احسان الله آرینزی

لمر لا نه و پریوتى چې بیا هغه فكر ورپیدا شو. سترګې یې د مخامخ غره په لوړو او واورینو څوكو كې ټومبلى وې. د مازیګرنى لمر پریوتونكو وړانګو، د ځنګله ګڼو ونو ته د پسرلنیو ناوكیو ښكلا وركړې وه.

 

ټول ماسپښـین دې فكر ځورولى و. په ځان یې څو ځلې سړې اوبه توې كړې،پریوت، كیناست او پاڅید، زړه یې و چې ښه په خوند وژاړی، په كوكو او چیغو وژاړی، د هغې مور په څیر وژاړی چې ناڅاپه  د خپل تنكې زلمی زوى له مړې سره مخامخ شوې وې؛ خو لكه چې د دې كار له پاره یې هم وخت نه درلود، ټول په ویره كې ډوب شوی و، د زړه درزا یې پخپله ښه اورېده. ټولو وینو یې د ماغزو په لور منډه اخیستې وه،  بدن یې  په خولو خیشت شوى و، لاس او پښې یې د تبجن ناروغ په څیر په زغرده ریږدیدل. داسې ښكارېده چې ژر به یې د ټول بدن وینه ان تر وروستی څاڅكې پورې د ككرۍ په كوچنی كالبوت ننوزی او هغه به وشیندی:

په ذهن كې یې لویه غوغا پاڅېدلې وه او زړه یې و چې كومې وشلوی:

-  مرسته…!!

 

رنګ یې تك سپین اوښتى و او ساه یې د هغه ناروغ په څیر، چې د زړه له ناڅاپې حملې سره مخامخ شوى وی بنده- بنده كېده. بیا یې مخ ته څو لپې اوبه وشیندلې، سر یې د ونې له كلكې ډډې سره وواهه او د لیونو په شان یې لاسونه وخوځول:

- مرسته …!؟

 

د هغه بل دا سرې - سرې سترګې یې تر سترګو شوې. ټوله ناپایه فضا د غاښونو د چیچلو په زړه دردونكى اواز ډكه شوه او ټول مخامخ ځنګل چې نور یې نو د لمر له وروستنیو وړانګو سره مخه ښه كوله، سترګې- سترګې اوغږ- غږ شو او د هغه بل درندو كریږو یې په غوږونو كې انګازې جوړې كړې:

- هو… تا ته وایم او تا ته امر كوم چې ختم یې كړه!… تا ته وایم چې هغه دښمن دى… په دښمن رحم نه دى په كار… تا ته امر كوم چې په دې كار كې بېړه وكړه…

ده په خپلو ویښتانو منګولې ونښلولې، سترګې یې د وینو د جامونو شانتې سرې اوښتې وې او  دا نارې یې ډېرې اورېدې:

- ختم یې كړه… ختم یې كړه…

له دې نارو سره د ده چیغه هم یو ځاى شوه:

- مرسته !؟

زړه نازړه او په ډېرو ستونزو روان شو. د وروستنې لمر وړانګو یې سیورى څو ځلې اوږد كړى و. نور نو نه شواى تم كېدى. د شنه اسمان ځلا د وریځو له یرغل سره مخامخ وه او ورو- ورو وركېده. دا ځلا او دا وریځې ده ته زهرجنې ایسیدې. خولې یې څاڅكې- څاڅكې له وچولې څخه  بهیدې او په ګریوان یې توییدې.

 

د ورانو كلو د ویجاړو كروندو كږلیچنې لارې هېڅ نه تمامیدې، هلته د ژوند ساه د ختو په حال كې وه او د شپې كونګانو پر اباده وردانګلې وو.

 

او دى همغسې روان و. كړۍ - كړۍ لوګی یې له خولې ویستل. نور نو د اسمان شنه ځلا ده ته نه ښكارېده. هر څه په وریځ كې پټ شوی وو. د رڼا او تیارې په دې اخ او ډب كې ماښامنئ چوپه تیاره بریالۍ كېدونكې وه. ورو - ورو یې د نیشې ناروغه او ناپایه مستی په ذهن خوره او حواس یې په خواږه خوب ویده شول. یو كالبوت ځنې جوړ شو او  ګونګ سیورى یې د بې حاله سترګو په وړاندې وڅرخیدل.

 

هوا سړه شوې وه، د طوفان څپې راپورته كېدې او د وریځو له لمنو څخه اوبه د بهیدو په حال كې وی. په ماښامنۍ رڼا كې شا اوخوا سیمې له خلكو او لارویانو نه تشې ښكارېدې او دې ورو- ورو( دښمن) ته نژدې كېده. (دښمن)  په رښتیا هم له مخامخ نه را روان و، نښې نښانې ټولې سمې وې، دا ده ته ( دښمن) معرفى شوى و. لكه چې دا یې ورور و؛ خو په تیاره كې یې د هغه څیره سمه نه پېژندله، ده د ډېر فكر وخت نه درلود. بس همدا چیغې وې چې د ده په غوږونو ننوتى :

- تا ته امر كوم چې ختم یې كړه... په دښمن رحم نه دى په كار.

 

درې څلور ډزې وشوې؛ خو لكه چې په دې ماښامنی تیاره، طوفان او ورښت كې چا وانه ورېدې، كراره - كراری وه، یو كابوس و، یوه عجیبه شیبه وه چې تېرېده، نو دى بیا د مړې سر ته ولاړ و. خولې پرې ماتې وې او سترګې یې پټې- پټې كېدې چې پورته یې وكتل تیارې ته یې پام  شو. اوس نو د ده دوهمه دنده پیل كېدونكى ده.

