، ددې لړۍ غرونو منځنۍ لوالۍ ۴۰۹۰ متره دى، او ډېره لوړه څوكه یې شاه پولاد نومېږی چې د سمندر له كچې څخه ۵۱۴۰ متره جګه پرته ده. دبابا غره د ډېرو مهمو څوكو لوړتیا چې د ختیځ څخه د لویدیځ په لور پرتې دی د ۳۹۸۹ مترو څخه تر ۵۱۴۰ مترو پور رسېږی چې د نوموړو څوكو منځنۍ لوړتیا یې ۴۷۵۰ مترو ته رسېږی.

د فېروز غرونو لړۍ

د تیربند تركستان د غره لړۍ

سپین غر

د سپین غر لړۍ د افغانستان په ختیځه خوا كې پرتې دی د ۱۵۰ كیلو مترو په انازه اوږدوالې لری او پښېور د لودیځ د ۴۸ كیلو مترۍ څخه پیل كېږی او د لودیځ لور ته درومی. د سپین غر لړۍ څو څآنګې لری چې ځینې څانګې یې د كابل تر سیول ختیځو پورې رسېږی او د هغې ځاۍ څخه یې یوه بله ځانګه د سویل خواته ځی. د غرونو دا لړۍ لومړې د حجلالكوټ حوه د ګرمې او غرنۍ بخه كې د لوګر سیند د كرمې له سیند څخه جلا كوی. او همدا ډول د كابل د سیند په واسطه د هندوكس د جنوبی لړیو غرو څخه جلا كېږی. ډېره لوړه څوكه یې د سېكارام په نوم یادېږی چې د سمندر له كچې څخه ۴۷۵۵ متره لوړه پرته ده. چې تل په واورو پټه وی. ددې غره شمالی او سویلی لمنې د لمنځو، نښترو، كاجو، جلغوزو او څېړیو زیات ځنګلونه لری او ډېر مشهور كنډو یې چې د پكتیا او لوګر ترمنځ پروت دى شترګردن نومېږی چې د سمندر له كچې ۳۷۲۰ متره لوړ پورت دى.

ختیځ تورغر

د سلېمان د غرو لړۍ

په افغانستان كې اورشیندونکی غرونه

په افغانستان كې د زمكپېژندنې په دویم او درېیم پیر كې د اورشیندنې فعالیتونه زیات ول، هغه هم د سلېمان او هندوكس د غرو په لړیو كې كېداى شی چې ددغو اورغوځونكو غرو فعالیتونه په اروپا كې د الپ د غرو، د هندوستان په شمال كې د همالیا د غرو، په شمالی امریكا كې د كوردیلر د غرو لړیو او په جنوبی امریكا كې د اندیز د غرونو سره پرتله شی. د غرونو دا لړۍ د الپی غرونو یانې د الپ د معاصرو غرونو سره څخه ګڼل كېږی. له همدې كبله د اورغورځونې ډبرو لكه (لاوا) د افغانستان د غرونو زیاتې برخې پټې كړی دی. زمكپېژندونكو پوهانو وكولاى شول چې د زمكپېژندنې د دویم او درېیم پیر د اورغورځونې پاتې شونې یو له بله جلا او وڅېړی. دممهال په افغانستان كې د اورشیندنې كوم كارنده منځۍ نشته خو د افغانستان په ځینو برخو كې د اورشیندنې ځینې نښې نښآنې او پاتې شونې لیدل كېئ، همدا ډول د اورشیندنې ځینې نښې نښانې لكه د ننګرهار په سلطان پور، د پاروپامېزاد (هرات) ولایت د اوبی په شمال كې، د هامون هلمند په شمال او سویل یانې د غزنی ولایت په نار دښته كې د تودو اوبو چینې د اورغورځونې له اثارو څخه شمېرل كېږی.

