استاد محمد معصوم هوتک

– د متن لیکونکی او برابروونکی د شخصی قضاوت ښکارسی:

          د خطی نسخو کاتبانو او د چاپی متن برابروونکو په متن کی په بې مسئولیتۍ سره لاس وهلی دئ. دوی په خپل رسالت او مسئولیت یا نه پوهېدل یا ئې لاسوهنه د دوی په نزد د اصلاح او سمون په نیت کوله. دوی فکر کاوه چی په دې لاسوهنو سره د منقول عنها نسخې د لیکوال غلطۍ او تېروتنی ورسموی خو خبر نه ول چی په دې کار سره ئې د متونو

 د تاراج او مسخه کولوعملیه تر سره کوله.

 

لاسوهنی که جمع بندی کړو، نتیجه به ئې داسی راووزی:

1.     کاتب د خپلی لهجې تر اغېزې لاندی راځی او د خپل تلفظ او وینګ ارجحیت ئې دې ته اړ باسی چی په متن کی د ده په نظر اصلاحات راولی. (نه) د (څخه) پر ځای راوړی او برعکس لا هم.

 

2.     له کاتب څخه د ناپوهۍ او غفلت له اسیته په متن کی بدلونونه راځی او کله کله خو د تلوار له خاطره هم د متن اصلی جوله الیشه کېږی.

3.     کاتبان د ژبی د سوچه کولو په ناروغی اخته وی. دوی غواړی له متونوڅخه د پردیو ژبو اغېزې پوجی کړی خو پام ئې نه وی چی په دې عمل سره د متن له خپل اصلی مخ څخه پزه هم ورپرې کوی. (وګ: دهمدې لیکنی د پښتو سوو لغتو برخه)

 

ج – د چاپی متونو برابروونکی هم د کاتبانو او ناسخانو په شان د متن په مسخه کولو کی شامل دی. پر دوی باندی هم پورتنی بیان سوی حالتونه تطبیق کېدلای سی او پر څنګ ئې نور مشکلات دا وی چی ښایی هغه نسخه یانسخې، چی دی چاپی متن ورڅخه برابروی، زړه وی، ورَسته وی، شوړېدلې یا اوبو وهلی وی، نیمګړې وی ... او نوری ټکی و ډبری پر رالوېدلی وی او له سم لوستلو ئې ایستلې وی. د متن ترتیبوونکی ئې د خپل عندی قضاوت تر اغېزې لاندی رانقلوی او خپروی ئې.

 

ښایی د چاپی متونو د تصحیح په کار کی غفلت سوی وی، لوستل ئې سخت وی، توری په مطبعه کی سم نه وی لګېدلی.

ښایی د لیکوال یا شاعر په خپل خط د لیکلو نسخو نه سته والی دی د چاپی متن د ناسم والی عامل گرځېدلی وی.

 

د – د مادی گټی په خاطر نسخې زړول، زړې ښوول، غلطی نېټې وراچول هم د لاسوهنو له پاره زمینه برابروی. زما په کتابتون کی د عبدالقادرخان خټک د یوسف و زلیخا یوه خطی نسخه سته چی د کتابت نېټه ئې ښوول سوې ده. خو نسخه له ورایه معلومېږی چی د ؟ په نامه یو چا له روس سره د جهاد په کلونو کی د بلوچستان د سورخاب په کمپ کی خطاطی کړې ده او د دغه تقلب هدف ئې د پیسو تر لاسه کول وو.

هـ - د کتابت او تالیف د نېټو سره گډول:

د متونو په برابرولو کی د ټولو متنپوهانو پر دا یوه خبره باندی اتفاق دئ چی د متن په تهیه کی باید هغه نسخه د اصل په توگه ونیول سی چی په زمانی لحاظ تر نورو زړه وی. هر څونه چی نسخه زموږ زمانې ته نزدې استنساخ سوې وی، هغونه ئې د تحریف، بدلون او لاسوهنی احتمال زیات وی. د نسخې د زړتابه په برخه کی بیا یوه ستونزه دا ده چی کاتبان پر نسخه باندی د کتابت نېټه لیکی او دا خبره نه لیکی چی منقول عنها نسخه، یعنی هغه نسخه چی ده دا خپله نسخه ځنی رانقل کړې ده، په کومه نېټه لیکل سوې وه.

 

د متن برابروونکی ته یوازی په پښتو پوهېدل کفایت نه کوی، عربی او فارسی هم ورته په کارده. د نسخو د کتابت تاریخ زیاتره په عربی وی. عربی حساب خو ئې باید هرومرو زده وی. کاتبان د نسخو په پای کی یو راز مکرر عبارتونه راوړی او اکثره په فارسی، عربی یا په دواړو ژبو گډوډ وی. تمت بالخیر ...

 

کله کله د یوې خطی نسخې په پای کی کومه نېټه په نظم، په نثری عبارت یا په عدد لیکل سوې وی او مصحح فکر وکړی چی دا عدد د استنساخ نېټه ده، خو هغه د کتاب د لیکلو تاریخ وی. یا برعکس؟ د احمدشاه باباد دېوان د پای څلوریځه ئې مثال دئ.