 

ده باید دا مړى په سیند كې راوتلى سیلاو ته سپارلى واى؛  خو مړى ډېر دروند و او په ده خولې لا همغسې را روانې وی. په ځان یې ډېر فشار راووړ، ځان یې د نارامه ماغزو د فرمان منلو ته اړ ولید. مړى یې لږ پورته كړ په ګونډو شو، اوږه یې وركړه او په ډېره سختی پاڅید. مړى یې ورسره پورته كړى و او ورو - ورو روان شو.

 

د مخامخ باد څپو د ده مخه بندوله. په ټول ژوند كې یې دومره دروند پیټى نه و پورته كړى. د مړى لاسونه ښكته ځوړند وو او د لویدلو ویره یې ډېره  وه، ده یو لاس د مړی تر شا تاو كړ او په بل لاس یې د مړى لاسونه تر خپل ستونې وڅرخول.

 

اوس نو مړى د غوښې د یوې بوجۍ په څېر ده ته ور په شا و او دې  تر دغه درانده بار لاندې ګړوپ او كوږ روان و.

ساه یې بنده- بنده كېده او خولې یې له باران سره یو ځاى په ګریوان سمې شوې وې. دا وخت هم  چیغې د ده په ستونې كې وچې ښكارېدی:

- مرسته ... ! مرسته ...

 

اوس نو دومره كړوپ روان و چې ورو- ورو یې د مړی پښې تر پښو تاوېدې. د سیند غږ لا تر اوسه هم نه اورېدل كېده، په خټینو كږلیچنو لارو كې تګ ډیرې ستونزې درلودې، پښې به یې په خټو ننوتې او بېرته راوتې.

***

طوفان درېدلى او باران په جړ ورېده . ده هم اوږده لار وهلې او دا دى ستړى ستومانه د سیل خړو اوبو ته نژدې شوى و. د سیند په شاوخوا  ځمكو باندې هم اوبه ختلې او د مړی د وینو بوى سپږمې تریوولې.

 

ده د دمې وخت نه درلود. ملا یې نوره هم د ځمكې په لور كږیده. مړى د غره په شان پرې بار و او دى یې د پړمخې لویدو له كلكې ویرې سره مخامخ كړى و!

لږ ځنډ وروسته د هسكو ټیټو ځمكو نه لږ ها خوا خړې اوبه ښكاره شوې. د اوبو د اوښتو غږ په زغرده اورېدل كېده. په توره شپه كې د درانده باران غږ ټوله فضا ډكه كړې وه .

 

كله چې په اوبو گډ شو، ویره یې لږ سپكه شوه. تر ډېر ځنډ وروسته یې د سیند غاړه میندلې وه. اوس یې نو ملا د مړې تر درانده پیټی لاندې د ماتیدو په حال كې وه. دوه- درې ګامه یې نور هم ځان د اوبو د مینځ خوا ته كش كړ. د سیل  بې خونده وږم د ده سپږمې ډكې كړې وې او یوې او بلې خوا ته یې نه شواى كتلاى.

د مړى لاس د ده ترستونی تاو شوى وو...

 

ځان یې یو لور ته كوږ كړ چې مړى وغورځوی؛ خو مړى و نه غورځید. ده په خپل لاس د مړی د لاسونو د بیرته كولو هڅه وكړه؛ خو دا لاسونه د  لرګی په څیر وچ شوى وو او ناڅاپه د ده له خولې دا چیغې ووتې:

- مرسته...! مرسته.... هه ...

دا چیغې بېرته غبرګې شوې :

- مرسته ...! مرسته ... هه ...

خو دى ونه پوهېده چې دا د ده د خپلو چیغو غبرګون و او كه نورو كسانو هم په سیند غاړه كې دا نارې اوچتې كړې وې؟

ده ځان په زوره وخوځاوه، اوبه یې تر ګونډو پورته شوې وې او دى  د میږی په پلو وړاندې روان و. د مړی د پښو د بېرته كولو هڅه یې وكړه؛ خو پښې هم د لاسو په څېر تړل شوې وې او نه بېرته كېدې! نور نو له ویرې، سړو، خولو او ستومانتیا نه د لیونتوب حد ته رسیدلى و او همدې چیغو یې غوږونه ډك كړی وو:

- مرسته !... مرسته ...

 

یوه پښه به یې د سیند د څنډو له خټو څخه راایسته او بله به یې ډوبیده.

 

كله چې بیا د طوفان څپې والوتې، د سیل اوبه یې د ده ترسینې پورې پورته كړې او د شپې د كونګانو درانده غږونه یې د ده په غوږونو  ننه ایستل. نور نو د مړی د غورځولو له پاره د ده ټولې هڅې شنډې شوې وې. ان دا چې غږ یې هم په ستونې كې چوپ شوى و!...

مړی دى په ژوند زندى كړى و !؟...

 

ده ته هم څه نه و پاتې، سترګې یې رډې- رډې وتلې وې، وې غوښتل چې بېرته ستون شی؛ خو د سیند خټو د ده پښې كلكې نیولې وی، مړى لا همغسې ور په شا و او دى یې پړمخې لویدو ته نژدې كاوه. لږ نور هم كړوپ شو او وچولى یې د سیل له اوبو سره ولګېد.

لږ ځنډ وروسته د طوفان له یوې زورورې نا ځایې څپې سره په یوه خوا كوږ او له مړی سره  یو ځاى په اوبو لاهو شو.

 پای

د خپراوی نیټه یکشنبه 1390/03/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()