د زلزلو شالید

ددې سره سر هچې په افغانستان كې داسې فعالې اورغورځونې نشته چې د زلزلې باعث شی خو كله كل هد افغانستان مختلفې سیمې د سختو او سپكو جړكونو سره مخامخ كېږی او دا له دې كبله ده چې د افغانستان د غرونو لړۍ د الپ د غرونو په څېر د ترثری (Tertiary) په دوره كې تشكیل شوی او تراوسه پورې هم د غرونو دا لړۍ نوی او د پرمختګ په حال كې دی. له دې كبله د غرونو ددې لړۍ چجارچاپېره زمكې او په ځانګړری ډول د افغانستان شمالی ختیځې برخې په لړزه كې وی. او همددا ډول ځینې زلزلې چې مختلفغې منشاوې لری په یوه سیمنه كې ډېرې محسوسېږی په عمومی توګه زیتې سختې زلزلې د افغاسنتا په شمالی ختیځو برخو كې پېدا كېږی. تخریبی زلزلې چې د تاریخ په مختلفو دورو كې منځته راغلی او په تاریخ كې ثبت شوی په لاندې ډول ښودل كېږی: هغه وحشتناكه او سخته زلزله چې دافغانستان ټولې سیمې یې وجړكولې په ۱۵۰۵ز كال ۹۸۳هجری لمریز كال وشوه، وروسته لدې په ۱۸۳۲ز كال یوه بله وېجاړوونكې زلزله د بدخشان په سیمه كې وشوه او زیات تلفات یې منځته راوړل.

لوی ښارونه

وټه

افغانستان یو ډېر غریب هېواد دی، دا په نړۍ کې د غریبو او لږپرمختلونکو هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږی. د افغانستان د وګړو د ۳ برخو څخه ۲ برخې یې تر ۲ امریکایی ډالرو لږو پیسو باندې په یوه ورځ کې خپل ژوند تېروی. د افغانستان وټه او اقتصاد د روسانو د یرغل، د کورنیو جګړو د پیل، د طالبانو د واکمنۍ او په اوسمهال کې د سیاسی ربړو په پایله کې خورا زیانمن شوی. ددغو ناورینونو سره سره په افغانستان کې له ۱۹۹۸ ز. کال نه تر ۲۰۰۱ ز. کال پورې د وچکالۍ او طبیعی بدمرغیو په سبب هم دا افغانستان خلک خوار کړی.

صنعت

د تاریخی سابقې په نظ كې نیولو سره دا څرګندیېږی ېچ افغاسنان د ډرې رغونې زمانې څخه راپدېخوا د غالیو، ګېلمونو، مېمڅیو، ټغرونو، پوستینچو، پښګری، زرګری، مسګرۍ، كاشی كارۍ، كلالۍ او د نساجې د صنعت لكه د سپڼسیو، وړنیو او ورېښمینو ټوكرو (كرك، برك، قناوېز، نرمه خامتا) مهم صنعتی منځۍ ؤ، او د افغانستان په بېلو بېلو سمیموكې په زیاته او لږۀ اندازه جوړېدل او جوړېږی. لدې ډول صنایعو څخه غالۍ د افغانستند بډېرو مهمو لاسی صنایعو څخه شمېرل كېږی، د كورنی اړتیاوو د لیرې كولو سره سره بهر ته هم لېږدول كېږی او په امریكا، استرالیا او اروپایی هېوادو كې ډېر ښه بازار لری او له دې لارې افغانستان په كال كې ډېر ښه عاېدات لاس ته راوړی.

د غالیو صنعت

غالۍ د افغانستان د ډېرو مهمو پیداوارو څخه ګڼل كېږی ،چې صنعت د افغانستانپ هشمالی سیمو لكه دولت اباد، فاریاب، بلخ، مېمنه، اندخوى، قزل ایاق او قرقین كې متمركز شوی د، په افغانستانكې جوړې شوې غالۍ د څرنګوالی، ډیزاین او دوام په لحاظ د اروپا او امریكا په بازارونو كې یو ځانګړې نوم لری. د غالیو صنعت د ډېرو لرغونو زمانو څخه په دې هېواد كې رواج لری او د ځینو نښو نښآنو څخه څرګندېږی چې د غالیو صنعت د مسېح علیه السلام د زوكړې څخه دمخه پدې هېواد كې دود ؤ، خود ۱۳ز پېړۍ څخه راپدېخوا یې زیاته پراختیا كړې ده.