 

و- نسخې ته اوبه رسېدل، اوبوزو وهل، په صحافت کی متن کنډو کول، د گنډلو پر وخت متن ضایع کول هم کله کله د لاسوهنی عامل کېدلای سی. مصحح چی له دغه راز ستونزو سره مخامخ سی د متن د بشپړولو له پاره باید له ځانه تصرف وکړی. د تصرف له پاره که پیاوړی او قوی او منطِقی قرینې موجودی نه وی، له ناوړی لاسوهنی سره به ئې هیڅ توپیرنه وی.

 

د متونو برابرول ځان ته اصول لری چی نه مراعاتول ئې د دغو تاریخی پاڼو د سوځولو حیثیت لری. د متونو په سمولو کی که د یوې کلمې یا یوې فقرې د لوستلو په برخه کی چا له حدس وګومان څخه کار واخیست، ګویا پر غلطه روان سوی دئ. د متن په تصحیح کی حدس هغه وخت مجاز دئ چی د احتمال له پاره ئې د نورو معتبرو نسخو ملاتړ موجود وی. هسی هوایی حدس وهل د متونو د برابرولو معتبر پوهان نه خوښوی او په کلکه ئې ردوی. هر چا که د هرې کلمې ثبت ته د شک په سترگه کتل، دغه شخص دقیق متن تهیه کولای سی.

ز – د خطی نسخو ناسمه لوستنه:

د خطی نسخې متن سم نه وی لوستل سوی . کله کله له کاتبانوڅخه زور - زېر پاته سوی وی. (شو)، (شوه) هم لوستل کېدلای سی او سوی هم دئ.

د عبدالقادر خان خټک په دېوان (۱۳۶۸ش چاپ) کی لولو:

حکومت ناستی په پل د جهنم دی

سهل کله د عالـــــــــم حکمرانی ده

(۴۳۹مخ)

ما ته د دغه بیت اول نیم بیتی داسی سم ایسی:

"حکومت ناستی پر پله د جهنم دی"

"پر" خو کاتب او مرتب له خپلی لهجې سره سم اړولی دئ او د دې راز اړونی مثالونه په کلاسیک ادب کی په پېخر دی. د "پل" پر لام باندی په غالب گومان سره زور(فتحه) یا له کاتبه پاته سوې ده او یا مرتب نه ده لیدلې. پر دغه بیت باندی به وروسته نور بیان هم ولولئ.

اشرف خان هجری وایی:

نه به وصل درانجــــــاوشی له هیره

نه به هیر دیدې روشنی په رانجا کا

( ۴مخ)

په متن کی "روشن" دئ چی د یوې هجا کمبود په شعر کی سکته راوړې ده. په اصل کی ښایی تر نون لاندی زېر یا له کاتبه پاته سوی وی، یا به د متن چاپوونکی دقت نه وی ورته کړی.

په خطی نسخو کی د اعراب له پاره مشترکه قاعده نسته هر لیکوال او خطاط ئې په خپل فکر او پوهه د تورو پر سر یا تر هغه لاندی ایږدی. لوستونکی زیاتره د دغو حرکاتو په لوستنه کی غلطی کوی. د عبدالقادرخان خټک د دېوان د۴۳۹ مخ بیت چی مخکی مو راووړ او تبصره مو پر وکړه، دلته بیا هم صدق کولای سی.

حکومت ناستی په پل د جهنم دی

سهل کله د عــــــــــالم حکمرانی ده

دلته وینو چی په بیت کی "په پل" ثبت سوی دئ چی سم شکل ئې "په پله" یا "پر پله" دئ. د لام زور (فتحې) ته پاملرنه نه ده سوې یا له کاتبه (زور) پاته سوی دئ او په دې ډول د متن "په پل" باندی ژبپوه د خپل ژبنی تحلیل تاداو ایږدی او موږ ئې فکر کولای سو چی د دې تحلیل تاداو به څونه لړزانده او غیرواقعی وی.

ح – زموږ زیاتره متون د سرکاری او رسمی پروژو په خاطر تهیه سوی وی او تر سر تیری سوی وی او د پروژې د بشپړولو له اسیته په متن کی راز راز لاسوهنو لارموندلې وی.

ط  - تعجیل:

          کله کله پر یوه متن باندی دوه تنه په عین وخت کی کار پیل کړی او هر یو بېړه کوی چی تر ها بل چا دمخه متن خپور او ویاړ ئې تر لاسه کړی.

د دغی بېړی او تلوار له خاطره هم په متن کی د لازم دقت اصول تر پښو لاندی کېږی او ناروا لاسوهنو ته زمینه برابرېږی .

ی  - او په پای کی باید ووایم چی د متن څېړنی لازمه پوهه نه لرل هم دناروا لاسوهنی عامل کېدلای سی.

د خپراوی نیټه یکشنبه 1390/03/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()