ماشینی صنایع

د عصری ماشینو، كارخانو او صنایعو بنسټ د لومړی ځل لپاره د امیر شېرعلی خان او بیا وروسته د امیر عبدالرحمن خان په وخت كې یو لږ څه په پرمختللی ډول كېښودل شو. د خپلواكۍ څخه دمخه هم افغانستان نوی ماشینی صنایع دلودل،خو دومره واړه او لږ ؤ، چې په عملی توګه یې د هېواد په اقتصاد باندې كومه اغیزه نه درلوده. امیر شېر علی خان د هېواد د عصری كولو لپاره لومړنی ګامونه پورته كړل، خو وروسته بیا دغه لړۍ ناڅاپه د انګرېزانو د یرغلونو په واسطه ( د افغان او انګلیس دویمې جګړې) په واسطه وشلېده. امیر عبدالرحمن خان د ۱۹ پېړۍ په وروستیو كلو كې د ماشین خانې په نوم د یوې عصری كارخانې بنسټ د افغانستان په كابل كې كېښ،د، ددې كارخانې اصلی كار د ساړو او ګرمو وسلو د مختلفو ډولونو لكه، توپ او ټوپك او د جنګی وسلو جوړول او تیارول ؤ، ددې سره سره یې په څنګ كې یوه ضرابخانه او د سپكو صنایعو ځینې څانګې هم موجودې وى. خو باید وویل شی چې حكومت دغه دواړه فابریكې د حكومتی اړتیاؤ د لیرې كولو لپاره جوړې كړې وى.

د برېښنا لاسته راوړنه

د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمایی څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توګه د بشر په صنعتی او د ژوند په ټولو فعالتونو كې ورننوتې او استحصال او استهالاك یې په ډېرو چټكتیا زیات شو. خو په افغانستان كې د امیر عبدالرحمن خان په وخت كې د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره ګټه پورته شوه، ا و د لومړی ځل لپاره یوه كوشنۍ ډاېنمو چې د ۴۰ څراغونو برېښنان څخه یې زیات ظرفیت نه درلود په كابل ك په كار پېل وكړ. لدې څخه وروسته په كابل، جلالكوټ، او پغمان كې د حرارتی برېښنا څو كوشنیو ماشینونو په تولید پیل وكړ، چې هېڅ یوه د شلو كیلو واټو څخه زیات ظرفیت نه دلرلود.

ډیموګرافی

ژبې

په افغانستان كې څه باندې ۳۰ خپلواكه ژبې شته چې د هېواد په بېلابېلو سیمو كې ور|باندې په مختلفو ګړدودونو خبرې اترې كېږی. یو فرانسوی ختیځپېژندونكی ژبپوهاند (benveniste خپله نظریه داسې څرګندوی چې د ګاونډیو هېوادونو كولتور پر افغانستان باندې اغیزه كړې ده، ولې ددې هېواد په خپلواكه تاریخ او محلی مشخصاتو په محوه كولو كې یې هېڅ ډول اغیزه نده كړې، خو په یقینی ډول ددېغې كولتورونو یو ځاى كېدل په ژبو او نژاد كې یو ډول پېچلتیا او اختلات رامنځته كړې دى. د افغانستان د ژبو اهمیت د نړۍ د نورو ژبو په څېر د هغ ژبې د ویونكیو په شمېر پورې اړه لری د مثال په توګه په پښتو او دری ژبو باندې د افغانستان په ډېرو پراخو سیمو كې خبرې اترې كېږی ا و تقریبا د ټول افغانستاان خلك وربآندې پوهېږی. په داسې حال كې چې په اورمړی یا روشنی ژبه باندې په څو محدودو كلیو او بانډو كې خبرې اترې كېږی. چې پښتو او دری ژبې د افغانستان د ادبی ژبو منل شوی دی نو له دې كبله د حكومت پام هم ډېر دغو ژبو ته راګرځېدلې. په ټول هېواد كې په دواړو ژبو د پوهنې تعمیم د حكومت موخه ده.

 

د خپراوی نیټه سه شنبه 1389/01/3    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()